په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

دوشنبه، مهر ۵

د یوې سوله دوستې امریکې لپاره د رې د لیلونه او لس ګا مونه

لیکوال: ډاکټر رحمت ربی زیرکیار، خپلواک څیړونکی، امریکه

Three Reasons and Ten Steps for a Peaceful America

By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, U.S.A.



خیر د پوزې غواړه نن خبره د نتکۍ نه ده

خبره د هیواد ده د پښتو ده د کرسۍ نه ده

چا ویل خټکه هغه دیو بهرام له راوستـــه

دا به څه بلا وي ګل اندامه ښاپیرۍ نه ده

(د اجمل خټک شعر، مارچ ۲۰۰۶: زماسره د پوها ند جهانزیب نیاز تلفوني خواله، شیکاګو،امریکه، جولای ۲۰۰۶. متقاعدپوهاند نیاز د باچاخان د مشرې خور ځوي دی او د خدایي خد متګار تاریخ ورته د خپل لاس د پنځه ګوتو په شان معلوم دی.)
ننتوځ
جرمنی مفکر ، کره کتونکی (نقاد) ، ادبی تاریخپوه ، ښکلا پوه، شاعر او لیکوال فریدریښ فون شلیګل (۱۷۷۲تر۱۸۲۹) لیکلي وو چی « تاریخپوه هغه پیغمبر دی چی شاته [تیر وخت] ته ګوری»، یانې: ( هیسټورین ایز أ پرافیټ لوکینګ بیکوارډز) .ټولټال د هغه خبره روغه ده، خو زه اوس یو ژوندی تاریخپوه پیژنم چی په اوس او راتلونکی هم ګړیږيږ: چالمرز جانسن په امریکه کی سوله دوست او پر مختګ دوست تاریخپوه دی. د دغه نامتو متقاعد پوهاند له قلمه یوڅو اونۍ وړاندې په اګست ۲۰۱۰ کی یو کوټلی کتاب راووت چی د یوې راتلونکې ارزښتمنې او سوله غوښتونکې امریکې لپاره ارزښتناک مطالب لري. د امریکې یو وتلی سیاسی څیړونکی او عسکري منور اندریو باچویچ وایی چی «پیغمبران په ټولنه کې عزتمن رول لوبوي. په چا لمرز جانسن کې امپراتورې امریکې خپل جیریمیا میند لی دی.» جیریمیا د تورات (زاړه انجیل) یو پیغمبر و چې د فساد په ضد تبلیغ کې یې نوم ویستلی و. زما بډیره (تبصره) د پوهاند جانسن په همدغه کتاب راڅرخیږي : د امپرا تورۍ ړنګول:د امریکې لپاره تر ټولو غوره وروستنئ امید (نیویارک: میترو پالیتان بوکز، اګست ۲۰۱۰) ، ۲۱۲ مخونه

Chalmers Johnson, Dismantling the Empire: America’s Last Best Hope. New York: Metropolitan Books/ Henry Holt, August 2010, pages 212.

فرضیه

د کتاب فرضیه یانې غټه مفکوره داده چې که د امریکې واکمنې کړۍ د برتانیې او شوروي اتحاد له امپراتوریو نه زده کړه ونکړي ،امپراتوري به یې زر راونړیږي

د اډو امپراتوري

د ساړه جنګ د پای په پایله کې امریکې د یواځینني زبرځواک په څیر د قدرت په مناسباتو خیټه واچوله. د ولسمشر بیل کلینټن په دوهم پیر کی ( جنوری ۱۹۹۷تر جنوری ۲۰۰۱) د هغه د بهرنیو چارو وزیره مدلین البرایټ وه. په ساړه جنګ باندې د بري په مستۍ کې امریکه د البرایټ په اند د نړۍ لپاره «حتمي[اجتناب نه منونکی] ملت» شو (اینډیسپینزیبل نیشن) . دغه شان امریکه د ملتونو د نیک نیت په اتکا مغروره شوه، او په خپل ځان د بیخرته اعتماد (مفرط اعتماد= اوورکانفیډنس) په لومو کی ښکیل شوه:(۱) په ۱۹۹۸ زییزکال کی یې په سوډان کی د خرتوم د ښار د درمل سازۍ په فابریکو باندې لرې ویشتونکي توغندي ورایله کړل. (۲) د کاساو د جنګ په اوږدو کی یی په ۱۹۹۹ کی په بلګراد کی د ولسي چین له سفارت نه دوړې جګی کړی. (۳) د ۲۰۰۱ په اکتوبر کی یی په خوارکي افغانستان د خپل بربنډ یرغل پیرزوینه وکړه. (۴) نږدی اتلس میاشتې وروسته د ۲۰۰۳ زییز کال په مارچ کی یی عراق په خپل بربنډ یرغل ونازاوه . پوهاند جا نسن لیکی چی د عقل له مخی به دا روغه وای چی که د ۹۱۱ له بخولی نه وروسته امریکې د القاعدی سره «د جنايي سازمان» په څیر معامله کړې وای[ لکه د نشه یی موادو د جنیتکارانو سره یې چی کوی، زیرکیار] . دغه شان پوهاند چا لمرز جانسن زیاتوی چی دابه معقوله وای که د امریکی ولسمشر جورج دبلیو بوش(۲۰۰۱تر۲۰۰۹) هیڅ نه وی کړای ، په پایله کی به یی سیاسی وضعه په افغانستان او عراق کی ښایی داسې خپل پخپله داسې ارامه شوې وای چې د امریکې او دهغې دمتحدینو لپاره به د زغم وړ وای. د امریکی اوسنی ولسمش بارک اوباما (جنوری ۲۰۰۹تر اوسه) د خپلو خلکو او په نړۍ کی د خپل هیواد د حیثیت د رغولو لپاره د لازمو سمونونو ژمنې وکړې. خو د دغو وعدو په لړ کی یې دامریکی د اډو امپراتوري له نظره لوید لې وه

“In the campaign,” Obama said “little about the armed forces,…the military-industrial complex.” P. 4

رابرټ ګیټ چې د ۲۰۰۶ دسمبر راهیسې د دفاع وزیر دی، د امریکې په مرکزي استخباراتو (سي آی أی )کې په۱۹۶۶ کې د ټیټ رتبه مامور په څیر کار پیل کړ اه هلته نږدې اووه ویشت کلونه پاتی شو. ګیټ په تاریخ کی د ماسټرۍ او ورپسې یې د روسیې او شوروي په تا ریخ کې د ډاکټرۍ درجه لاسته راوړې دي. نوموړی دسي آې أئ مرستیال مشر و(۱۹۸۶تر ۱۹۸۹) او لومړی شخص و چی د سي آی أئ له دننې نه د دغی موسسسې مشري ورپه غاړه شوه(۱۹۹۱تر ۱۹۹۳). له دینه درې کلونه وروسته رابرټ ګیټ په ۱۹۹۶زییز کې د خپلو خاطرو کتاب په دې سرلیک چاپ کړ: له تیارو نه: دغټو محرمانو له خوا د پنځه ولمشرانو کیسه اوهغوی څنګه سوړ جنګ وګاټه، ۱۹۹۶ زییز

Robert Gate, From the Shadows: The Ultimate Insiders Story of Five Presidents and How They Won the Cold War, 1996.

ګیټ د شوروي اتحاد د استخباراتو (کی جي بی) دبهرنیو عملیاتو د مشر ولادیمیر کریچکوف سره په ۱۹۸۷کې په واشنګټن کی ولیدل-دا هغه مهال و چی دشوروی اتحاد مشر ګورباچیف واشنګټن ته راغلی و. دواړو دوهم ځل په پټ ډول په مسکو کی په ۱۹۸۹ کې ولیدل-دغه مهال کریچکوف د کی جی بی مشر و او ګیټ لا همغسې د سي آی أئ مرستیال مشر و. پوهاند جا نسن لیکي چی رابرټ ګیټ په خپلو خاطروکی، اود غه شان د ولسمشر جیمی کارتر په مهال (۱۹۷۷تر۱۹۸۱) د ملی امنیت د جرکی مشاور زبیګنیو بریژینسکي په خپله مرکه کی ( ۱۵ اکتوبر ۱۹۹۸) په ترتیب سره «په څرګند ډول» او «په ویاړ سره» دا خبره را وسپړله چی د امریکی د استخباراتو مرستی افغان مجاهدینو ته له شوروی یرغل نه شپږ میاشتی وړاندی رسیدلی وی (مخونه ۱۱تر ۱۲). مرکه کوونکي بریژینسکی وپوښته چی ایا د دغو پټو کړاندو په اړه «نن» (اکتوبر ۱۵،۱۹۹۸) کومه پښیماني احساسوي؟ بریژینسکي ورغبرګه کړه چې: « د څه شي پښیماني؟ پټ عملیات یوه فوق العاده مفکوره وه. روسان یی افغان لټ ته برابر کړل، او تاسی غواړئ چی زه پری پښیمانه شم .» د بریژینسکي لپاره مهمه داوه چی شوروی امپراتوری رانسکوره شوه، مرکزی اروپا خپلواکه شوه اوپه سوړجنګ د پای ټاپه ولګید له. د بریژینسکی لپاره د افغان ملت قربانۍ د پښیمانۍ او تاسف وړ نه وی: نږدی دوه ملیون تلفات،نږدی څلور ملیون کډوالان، نږدی لس ملیون ماینونه، داخلي جنګ،د ملت سازۍ یرغملول او د امریکې یرغل چی له نهو کلونو راهیسې په پښتون وژنه او د پښتنو سره په اپارتاید چلیږي؟! بس دا هرڅه ددې لپاره وو چې د لویدیز ګټې خوندي شي او ارمانونه یې پوره شي! د بریژنسکي بې تفاوتي ما زیرکیار ته په ملګروملتونو کې د امریکې دیوې سفیرې بې تفاوتي راپه زړه کړه: هغه مهال چې مد لین البرایټ په ملګرو ملتونو کې سفیره وه، نیوکه پری وشوه چې د صدام حسین لاندې د عراق په مقابل کې د ملګرو ملتونو له مجازاتو نه یې دفاع کوله. په امریکه کې د سي بي ایس تلویژن په «شپیته دقیقې» نومې پروګرام کې ( می ۱۹۹۶) لیسلي ستال له البرایټ نه یوه کوټلې پوښتنه وکړه، په دې ډول: « موږ اوریدلي دي چې نیم میلیون [عراقي] ماشومان» د ذکر شوو مجازاتو له امله د مړینې خوراک شوي دي. دغه شمیر د هغو ماشومانو له شمیر نه «جګ» دی چې په جاپاني ښار هیروشیما کې یی ژوند له لاسه ورکړی و. « آیا دغه نرخ مناسب دی؟» د مد لین البرایټ په وینا، « دا یو مشکل انتخاب دی، خو...نرخ مناسب دی.» یانې د امریکې د هد فونو پوره کول په دغه قربانۍ ارزیدل. البرایت وروسته په خپل ژوند لیک کې (۲۰۰۳) په خپل ځواب پښیمانه وه. د امریکې واکمنانو په افغانستان یو نه هیریدونکی احسان وکړ،افغانستان یې اشغال کړ او هلته یې غلو ته د کور واک وروسپاره

اووه پنځوس کلونه وړاندې چې سي آی أئ شپږ کلنه شوه ، په ۱۹۵۳ کې یې په ایران کې کودتا وکړه ، د ډاکټرمحمد مصد ق انتخابي، ملی او ولس ګټی حکومت یی رانسکور کړ او هلته یې خپل نازولي رضا شاه پهلوي ته د قدرت واګې وروسپارلې . ددغی کودتا په اکله د معلوماتو لپاره ولولئ د کینزر کوټلی کتاب: د شاه ټول سړي: یوه امریکایی کودتا او په منځني ختیز کې د ترهګرۍ جرړی، د ۲۰۰۳کال چاپ

Stephen Kinzer, All the Shah’s Men: An American Coup and the Roots of Middle East Terror (2003).

د دغی کودتا په اړه سي آی أئ په خپل پټ راپورکې د «بلوبیک» نیولوجیزم راوویست چی په پښتو کې ورته بده نتیجه یا د « سر دپاسه لاړی توکل» ویلی شو

Blowback: a neologism meaning “ unintended consequences of covert operation”, New York Times quoted by Johnson, p. 13. Also, see his other book: Blowback: The Costs and Consequences of American Empire (2004), pp. 304

د دفاع د وزارت د ۲۰۰۳ کال د اډو د جوړولو په راپور(بیز سترکچر ریپورټ) کي راغلی دی چی په ۱۳۰ بهرنیو هیوادونو کی یی ۷۰۳ خپلی یا کرایی شوی اډی لرلې او شپږ زره اډی یی په خپل هیواد (امریکه) او د هغی په قلمرو نو کی . په ۲۰۰۷ کی ښکاره شوه چی امریکه په پاکستان کی یو سفارت جوړوي چی ۷۳۶ ملیون ډالری به پری لګیږي او ارتوالی به یی د واتیکان ښار ته رسیږي(واتیکان ښار په روم کی د پاپ د حکومتي اداری مرکز دی چی د ۱۹۲۹ په جون کې د ایټا لیې د صدراعظم بینیتو موسولیني او دهغه مهال د کارډینال د موافقو له لارې رامنځته شو. دغه د نړۍ ترټولو کوچنی دولت نږدې ۴۴هیکټاره=۱۱۰ ایکړه ارت دی او اوڅه دپاسه ۸۰۰ وګړي لری). په پاکستان کی د امریکی سفارت به دوهمه درجه قیمتي سفارت وي(په عراق کی دامریکي سفارت لومړی درجه قیمتي سفارت دی). ښایي د دواړو توپیر څلور ملیون ډالری وي( مخ ۱۲۹). د ۲۰۰۹ د اګست په ۱۷ نیټه یو بې نومه چا( میلمه لیکوال) په « دي کر نټ افیرز دات کام» کې په انګر يزي ژبه کی په دې سرلیک یو مضمون لیکلی و: «په اسلام اباد کې د امریکې د نوي سفارت په اکله احساسي تاو» [هیستیریا]. په دغه اړه یو چا په خپله بډیره (تبصره) کې په اسلام اباد کې د امریکې نوی سفارت « دشرقي هند نوې کمپنۍ» یانې[ نیو ایسټ اینډیا کمپنني] ګڼلې ده چې انګریزانو د سوداګرۍ لپاره څوسوه کلونه وړاندې جوړه کړې وه. په ۱۹۹۸ کې په نیروبي او دارالسلام کی د امریکې په سفارتونو کلک بریدونه وشول چې په نتیجه کی یې واشنګټن له ۲۰۰۱ راهیسې ګڼ شمیر سفارتونه او تاسیسات اباد کړل . په ټوله نړۍ کې د امریکې د سفارتونو په تعویض «ټول ټال» اووه لس نیم بیلیون ډالرې لګید لې دي. « د تاریخ په ژبه، دغه کوټلي استحکامات» یانې « اډه وزمه سفارتونه» په یوویشتمه پیړۍ کې « د صلیبي ماڼیو معادل دي »[ فورمیډیبل اوټپوسټ /فورټریس-لایک ایمبسیز... ایکویوالینټ آف کروسیدر کسلز]. ولولئ : سایمن تیسدال ، « د امریکې نوي صلیبي قصرونه » ( دي ګارډیین دات کو دات یوکې، ۲۹اکتوبر، ۲۰۰۹) . پوهاند جانسن په زییز کال ۲۰۰۹ کی د امریکې د د فاع د وزارت له خوا غوښتل شوې بودجه راپیژني : ۷۶۶عشاریه ۵ بیلیون ډالری. د دی په څنګ کی نورو «پټو» (هیډ ن) لګښتونو ته هم ګوته نیسي چی د دفاع له وزارت نه بهر په نورو وزارتونو کی د عسکري سره تړاو لري، د بیلګې په ډول: ۲۳ عشاریه څلور (۲۳،۴) بیلیون ډالرې د انرجی په وزارت کی د اټومي جنګي وسلو د پرمختیا او حفاظت لپاره؛ ۲۵ عشاره ۳ بیلیون ډالری د بهرنیو چارو په وزارت کی د بهرنیو عسکري مرستو لپاره (په لومړئ درجه د اسرایٔیلو، سعودي عربستان،کویټ،عمان،قطر،متحدو عرب امارتونو ، مصر او پاکستان لپاره) ؛ د دفاع وزارت له چوکاټ نه بهر د نوو عسکرو د جلبولو اوتشویقوو لپاره یو عشاریه صفر دری (۱،۰۳) بیلیون ډالرو ته اړتیا ده چی د فشار لاندې عسکري قواو ته دمه ورکړي(په ۲۰۰۳ کی یانې د عراق دجنګ په کال کی دغه ډول لګښت ۱۷۴ ملیون ډالری و). د پخوانیو عسکرو د چارو وزارت ته لږ تر لږه پنځه اویا عشاریه اووه (۷۵،۷) بیلیون ډالری رسیږي چی نیمایی مبلغ یی په عراق او افغانستان کی په کلکو ټپي شووو عسکرو ( ۲۸۸۷۰+ ۱۷۰۸ ) لګیږي. دغه شان نورلګښتونه هم شته چی عسکري ارتباط لري (۱،۹ بیلیون جمع۳۸،۵ بیلیون جمع ۷،۶بیلیون جمع دوه سوه بیلیون ډالری د قرض د سود لپاره). ټول ذکر شوي لګښتونه په ۲۰۰۹ زییز کال کی «لږترلږه» یو عشاریا یو (۱،۱) تریلیون ډالرو ته ر سید لي وو. ولولئ، د پوهاند جانسن د کتاب ۱۳۸ تر ۱۳۹ مخونه. په زییز کال ۲۰۰۸ کی د دفاع وزارت د « رسمي» معلوماتو له مخې ، امریکی د نړۍ له څلویښت نه په زیاتو هیوادونو او خپلو قلمرونو(ټیریټوریز) کی اته سوه پنځه شپیته (۸۶۵) اډې لرلې او له یوسل نوي زره نه زیات عسکر یی په ۴۶ هیوادونو او قلمرونو کی ځای په ځای کړي وو، ولولئ ۱۸۳ مخ

“Our empire consists of 865 facilities” and “we deploy more than 190,000 troops in 46 countries and territories.” (p. 183)

د امریکې دامپراتورۍ د بړستنې د راغونډولو لپاره پوهاند چالمرز جانسن درې اساسي دلیلونه او لس ګامونه وړاندې کوي(ولولئ: مخونه ۱۸۴ تر ۱۹۶). خو که داسې و نشي، امپراتوري به پخپله د امریکې کډه وروتړي او مصیبت ته به یې سیخه کړي. امریکه باید له برتانیې نه زده کړه وکړي چې په ۱۹۴۵ زییز کې یې د خپلې امپراتورۍ تصفیه پیل کړه

درې اساسي د لیلونه

(لومړی): د اوسني جنګ دوام ناشونی دی

بارک اوباما چی ولسمشر شو (جنوري ۲۰۰۹)، د خپلې کابینې د غړو په اکله په یوه وینا کې یې وویل چې امریکه به په نړۍ کې «تر ټولو قوي عسکر ساتي» ، یانې

“[w]e have to maintain the strongest military on the planet.”

یو څو اونۍ وروسته یی په واشنګټن کی د ملي دفاع په پوهنتون کې په خپله وینا کې ( ۱۲مارچ ۲۰۰۹) بیا په دې ټینګار وکړ چی : «دا ملت به خپل عسکري تفوق وساتي.موږ به د نړۍ به تاریخ کې تر ټولو قوي عسکري قواوې ولرو» ، یانې

“ this nation will maintain our military dominance. We will have the strongest military forces in the history of the world.”

څه د پاسه دوه میاشتی وروسته( ۲۲می۲۰۰۹) اوباما بیا د امریکی د بحری اکا ډیمۍ فارغانو ته په خپله وینا کی وویل چی: امریکه به «خپل عسکري تفوق ساتي....» خو د بارک اوباما له یاده وتلې ده چی امریکه په پورونو کی ډوبه ده، ملت یی د بیکارۍ اونیستۍ (غربت) په کړاوونو اخته دی،او د یوه ګړبید لي اقتصادي قدرت (کریپیلډ ایکانامیک پاور) او د بې اهمیته شوي سیاسي قدرت په لومو کې ترپکې وهي. امریکه په نړۍ کې د خپل عسکري حضور لپاره هر کال نږ دې ۲۵۰ بیلیون ډالرې لګوي. که امریکه په کوبا کی خپله بدنامه ګوانتانامو اډه خرڅه کړی، دوه عشاریه دوه(۲،۲) بیلیون ډالرې به لاسته راوړي. دا د امریکی له ۸۶۵ عسکري تاسیساتو نه یوه بیلګه ده . د زیاتو ا قتصا دی مالوماتو لپا ولولئ دوه مهم کتابونه. یو دواګپوهنې(سیاسي علومو) د پوهاند رابرټ پاپی کتاب دی اوبل د یوه تاریخپوه،لیکوال او جایزه ګټونکي ژورنالیست نیک ټرس کتاب دی

Robert Pape, Dying to Win: The Strategic Logic of Suicide Terrorism (2005); Nick Turse, The Complex: How the Military Invades Our Everyday Lives (2008).

نیک ټرس وایي چی امریکه « د عسکري،صنعتی، تخنیکی ،تفریحی ،علمی، مطبوعاتی، استخباراتی،او اقتصادی شرکتی ټلوالې» د اطاعت لاندې ژوند کوي.یانی امریکه (پینټګانیزیشن) شوی ده. پینټګان د امریکې دفاع وزارت ته وايي. د ټرس په وینا، سل زره یا زیا ت ټیکه والان(قراردادچیان) د پینټګان په معاش لګیا دي

America is subjected to a “ Military Industrial Technological Entertainment Scientific Media Intelligence Corporate Complex”.

د ولسمشر اوباما د خزانې وزیر تیمتی ګیتنر په ولسي چین کې د بیجینګ پوهنتون پوهیدونکو (محصلینو) ته وینا کوله چی د چین دارایی په امریکه کی «محفوظه ده»، خو پوهیدونکو په لوړ اواز وخندل. د ۲۰۰۹ زییزکال په می کی « د ادارې او بودجې دفتر» په خپل مخلید کې وویل چې په ۲۰۱۰ کې به امریکه «لږتر لږه» د یو عشاریه پنځه اویا (۱،۷۵) تر یلیون ډالرو په کچه د بودجې د کمښت په ناروغۍ اخته شي

“…at least $1.75 trillion”.

په دغه مبلغ کې د دفاع د وزارت پلان شوې بودجه (۶۵۰بیلیون ډالرې) او د دوه جنګونو لګښتونه شامل نه دي.که امریکه غواړي چی یو څه مالي انسجام تامین کړي، د حکومت لپاه حتمي ده چې په خپلو پڼډو عسکري لګښتو نو پڼډه کرښه راکاږي

(دوهم): د افغانستان جنګ امریکه د ناکامۍ او افلا س کندې ته ورټیله کوي

په افغانستان کی د امریکی یوه غټه ستراتجیک تیروتنه داوه چی هلته یې د برتانیې او شوروي اتحاد له ناکامیو نه سترګې پټې کړې. د افغانستان په اکله د امریکې یو وتلی چارپوه (انتروپا لوجیسټ او تایخپوه) پوهاند لویس دوپرې لیکلي وو چې: «پښتني قومونه تقریبا په جینیټیک ډول په ګوریلا یي جګړو کې تخصص لري....» د افغانستان په اکله دوه نور تکړه چارپوهان فیتزجیرالډ او ګولډ په خپل کتاب (نه لیدونکی تاریخ ¸۲۰۰۹) کې کاږي چې «که د سیمې تاریخ د واشنګټن د دفتر سالارانو په یاد نه راځي،د افغانانو په یاد راځي . برتانویانو هوايي قدرت وکاراوه چې له لومړۍ نړۍ والې جګړې [۱۹۱۴تر۱۹۱۸] نه وروسته همدغه پښتني کلي بمبارد کړي . د هغوی دغه عمل ورټل شو. کله چې شورویانو په ۱۹۸۰کلونو کی خپل میګ جټونه او خپلې ترهوونکې ایم آی- ۲۴ هند هیلیکوپټرې وکارولې، جنایتکاران ورته وویل شول. امریکه چی غوڅ هوایی قدرت په بې پروا او بې تبعیضه ډول کاروي، د نړۍ له عدالتي او اخلا قي احساس نه سر غړوي په داسې حال کې چی افغان ولس او اسلا مي نړۍ لاپسې د امریکې ضد ګرځوي .» په ۱۹۳۲ کې انګریزانو په وزیرستان زهري ګاس استعمال کړ . فیتزجرلډ او ګولډ د انګریزانو دغه حمله هغې حملې ته ورته ګڼي چې د هیټلر هوایی قوې د ۱۹۳۷ په اپریل کې د هسپانیې د بسک د سیمې په ګیرنیک نومې ښار باندې کړې وه او ګڼ شمیر ملکي خلک یې وژلي وو

“In 1932, in a series of Guernica-like atrocities, the British used poison gas in Waziristan”.

په همدغه ۱۹۳۲ کال کې د بې وسلې کولو په تړون کې هڅه وشوه چې په ملکي خلکو دې بمبارۍ منع شي. خو لیبرال ډیویډ لؤیید جورج چی د لومړۍ نړۍ والې جګړې په مهال د برتانیې ستر وزیر (صدراعظم: ۱۹۱۶تر ۱۹۲۲) و په مغرورانه احساس سره وویل چې «موږ په دې زور واچاوه چې د نیګرانو د بمبارولو حق د ځان لپاره خوندي کړو » ، یانې

“We insisted on reserving the right to bomb niggers.” (David Lloyd George: 1863-1945)

فیتزجرلډ او ګولډ وایي چې د لؤیید جورج «نظر غالب شو» (پری ویلد)، ولولئ د فیتزجرالډ او ګولډ مهم کتاب

Paul Fitzgerald and Elizabeth Gould, Invisible History: Afghanistan’s Untold Story ( paperback 2009), 300 pages.

(دریم): امریکه باید د خپلو اډو د امپراتورۍ «پټ شرم» پای ته ورسوي

“We need to end the secret shame of our Empire of bases.”

د امریکې په وسله والو قواو کې په ښځو باندې په بیلا بیل شکل جنسي تیري « د وسله والو قواو لپاره غټ شرم دی.» په دغه موضوع کې د دفاع د وزارت نوې شمیرنې ښئ چې په وسله والو قواو کې په ښځو باندې جنسي تیري نږدې نهه سلنې (۹٪) جګ شوي دي(۲۹۲۳)، او تیر کال په افغانستان او عراق کې په امریکایي قواو کې د ښځو د راپور له مخې دغه ډول تجاوزونه ۲۵سلنو(۲۵٪) ته ختلي وو، یانې

“New data released by the Pentagon showed an almost 9 percent increase in the number of sexual assaults…2923…and a 25 percent increase in such assaults reported by women serving in Iraq and Afghanistan[ over the past year].

په دې ډول ښځینه عسکرې د درې فشارونو سره مخامخ دي:(۱) د عسکر په څیر دې د غلیم په مقابل کې وجنګیږي؛ (۲) د خپل عسکر ورور له جنسي تجاوز نه دې ځان وساتي؛ او (۳) که جنسي برید ورباندې شوی وي مربوط مقامونو پرې خبر نکړي او په دې ډول د خپلې کورنۍ حیثیت وساتي او په عسکري خد مت کې خپل مسلکي پرمختګ ته لار پرانیزي. جنسي تجاوزونه د اډې په شاوخوا کې کوربه استوګن ښځینه اولس ته هم متوجه دي. پوهاند چالمرز جانسن په موضوع کی له یوه مهم کتاب نه چې په ۲۰۰۹زییز کې خپور شوی دی او لیکوله یې هیلین بینیډیکټ ده، داسې ملومات وړاندې کوي: په ۲۰۰۹ زییز کې د دفاع د وزارت د جنسي تجاوزونو د یوه راپور له مخې، په عسکرو کې په سلو کې د نوي (۹۰٪) جنسي تجاوزونو (ریپز) هیڅ راپور نشته؛ یانې

“90% of the rapes in the military are never reported at all and, when they are, the consequences for the perpetrator are negligible,” Prof. Johnson referring to Helen Benedict, Lonely Soldier: The Private War of Women Serving in Iraq, 2009).

پوهاند جانسن لیکی چی امریکه دې خپل پوځ په غټه کچه کم کړي اوخپل عسکر دې ل بهرنیو هیوادونو نه کور ته راوګرځوي، له هغو هیوادونو نه چی چاپیریال یې نه پیژني او سر بیره پر دې امریکا یي عسکر «روزل شوي دي چې د دغو هیوادونو اوسیدونکي له ځان نه ټیټ وګڼي»،یانې

“…to radically reduce the size of our army, and bring the troops home,” who “have been taught to think of the inhabitants as inferior to themselves.”

په ښځو باندې په جنسي بریدونو سترګې پټې کیږي. دهر جمایل په خپل کتاب (۲۰۰۷) کې کاږي چې د یوه رامنځته شوي « کلتور» له مخې «جنسي تجاوز بې سزا» پاتي کیږي. یانې

“…culture of unpunished sexual assault”, as well as the “shockingly low numbers of court-martial. ” ( Dahr Jamail, Beyond the Green Zone: Dispatches from an Unembedded Journalist in Occupied Iraq, 2007).


لس ګامونه

د امریکې د امپراتورۍ رانړول لسو ګا مونو ته اړتیا لري چی په لاندې ډول معرفي کیږي

(لومړي) په نړۍ کې دې د امریکې اډې وتړل شي ځکه چې د ژوند چاپیریال ته غټ تاوان اړوي. دغه شان د امریکی له خوا د نورو هیوادونو سره د هغو تړونونو مخه دې هم ونیول شي چی هلته به امریکه د چاپیریال د ناپاکۍ له مسولیت نه معاف وي

SOFAs (Status of Force Agreements) in territories occupied by U.S. military

(دوهم) د اډو د امپراتورۍ ساتل د امریکې د اولس په اوږو هغه دروند پیټی دی چې په غورځولو سره یې د امریکې ولس ته نور ګټور فرصتونه ور په لاس کیږي

(دریم) لکه خلک چې پوهیږي (خو له بدې مرغې هیروي یې) ، د امپریالیزم لپاره د عذابونو د استعمال روزنه اهمیت لري .د امریکې مرکزی استخباراتو (سي آی أئ) په خپله شپږکلنۍ کې په ۱۹۵۳زییز کې په ایران کی د انتخاب شوي ډاکټرمحمد مصد ق ملي اود ولس په ګټه حکومت رانسکور کړ او پر ځای یې خپل ظالم لاسپوڅی رضا شاه پهلوي ود راوه. د دغی کودتا لاسوندیزه کیسه د کینزر په کوټلي کتاب کی خوندي شوی ده. د برتانیې د هغه مهال د بهرنی چارو وزیر هیربرت موریسن د ایران وضعې ته داسې ګوته نیولی وه چې ګوندې د ایران ناپوه ولسیان به د تمد ن د قواو په ضد را پا څید لي وي؟! که په دې جمله کې چې د امپریالیزم فکری طرز منعکسوي، د ایران په ځاي افغانستان او د ولسیان په ځای پښتانه وکاروو د امریکې د امپراتورۍ او د هغې د ګوډاګیانو اوسنی فکري چلن(برخورد) به ورنه راووځي، په دې ډول: چې ګوندې د افغانستان ناپوه پښتانه به د تمدن د قواو په ضد را پارید لي وي؟! کینزر په خپلو الفاظو کې د موریسن وینا داسې رانغښتلی ده

The challenge from Iran was “ a simple matter of ignorant natives rebelling against the forces of civilization.” Stephen Kinzer, All the Shah’s Men: An American Coup and the Roots of the Middle East Terror (2003), 272 pages.

وروسته له دې د امریکې په مرسته په لاتین امریکه کې هم انتخابي حکومتونه رانسکور شول او د هغوی پلویان د عذابونو میلمانه شول. د د فاع د وزارت له خوا د امریکې د جورجا ایا لت په عسکري اډه کې یوه اکاډیمي جوړه شوه،په دې نوم: « د امریکو ښوونځی » (سکول آف امیریکاز) چې په لاتین امریکه کې یې د عذابونو د ښوونځي نوم ګټلی دی. دلته به د لاتین امریکی عسکر او پولیس روزل کیدل. له ۱۹۴۶ تر ۲۰۰۱ پوری دغه ښوونځي له یوشپیته زره نه زیات عسکر او پولیس وروزل. دیني اوسوله دوست شخصیت فادر روی بورژوا په ۱۹۹۰ زییز کی د دغې بدنامې اکاډ مۍ په ضد یو سازمان جوړکړ، په دی نوم: دامریکو دڅارنې ښوونځی (سکول آف امیر یکاز واچ). د فادر بورژوا د بې تشدده مبارزې (اعتراضونو او احتجاجونو) په پایله کې د امریکې کانګرس د «سکول آف امیریکاز» نوم بدل کړ: « د امنیت د همکارۍ لپاره د لویدیزې نیمکرې موسسه» (ویسټرن هیمیسفیر اینسټیټیوټ فور سیکیوریټي کواوپیریشن). د فادر بورژوا د مبارزې او د امیریکوز د ښوونځي په اکله د مالوماتو لپاره ولولئ د جیمس هوج او لیندا کوپر ګډ کتاب« د سولې مزاحمت: د فادر بورژوا او د هغه خوځښت کیسه چې د امریکو ښوونځی یې وتاړه، »، ۲۰۰۴ د چاپ کال

James Hodge and Linda Cooper, Disturbing the Peace: The Story of Father Roy Bourgeois and the Movement to Close the School of Americas, 2004.

د ګړندیو مالوماتو لپاره ولولئ: جیمس هوج او لیندا کوپر، « سي آې أئ او ابوغریب: د عذابونو د ښونې او روزنې پنځوس کلونه»، کونټر پنچ، ۳ نومبر ۲۰۰۴ زیییز

James Hodge and Linda Cooper, “ The CIA and Abu Graib: 50 Years of Teaching and Training Tortures,” Counter Punch ( November 3, 2004), electronic version[September 13, 2010]. Also, see A.J. Langguth, Hidden Terrors (1979).

(څلورم) د د فاع د وزارت تلپاتې اوږده کیدونکې استهلا کي لړۍ ( د کورنۍ غړي، ملکی ماموران، پلورونکي، او د هغوی لپاره د روغتیا موسسې، کورونه، د تفریح ځایونه او کلبونه...) باید لڼډه شي

(پنځم) په امریکه کی باید د عسکري-صنعتي ډ لګرتیا (میلیټري-اینډسټرییل کامپلیکس) دا افسانه شنډه شي چې د امریکې عسکري تاسیسات د هیواد د دفاع، کار، او علمي څیړنې لپاره اهمیت لري. د پوهاند جانسن په وینا، جدي اقتصادي ریسرچ (څیړنی) دغه ادعا پنچر کړی ده. د امپراتورۍ ختمول دغه کار کولی شي

(شپږم) د ځان محترم شمیرونکي ولسواک ملت په څیر، باید امریکه له دینه لاس واخلي چې: (الف) د نړۍ ستر وسله پلورونکی دولت دی وي، (ب) د دریمې نړۍ عسکرو ته دی د کودتاګانو او عذابونو چلونه وروښئ ،او (پ) د خپلې امپراتورۍ په چوپړ کې یې استعمال کړي . لومړی مهم اقدام به دا وي چې د امریکې په جورجا ایا لت کې دې د امریکو ښوونځی ( سکول آف امیریکا ز/ د امنیت د همکارۍ لپاره د لویدیزې نیمکرې موسسه) وتړل شي. ولولئ

Chalmers Johnson, The Sorrows of Empire: Militarism, Secrecy, and the End of the Republic (2004), 400 pages, here pp. 136-40.

( اووم) امریکه د ملي بودجې د غټ فشار لاندې ساه و باسي. له دې امله باید امریکه د احتیاطي قواو د روزنې په غونډونو او د میلیټاریزم لپاره له مودو راهیسې په نورو اوږدو پروګرامونو کرښه راکاږي

( اتم ) امریکه باید په خپلو عسکري قواو کی ډیسیپلین او مسولیت راټینګ کړي. ملکی ټیکه والان ( قراردادچیان) ، شخصي عسکري کمپنۍ ا و ایجنټان د عسکري عدالت له قانون نه او د عسکري کوماندې له پاټکو نه بهر د امریکې د دولتي پوځ لپاره کارکوي. نو څه باید وشي؟ باید په دغه ډول شخصي اجیر پوځ باندې د رسمي دولتي پوځ اتکا راټیټه شي. د زیاتو معلوماتو لپاره پو هاند جانسن د جیریمی سکاهل په وتلي کتاب حواله ورکوي:تورې اوبه: د نړۍ تر ټولو قوي اجیر پوځ راولاړیدل، ۲۰۰۷ زییز

Jeremy Scahill, Blackwater: The Rise of the World’s Most Powerful Mercenary Army(2007).

امریکه د خپلې امپراتورۍ د ختمولو له لارې دغه هدف ته رسید لی شي

( نهم ) امریکه باید د خپل اوسني موجود پوځ اندازه راټيټه کړي او د ټپي شوو عسکرو او د هغوي د ساهیزو (روحي) فشارونو درملنې ته دی کلکه پا ملرنه وکړي

( لسم ) د امریکې بهرنی سیاست باید ځان له دینه خلا ص کړي چی په خپل عسکري قدرت باندی د غټې وسیلې په څیر اتکا وکړي. له بدې مرغې امپراتورۍ په اسانۍ سره دیته نه چمتو کیږي چی په داوطلبانه ډول له خپل تفوق اوتسلط نه تیرې شي او په خپل استقلال او ولسواکۍ بسنه وکړي. برتانیې د دوهمې نړۍ والې جګړې له پای (۱۹۴۵ زییز) نه وروسته، او بیا شوروي اتحاد له ۱۹۸۹زییز نه و وسته د امپراتورۍ د ساتنې په ځای د خپلو هیوادونو استقلال او هلته د ولسواکۍ ودې ته پاملرنه وکړه. که امپراتوره امریکه له دغو مثالونو نه سترګې پټې کړي، په خپل لاس به یې ځان د زوال کوهي ته غورځولی وي

پا یلــــــــــــــه

زه زیرکیار چې ورته کسم ، د تاریخ متقاعد پوهاند چا لمرز جا نسن د یوه روڼ اندي، عادل، او چارپوه هیواد دوست په څیر د امریکې او نورې نړۍ د نیکمرغۍ لپاره خپل مسولیت ادا کړی دی. دا عالم شخصیت د خپلو مشخصو او لازمو د رې د لیلونو او لس ګامونو له لا رې د امریکې ولسمشر بارک اوبا ما دیته رابللی دی چې که د امریکې « د عظیم الشانه ، تخریبوونکې عسکري امپراتورۍ » په نړولو پیل وکړي . له بدې مرغې ، زما زیرکیار په اند لږوډیر د امریکی د بل هر ولسمشر په څیر د ولسمشر اوباما لاسونه هم دامریکې په دننه کې تړلي دي خو په بهر کې د جنګ لپاره خلا ص د ي . دوه اونۍ وړاندې د۲۰۱۰ د سپتمبر په ۷ په امریکه کې یو کتاب راووت چې ددغه هیواد کر غیړنه وضعه پکې انځور شویده، د هغې قوي او شتمنې امریکې وضعه ، د لومړۍ نړۍ د هغه لومړي ملت وضعه چې اوس پکې د ولس هیلې او ارمانونه یرغمل شوي دي او منځنئ (دریمه) طبقه پکې د نشتید لو په لار رهي ده! لیکواله یې یوه زړه وره ، تیزفکره او خبرلوڅه امریکایي میرمن ده چې د نړۍ د ګوتي په شمار نامتو میرمنو په ډ له کې شمیرل کیږي. په کتاب کې راغلي دي چې : ټول ټال، د امریکې سیا سي نظام د یوې فاسدې سروالې پټې او اقتصادي نظام یې د یوې جوارګرې (قمار بازې) ډلې په ارمانونو کې ښکیل شوی دی. که د پیښو په دغه مسیر کې چټک بدلون رانشي، د امریکې راتلونکی به بې خونده او بې ارمانه وي. اریانا هفینګټن ، د دریمې نړۍ امریکه: ما ولې دا کتاب ولیکه او موږ څه ته اړتیا لرو چې د امریکې منځنئ طبقه وساتو(راند م هاوس، سیپتمبر ۷، ۲۰۱۰) ، ۲۸۸ مخونه

Arianna Huffington, Third World America: Why I Wrote the Book and What We Need to Save America’s Middle Class (Random House, September 7 , 2010), 288 pages.

د یوناني-امریکایی اریانا هفینګټن د ژوند د خصوصیاتود لنډې کیسې لپاره ولولئ

Leslie Bennetts, “The Reigning Queen of Reinvention”, Town & Country, Special Issue: Wonder Women (February 2010), pp. 82-87.

End: September 23, 2010

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو