په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

دوشنبه، تیر ۲۱

غـيرتـمـنه مـور او بـيغـيرته زامـن

لیکواال: داکتر فاروق اعظم

يوه ډيره ښکلی، دنګه او پاکلمنې پيغله په تنګۍ ځوانۍ کی يوه ښکلی، شتمن او باتور ځوان ته واده سوه. له قسمته ځوان ومړ او پرځای يې څلور کوچنی زامن پاته سوه. مور به يې شپه او ورځ پر ټپريده او په سل تکليفه يې هغوې د تربرونو، ګاونډيانو او پردو د بدو نيتونو څخه خوندي ساتل. دا څه اسانه کار نه وو. ځوانه کونډه ويريده چی د مرحوم ميړه د ورپاته سوی جايداد په خاطر دا خپله څوک په زور عورته نکړي او زامن يې څوک ونه تښتوي او يا يې مړه نکړي. زامن به يې بيده وه خو دې به کرۍ شپه توره په لاس پيره پرکول؛ هم به يې ځان ساته او هم به يې زامن. جايداد ورڅخه شاړ پاته سو؛ داځکه د کار څوک يې نه وه او پدې ترتيب په دارائي کی ناداره او په هستی کی نيستمنه وه. خو ښخه خوشحاله وه چی زامن به يی خدای لوی کړي، هرڅه به بيرته سم سی او  پخوانی برم به يې اعاده سی
ورځی، شپې او کلونه په ډير تکليف تيريدل. دوه مشران زامن يې چی څه غټ سول نو مور به دا يو د نژدې کلی خان کره کله کله استاوه او هغه بل به يې د ليري کلی خان کره چی مرحوم سړی يې پخوانۍ څه دوستی هم ورسره وه ليږه چی هلته خلک ووينی، سترګی ولغړوي او په هوسائي د يوې ګولی ډوډۍ د پيدا کيدو هنر او په دنيا کی د کامياب اوسيدلو چل زده کړي. دهلکانو زړونه خپل خوار ژوند او د مور بيوسۍ ټکولی وه؛ دخانانو کورونه ورته غنيمت ښکاريدل. دواړه زامن ځوانان سول او دمخه تردې چی د خانانو څخه په لږ کار د ډيري ګټې هنر او د نورو سره د معاملی چل زده کړي، د هغوی د کورونو ښکلا او دهغوی د لوڼو اداء يې زړونه يووړه. دهلکانو عشق دی. خانانو ته يې ځانونه د چشمان ابی و موها طلائی سره د وصل په هيله ورنژدې کړه. خانان چی له پخوا ددوی مور، کور او دارائي ته غله وه، له خدايه دا موقع غوښته. ځوانانو ته يې ددام دانی وشيندلی
د نژدې کلی خان د ليري کلی دخان په نسبت ډير د خپل ميلمه ځوان او د هغه د مور او کور سره دلچسپی درلوده؛ ځوان ته يې د مهربانۍ او مرستی لاس ورکړ. دواړه ترپخوا ډير سره نژدې سول. هريوه دا نژديوالۍ پخپله ګټه ګاڼه خو ګټی سره بيلی وې؛ ځوان خام وو او خان پوخ. ګټی هم په دغو کاڼو تللی  
کيدې  خان وار دمخه کړ او د هلک څخه يې دده دمور د نکاح غوښتنه وکړه. ځوان چی د خان لور ته ډکی ايله کړيوې د مور په خرڅولو بيله دې چی کومه خاصه نا ارامی احساس کړي راضی سو. مورته چی دا وخت لا ځوانه وه خو غمونو سره اچولی وه ورغی او هغه يې تشويق کړه چی خان ته ځان په نکاح ورکړي چی هم به ددې ژوند سم سی او هم به دده. هغې ته دا خبره د مرګي ټک وو. هغې د نژدي کلی خان پيژاند چی زوړ، مکار، ظالم، بيدينه او خونخوار وو او خدای بخښلی سړی يې سخت جنګونه ورسره کړيوه. خو زوی يې ډير عذرونه ورته وکړه چی خان اوس هغه پخوانی خان ندی. اوس ډير ښه سړی سويدی. په کلی کی د خوارانو سره مرستی کوي.... مور يې نه قانع کيده. زوی به يې ورته ويل چی که ته خان ته واده سی نو زموږ د ټولو دا خواري او بيوسی به ختمه سی. اوس چی کور، کالی او ډوډۍ سم نه رارسيږي د هغه په غيږ کی به د هرڅه مفت څښتنان سو او پدې دنيا کی به جنتونه ګورو. خو مور يې ويل چی ستا پلار دا خان پيژاند چی بيدينه او بی ناموسه دی. زموږ خواته يې کتای نسوای اوس ته ما دهغه د پښو عورته کوې. ويې ژړل چی زويه اوس به دا پليت ستا د باتور پلار پرځای زما سره په يو بسترکی وي. زوی يې کوښښ کاوه چی د مور د محبت پر هغو رګونو ګوتی کښيږدی چی زوی تر هرشی ورتير وو. خو مور نه رضا کيده. هغې ورته ويل: ما کلونه په ډير محروميت کی پدې طمعه تير کړل چی خدای به تا را لوی کړي او د پلار ځای به ونيسی خو افسوس چی اوس ته دهغه عزت، نوم او ناموس خرڅوې. زوی يې په قهر سو چی عزت، ناموس، اخلاق، تاريخ او دپلار ونيکه نوم دا پخوانی زړې پديدې دي چی نور په درد نه خوري؛ دنيا پر مخ روانه ده او موږ شاته زور وهو. دخان ددوستۍ سره به مو ورځ ښه سی؛ پيشرفت به وکړو. مور يې په ژړا کی ورته ويل کاشکی می شيدی تا بيغرت ته نه وای درکړي او ځينی ګوښه سوه
ځوان د خان د کور د زرق وبرق او ښکلو لوڼو د ديدار په قلنګ کی تر مور تير وو خو مور يې خان ته ځان نه تسليماوه. کله چی خان ورته وويل چی خبره څنګه سوه؛ نو ځوان ورته وويل چی هغه جاهله په رضاء نه حاضريږي؛ زور ورسره چلول په کار دی. ځوان په شپه کی خان خپل کورته راوست؛ مور يې لاس تړلی خان ته تسليم کړه. ځوان خوښ وو چی خان يې خپل کړ او اوس به نو دهغه له لاري خپل مراد ته رسيږي. هغه دا کوښښ هم کاوه چی درې نور وروڼه قانع کړي چی ده ښه وکړه چی مور يې خان ته تسليم کړه
خان چی هدف ته ورسيد او د ځوان کور، جايداد او مور يې تر خپلی سينی لاندي کړل نو پخپلو نوکرانو يې د ځوان په ترټلو او وهلو پيل وکړ؛ خپله ده ته يې د غوايو په پاده کی ځای ورکړ او وروڼه يې له کوره وروشړل. دوهم ورور چی د ليری کلی دخان د کور لار يې لا پخوا ليدلی وه او خوبونه يې ليدل چی کله به يې بيا وصال په نصيب سی، په بيړه هغه لورته وتښتيد او دوه کوچنی وروڼه يې ګاونډيانو او ليري او نژدې تربرو ته پريښوول. هغه ځوان چی په کور کی د مور د ميړه سره پاته وو، ترڅه وخته دا ټولی ناخوالی د خان د لوڼو په توزنه هيله قبلول خو کرار کرار يې ټول ارمانونه د خاورو سره خاوري سول. هم يې مور ولاړه
او هم يې نور
کلونه تير سول او پرځوان بيغيرته ژوند د مور د ميړه سره پخپل کور کی د سرټپوکی مرئي په حيث تيريدی. د ځوان هغه بل ورور چی د ليری کلی د خان سره وو، د مور ددغه بدحال څخه خبريدی خو دهغه کلی هوسا ژوند او ښکلی نجونی يې د مور د نجات لپاره نسوای پريښوولای او صرف وخت ناوخت به يې دتمساح اوښکی د مور پرحال تويولی او دمړې چوغکی پدغه قربانۍ به يې ځان تسکيناوه
د ځوان دريم ورور چی هغه هم په نژدې يو ګاونډې هيواد کی مساپر اوسيدی او ځوان سوی وو، ناڅاپه دشپی د وسلی سره راغی او پر خان يې چی د مور سره يې پر کټ پروت وو کاري ګوزار وکړ. جنګ سو. مشر ورور يې دخان په طرفداري د کشر ورور سره خپړي ولګولی؛ زخمی هم سو خو کشر ورور يې ډير باعزمه او جنګی وو. تر خونړي مقاومت وروسته، خان مجبور سو کور ايله کړي او مات سر خپل کلی ته بيرته ولاړ سی. فاتح ځوان خپله مور په غيږ کی ونيول او ورور يې هم عفو کړ. پدې ډول کور او کهول سول. فاتح ورور د ګاونډيانو ډير شکر ګذار وو چی دخان د ظلم په وخت کی يې ده ته لاس ورکړی وو. مور او مشر ورور ته يې ويل چی زما سره ګاونډيانو ډير ښه کړيدي، احسان يې بايد ومنو او ښه راشه درشه ورسره وکړو (هل جزاء الإحسان إلالإحسان). دګاونډيانو سره تګ و راتګ پيل سو. دوی د هغوی کره او هغوی ددوی کره تلل او راتلل؛ مخ پتئ يې په منځکی نه وو. دواړو وروڼو غوښته چی پرخپلو مځکو او پټيو خپله کار وکړي چی له دغه لاري غله دانه او حلاله ګوله لاس ته راوړي. خو ګاونډيانو به هريوه له کوره غله او سامان دوی ته راوړل چی پر تاسی ډير تکليفونه تير سويدی، څه ارام وکړی او په کراره به د کور او جايداد سمبالولو ته ور ولاړ شی. مور او زامن يې د ګاونډيانو نور هم شکرګذار سول چی بی اسرې مرستی ورسره کوي. ځوانانو ته بي تکليفه مرستو خوند ورکړ او بيکارۍ ته يې ډډي ورکړه. ګاونډيانو هر يوه يې په دې هيله چی دځوانانو جايداد ترلاسه کړي دوی ته مرستی او شيرينک ډيراوه. دوی غوښته چی دا ځوانان لټ اموخته کړي، کار ونکړي، جايداد شاړ ورڅخه پاته وي او تل يې دوی ته د احتياج لاس اوږد وي. کله چی ګاونډيانو د ځوانانو څخه د کار قوت سلب کړ او په ځان يې متکی کړل نو پخپلو منځو کی يې دهغوی د جنګولو پلان جوړ کړ ترڅو پدې ډول دوی کمزوره او ورک سی، جايداد او مور يې دوی ته پاته سی. ګاونډيانو هر يوه يو ورور په غيږ کی ونيو او بل ورور ته يې ولمساوه. د وروڼو په منځکی بدبينی ډيره سوه او ژر په دښمنی واوښته. ګاونډيانو هر يوه خپل پلوي ځوان ته وسله او پيسه ورکړه چی دهغه بل ورور سره وجنګيږي او مړ يې کړي. جنګونه پيل سول؛ کله دا ورور خوږ او کله هغه. چی کله به د کوم طرف د جنګ وسائل او خوراکه خلاصه سوه نو دهغه ملاتړ ګاونډي به خپل بچيان وږي پريښوول خو ده ته به يې رس رساوه. مور به چی کله زامن په داسی حال کی وليدل ورته وبه يې ژړل چی مه کوی؛ جنګونه مه کوی او د نورو فريب مه خوری. خو زامنو يې کله د مور منل. يوه ورځ يې مور سر ورته سرتور کړ چی ای زامنو، دا ګاونډيان ستاسی دوستان ندی؛ دا حريص دي او ستاسی جايداد ته غله دي. ای زړګيانو، زموږ ګاونډيان منافقان دی، درواغ درته وايې؛ ستاسی سره هيڅ اخلاص نلري. زه يې پيژنم؛ ما او ستاسی مرحوم پلار په وار وار تجربه کړيدی، ډير نامرد دي او په مسلمانۍ هم زه باور نکوم. مه کوی، اې زامنو، سد سرته درولی، له جنګه لاس واخلی، سره کښينی او خپل ژوند په ګډه، سلا او همکارۍ سره جوړ کړي. خو زامنو يې د مور نه منل. هغه بل، په ليري کلی کی زوی، هم د مور او کور پدغه خراب حالت خبريدی خو څرنګه چی د ليري کلی هوسا ژوند يې د مور سره د غمرازۍ په خاطر نسوای پريښوولای نو ځان يې داسی په کوچۀ حسن چپ وهلی وو لکه په هيڅ چی نه وي خبر يوه ګاونډی فکر وکړ چی د ځوانانو مور لګياده خپل زامن په حقايقو پوهوی او زما له اودې او منتره يې باسی. نو دچارې په لټه کی سو. ځوان ته يې دده د مور څخه ګيله پيل کړه او هره ورځ به يې دهغی خرابۍ ورته ويلی او هغه به يې دده د بل ورور سره دده پخلاف په همکاري متهم کول. په اول سر کی پر ځوان ډير ښه نه لګيده خو څرنګه چی احتياج وو څه يې نسوای ويلای. کرار کرار ځوان د مور په حق کی د بد اوريدو سره عادت سو. بله ورځ ګاونډي دده پر مور دهغه بل ګاونډي سره د نامشروع اړيکو تور ولګاوه. ځوان څه خفه سو خو څه يې ونه ويل. دا تورونه ډير سول او ګاونډی هغه له مختلفو لارو ځوان ته رسول. ځوان هم کرار کرار هغه قبول کړل او قانع سو چی مور يې بده ښځه ده. بله ورځ دغه يوه ګاونډی وخپل ملګري ځوان ته وويل چی که غواړو هغه بل ګاونډی له صحنی وباسو او ستاسی مورته ددغه ظلم، ناروا او بی عزتۍ څخه نجات ورکړو نو اول بايد موږ ستا مور خپله کړو. ځوان ويل داخو ډيره ښه ده. ګاونډې وويل چی زه ښځه لرم او بلی ته ضرورت نلرم خو ستاسی سره د مرستی او د هغه بل ګاونډې د مداخلی د قطع کيدو په خاطر ستا پر مور بايد نکاح تړم. داځکه دهغې سره په يوه کور کی بيله نکاح زما اوسيدل شرعا روا ندي نو مجبوريت دی دا په نکاح کړم. ځوان تر لږ چرت وروسته رضا سو او وېويل چی داخو څه بده خبره نده. زما مور ځوانه ده، ميړه ته ضرورت لري او ترتا ښه سړی به چيري پيدا کړي
ځوان خپلی مورته د ګاونډي دا اراده ورسول چی موري په زور دي هم ګاونډي ته ور په نکاح کولای سم خو چی پخپله بي جنجاله يې عورته سی زموږ ټولو به په خير وي. مور يې وژړل او د اولادونو د اصلاح او سر ته يې د سد د رسيدو دعاء وکړه. ځوان بيا مورته عذر وکړ چی موري داسړی ميړه کړه؛ ته به هم ارامه سی او زه به هم. دا ښه سړی دی او زما سره يې په جلا وطنۍ کی ډير ښه کړيدی. خو مور يې کله قبلول او ګاونډي ته به يې ښرا کول چی تا خطا باسی. په دغه موضوع هغه بل ورور خبر سو او دغه راز يې دخپل ملاتړي ګاونډي سره شريک کړ. ګاونډی ورته وويل چی دمخه تردې چی هغه بل ګاونډی ستا پر مور نکاح وتړی زه يې پر تړم چی ددوی منصوبه ورشنډه کړو

يوه شپه چی دواړه ځوانان پخپل کور کی د مور دواړو خواو ته پراته وه، ناڅاپه يو درز سو او مسلح، مول وهلی څو تنه بدمعاشان د ښځی سرته ودريدل او يو ږيرور سړي ته وويل سوه چی دغه ده پيدا مو کړه. د صاحب سره ددغه ښځی نکاح ور وتړه. ښځی ژړا او ناري کړې. يوه زوی يې فکر کاوه چی دا ولاړ مول وهلی صاحب دده ملګری ګاونډی دی او هغه بل فکر کاوه چی دده ملاتړی ګاونډی دی. دواړو زامنو مورته عذرونه پيل کړل چی هله ژر کوه، ځان او موږ مه بربادوه او د صاحب سره نکاح وتړه چی دا د ټولو په خير ده. ښځی، صاحب او زامنو ته ښراوي کولی چی تف دی ستاسی پر غيرت سی. ای کاش لنګوټی مو نه وای تړلی. وشرميږی. يو وار مو پر خان خرڅه کړم؛ اوس می پر ګاونډيانو خرڅوی. ښځی ژړل او ږيرور د نکاح خطبه ويل او تر مختصري دعاء ورسته مول وهلی صاحب دښځی د زامنو په مرسته و ښځی ته ورحمله کړه او په خونه يې چارغاوک ننه ايسته. ځوانان لا پوره د انګړ څخه نه وه ليري سوي او لا نه وه پوه سوی چی دا صاحب کوم ګاونډی وو چی بل ګاونډئ د څو مسلحو داړه مارو سره راغی او شاوخوا يې پروت وکړ، دوی يې محاصره او فيرونه يي پر وکړه. دهغه پخوانی صاحب ټول سړي يې خلع سلاح کړل او د ښځی په پوښتنه سو. هغه بل صاحب چی دا صحنه او زور وليدل ښځه يې ايله کړه او په تيښته د کور د ديوال پر نخره واوښت  دا بل ګاونډی صاحب د ښځی په تلاښ سو. هغه يې پيدا کړه او ورته ويويل چی زه زور نه کوم. خپل په رضا ووايه چی خپل نفس او مهر دی ماته رابخښلی دی. د ښځی هغه پخوانی ژړا لا نه وه دريدلی؛ په بوغارو سوه چی زه ميړه نه کوم. اخير زامن لرم. بيرته متوجه سوه چی زامن يې بيغيرته دي او پر زامنو ندي حساب. په ژړا يې ويل چی ای ظالمانو له خدايه وويريږی. په اسلام کی خو په زوره نکاح نسته هغه هم پر مظلومی کونډي. تاسی ولی د خدای له قهره نه ډاريږی؟ يوه ورځ خو به ددې عمل پوښتنه درسره کيږي. ددې يوه زوی صاحب وپيژاند چی دده ملګری ګاونډی دي نو مور ته په عذرو سو چی ووايه صاحب زما ميړه دی او خپل نفس او مهر می ده ته بخښلی دی. هغی انکار ته ادامه ورکړه. صاحب ملاوزمه سړې ته اشاره وکړه او هغه د نکاح په خطبه پيل وکړ او د صاحب سره يې د ښځی نکاح وتړل. صاحب ښځی ته ورحمله کړه چی په غيږ کی يې واخلی او ځای ته يې بوزي؛ زوی يې د مور پښې ورپسی پورته کړې چی وړل يې ګاونډي صاحب ته تکليف نشی. څوک پوه نسو چی په دغه شيبه کی يو دم په صاحب څه وشوه. د هغه څخه ښځه ايله سوه او خپله دی بيحاله ولويد. ملګري يې وارخطا سول او ژر يې هغه د ښځی له کوره ويوست او د طبيب په لټه کی يې خپل اصلی کورته بوت  ښځه د زامنو سره سراسيمه پاته سوه. زامنو ته يې ښکنځل کول او دخپل قسمت څخه په ګيله يې ويل حسبی الله نعم الوکيل. شپه تر نيمائي تيره وه او د ښځی پرمخ لا د اوښکو لاري نه وې وچی سوی چی د ليري کلی خان چی دنژدې کلی د خان تربور وو د ډيرو مسلح کسانو سره پر کور په دې بهانه يرغل ورووړ چی د نژدې کلی خان مړ سو او دا ښځه ددوی کونډه ده. د ليري کلی خان چی د نژدې کلی د خان په تناسب ډير زورور او مغرور وو د ښځی د هغه زوی په رويباری راغی چی دخان د اشپزخانی او سپیانو د پاکولو د دندې د اجراء په افتخار يې کلونه خپله مور د غمونو په دوږخ کی يوازي پرې ايښي وه. لوی خان ويل چی دا ښځه زما د تربور کونډه ده او زه نکاح پر تړم. ورسره راغلي ځوان د توافق د سر په ښوريدو خپل د رضائيت اظهار کاوه او مورته چی پسله ډير وخته يې ليدلي وه د خواهش په ډول وويل چی څومره به ښه سی. ده وويل: موري! چی خان صاحب ستا نکاح کولوته حاضر دی نو موږ نور څه غواړو؟ دمور پرسادګۍ يې دتعجب سر ښوراوه او دخان سره يې وويل: دخان غوړي چی زموږ پر کرتو توئيږي موږ لا .... د ښځی دا نورو دوو زامنو فکر وکړ چی زموږ خولۍ اوس په غوړو کی سوه؛ هغه يو ورور خو مو اسمان ته ختلی وو او موږ پاته وو؛ دادی موږ ته هم له نيکه بخته چانس راورسيد؛ بايد له لاسه يې ورنکړو؛ موږ خو په هغه بل کوچنی خان لا قناعت کړی وو، داخو ترهغه بل ډير لوی خان او ډير زورور دی. که مو په خوب ليدلی وای چی لوی خان به زموږ پلندر کيږي، له خوشحاليه به مو زهره چاودلی وای.... ددې لپاره چی مور قانع کړي، نو يو ورور دابل ته وکتل او ويويل چی وروره! که زموږ مور د مشرخان په نکاح سی نو نه يوازي به موږ ميلی کوو بلکه د ګاونډيانو پښه به هم راڅخه لنډه وي. ستا خو ياد دي چی ګاونډيانو زموږ د مور سره پر نکاح سربيره څومره خرابه معامله کول. فورا دواړه زامن په يوه سلا خپل مورته په زاريو سول چی مورې لاټری درته راوتلی ده؛ د موقع څخه استفاده وکړه؛ اوس لا د لوی خان توجه درته سويده؛ که نه، بيا به ټول ارمان کوو. د خان صاحب سره به ستا نکاح زموږ ټولو سرنوشت بدل کړي .... د ښځی څخه دکلونو د ورک زوی د راتلو خوشحالی هيره وه او په ژړا يې وويل: ای بيغيرتانو! يو وار مو پرهغه بل خان خرڅه کړم، بيا مو نامرده ګاونډيانو ته يو په بل پسی ور په نکاح کړم او اوس می پردغه شين سترګی ظالم خرڅوی؟ حيف ستاسی لنګوټوته چی تړلی مو دي. والله که يې پخپله خوښه ميړه کړم چی د صور شپيلۍ پوف سی. خدای به می هغه بل زوی راولی. زما يقين دی هغه به تاسی غوندي بيغيرته او سپی نه وي. هغه به پر ما ننګ وکړي. اوريدلی می دی هغه زوی می اوس بچيان هم لري، ډير سويدی. زه اوس نوره بيکسه نه يم. دوی به ټول راسی او ما به له دغه مصيبته خلاصه کړي. پدغه کشمکش کی شپه اخيرته رسيدلی وه او صبح صادق وو. ښځی پورته اسمان ته په ډير عاجزۍ مخ ونيو او د زړه له تله يې لاس پورته کړ چی يا الله تاته هرڅه اسان دی؛ ستا د غيرتمن رسول په برکت زما عزت را خوندی کړه؛ ډيره وزوکليدم نور می مه زهيروه او په اولادو کی می غيرت پيدا کړه
لوی خان او ملګرو يې ښځی ته لاس واچاوه. دښځی زامنو، په سر کی يې دخان سره راغلی روشنفکره زوی، بيله کوم تأمله د خان په ملاتړ د مور پښې دخان پرخوا ورپورته کړې او هغې ته يې تسکين ورکاوه چی موري مقاومت مه کوه په درد نه خوري؛ په موږ څه نده جوړه؛ موږ هيڅ شی نه يو؛ ځان او موږ مه خواروه؛ نکاح ورسره وتړه چی دا د ټولو په خير ده .... په همدغه وختکی چی د سهار سپيدو د شپې تور زړه چاودلی وو، له ليري د يو کاروان د راتلو جرس تر غوږو سو او ښځی ناري کړه: هغه دی اولادونه می راورسيدل. هغه دي راغلل. اوس به ستاسی چاره در وکړي. خان او ملګري يې وارخطا سول؛ يوې او بلی خواته يې دديوالونو بيخو ته موضع ګانی ونيولی. د جرس اواز وار په وار رانژدې کيدی. دخان سره راغلی ملګري ډير وارخطا سول او خان ته يې مشوره ورکړه چی پښې به سپکوو. خان پر ځای ولاړ او داسی يې ښکاره کول چی روحيات يې قوي دی. ملګرو يې يوپه بل پسې ميدان پريښود او پرخپله لار ولاړل. خان چی وليدل چی يوازی پرميدان پاته سو او کاروان هم قدم په قدم رانژدې کيږي نو دوی يې خپلی وې او دوې يې پور کړې او پدې بهانه چی تښتيدلی ملګري بيرته راولم له کوره ووت. د ښځی زامن د مور غيږته ورولويدل؛ ورته ويې ژړل او عفو يې ځينی وغوښته. هغی د يوسف عليه السلام کيسه ورپه ياد کړه چی وروڼو يې څه ورسره وکړه خو هغه وبخښل او ورته ويويل: لاتثريب عليکم اليوم. يغفرالله لکم و هو ارحم الرحمين - زه تاسی نه ملامتوم. الله دي تاسی وبخښی؛ هغه تر ټولو مهربان دی

 کابل - دوشنبه دغبرګولی لسمه ۳۸۹ا هـ ش
Received : E-mail June 6, 2010

یادونه : دا لیکنه محترم ډاکټر فاروق اعظم ما ته له کابل نه زما د شخصي کتنې لپاره رالیږلې وه. زما په هیله هغه اجازه راکړه چې خپره یې کړم. زه چې ورته کسم غیرتمنه مور افغانستان دی او بیغیرته زامن یې تاسې پخپله ولټوئ .دلته خوند اوپند د یوبل سره لوبې کوي . ډاکټر رحمت ربی زیرکیار. امریکه ، ۱۱جولای ۲۰۱۰

هیچ نظری موجود نیست:

خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت
مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو
خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت