په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

دوشنبه، شهریور ۱

د امریکی بی اهمیتي او د امپراتورۍ نړید ل یې

نه بری ، نه لری ، نه وتل ، نه د کړکیچ د حل مذاکره

د امریکی بی اهمیتي او د امپراتورۍ نړید ل یې

لیکوال: ډاکټر رحمت ربی زیرکیار،خپلواک څیـړونکی،امریکه

Neither Victory, Nor Defeat, Nor Withdrawal, Nor Conflict Resolution
U.S. Becoming Irrelevant and the Downfall of Its Empire
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, U.S.A.

د هــر قبــر ســر ته جګــې تیږې تورې

د لتـه مړه د قبر لاس راباسـي جنګ کړي

میرویس خان او احمد شاه یې پس له مرګه

لا لګیــا دي د افـغـا ن په نامــه ننګ کړي

عبدالروف رفیقي

په دغه شعر کې عبد الـروف رفیقـي هفه لیک انځــور کـړی دی چې د افغانستـا ن د نیواک په مهال پرې یوه شوروي عسکر خپله میرمن په غوږ وهلې وه
د پخواني شوروي اتحاد مشر ګورباچف افغانستان «وینې بهیدونکی زخم» ګڼلی و. دغه شان په افغانستان کی د امریکې او د ناټو د پوځونو مشر کوماندان جنرال سټینلي میکریستل په هلمند ولایت کې د مارجې جګړې ته «د وینې بهیدونکي زخم» په سترګه کتلی دی.دغه امریکايی جنرال د ۲۰۱۰زییز کال په جون کې له وظیفې وویستل شو. داسې بریښی چی د امریکې ولسمشر بارک اوباما به په خپل عسکري سیاست کې د ګورباچف په لار لاړشي

ننتوځ
د امریکې روڼ اندی ولسمشر اوباما یوې «روڼ اندې چورلکې» (هیلیکوپټر) ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د امریکې عسکري- صنعتي ټلوالې(میلیټري-اینډسټریل کامپلیکس)خپلو ګټو ته غوږونه بوڅ کړی دی.شوروی پوځونه په ماتې سره له افغانستان نه ووتل. د ماتې سره سره، په خپل هیواد کې د شوروي پوځونو زور اوبه نشو ،خو دشوروی اتحاد امپراتوري چی د امریکې پخوانی ولسمشر رانالډ ریګن ورته «شریره امپراتوري» ویلې وه سوکه سوکه خوبیالۍ او مرګونې شوه. له دینه وروسته امریکه د زمکې پر مخ یواځینی زبرځواک پاتی شو. د شورویانو په شان د امریکې سروالې پټې خپل عسکري قدرت ته د قدرت په سترګه وکتل او په مزه مزه یې هغه لار خپله کړه چې شوروي قدرت پرې روان و.شورویانو په افغانستان یرغل وکړ په دې پلمه چې د خپلې سیاسي پولې په سهیل کې د لويد یز امپریالیزم پړپړه(دسیسه) شنډه کړي او په افغانستان کې یوه کمزورې کمیونیستي واکمیني دافغان ولس له پاڅون نه خوندي وساتي. په ورته ډول د نړۍ یواځینئ زبرځواکې امریکې هم د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې په افغانستان يرغل وکړ په دې پلمه چې ترهه ګري شنډه کړی او د ولسواکۍ( دموکراسۍ ) له پرتوګ نه د یوه کوچني او پیسه ګل ګروپ پټکی جوړ کړي. دغه ګروپ د «شما لي ډالروالې» نوم ګټلی دی چی واکمن جنګسالاران یې د هرچا په پیسو څربیږي: امریکه، روسیه،فرانسه،انګلستان،ایران او هندوستان. پوهاند ګالتونګ دې پا یلې ته رسید لی دی چی امپراتوره امریکه به په لسو کلونو کی د ۲۰۲۰ پورې رانسکوره شي

د پوهاند ګالتونګ تحلیل
پوهاند یوهان ګالتونګ په نړۍ کې یو ژمن روڼ اندی دی،یو وتلی ټولنپوه دی،« د سولې دڅیړنې» په نوم د اکادمیک مضمون «پلار» دی، او دسولې دمطالعاتو پوهاند دی. په ۱۹۵۹ زییز کال کې یی د ناروې په پلازمینه اوسلو کی «دسولې بین المللي اینسټیتوټ» جوړکړ او « دسولې د څیړنې خپرونه» (پیس ریسرچ جورنال) یی راوویست. دی په ۱۹۳۰ کی په اوسلو کی زیړیدلی دی. د ۱۹۷۹ د دسمبر په وروستیو کی شوروی پوځونو په افغانستان یرغل وکړ. لږوروسته په ۱۹۸۰کې د پوهاند ګالټونګ مخلید داسې و چې شوروي امپراتوري به رانسکوریږي . د برلین د د یوال په نړیدلو سره(نومبر ۱۹۸۹) د شوروي امپراتورۍ زویرګي پیل شول او په ۱۹۹۱کې د ګالټونګ مخلید په واقعیت واوښت. روسیې چې د پخواني شوروي اتحاد ځای ونیو،پخوانی دفاعي نظام (وارسا تړون)یی ړنګ کړ. خو واشنګټن د شمالی اتلنتیک سازمان(ناټو) همغسې وساته. ددې لپاره چی د ساړه جنګ د پای سره څه ډول چلن وکړی، د امریکې عسکري صنعتي کړۍ (میلیټري-اینډسټریل کامپلیکس) یو نوي غلیم ته اړتیا لرله چې «هرچیرې به وي اوهیچیرې به نه وي.» (انیویر انډ نو ویر).د امریکې د د فاع د وزارت لپاره اوساما بن لادن هغه دعا وه چې د ۲۰۰۱ دسپتمبر په یولسمه نیټه قبوله شوه
Bruce Richardson,”The Prize: Epic Quest for Oil, Money and Power”, June 7, 2010, electronic version

کتاب په دې سرلیک دی:د امریکې دامپراتورۍ رانسکوریدل او بیا څه نوی د پوهاند ګالټونګ

Johan Galtung, The Fall of the US Empire and Then What?: Successors, Regionalization or Globalization? US Fascism or Blossoming?

د ۲۰۱۰ په جون کی د امریکې یوې تکړه جورنالیستې امي ګوډمن د امریکې د امپراتورۍ په اړه د پوهاند ګالتونګ سره دوه مرکې وکړې (ریډیوپاسیفیکا، دیموکراسي نو!).په زییز کال ۲۰۰۰کی ګالتونګ يه دې باور و چی د امریکې امپراتوري به په ۲۵ کلونو کی ړنګه شي. خو کله چی جورج ډبلیو بوش د امریکې ولسمشر شو (۲۰۰۱تر ۲۰۰۹)، پوهاند ګالټونګ خپل اټکل د پنځه کلونو په کچه راټیټ کړ . دلیل یې داو چې ولسشر بوش دغه عملیه ګړندۍ کړه . بوش په درې جنګونو لاس پورې کړ: د ترهه ګرۍ په ضد جنګ، ، دافغانستان جنګ او د عراق جنګ. د روان کال ۲۰۱۰ د می د پای پورې د امریکی د روانو جنګونو لګښت د یو تریلیون ډالرو نه جګ شو. د همدغه کال د جولای په څلورمه نیټه د سي آی ائ مشر د فرید ذ کریا په تلویژني پروګرام (جي پي ا یس ، سي آن آن) کی وویل چی په افغانستان کی به پنځوس تر سل تنو «ښایي لږ» القاعده چیان شته وي.که ومنو چی هلته به سل تنه القاعده چیان شته وی، نو په دی حساب به هر کال په هر القاعده ګر باند ې سل بیلیون ډالرې لګیږي. دافغانستان او عراق په جنګونو کې د دروند مالي لګښت په څنګ کی د امریکې دریم جنګ یانې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د زبرځواکې امریکې لپاره یوه روحي ناکامي ده ځکه چې د ترهه ګرانو د یوې کوچنئ ډلګۍ په ضد جنګیږي او امریکې ته د خلکو پخوانی احترام اوله هغې نه د خلکوپخوانئ ویره راټیټوي. په بله وینا ، نړۍ وال دامریکی د زورپه مقابل کې سپین سترګي کیږي.سره له دی چی امریکه یواځینی زبرځواک دی،نړۍ وال حیثیت او اغیز یې رالوید لی دی. د ۲۰۰۶ په سپتمبر کې د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کی د وینزویلا ولسمشر هوګو شاویز د امریکې ولسمشر بوش «ابلیس» (دیول) وګاڼه. په غونډه کی ورته لاسونه وپړکیدل. شاویزد امریکی د خورا نامتو او وتلی سیاسی تحلیلګر پوهاند نوام چامسکي کتاب په لاس کې جګ کړ او په عمومي اسمبلۍ کی حاضرو خلکو ته یی سپارښتنه وکړه چې ویې لولي: نوام چامسکي، سلطه یا بقا:دنړۍوالې غلبې لپاره د امریکې هڅه، ۲۰۰۳ کال، ۲۷۸ مخونه

Noam Chomsky, Hegemony or Survival: America’s Quest for Global Dominance,2003

د برلین دیوال «وسپنیزه پرده» وه او په نومبر ۱۹۸۹ کی یی رانسکورولو د ختیزې اروپا د خپلواکۍ لپاره اهمیت لاره. د کال ۲۰۰۲ په اپریل کی په وینزویلا کی د هوګو شاویز د راپرزولو لپاره هغه کودتا ناکامه شوه چی د امریکېملاتړ یې لاره. د امریکی دغی ناکامۍ د سهیلې امریکې لپاره هغومره نړیوال تاریخی اهمیت لاره لکه د برلین د دیوال ړنګولو چی د ختیزی اروپا لپاره لاره . په بله وینا، په وینزویلا کی د جورج ډبلیو بوش د اداری په ملاتړد ولاړې کودتا ناکامي ددې څرګندوی ده چی د امریکی امپراتوري نور ددې وس نلري چی په اسانۍ سره یوه ولس طلبه ولسواکي په سهیلي امریکه کی رانسکوره کړي. په دغه سیمه کی یوه داسې په ځان متکي او خپلواکه هڅه لیدل کیږي چی چورلیز یی ولس طلبي جوړوي، نه ځان طلبي. په امریکه کی ددغه ډول ولس ګټي خوځښت کیسه په غټه کچه ورکه وه .خو د ۲۰۱۰ په جون کې الیور سټون په دی بریالی شو چی خپل مستند فلم («د سرحد سهیل ته»)د امریکې ټولنې ته وړاندی کړي او د سهیلي امریکې د برلین دیوال ته د خلکو پام راوګرځوي

Robert Naiman, “Stone’s Border Shows Fall of South America’s Berlin Wall”, Huffington Post, June 23, 2010
پوهاند ګالټونګ په مرکه کی د پاسیفیکا ریډیو د اوریدونکو پام یو څو مهمو ټکو ته راواړاوه:(۱)که تیری پرې وشي ،څه دپاسه یونیم بیلیون مسلمانان د خپل دین د دفاع لپاره چمتو دي. (۲)اسلام ایمانوالو ته اجازه نه ورکوي چی د بې ایمانانو واکمنۍ ته سر ټیټ کړي ، د بیلګې په ډول د اسرا ییلو «کوچنۍ امپراتورۍ » ته.(۳)واشنګټن خپلې اوږدې شپې په دې تصور لنډوي چې د افغانستان «ملي» اردو او پولیس به تشه ډکه کړي. خو په دې یې سر نه خلاصیړي چی ملي اردو اوپولیس به د افغاستان د تاریخ په بله صحنه کې دځان لپاره رول لټوي. (۴) یو امکان دادی چی واشنګټن دې د کړکیچ په حل کې برخه واخلي. (۵) د امریکی لپاره بله لار داده چی څان بې اهمیته (ایرریلیونټ) کړي: نه بری، نه ماته،نه وتل،نه دکړکیچ په حل کې برخه اخیستل.(۶) د ګالتونګ په اند، د ۹۱۱بخوله نه د افغانستان سره کوم تړاو لري اونه پکې د اوساما بن لادن رول کوم اهمیت لري. خبره د «سعودیانو» ده. د ۹۱۱په بخوله کی د سعودیانو برخه غټه وه.سعودي عربستان د اسلام «سپیڅلی»هیواد دی. دا هغه هیواد دی چی اسلام او حضرت محمد(ص) پکې زیږیدلي وو. له همدغه سپیڅلي هیواد نه امریکې دوه بریدونه په یو اسلا مي او عرب هیواد (عراق) باندی وکړل، یو په ۱۹۹۱کې او بل په ۲۰۰۳ زییز کال کې. (۷) طالبان سیکیولاریزم( دنیا ګري، مادیت، غیر دینګرتیا) نه مني . پرمختیایي پروژې باید د هسک څښتن په پیرزوینه پیل شي. خو که دغسې ونشي، نو لویدیز به په کابل کې په خپلو ارمانونو «یوه کوچنئ لودیزطلبه ډله» نازوي. (۸) که امریکه د کړکیچ له حل نه سر غړوي، ځان به په خپل لاس «بې اهمیته» کړي. نه بری،نه لری،نه وتل، او نه دکړکیچ د حل لټول د بې اهمیتۍ نښې دي چې د امپراتورۍ د ړنګید لو زیری ورکوي
د دې لپاره چې په امریکه کې د اقتصادی اتحادیو په نازولو وګړیزو مطبوعاتو رڼا واچوي،پوهاند ګالتونګ یو وتلی اوژوندی مثال راوړي: د ۹۱۱ بخوله د زییز کال ۲۰۰۱ د سپتمبر په یولسمه نیټه پیښه شوه.له دینه لږوروسته د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې بن لادن په خپله یوه ویناکې داسې وویل:«تاسې اوس دهغه تحقیر په کړاو اخته شوئ چی موږ پرې څه د پاسه اتیا کلونه وړاندې اخته شوي وو.»
“You are now suffering the humiliation we suffered more than eighty years ago.”

په دغه مهال پوهاند ګلټونګ واشنګټن ته نږدې په یو اپارتمان کی اوسیده. ده چی د بن لادن دغه وینا واورید له، سم دلاسه یې په کمپیوتر کی په ګوګل کی کلکه پلټنه وکړه چی که په مطبوعاتو کی داسې څه مینده کړي چی اتیا کلونه وړاندې به پیښ شوي وي. ګلټونګ وایی چې هیڅ یی ونه میندل(«صفر»، زیرو). یانې داقتصادي اتحادیو خادمو وګړیزورسنیو د «اتیا کلونه وړاندې تحقیر» په اکله هیڅ نه وو خپاره کړي او له دې امله په کمپیوتر/ګوګل کی هم نه وو خوندی شوي. پوهاند ګلتونګ د ۹۱۱د بخولې له کال ۲۰۰۱ نه اتیا منفي کوي چی ۱۹۲۱ کیږي. خو پخپله اوساما بن لادن «څه د پاسه اتیا کلونه» ویلي وو. له دې امله باید یوڅو نور کلونه له ۱۹۲۱ نه منفي کړو چی پایله به یې داسې وي : ۱۹۱۶، ۱۹۱۷، ۱۹۱۸. په ۱۹۱۶زییز کال کې د انګریزانو او فرانسویانو له خوا د سایکس-پیکت تړون وشو او منځنی ختیز یې د خپلو نفوذ او کنټرول په ساحو وویشه. په ۱۹۱۷ کی د انګریزانو له خوا د «بلفور اعلامیه»(بلفور ډیکلریشن) راووتله چی په فلسطین کی د یهودانولپاره د« ملي هیواد» (نیشنل هوم) ملاتړ پکی خوندي شوی و. جیمس ارتر بلفور هغه مهال د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر و

British support for a “national home for the Jewish people” in Palestine

په ۱۹۱۸ کی استانبول ونیول شو چی د ترکیې تجارتی،تاریخي، او کلتوري مرکز دی او له ۱۴۵۳تر۱۹۲۲پوری دعثمانی امپراتورۍ پایتخت و. په امریکه کې د واګپوهنې یو وتلی پوهاند ستیفن والټ لیکي چی که څه هم فلسطینیانو د لویدیز په فاشیزم او نازیزم کی برخه نلرله،خپل هیواد یی د اسراییلو د دولت په جوړولو سره له لاسه ورکړ. ولولئ: زیرکیار، د نوي سیاست الجبره. پیښور، قصه خانې بازار، دانش کتابتون، ۲۰۰۶، مخ۴۷۲

“The Arab inhabitants of Palestine were not responsible for European anti-Semitism or Nazi genocide, yet it was their land that was lost when Israel was created” in 1948. Quoted in Zirakyar, Algebra of New Politics. Published in the Afghan national language Pashto, Peshawar, Danesh Book Center, 2006, p. 472

د افغاستان په اکله د اوباما وینا ته د ګالتونګ کتنه

یوه اونۍ وړاندی له دینه چی په اوسلو کی ورته د نوبل د سولې جایزه ور وسپارل شی،ولسمشر اوباما په ویسټ پواینټ کی دامریکی عسکری اکادیمۍ ته پخبله وینا کی داسی وویل: افغانستان ته به دیرش زره نور عسکر استول کیږي. دافغانستان خلکو« د لسیزوپه اوږدو کې زورزیاتی ګللی دی». هغوی «د شوروي د نیواک» او ورپسی د«بهرنیو القاعده جنګیالانو» د زورزیاتي سره مخامخ شول چی «افغاني خاوره يې د خپلو موخو لپاره استعمالوله.» اوباما په افغانانو غږ وکړ چې په دی پوه شي: «امریکه د دې په لټه کې ده چې د جنګ او کړاو پیر پای ته ورسوي. موږ ستاسی د هیواد د نیواک سره علاقه نلرو. موږبه د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړو چی هغو طالبانو ته دړه بیرته کړی چی زور زیاتی پریږدي او د خپلو هیوادوالو بشري حقوقو ته په درنه سترګه کسي. موږ به د افغانستان سره یوه ټلګرتیا(پارتنرشیپ)لټوو چی په متقابل احترام به ولاړه وی،ددی لپاره چی هغه څوک ګوښي کړو چی خرابی کوی، هغه څوک تقویه کړو چی ابادي کوي، او هغه ورځ ګړندۍ کړو چی زموږ عسکر ووځي ، او یوه اوږده دوستي جوړه کړو چی امریکه به په کی ستاسي ټلګرې (پارټنر) وی او هیڅکله به ستاسې څارونکې (پاترن) نه وي». د وینا نیټه: ا دسمبر ۲۰۰۹
پوهاند یوهان ګلټونګ د ولسمشر بارک اوباما پورتنئ څرګندونې «کاملا غیر واقعي» ګڼي او زیاتوي چې افغانان له یرغلونو نه «ستړي» شوي دي او «نفرت» ورنه لري. دا فکر چې طالبان دې مخکې له دې چې بهرنئ قواوې وتلې وي خپلې وسلې کیږدي، له «واقعیت نه وتلې» خبره ده(اوټسایډ دی ریالیټي). د دواړو خواو «مذاکرې» به رامنځته شي او یو وخت به راورسیږي چې «طالبان به د امریکایانو سره مخامخ شي» لکه څنګه چی امریکایانو د شمالي ویټنام سره خبرې پیل کړې وې

پا یله

پوهاند یوهان ګالټونګ د کړکیچ تل ته کوزیږي: په کړکیچ کې باید لومړی د نښتو اړ خونو موخې (هدفونه) تشخیص شي او بیا یی په مشروعیت او غیر مشروعیت خبری وشي. طالبان سیکولاریزم (غیر دینګرتیا، دنیا ګري،عیاشګري) نه مني. ګالټونګ دغه موخه «مشروع » ګڼي، خو د امریکې اډه «نامشروع». د امریکې دا موخه چی د انرجي مواودو بمبې د جنګ له لارې په خپله ولکه کې وساتي ، «نا مشروع» کار دی. خو د امریکې دا موخه چی د افغانستان له خاوری دې پرې هیڅ ډول برید ونشي، په «بشپړ ډول مشرع » ده، «خاصتا نن»، ځکه چې امریکې پخپل لاس ډیر خلک له ځان نه متنفر کړي دي

The U.S. “has produced quite a lot of people who have reason for hating the country”.

د پوهاند یوهان ګلټونګ وړاندیز په «مذاکره،مذاکره،مذاکره» راڅرخي. دا پوه سوله دوست شخصیت ولسمشر او روڼ اندي بارک اوباما ته سپارښتنه کوي چې په یوه«روڼ اندې څرخۍ (هیلوکوپټر) کې دې جګ» شي او له پا س نه دې کړکیچ ته وکسي چې په واقعیتونو پوه شي، خبل مشروعیت او غیر مشروعیت دې د مقابل اړخ د مشروعیت او غیر مشروعیت سره پر تله کړي، او په پایله کې د واقعیت له مخې توافق ته ورسیږي. پوهاند ګلټونګ چې د سولې د څیړنو د «پلار» ویاړ یې ګټلی دی، د امریکې واکمنانو ته وایي چې : «له دې مفکورې نه راکوز شئ» چې له هسک څښتن نه مو د خلکو د وژنې لپاره «خاص فرمان» (سیپریټ مندیټ) تر لاسه کړی دی. «ځان په یو عادي،طبیعي هیواد واړوئ،نه په فوق العادګۍ »(میک یوورسیلف ائ نورمل کنټري،نو ایکسیپشنلیزم). پوهاند ګلټونک د امریکې د جمهوریت او امپراتورۍ په اکله داسې دریځ نیولی دی:«زه د امریکی په جمهوریت مین یم او د امریکې له امپراتورۍ نه نفرت لرم» ، یانې

“I love the US republic and I hate the US empire.”

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو