په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

یکشنبه، تیر ۱۳

د ډیورنډ تړون د حقوقواوسیا ست په تله کی

لیکوال : ډاکتررحمت ربی زیرکیار

EXAMINING THE DURAND AGREEMENT WITHIN LAW AND POLITICS

By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar Independent Scholar, U.S.A. zirakyar1234@yahoo.com
ترڅوچه پښتونخواخپلواکه شوی نه وی، یوه بی مسولیته اووروسته پاتی سیمه به وی اودهرناورین زړی به پکی کرل کیږی .

Introduction ننتوځ

دپاکستان واکمنان په دی پوهیږی چی برتانویانود پاکستان دجوړولوپوری د ډیورنډ لیکی ته د بین المللی لیکی په سترګه نه ووکتلی. پخپله ډیری برتانوی رسمی چینی ددغی حقوقی ادعاسپیانوی کوی . دبیلګی په توګه یوه پام وړرسمی چینه اقتباسوم: په (۱۸۹۳ز)کال کی د ډیورنډ تړون دغه « لیکه دهند د سرحدی لیکی په څیرنه تشریحوی، بلکه دامیر[عبدالرحمان خان ۱۸۸۰ تر۱۹۰۱ ز] دقلمرودختیزواوسهیلی سرحدونواوپه دوه حکومتونوپوری د مربوطونفوذی ساحوحدود تشریحوی، هدف دبرتانوی امریت ارتول دی نه دهند د سرحد.» (۱۹۲۵) :


“ The Line was not described[ in the 1893 treaty] as the boundary of India, but is the eastern and southern frontiers of the Amir’s[ Abdur Raman, 1880 – 1901 ] dominions, and the limits of the respective spheres of influence of the two governments, the object being the extension of British authority, and not that of the Indian frontier.” Military report on Afghanistan ( classified ), general staff, India, Government of India press, 1925, p. 69. Quoted in Louis Dupree, Afghanistan, 1980 edition, p. 767.

امیرعبدالرحمان په انګریزی نه پوهیده. ایا هغه د ډیورنډ دتړون کوم پښتو یافارسی متن لاسلیک کړی دی؟ دشوروی یرغل پرضددافغانانودجهادپه مهال (۱۹۷۹ ـ ۱۹۸۹ز)کلونوکی دډیورنډ لیکه چیرته وه؟ د «پاک» ټکی پخپله دپاکستان په ترکیبی نوم کی طایفوی نظام

) منعکسوی، په داسی حال کی چه محمدعلی جناح دهند یانوسره دګډcaste system(

حکومت نه ویره لرله ځکه چی دهغه په تحلیل هلته به د برتانویانوله وتلونه وروسته طایفوی نظام رامنځته شی. ایاپه پښتونخواکی پښتانه دطایفوی نظام دبقایاولاندی په کړاواخته نه دی؟ ختیزاولویدیزجرمنی دشمالی اوسهیلی ویټنام په شان یوملت شواوهانکانګ په چین کی خپل شو. ولی پښتونخوالا همهغسی داستعماری اوبی هویته حالت په لوموکی ښکیل ساتل شویده؟ د« پاکستان» په ترکیبی نوم کی دوه ځلی د« الف » توری راغلی دی:

) افغانیه تمثیلوله اودوهم الف افغانستان. پښتونخواپه تاریخی، ملی، حقوقیAاصلاً یوه الف (

مبارزوی اوکلتوری لحاظ دافغانیی اوافغانستان سره کلک تړاولری، نه دپاکستان سره. بنګالیان دپاکستان دنوم اوتبعیضی سیاست سره په ټکرکی شول اوخپل بنګلادیش یی په (۱۹۷۱) کی جوړکړ.

هندهغه ځای وه چی برتانیه پکی کلکه ټپی کیدلای شوه. ددغه زخم دمخنیوی لپاره برتانیی افغانستان ته داړی چینګی کړی. په بله وینا، دبرتانیی دامپراتوری دفاع په هند کی پرته وه اودهند دفاع په افغانستان کی. د(۱۸۳۸ز) کال په نیمایی کی انګریزانودرنجیت سنګ اوشړل شوی شاه شجاع سره دری اړخیزه تړون وکړ. ددغه تړون له مخی شپږمیاشتی وروسته انګریزانوپه افغانستان ورودانګل خودملی اسلامی پاڅون په مقابل کی یی ماتی وخوړه. د ګندمک تړون (۱۸۷۹ز) چی دافغانستان اوانګریزددوهمی جګړی لمبی یی رسماً غلی کړی په افغانستان وروتپل شو. ددی تړون په اکله په یوه مخفی حکومتی لیک (فا رین دیپا رتمینت، سیکریت) کی چی په لندن کی دهند دچارووزیرته استول شوی و، ځانګړی خوښی ښودل شوی وه :

“ But we thought, and still think, that the arrangements entered into with Yakub Khan and Gandumak were the best that could then be made.”

Lord Lytton and others(Government of India foreign department, Secret) to viscount Cranbrook (Her Majesty`s Secretary for India, 7/1/1880 (Afghanistan), in: Cabinet papers: Cab./class No.37/ piece No.1, 1880, No.1.Public Record office/London.

په دی تړون کی افغانستان په تحت الحمایه (نیمه مستعمره) واوښت : افغانستان په خپل

بهرنی اود فاعی سیاست کی د برتانیی مشوری ته اړشو. دغه شان په ستراتیژیک لحاظ دافغانستان ختیزی اوجنوب ختیزی سیمی د برتانوی هند دکنټرول لاندی ورغلی، اوپه دی ډول افغانستان له دینه محروم شوچی بحرته ازاده لاره ولری. دغه محرومیت په ټول افغانستان کی دراتلونکی اقتصادی پرمختګ او د ملی ټولنې د جوړولو مخی ته یوغټ پاټک واچاوه.

دنیمه مستعمره یاتحت الحمایه حالت په شرایطوکی په افغانستان باندی څه دپاسه دیارلس کلونه وروسته(۱۲نوامبر۱۸۹۳ز) دډیورنډ تړون وروتپل شو. دبرتانیی اوافغانستان داړیکوپه اکله له ارتر جیمس بلفور نه واوری چی دبرتانیی دامپراتورانه سیاست یوه وتلی څیره وه. بلفورچی له ۱۹۰۲تر۱۹۰۵زکلونودبرتانیی ستروزیر(صدراعظم) وه، داسی ویلی وه : « موږدهغه [افغانستان] سره دری غټی جګړی کړی دی.....ددی لپاره چی افغانستان دوست کړواوپه ځان پوری یی وتړو، موږکله زور، کله ګواښ، اوکله بډی(رشوتونه) کارولی وو. افغانستان حتماً دوست نه شو.»

” She was certainly not become friendly.” Committee of Imperial Defence Papers: Cab./ Class No.38/piece No.1;16/12/1902-No.12.

دډیورنډ تړون(۱۲نوامبر۱۸۹۳ز) دجنګ اوګواښ په چاپیریال کی رامنځته شو. ددغه تړون لاسلیک کوونکی دبرتانوی هند وزیرمارتیمرهینری ډیورنډ اوامیرعبدالرحمان خان معرفی شوی دی، خود تړون د دواړوژبوپه متن باندی

لاتراوسه چانه دی لیدلی!امیر عبدالرحمن په خپله ژوندلیکنه Signatures لاس لیکونه

کی یوه لیک ته ګوته نیولی ده چه دهغه مهال برتانوی وایسر Autobiography

ورته استولی وه. عبدالرحمان خان دغه لیک «عملاً یوالتیماتوم»(پراکټیکلي ان الټیماټم) ګڼلی وه. التیماتوم ته وروستنی غوڅه غوښتنه ویلی شو.

ددغی غوڅی غوښتنی ردکول یانه منل په ضمنی ډول دامانالری چی مذاکره به تم کیږی، یا په بین الدول حقوقوکی دیپلوماتیک اړیکی به غوڅیږی، اویاخوداچی جنګ به راپاروی. په بله وینا، التیماتوم له یوچانه کلکه وروستنئ غوښتنه ده چی که په ټاکلی وخت کی هغه څه ونکړی چی په غوښتنه کی خوندی شوی دی، پرضدبه یی دمطالبه کوونکی له خواعمل وښودل شی. ولولی :

Black`s Law Dictionary, 7th

edition. Minn.: west Group, 1999; Dictionary of Law. Second ed. Editor P.H. Collin. Chicago and London: Fitzroy Dearborn publishers, 1999.

دامیرعبدالرحمان خان په وینا‌ء د برتانوی وایسراپورتنی لیک :

“Was practically an ultimatum, to the effect that .”

خوبرتانوی هند دامیرعبدالرحمان خان« مشوره تقد یرنکړه » :

” But my advice was not appreciated, and the[ British] Indian Government was so anxious that they expelled my officials from Bulund Khel and Wana Zhob by force and threat of arms.”

Mir Munshi Sultan Mohammad Khan(ed.), the life of Abdur Rahman, Amir of Afghanistan. 2 vols second vol; London 1900, pp.156-159

په هند کی د برتانوی حکومت مسولانوامیرعبدالرحمان ته اخطارورکړچی که دبرتانویانو وړاندیزمنی یایی نه منی، داپریکړه به حتمی وی چی کومه سیمه دافغانستان د پادشاهۍ برخه ده:

“ Whether you accept this offer or not, it will be necessary to decide what territory does and what does not, from part of the Kingdom of Afghanistan.” Lansdowne papers, 16 August 1892, Enclosure Viceroy to Amir, 23 July 1892= Political and secret letters from India, No.155, quoted in L.Harris, British policy on the North-West frontier of India, 1880-1901, Ph.D., London 1960, p.117

هینری لانسډون دهندوایسراوه (۱۸۸۸ـ ۱۸۹۴ز) .

له نن نه یوسل لس(۱۱۰) کلونه وړاندی د(۱۸۹۷ز) کال په نیمایی کی د وزیرستان په مداخیلوکی د ډیورنډ دکرښی پرضد کلک وسله وال پاڅون پیل شو، اوورپسی د خیبر، مومندو، ملکنډ، باجوړاوچترال پوری وغځیده اویوکال دوام یی وکړ. د پښتنود دغه پاڅون په ضدانګریزی ښکیلاک یوډ یر سپیره عکس العمل وښود: وایسرا سردار جورج کرزن (۱۸۹۸-۱۹۰۵) د شلمی پیړی په پیل کی په (۱۹۰۱ز)کال کی شمال لویدیزه سرحدی صوبه راوتوږله .

North-West Frontier Province (NWFP)

ددغی استعماری پروژی دراویستلواواداره کولو لپاره ولولئ، پ لندن کې د ډاکترۍ

دعلمی د رجی دلاس ته راوړلولپاره دوه تیزیسونه:

L. Harris, ibid., 347- 384; L.Baha, The Administration of the North-West Frontier Province, 1901-1919, Ph.D., London 1968

دشمال غربی سرحدی صوبی استعماری نوم دپاکستان دواکمنانولپاره دومره سپیڅلی دی چی ترنن پوری یی ساتلی دی. د دغه استعماری نوم ساتل ښیی چی پاکستان لړزانده هویت لری او د تاریخی کمښت په مزمنه(کرانیک) ناروغی اخته دی.

د ډیورنډ د تړون حقوقی او سیاسی بحث

په تیربحث کی موولیدل چی انګریزی استعمارپه څومره چل ول اوزوراوګواښ(تهدید) سره دډیورنډ رټلی تړون په امیرعبدالرحمان وروتاپه. دبل دولت په مقابل کی زورکارول دتوافق کمښت منعکسوی، خودبین الدول حقوقوله مخی رامنځته شوی قرارداد د ارادوتوافق منعکسوی. تړون(قرارداد) لږترلږه ددوه اړخونوترمنځ باید دمعینی یامشخصی موضوع په اکله په توافق ولاړوی اوباید دغه توافق په څرګنده ژبه کی خوندی شوی وی. د تړون دموضوع صراحت عموماً په بین الدول حقوقوکی دتړون داتبارشرط جوړوی. یانی یوتړون هغه مهال بین الدول اتبارګټلی شی چی موضوع یی په کافی کچه څرګنده وی. په بله وینا که دتړون موضوع دومره غیر صریح وی چی پخپله تړون کوونکی نه پوهیږی چه پرڅه یی توافق کړی دی، تړون اتبارنشی ګټلی. د ډیورند په تړون کی د تړون والو(مارتیمرډیورنډ او

definite terms امیرعبدالرحمن) ترمنح دتړون موضوع نامعینه ده اوهلته صریح الفاظ

نه دی کارول شوی. داادعا هغومره چی اسانه ده، هغومره یی ډکول اوغښتلی کول اسان کارنه دی. خوزه به زیاروباسم چی د ډیورنډ تړون ول په ول راوسپړم اودلوستونکی سره د دغه رټلی تړون په حقوقی سفرکی پړاوپه پړاووګرځم :

( لومړی)

دډیورنډ تړون دامیرعبدالرحمان (۱۸۸۰ـ ۱۹۰۱ز) سره وشو،خوافغان ملت یی په مقابل کی پاڅون وکړاوپه ورځنی ژوند کی یې ونه مانه. دهغه ځوی امیرحبیب الله خان (۱۹۰۱ـ ۱۹۱۹ز) په خپلولیکونوکی چی په هند کی د برتانوی وایسراګانو په شخصی سندونوکی خوندی شوی دی، زماادعاغنی کوی چی د ډیورنډ تړون مبهم وه. په دغولیکونوکی داسی معلومیږی چی برتانیی دډیورنډ تړون ته دیوشخصی تړون په سترګه کتل چی د مارتیمرډیورنډ اوعبدالرحمن ترمنځ شوی و :

“Firstly, I give proof according to the rules and idioms of Persian that the Treaty concluded by Sir Mortimer Durand was not personal, but international ( daulati, lit. existing between two governments)…..you have come to the conclusion that the wording of the Treaty is a translation of the English text, and that, according to English idiom, such is the case”

Curzon collection, India office library, quoted in Rahmat R. Djan-Zirakyar, Stammesgesellschaft, Nationalstaat und Irredentismus am Beispiel der Pashtunistanfrage. Ph.D. Thesis, Frei Universitaet Berlin, Germany. Haag+Herchen Verlag, Frankfurt am Main 1978, p.44 (Tribal Society, National State and Irredentism Exemplified by the Pashtunistan Issue. Ph.D. Thesis, Free University of Berlin, Germany, 1978, p. 44)

سردار جورج کرزن وایسرا و (۱۸۹۸تر۱۹۰۵).

امیرحبیب الله «اریان» شوی دی چی وایسرا« په نقشه کی تیروتنی» پخپله دتړون دنادرستۍ ثبوت ګڼی :

” It is a matter of surprise that your Excellency considers the errors in the map as a proof of the agreement being incorrect.”

Ampthil Collection, Habibullah to Curzon, 13/3/1904, quoted in Djan-Zirakyar, ibid.

سردارامپتیل دسردارکرزن درخصتی پرمهال(۴/۳۰ تر ۱۹۰۴/۱۲/۱۲) عامل وایسراوه.

( دوهم)

د ډیورنډ د تړون په متن کی مهم ټکی دادی چی د صراحت په ځای ډیرپه ابهام ولاړدی، اودمهموالفاظوابهام زماادعاتقویه کوی چی د ډیورنډ دتړون موضوع مبهمه ده اوله دی امله د دغه تړون په اتبارکی شک دی. په ډیورنډ تړون کی یوه سریزه اواوه (۷) مادی خوندی شوې دی .

، یوځل دfrontier line یوځل د ، frontier په تړون کی څلورځلی د

ټکی خوندی شوی دی.border، اویوځل دboundary line ،یوځل د boundary

( دډیورنددتړون پښتوژباړی لپاره ولولی، لپه، د څرک مدنی اوکلتوری ټولنی دری میاشتنی خپرونه، پرله پسی شپږمه ګڼه، د۱۳۸۵ لمریزکال ژمی اود(۲۰۰۷ز) کال د جنوری، فبوری، مارچ ګڼه، مخونه : ۱۸ تر۱۹. ژباړن پوهاندډاکترمحمدحسن کاکړ). دډیورنډ دتړون

ټکی respective spheres of influence اوورپسیfrontier په سیریزه کی

خوندی شوی دی. (سرحدی سیمه...اوددواړو دنفوذ د ساحو حد). په انګریزی کی «فرنټیر» دسرحد ی سیمی په ماناکارول کیږی، نه د سرحدی لیکی په مانا.frontier

یوبعده(یوڅنډیزې) لیکی ته«بونډري» په انګریزی ژبه کی

ویل کیږی. داچی دتړون پهboundary line یاپه زیات وضاحت سرهboundary

ټکی هم کارول شوی دی، سړی دی spheres of influence سریزه کی دنفوذدساحو

پایلی (نتیجی) ته رسیږی چی د ډیورنډ تړون دنفوذدساحو(داغیزد سیمو)په ټاکلوراڅرخیده، نه د یوبعده لیکی په ماناچی چی د دولتونوسیمه ییزحاکمیت تمثیلوی. په بله وینا، د نفوذ د ساحی ټاکل دامانا نه لری چی افغانستان به د دغی سیمی دملکیت حق بایللی وی . په دی ډول د ډیورند تړون په سیمه کی په نفوذ راڅرخی، نه د سیمی په ملکیت. دغه ارزون په هند کی د برتانوی واکمنانوپه لیکونوکی هم لیدل کیدلی شی.

“ We [ the Government of India] have assumed a measure of responsibility for the peace of the Afghan border which has not hitherto been ours, and which under present arrangements, we have no adequate means of discharging…. While we emphatically repudiated all intentions of annexing tribal territory, we desired to bring the tribes…further our influence….it is desirable that some form of tribute should be taken from Waziri tribes within our sphere of influence.” Letter from Government Of India to H.H. Fowler, Her Majesty`s Secretary of state for India, 10th July 1894, quoted in Djan-Zirakyar, p. 45.

“ The Durand convention has to my mind given from and shape to much that before was vague. We have said distinctively that all these… are in our sphere of influence.” Elgin papers 1895, quoted in ibid.

بروس ایلجین دبرتانیی وایسرا(۱۸۹۴ـ ز۱۸۹۸) په یوبل لیک کی هم وایی چی د ډیورنډ تړون « د نفوذ اړوندې ساحی» ټاکی :

“ The Durand agreement was an agreement to define the respective spheres of influence of the British Government and of the Amir” quoted in ibid., from Hassan Kakar, Afghanistan: A Study in International Development 1880-1896, Kabul 1971, p.112.

ته ورته ده(۱۹۶۸ز) :M.Phil. دکاکړدغه لیکنه په لندن کی دهغه دماسټری تیزس

The Consolidation of the Central Authority in Afghanistan under Amir Abd al-Rahman Khan , 1880- 1896( Master of Philosophy, London 1968).

دغه شان ولولی:

Louis Dupree, Afghanistan, New Jersey: Princetion, 1973, p. 427.

ورته ارزونو نه په مهموانګریزی کتابونوکی هم د پام وړدی.

O. Caroe, The Pathans, 550 B.C.- A.D. 1957, London and New York, 1964, pp. 381-82 and p.387; C.C. Davies, The Problem of the North – West Frontier 1880 – 1908, Cambridge, 1932( Ph. D.), p. 185; A. Fletcher, Afghanistan, Highway of Conquest, Ithace, New York, 1965.

ددغه امریکایی محقق فلیتچرپه اند دډیورند سرحد « د ټاکلی لیکی په کچه ډیردنفوذ ساحی» ټاکی :

” Spheres of influence rather than a fixed border” ( p.247)

پخپله دامیرعبدالرحمان خان ویناهم ښیئ چی سرحدی لیکه د نفوذپه ساحه راڅرخی :

“I requested the viceroy to send me the map, having marked out the boundary lines as they proposed to decide them approximately, to show me which parts of Yaghistan ( the land of the unruly) they proposed to take under their influence and sphere.” Mir Munshi Sultan Mahomed Khan(ed.), the life of Abdur Rahman, Amir of Afghanistan, 2vols. , vol.2, London 1900, quoted in Djan- Zirakyar, op.cit., p.218. footnote#43.

(دریم)

ټکی دی،Interference په ډیورنډ تړون کې دریم ټکی چی مشکلات راپیداکوی د چی مداخله یا لاس وهنه ورته ویلی شو. دغه ټکی دری ځایه (په دوهمه ، دریمه اوپنځمه ماده) کی راغلی دی. د سرحد د صوبی(نورت ویسټ فرنټیر پرووینس) وروستنی برتانوی

کې لیکی چی : The Pathans په خپل مهم کتابCaroe ګورنراولاف کیرو

دیوی سرحدی لیکی په څیرنه ده،border دډیورنډپه تړون کی دهندسره دافغانستان لیکه

سرحدی لیکه ده ـ داهغه لیکه ده dominions بلکی دامیرعبدالرحمان خان د« قلمرونو»

نه کوی.interference چی دتړون یواړخ به هم په هغه بله خواکی « لاس وهنه »

د سرداراولاف کیروپه اند، برتانوی حکومت نه غوښتل چی « قومونه په اداری نظام کی جذب کړی » پخپله له ګورنرسرداراولاف کیرونه واوری :

” It is true that the agreement did not describe the line [Durand Line] as the boundary of India, but as the frontier of the Amir`s dominions and the line beyond which neither side would exercise interference. This was because the British Government did not intend to absorb the tribes into their administrative system.” Quoted in Djan- Zirakyar, op. cit.,p.46.

افغانستان له لاس وهنی(مداخلی) نه «وسله واله لاس وهنه» پوهیده، نه تبلیغاتی فعالیت چی بایدافغانستان یی اخوا د خپل نفوذ دخوندی کولولپاره وکړی. د(۱۹۲۱ز) کال د نوامبرپه (۲۲) نیټه د«ګاونډیتوب» داړیکوتړون په کابل کی دانګریزانوسره لاسلیک شو. که څه هم دغه تړون د دری کالونولپاره وه، دهند دخپلواکی پوری (۱۹۴۷زییز کال) یی چلن لاره.

Ludwig Adamec, Afghanistan`s Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century, Tucson, Arizona, 1974, p.91

ددغه انګلو ـ افغان تړون چی دکابل دتړون په نوم یادیږی، دیولسمی (۱۱) مادی له مخې باید دتړون دواړه خواوی په قومی سیموکی په (عسکری عملیاتو) یوبل مخکی له دغوعملیاتونه خبرکړی. یوه بله مهمه رسمی برتانوی چینه هم دغه «لیکه د[برتانوی] هند د سرحدی لیکې په څیر نه تشریحوی، بلکی د امیر [عبد الرحمن،۰ ۱۸۸ تر ۱۹۰۱] د قلمرو د ختیزو او سهیلی سرحدونو او په دوه حکومتونو پوری د مربوطو نفوذی ساحو حدود تشریحوی. هدف د برتانوی ا مریت ارتول دی، نه د [برتانوی] هند د سرحد .» (۱۹۲۵).

“The Line was not described[in the 1893 treaty] as the boundary of India, but as the eastern and southern frontiers of the[Amir’s[Abdur Rahman,1880-1901]dominations, and the limits of the respective spheres of influence of the two governments, the object being the extension of British authority, and not that of the Indian frontier.” Military Report on Afghanistan (Classified), General Staff, India, Government of India Press, 1925, p.69. Quoted in Louis Dupree, Afghanistan, 1980 edition, p. 767.

« څلورم»

دی چې د لیکې د ویستلو په موضوع راڅرخی. په ډیورنډdemarcation دابل کړکیچن ټکی

تړون (لومړی ماده) کی «مل شوی نقشی» ته ګوته نیول شوی ده چی «بیاخلق نشوه»، یانی

ولولی: not reproduced

C.h.U. Aitchison (ed.), A Collection of Treaties, Engagements and Sanads Relating to India and Neighboring countries. Calcutta 1929 – 1933, vols.12 and 13, pp.256 – 257, Djan – Zirakyar, op. cit., p.218, footnote #48.
هیریس په لندن کی د خپلی ډاکټرۍ په تیزیس کې لیکی: «په واقعیت کې د قوم د ویشلو په اکله د [ډیورنډ] د تړون یواځینی ثبوت هغه لیکه ده چی د تړون په نقشه ویستل شوی ده، او امیر[عبد الرحمن] دغه نقشه نه ده لاسلیک کړې»: In his Ph.D. Thesis, L. Harris writes: “In fact the only evidence of an agreement to divide the tribe was the line drawn on the Convention map, and this map the Amir had not signed.”( Harris, British Policy on the North-West Frontier of India, 1889-1901, Ph.D., London 1960, p. 239 , quoted in Djan-Zirakyar, ibid.

)، دافغان پاچهانوPSLI «له هندنه د رارسیدلوسیاسی اومخفی لیکونوملونو»، یاداشتونه (

(امیرعبدالرحمان خان اوحبیب الله خان)څرګندونی،اوپه هند کی دبرتانوی وایسراګانو شخصی اسناد ښیی چی د ډیورنډ د تړون مقررات څومره مبهم اوغیری دقیق دی: سردار

چی په برتانوی هندکی وایسراوه (۱۸۹۸ ـ ۱۹۰۵ز)، لیکی: « پوښتنه داده چی Curzon

په دننه کی د ه که په بهرکی.... اوتقریبی کرښهfrontier کام ډکه د برتانوی سرحد

چی په نقشه کی ویستل شوی ده...د خوراګډې وډې، بی دقته اوغیری the rough line

علمی نوعی» نمونه ده :

” .... The rough line drawn upon the map.... is of the most haphazard, careless, and unscientific description.” Curzon Collection/India office Library in London, quoted in Djan – Zirakyar, ibid., footnote 49.

له امیرعبدالرحمان خان نه هم واوری: ستاسی نقشی ټولی غلطی دی.زه پوهیږم.زه هلته وم:

” Your maps are all wrong. I know I have been there”. Amir quoted in Harris, op. cit., pp.132-133.

دلیکی دویستلونشتوالی په مهمودوهمی اثاروکی هم تأیید شوی دی :

Kh. A. Abawi, Der kampf des Pachtunischen volkes um die Unabhangigkeit seiner Heimtat Pachtunistan: Ein Selbstimmungsproblem in Zentralasien. Dissertation, Freiburg, Germany, 1962, p.48; Caroe, The Pathans, op.cit., pp. 463 – 464; A. Lamb, Asian Frontiers. London 1968, p. 91

پورتنی بحث زماادعاکلکوی چی دلیکی دغځولوموضوع اصلاً مبهمه پاتی شوی ده .

( پنځم)

د کړکیچ بل ټکی دادی چی ایا د ډیورند د تړون ډکون(محتوا) په ورپسی نوروتړونونو

کی تعدیل شوی وه؟ دامیرعبدالرحمن له مړینی (۱۹۰۱ ) نه وروسته د برتانوی هند حکومت په دی ټینګاروکړچی تیرقراردادونه د امیرعبدالرحمن سره په شخصی سویه شوی وواوله دی امله د نوموړی د ناستن یانی د نوی واکمن (امیرحبیب الله) سره د نوو مذاکرو تابع دي. انګریزانو هڅه وکړه چی په سرحدی سیمه کی لاسوهنه(مداخله) وکړی. هغوی په افغانستان غټ زورواچاوه:

یی پری وتړلی اودوسلوواردول یی پری منع کړل خوsubsidy خپلی مالی مرستی

چی دبرتانوی هنددبهرنیوچارووزیر Dane امیرحبیب الله ورته تسلیم نشو. لویس ډبلیوډین

وه د(۱۹۰۴ز) کال د ډ سمبرپه (۱۳) نیټه د «نږدی» دری سوه کسیزهیت سره کابل ته راغی چی د برتانیی د زبرځواکی دریځ وښئ . ولولی دالمانی مورخ ییکل لیکنه :

H. Jaeckl, Die Nordwestgrenze in der Verteidigung Indiens 1900 – 1908. Koelen und Opladen 1968, p. 79; for Dane – Mission see L.W.Adamec, Afghanistan 1900 – 1923: A Diplomatic History Berlkley & Los Angeles, 1967,p. 39ff.;L.W. Adamec, Afghanistan’s Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century : Relations with the USSR, Germany, and Britain, 1973, p. 10

لوویس ډین نږدی څلورمیاشتی وروسته د(۱۹۰۵ز) کال دمارچ په ۲۱ نیټه دکابل تړون لاسلیک کړ. برتانویان په خپلوموخو(هدفونو) کی پاتی راغلل: په څټ شوی مالی مرستی بیرته پیل شوی، اوژمنه وشوه چی د افغانستان په داخلی چاروکی به لاس وهنی نه کیږی. لوویس ډ ین خپل حکومت په غوږووهه چی دغه تړون بیاپه خطرکی دی چی که په سرلیک کی یې د تجدید (رینیول) پر ځای ادامه (کنټینوانس) ونه کارول شي .

ولولی :

Jaeckel, ibid; p.86

دبرتانویانودا د ریځ چی دډیورنډ د تړون داوومی(۷) مادی سره سم دافغانستان نوی واکمن حبیب الله ته دمالی مرستی له تعهد نه یی سرغړولی و ، سړی ته داحقوقی پوښتنه راولاړوی چی ایادغی برتانوی سرغړونی افغانستان له تحت الحمایه (نیمه مستعمره) حالت نه خلاص نکړچی دګند مک په تړون کی پری ور تپل شوی و(۱۸۷۹ز) کال ؟ د جرمنی مورخ ییکل په اند:

ښیی.» )Zweischneidigkeit « دغه ساده ملاحظه د برتانوی دریځ دوه خولتوب (

( همدغه اثر، مخ ۷۲). دبرتانیی دبی باوره دریځ لپاره ولولی. دافغانستان دهغه مهال دپاچا

سره چی د ییکلDane حبیب الله نظردډیورنډدتړون په اکله اودنوموړی ډیالوګ د ډین

(Jaeckel, ibid.,pp.83-84 & p.125) په همدغه اثرکی خوندی شوی دی:

دډیورنډ د تړون دتجدید یاتمدید په اکله ددواړوخواودحقوقی دریځونودانډول کولولپاره یوه کږه لارغوره شوه، اوهغه داچی دکابل د تړون (۲۱مارچ ۱۹۰۵ز) په انګریزی ژباړه کی ددغه تړون سرلیک« کاملاً» وخوړل(حذف) شوـ همدغه اثرمخ ۸۶ . په دغه تړون کی دواړو لاسلیک کونکوځانونه موظف وګڼل چی د پخوانی امیرعبدالرحمان خان اودبرتانوی هندترمنځ توافقات به رعایت کوی بی له دی چی موضوع یی بیا وټاکی. په ډیورنډتړون کی

په سترګه کتل His Highness امیرعبدالرحمان خان ته په نسبتاً ټیټ لقب« والاحضرت»

شوی وو، خودکابل په تړون (۲۱مارچ ۱۹۰۵) کی دامیرحبیب الله خان لقب«اعلیحضرت»

ته جګ شو.عظمت طلبی داستعمارفطرت دی. دغه فطرت دهغه په لیکلی His Majesty

رسمی راشه درشه کی هم لیدل کیږی. دبیلګی په ډول، که له یوی خوایی امیرعبدالرحمن په نسبتاً ټیټ لقب «والا حضرت» مخاطب کړ، نوله بلی خوایی دهمدغه امیرځوی امیرحبیب الله په لومړی نړیواله جګړه کی دافغانستان دبی طرفی په اړوندکی دانګریزپاچاجورج په یوه

ونازول شو. په رسمی مکاتبه کی دغهHis Majesty لیک (۲۴سپتمبر۱۹۱۵ز)کې په

واقعیت درسمی پيژندنې عملی، پراګماتیک څنډه ښیی : ولولی:

Jaeckel, ibid., pp.92-93; Adamec, Afghanistan 1900- 1923, op.cit.,Appendix 11, no.6, p.205( quoted in Djan-Zirakyar, p.219, footnote #55).

په خپل یوبل مهم کتاب کی دبرتانیی دپاچاپنځمAdamec امریکایی مورخ ادمیک

جورج پورتنی لیک ته داسی ګوته نیولی ده:

” This letter constituted a rare case of direct communication between a British monarch and an Afghan ruler, who usually had to deal with the viceroy of India.” Ludwig Adamec, Afghanistan’s Foreign Affairs, op.cit.,p.36.

د(۱۹۱۹ز) کال داپریل په میاشت کی امان الله خان دافغانستان خپلواکی اعلان کړه. لودویک ادامیک په خپل پورتنی کتاب(دافغانستان بهرنی اړیکی) کی لیکی چی امان الله خان دافغان اوانګریزدریمه جګړه یانی په ۱۹۱۹زییز کال کی دافغانستان دخپلواکۍ جګړه د سرحد دپښتنو په مټ وګټله :

” Manuela had been successful in the Third Anglo – Afghan war primarily because of the assistance he received from Afghan tribes in the of the Frontier.” Afghanistan Foreign Affairs, p.92.

انګریزان دسرحد دقومونواوافغانستان ترمنځ په یووالی اوزورپوه شول. په کابل کی ددوستی له تړون (۱۹۲۱ نوامبر) نه نږدی یوکال وروسته انګریزانود(۱۹۲۲ز) کال په ډ سمبراو (۱۹۲۳ز) کال په جنوری کی په وزیرستان کلکی ځمکنی اوهوایی بمباری وکړی. په دغه اړه لودویک ادامیک دهغه وخت دوایسرا ویناداسی اقتباس کړیده :

“ air operations on a large scale previously unknown on the frontier.” (ibid., p.93, quoted from R.R.Machonachie, A précis on Afghan Affairs, 1919-1927, secret document, India office Library, London( Government of India Press, 1928, pp.92,94.

کی دبرتانوی هند پولیټیکل ایجنټKurram په کورم Sir Richard Maconachie

واوبیا د محمد نادرشاه دحکومت په مهال په کابل کی د برتانیی مختاروزیرشو.

د(۱۹۲۳ز) د جنوری په ۳۱ نیټه دافغانستان حکومت په وزیرستان باندی دهند دبرتانوی حکومت بریدونه رسماً وغندل اود دوستی د تړون(۱۹۲۱ کال نوامبر) دیولسمی مادی دمقرراتواود دغه تړون د ملونوپه ضدیی وګڼل. ولولی: لودویګ ادامیک، دافغانستان بهرنی اړیکی، مخ ۹۲) .

د(۱۹۱۹ز) کال په اپریل کی امان الله خان دافغانستان خپلواکی اعلان کړه. څلورمیاشتی وروسته دهمدغه کال په اګست کی په راولپنډی کی دسولی تړون لاسلیک شو. دهغه دپنځمی مادې له مخی، افغان حکومت « هندی ـ افغانی سرحد» یانې «اینډوـافګان فرنټیر»چې تیر

امیرمنلی و، ومانه. ددغه تړون دمتن لپاره ولولئ:

Aitchison(ed.), A Collection of Treaties, op.cit.vol.13pp. 286-287

د دغه تړون د جرمنی ژباړی لپاره ولولی:

M.Gh.Massoun, Der voelkerrechtliche Status von Afghanistan, Dissertation, Hamburg, 1960, p.124.

امریکایی مورخ اوافغانستان پیژندونکی لودویګ ادامیک لیکی چی:

“ During the reigns of both Abdur Rahman and Habibullah the government of India had insisted that its agreements with Afghan rulers were personal rather than dynastic, therefore,Amanullah was Britain.”

Adamec, Afghanistan`s foreign relations,op.cit,pp.47-48.

دراولپنډی دسولی په تړون کی(۸ـ۸ـ۱۹۱۹) دافغانستان استازی علی احمدخان و، اوبرتانوی و. ددغه تړون سره په خپل مل شوی لیک کی ګرینټSir.H.Grant استازی ګرینټ

لیکلی وه: « ..... تاسی راته ویلی ووچی افغان حکومت نه غواړی چی توافقات تجدید

کړی. دکوموله لاری چی تیرامیرمنلی ووچی په خپلوبهرنیوچاروکی به په بشپړrenew

ډول د برتانیی دحکومت مشوره تعقیبوی. ماله دی امله په دغه ټکی ټینګارنه دی کړی، او

هیڅ یادونه یی په تړون کی نه ده شوی. په دی اساس ذکرشوی تړون اودالیک افغانستان په

پریږدی.» یانې free and independent خپلودنننیواوبهرنیوچاروکی رسماً «ازاد اوخپلواک» یې پرېږدي.

ادامیک زیاتوی چی دافغان اواوانګریزدریمی جګړی(ټول تیرتړونونه لغوه کړل) .

” Moreover, this war cancelled all previous treaties.” Ibid. p.91

امان الله خان چی دغه تړون ولید، خپل اخښي او مامازي علی احمد خان ته په غصه شو، په کورکی یی بندی کړاووسله وال عسکریی ورته دهغه دکورپه شاوخواکی موظف کړل چی که له کوره راووت، ویی ولی(دامعلومات می دکاندیداکاډمیسن محمداعظم سیستانی له خولی لاسته راوړل(تیلیفونی مرکه ۲۰۰۷زکال داګست ۲۷ نیټه).

دسولی له تړون ( ۸/ ۸/ ۱۹۱۹ز کال) نه څه دپاسه دوه کالونه وروسته د(۱۹۲۱ز) کال دنومبرپه (۲۲) نیټه دبرتانویانوسره دکابل تړون رامنځته شوچی د«دوستی تړون» یاد

«ګاونډیتوب» دروابطوتړون هم ورته ویل کیږی. ادامیک لیکی چی دغه تړون د«دوستی

دتړون» په کچه ډیرد « ګاونډیتوب» داړیکېو تړون دی:

“…treaty of relations”

ددغه تړون په دوهمه ماده کی، دواړوخواودسولی دتړون(اګست ۱۹۱۹زکال) پنځمه ماده تائید کړې ده، خو دلته بیاهم د سرحد(فرنټیر) په ټکی رڼا نه ده اچول شوی .

د دوستۍ د تړون (نومبر ۱۹۲۱) څلورم نمبر مل هغه لیک دی چی دتړون برتانوی استازی دافغانستان دبهرنیوچارووزیرته استولی واود دغه تړون سازوونکی برخه جوړوی . که دغه مل د تړون دیوولسمی (۱۱) مادی سره غبرګ مطالعه شی ، سړی په اسانی سره دوه مهم ټکی لیدلای شی:

(الف) : دافغانستان له نظره په سرحدی سیمه کی مداخله یواځی په عسکری مداخلی راڅرخیده، نه په تبلیغاتی، سیاسی مداخلی چی په سیمه کی دافغانستان نفوذوساتی.

(ب):برتانویانودخپلواک افغانستان سره ومنل چی دسرحد داوسیدونکوسره به علاقمندی لری. د متن لپاره په جرمنی اوانګریزی ژبوولولی:

Massoun, op. cit., p. 137; Atchison, op.cit, p. 296

د(۱۹۲۹ز) کال په جنوری کی یوناڅاپی سړی چی دکوردغلا له امله په پاړه چینارکی د یولسو(۱۱) میاشتولپاره بندی شوی و، دامان الله خان په مشری دافغانستان خپلواک دولت رانسکورکړاود « خادم دین رسول الله » دادعالاندی یی په افغانستان کی نهه میاشتی(جنوری تر اکتوبر۱۹۲۹) ګډوډی وچلوله. دغه ناڅاپی سړی حبیب الله خان نومیده چی په بچه سقاو مشهورشوی واو د یوه پوه کوهستانی ملی ګرافغان له خولی به یی ځان «شیرکوهستانی» هم ګاڼه . ( دغه ملی ګرافغان ماته دغه معلومات د خپل پلارپه حواله راکړل).

پوهاندلودویګ ادامیک کاږی چی د بچه سقاوواکمنی د سرحد په دواړوخواوکی قومونوته «کلک ټکان» (پروفونډ شاک) ورکړ( ولولئ:ادامیک، دافغانستان بهرنی اړیکی: ۱۴۹ ـ ۱۵۵مخونه) .

د افغانستان د خپلواکۍ د جګړې سرتیری اوزړه سواندی کوماندان محمد ګل مومند هغه مفکر او ستراتجیست شخصیت وچې د وزیرو او مسیدو په مټ یې د بچه سقاو ګډوډي(جنوری تر اکتوبر ۱۹۲۹) پای ته ورسوله، په ډ یر مهارت سره یې د محمد ناد رشاه واکمنۍ ته لار پرانیستله، امنیت یې رامنځته کړ او ټینګ یې کړ. محمد ګل مومند هغه مسلمان-پښتون وزیر و چې د کابل د ښار د بریکوټ په سیمه کې په یوه عادي خټین کرایي کور کې په حق ورسید (م۱۹۶۴،۱۳۴۳ل). د سقاوۍ په رانسکوریدلو سره، محمد نادر شاه د قد رت واګی په لاس کی ونیولی ( ۱۹۲۹ ـ ۱۹۳۳) .

د (۱۹۳۰ز) کال په می کی دبرتانیی دبهرنیوچارودوزارت اوپه لندن کی دافغانستان دسفارت ترمنځ یاداشتونه تبادله شول.په دغویاداشتونوکی د(۱۹۲۱ز) کال ددوستی تړون(دکابل تړون)

اوورسره څلور(۴) ملونه تأییدشول(اټچیسن، تړونونه، مخ ۳۰۵). محمد نادرشاه « د ډیورنډ د کرښې د هندی خوا د قومونو په مرسته قدرت ته ورسید». د تاریخ پوهاند ادامیک زیاتوي چې : (( دا سرحدهیڅکله په بشپړ ډول غځول شوی نه و. له دې امله د بر تانوي حکومت مامورا نو «د فرضي لیکې» ټکی وکاراوه چې یقیناٌ یو اندازه شک ښئ.))

” This border had never been completely demarcated, therefore, British government officials applied the term , indicating a certain measure of doubt.” Ludwing Adamec referring to: National Archives of India/new Delhi, 392-F, 933, nos. 1-30, notes, 1-2, in his book Afghanistan’s Foreign Affairs, op. cit, p. 187.

د ذکرشویومنابعوله مخی ویلی شوچی په ټولولیکني توافقاتوکی (۱۹۰۵ـ ۱۹۳۰ ) داسی څه نه لیدل کیږی چی د ډیورنډسرحد یی ارزولی وی. دلیل یی دادی چی دغه ټول تړونونه لږو ډیرد ډیورند تړون ته مخ وراړوی، بیله دی چی موضوع یی بیاوټاکی.

دغه شان د پورتنی استدلال اوپورتنیوتشریحاتوپه مټ ویلی شوچی: برتانیی د خپلواک افغانستان سره دامنلی دی چی د سرحد داوسیدونکوسره علاقه وساتی، هلته نفوذولری، هلته غیری عسکری مداخله وکړی، اوهلته دخلکوسره د ظلم په اکله اعتراض وکړی. په لنډه وینا، (د ګډMitspracherecht افغانستان دې هلته هغه څه ولری، چی په جرمنی ژبه کی ورته

اظهاراوپریکړی حق) وای.په بله وینا ، په سرحدی سیمه کې برتانیه یادهغی ورکخیل میرا ث

خور(پاکستان) بشپړحاکمیت ته ډ ډ ه نشی لګولی ځکه هلته افغانستان هم نفوذ اوهم علاقه مندي (منافع) لري:

. (influence and interest)

لود ویګ ادامیک کاږی چی که څه هم په کابل کی لاسلیک شوی د دوستی تړون یعنی د

اړیکوتړون(۱۹۲۱زکال دنوامبرمیاشت) اصلاً د د ری کالونوneighborly ګاونډیزو

لپاره وه، دهند دازادی دکال(۱۹۴۷ز) پوری وچلیده(بهرنی اړیکی، مخ ۹۲) . برتانویان په دغه تړون راضی وو،خوبیاهم هغوی به لا دا غوره ګڼلی وای چی که په هغه کی یی

تعدیلونه په برخه شوی وای. برتانویانوغوښتل دافغانستان رګ ونیسی minor«کوچني»

چی دخپل سرحد په اړوند کې به څنګه«ګاونډیز» وی:

” It was of special importance for Britain to obtain from Afghanistan a precise definition of the term < neighborly> relations, the only term on which the Afghan and British governments were able to conclude the Treaty of Kabul of 1921. In essence this meant, how (neighborly) Afghanistan would be in dealing with the Afghan Frontier.” Ludwig Adamec, ibid, p. 187.

(شپږم)

داټکی په دی پوښتنه راڅرخی چی ایا پاکستان د بین الدول حقوقو له نظره د برتانیی د ناستن(جانشین) دولت لیاقت لاره؟ برتانوی هند درنجیت سینګهه، شاه شجاع، امیردوست محمدخان، امیرمحمدیعقوب خان، امیرعبدالرحمان خان، امیرحبیب الله خان، د پاچاامان الله خان اود پاچامحمدناد رشاه سره حقوقی اوسیاسی راشه درشه ساتلی وه، نه دپاکستان سره ـ ځکه هغه مهال پاکستان هیڅ(حقوقی، سیاسی،تاریخی، کولتوری) څیره نلرله؛ پاکستان چی هیڅ موجودنه و، څنګه به ورنه دښکیلاک ګری برتانیی وارث جوړشی؟! د ډیورنډتړون دوه لوبغاړی لرل: برتانوی هند اوافغانستان. پاکستان چیری و؟ له نن نه څه د پاسه ۶۰ کاله وړاندی برتانیی د مخکني دولت(سلف) په حیث« دهند دخپلواکی دقانون»( اینډ یا اینډپینډ نس اکټ،۱۸جولای۱۹۴۷) د اوومی (۷) مادی د «سي» برخې له مخې «د قبایلي سیمو» د واکمنانو سره« ټول تړونونه یا موافقې»

په یوه اړخیزه ډول باطل وګڼل. دغه any treaties or agreements یانی

واقعیت د پاکستان ادعاچی د برتانوی هند ناستن(وارث) د ی پنچرکړی ده(پاکستان رسماًد دولت په څیرد ۱۹۴۷زیږکال داګست په «۱۴» نیټه خلق شو) . یوکاملاًنوی دولت د چاپه میراث کیناستلی شی؟! یوڅه چی موجودنه وی له چانه به ورته یوڅه په میراث ورسیږی؟!

کی هنداوپاکستان په یوه ډول ونه منل شول. د(۱۹۴۷ز) کال داګستUNO په ملګروملتونو

په نیمایی کی په برتانوی هند کی دوه(۲) هیوادونه رامنځته شول. دهمدغه کال دسپتمبرپه

دبرتانوی هندوارثautomatically (۱۲) مه نیټه هند دملګروملتوله خواخپل په خپله

اعلان شو. خوپاکستان مجبوروچی په ملګروملتونوکی دخپل غړیتوب لپاره خپله هیله وړاندی کړی. دپاکستان په غړیتوب رایی واخیستل شوی. افغانستان یواځنی هیواد وه چی په ملګروملتونوکی د پاکستان د غړیتوب د منلو په ضد یې رای ورکړه،او پاکستان د ۱۹۴۷د سپتمبر په دیرشمه نیټه په ملګرو ملتونوکی ومنل شو. په ملګرو ملتونو کی د هنداوپاکستان دغړیتوب د منلوبیلابیله کړنلاره یوځل بیا زما ادعاغنی کوی چی یوڅوک نه وی موجود څنګه به د چامیراث خورشی. د افغانستان دریځ داسی وه چی د پښتنواو بلوڅو ورونو د

برخه لیک حق دی تأمین شی . دافغانستان د دریځ په مقابل کی د برتانیی د ګډـګټواړیکیو (کامنویلت ریلیشنز) وزیرنیول ـ بیکرپه ولسی جرګه کی (۳۰/ ۶/ ۱۹۵۰ز) کال د پاکستان پلویتوب وکړ.

دبرتانیی ولسی جرګی ته داسی وویل:Noel – Baker

« په یونایټید کینګډم(برتانیه) کی داعلیحضرت حکومت دشمال غربی سرحد دسیموپه وضع باندی دپاکستان اوافغانستان دحکومتونومخالفتونه په تأ سف سره څارلی دی. داد اعلیحضرت د حکومت نظر دی چی پاکستان په بین الدول حقوقوکی په دغو سیموکی د هند د پخوانی حکومت اوپه یونایټیډ کینګډم(برتانیی) کی د اعلیحضرت د حکومت د حقوقواووجایبو وارث دی، اود ډیورنډ لیکه بین المللی سرحد دی» :

» His Majesty`s Government in the United Kingdom has seen with regret the disagreements which there have been between the Governments of Pakistan and Afghanistan about the status of the territories on the North – West Frontier. It is His Majesty’s Government’s view that Pakistan is in international law the inheritor of the rights and duties of the old Government of India, and of His Majesty’s Government in the United Kingdom, in these territories, and that the Durand Line is the international frontier.” Quoted in Djan Zirakyar ,op.cit., p.221 footnote#73

د مشترک المنافع هیوادونود وزیرنیول ـ بیکرپه پورتنی ویناکی یوډول کمزوری پرته ده چی غلی شان دافغانستان دریځ ته سرټیټوی. که کلک پام ورته وکړو، وبه وینوچی دبرتانیی دغه وزیرپه خپله ولسی جرګه کی نیغه ژبه نه ده کارولی،بلکې په غیری مستقیم ډول یی دډیورنډ لیکه « بین المللی سرحد » ګڼلی دی بی له دی چی د دغی لیکی مشروعیت له بین الدول حقوقونه راوباسی .

پاکستان هم د برتانوی ښکیلاک د تړونونوپه هکله دوه مختوب ښودلی دی :

پاکستان یوه کوچنئ (نږدی دری سوه مربع میله) سیمه ایران ته پریښودله. ددی په بدل کی ایران له دینه تیرشوچی په بلوچستان کی په پخوانیوبرتانوی تصرفاتودعوه وکړی. ایران په دی ډول پخوانئ برتانوی پوله په یوڅه تغیرسره ومنله:

” …. and accepted the old British Boundary thus modified.” A. Lam, Asian Frontiers: Studies in Continuing Problem. New York & London,1968, quoted in Djan- Zirakyar, ibid.,p.221, footnote#75

دهندپه نیمه وچه کی دبرتانیی دتړونونوهدف داوه چی هلته دخپلی امپراتوری حفاظت وکړی. خود بین الدول حقوقود ملاحظی له مخی یوتړون پای ته رسیږی چی اغیز یی له منځه تللی وی اوهدف یی پوره شوی وی. سړی ویلی شی چی له ښکیل شوی هند نه دانګریزانوپه وتلوسره د ډیورنډتړون خپل پخپله اجرأشواودهدف تحقق ته ورسید ـ ځکه چی دتړون یو اړخ(برتانیه) په مشخصه سیمه(مستعمره شوی هند) کی له منځه لاړ اود دی سره دهغه ګټی (اینتریسټ) هم له منځه لاړی چی د ډیورنډ تړون یی لازم کړی و

( اووم )

داټکی داستعمارپه ضد دپښتنوپه پاڅون راڅرخی: په (۱۸۹۷ز) کال کی د ډیورنډ د تړون په ضد د وزیرستان په مده خیلوکی وسله وال پاڅون پیل شواود یوه کال په اوږدوکی دخیبر، مومندو، ملګنډاوباجوړله لاری چترال ته ورسید. له دی پاڅون نه انګریزان وترهیدل اوڅلور کاله وروسته په (۱۹۰۱ز)کی یی« شمال ـ غربی سرحدی صوبه»(نورت ـویسټ فرنټیر پروینس) جوړه کړه. دغه استعماری نوم لاتراوسه په اسلامی پاکستان کې دانګریز

د احسان په څیرساتل شوی دی. له نن نه اووه کالونه وړاندی په(۲۰۰۰ز)(۱۳۷۸ لمریز) کال کی یومضمون له ګڼ شمیرچاپی تیروتنوسره په دی سرلیک چاپ شوی و:« په لره اوبره پښتونخواکی دروڼ فکرانوسیاسی پرځنګونه»، افغانستان په شلمه پیړی کی، دپوهنیزسمیناردلیکون ټولګه.جرمنی دکولن ښار، ۱۳۷۸لمریز ( ۲۰۰۰ز) کال خپرندوی: دافغانستان دکلتوری ودی ټولنه. مخونه. ۲۸۰ ـ ۳۰۸.

زه له دغی لیکنی نه مهم معلومات په لنډ ډول رااخلم اوځینی نورمعلومات پری ورزیاتوم چی په دی ورستیوکی لاس ته راغلی دی.

په(۱۹۲۱ز) کال کی دعبدالغفارخان(مشهورپه باچاخان اوفخرافغان) په مشری(انجمن اصلاح الافاغنه) جوړشو. له دینه اووه کالونه وروسته په(۱۹۲۸ز) کال کی د«پښتون» په نوم مجله راووتله. دباچاخان مشرورورداکترخان صاحب نومیده. دباچاخان مشره خورچی له ډاکټرخانصاحب نه کشره وه، د پوهاندجهانزیب نیازموروه. جهانزیب نیازچی په (۱۹۲۷ز) کال کی زیږیدلی دی اوپخپله یی په پنځلس کلنی دسیاسی بند خوندڅکلی دی، د پښتون مجلی په اکله داسی لیکی: پښتون « اولینه جریده وه چی دانجمن اصلاح الافغانه د ترجمان په حیث » پیل شوی وه. عبدالغنی غنی دباچاخان مشرځوی اوپه شلمه پیړی دپښتو وتلی فیلسوف شاعرو. پوهاندجهان زیب نیازوایی: « دغنی خان اولنی نظم په ۱۹۲۸زکال په دسمبرکی دپښتون رسالی په اولنی ګڼه کی » خپورشوی و(جهانزیب نیاز، غنی غنی دی. ددویم سمیناردمقالو، پیغامونواونظمونومجموعه. چاپوونکی: بهارونه کتاب کور، غریب اباد، تهکال، پيښور. دچاپ ځای: ملت پریس لاهور، اپریل ۲۰۰۵زکال ، مخ ۹۷) .

پوهاند جهانزیب نیازدهمدغه کتاب په یوبل مخ کی په یوڅه تفصیل سره په«پښتو» خپرونه ګړیږی اودغنی خان ذکرشوی شعرراپیژنی: په ۱۹۲۸زکال کی باچاخان« دخپلواصلاحاتو اودخپل انقلابی پیغام دخوروولودپاره د پښتو تاریخی مجله پښتون جاری کړه. دامجله د ۱۹۴۱زکال پوری په مختلفوادواروکی چاپ کیده، اوپه مد یرانوکی یی د خان عبدالغفارخان، محمداکرم او عبداخالق خلیق نومونه شامل وو. هسی خود پښتون په باقاعده لیکونو[لیکنو] کی دهغه وخت واړه [ټول] سترانقلابی شاعران اوادیبان شامل ووچی په هغو کی دعبدالمالک [ فدا]، فضل محمود مخفی اوعبد الاکبرخان اکبر نومونه زیات جوت دی. خود پښتون په ټایټل(مخپاڼه) باندی به دغنی خان داشعرپه باقاعد ګی سره چاپ کیده» :

چی خازی شنی می په قبروی ولاړی که غلام مړشم راځی توکی پری لاړی

چی په خپلووینونه یم لامبید لی په ما مه پلیتوئ د جومات غاړی

چی ټوټی ټوټی می پوځ دفرنګ نه کړي موری ماپسی په کوم مخ به بیاژاړی

یابه دابی ننګه ملک باغ عدن کړم یابه کړم دپښتنوکوڅی ویجاړی

(همدغه اثر، مخ ۵۹). غنی خان په دوه اتیاکلنی کی (۱۹۱۴ ـ ۱۹۹۶ز) له نړی سترګی پټی کړی.

د۱۹۲۰ زییزې لسیزی په ورستیوکالونوکی به باچاخان په دیرواوجوماتونوکی د خلکوپه تنویرولو کی لګیاو. بنیرجی په خپل کتاب کی د باچاخان د تنویری ویناګانو یوه بیلګه راپیژنی: « زموږ په هیواد کی پنځوس سلنی(۵۰٪) ماشومان ناروغ دی، روغتونونه دانګریزانولپاره جوړشوی دی. هیوادزموږدی، پیسی زموږدی، خوموږپکی وږی اولغړیو. موږدخوراک څه نلرو، کورونه نلرو.... داسړکونه زموږپه پیسوجوړشوی وو. دهغوی (انګریزانو) سړکونه په لندن کی دی. دازموږسړکونه دی، خوموږاجازه نلروچی پری وګرځو. هغه[انګریز]، هندوان دمسلمانانوپرضدراپاروی... سیکان دمسلمانانوپرضدراپاروی نن دری واړه په کړاواخته دی. څوک ظالم دی اوڅوک زموږوینه زبیښی؟ انګریز» ولولی:

Mukulika Banerjee, The Pathan Unarmed. Karachi: Oxford University Press, 2000, p.60

دغه شان، د باچاخان د ژونداومبارزی لپاره ولولی: عبدالغفارخان زماژونداومبارزه، کابل ۱۳۵۳لمریزکال(۱۹۷۴ز) کال. د بشردوست ایکنات ایسواران کتاب هم په ګټورومعلوماتوډک دی:

Eknath Easwaran, Nonviolent Soldier of Islam: Badshah Khan, A Man to Match his mountains. Tomales, California: Niligiri Press, 1999. In his “Sources and Historical Notes” relating to this book, Timothy Flinders reflects on the names Pathan and Pashtun: “In British India, Pakhtun[Pashtun] became Pathan….Throughout in which most of this story unfolds, Badshah Khan’s people were called Pathans whenever English was being used, and this is the word used in this book [by Easwaran].” Timothy Flinders elaborates on the Pathan/Pashtun issue: “Today, however, the word Pathan has decidedly colonial overtones reminiscent of British manipulation. When the British established boundaries around India, they used different words for inhabitants on either side of the line [Durand Line]: meant someone in free Afghanistan, meant a resident of British India. Among themselves, Badshah Khan’s people continued-and continue-to refer to themselves as one, calling themselves (without distinction)Afghans, Pushtuns, or some dialectical variant. In these historical notes, we chose to follow current usage and kept the word -as Badshah Khan himself did even in English after the British left, to emphasize the unity of his people.” (p. 235).

د بادشاه خان اود هغه د ملګرو له اصلاحی اوتنویری خوځښتونو نه ، له نن نه اتیا(۸۰) کالونه وړاندی په(۱۹۲۹ز) کال کی دباچاخان په مشری د «خدایی خدمتګار» خوځښت راپورته شو. باچاخان په سوله(عدم تشد د) ټولنیزعدالت، خپلواکی، پرمختګ، پوهنه(تعلیم)، ساده ژوند، مشوره، په پښتوژبه، اودهسک څښتن درضالپاره د ولس په خدمت مین و.

دپاکستان دخلق کولونه نږدی څلورمیاشتی وړاندی د(۱۹۴۷ز) کال د اپریل په شپږویشتمه (۲۶) نیټه د باچاخان مشرځوی عبدالغنی غنی د «زلمی پښتون» په نوم یوتنظیم جوړکړ. پوهاندجهانزیب نیازددغه تنظیم هدف داسی راپیژنی: « دزلمی پښتون تنظیم جوړولومقصد دشیرشاه سوری اواحمدشاه ابدالی په تګ لاره دعمل تابیاکول وه. دزلمی پښتون کارصرف دپښتون قام مقصداومرام پوره کول وو.داڅه سیاسی تنظیم نه وه. داتنظیم دتشد د د پاره نه وه. بلکی ددی مقصد د پښتون ولس بیداری وه. داتنظیم دتشد د د پاره نه وه بلکی دمرستی اوملګرتیا د پاره وه، چی دخپل ځان حفاظت ورته ګران وه.» جهان زیب نیاز، غنی غنی دی، مخ ۱۱۳).

Mountbatten دبرتانیی دوروستنی وایسراماونټ بیټن(۱۹۴۷ز) کال په کورکی

یوه غونډه دمهاتماګاندی، محمدعلی جناح اوباچاخان په ګډون جوړه شوی وه(۱۸جون ۱۹۴۷زکال). هلته باچاخان ماونټ بیټن ته رسماًد «پټانستان» نوم وړاندی کړ. ولولی:

J.w.Spain, The Pathan Borderland. The Hague 1963, p. 199.

له دینه دری ورځی وروسته د(۱۹۴۷ز) کال دجون په یویشتمه(۲۱) نیټه په بنوکی لویه جرګه جوړه شوه. په دغه لویه جرګه کی د پښتنودبرخه لیک په اکله خوراغټه اوڅرګنده پریکړه وشوه. د بنود لویی جرګی لیکلی پریکړهغه ملی لاسوند(سند) دی چی په حقوقی، سیاسی اوټولنیزلحاظ ځانګړی اهمیت لری اوله دی امله یی باید د اصل ټول متن په لاندې ډول وښودل شی:

پښتنو د خپل آزاد حکومت فیصله اوکړه

پښتانه نه هندوستان غواړي نه پاکستان

د صوبې د جرګې-د اسمبلۍ د ممبرانو-دخدایي خدمتګارانو افسرانو

اود «ځلمي پښتون» د جرګې یو شریک اجلاس په یویشتم د جون ۱۹۴۷ع

په مقام د بنو کښ د خان امیرمحمد خان د صدارت د لاندې اوشو.

دې اجلاس په اتفاق سره دا فیصله اوکړه چې په دې ملک کښ دې د ټولو

پښتنو یو آزاد حکومت جوړ شي چه د هغې د ایًین بنیاد به په اسلامي اصولو

جمهوریت، مساوات او اولسي انصاف باندې ایښودی شي . دااجلاس هر پښتون

ته اپیل کوي چه د دې اعلی مقصد د حاصلولو دپاره په یو مرکز باندې راغونډ

شي-او بې د پښتون نه دې د بل چا اقتد ار ته سر ټیټ نه کړي.

له طرفه د صوبه سرحد د لوی جرګې نه

د بنو د تاریخي فیصلې اصل متن

د بنو د پریکړې د ټول متن د اصل د کوپۍ [فکسیمیلې] لپاره ولولئ:

Djan-Zirakyar, op.cit., p. 332.

د بنوپه لویه جرګه کی پخپله باچاخان حاضرو. د دغی لویی جرګی پریکړه عبدالاکبرخان اکبرولیکله چی په صوبه سرحد کی د کانګرس« دعامل مجلس » لوی منشی(سکرتر جنرال)و. « لیکلی پریکړه خان امیرمحمد خان وړاندی کړه، اومزید تائید (سیکنډ)یې میا جعفرشاه کاکا خیل وکړ.»( دپوهاندجهانزیب نیازسره زماټیلیفونی مرکه، امریکه، ۴ سپټمبر ۲۰۰۷ کال).

دبنوپه پریکړه کی پام وړټکی دادی: دغه پریکړه د پښتنود سمسمکۍ ټولنی یانې دهغوی د

څرګندوی ده. دغه پریکړه په ټول افغانستان کی دستری سیاسیegalitarian society

موسسی یانی لویی جرګی له خوامنل شوی ده. په دغه پریکړه کی«دټولوپښتنو» یوداسی حکومت غوښتل شوی دی چی دهغه« دایین بنیادبه په اسلامی اصولو، جمهوریت، مساوات اوولسی انصاف باندی» ولاړوی.

دپاکستان له جوړیدلونه یوکال وړاندی په(۱۹۴۶زکال) کی په شمال غربی سرحدی صوبه

کی انتخابات وشول. په دغوانتخاباتوکی دټول هندکانګرس اومسلم لیګ دیوبل سره NWFP

سیالی وکړه. که څه هم په صوبه سرحد کی پنځه نوی سلنی(۹۵٪) خلک مسلمانان وو، انتخابات کانګرس وګټل اوپه پایله کی یی دباچاخان مشرورورډاکټرخانصاحب ددغی صوبی اعلی وزیروټاکل شو. دغه دیموکراتیک اوقانونی عمل وښودله چی په برتانوی هند کی مسلم لیګ دټولومسلمانانونماینده ګی نشوه کولای. په صوبه سرحد کی له(۱۹۴۶زکال) راهیسی د

شخصاً د مسلم لیګ ملاتړکاوه اوCaroe برتانیی وروستني ګورنرجنرل اولاف کیرو

کانګرس یی په دغه صوبه کی غیری طبعی ګانه. اولاف کیروپه خپل یوه لیک کی دبرتانیی

ته په ګوته کړه.چی ده(کیرو)Mountbatten وروستنی وایسرا(۱۹۴۷) ماونټ بیټن

په ډاکټرخانصاحب باندی ټینګارکړی وچی له خپل وزارت نه دی هندوان وشړی اود

کانګرس سره دی خپل اړیکی غوڅی کړی. داولاف کیرودغه ټینګارغیری قانونی و اود دیموکراسی په ضدو. اولاف کیرووایسراماونټ بیټن په دی قانع کړچی په صوبه سرحد کی دی بیاانتخابات وشی اوله دی لاری دی دپاکستان تحقق ته لاره هواره شی. ماونټ بیټن د کیروسپارښتنه ومنله اودهند دویش لپاره یې په خپل پلان کی ورننویستله. دماونټ بیټن پلان هند په دی اساس ونه ویشه چی چیری مسلمانان ډیروی، هغه ځای دی مسلم لیګ ته وروسپارل شی، بلکه چیری چی انتخاب شوی نماینده ګان په مسلم لیګ پوری تړلی وی. په دی اساس باید صوبه سرحد په متحدهند پوری تړل شوای وای، نه په پاکستان پوری ـ ځکه چی هلته په ۱۹۴۶زکال کی کانګرس انتخابات ګټلی وو. د۱۹۴۷زکال د جون په لومړیوورځوکی د برتانیی ستروزیراټلی اوویسرامونټ بیټن دهند دخپلواکی دقانون مسوده معرفی کړه چی په دوه قلمروونویاحاکمیتونوراڅرخیده. دهمدغه کال(۱۹۴۷ز) کال دجون په یووشیتمه(۲۱) نیټه په بنوکی په رابلل شوی لویه جرګه کی پښتنودخپل حکومت پریکړه اعلان کړه چې پاس پرې وغږید م .

دهمدغه کال په جولای کی په صوبه سرحد کی بیاانتخابات (ریفرنډم) وشول چی

پری وایسرامونټ بیټن ته سپارښتنه کړی وه. Caroe ګورنرجنرل اولاف کیرو

ددغه ریفرنډم اختیارمند(کمیشنر) و. Rothدوزیرستان په واڼه کی انګریزکوماندان رات

«ټوله عملیه ځانله د برتانوی عسکری افسرانوپه واسطه اداره کیدله»

“ Brigadier J.R. Roth, Commander of The Wana Brigade, was appointed referendum commissioner. The entire process was supervised exclusively by British Army officers without assistance from the political service of Indian officials.” ( Spain, op.cit, p.198).

باچاخان(عبدالغفارخان) لیکی چی په نورهند کی نماینده جرګی (ریپریزنتتیواسیمبلیز)

وپوښتل شوی چی په هندکی پاتی کیږی که پاکستان ته representat. assemblies

ورځی، په صوبه سرحدکی نماینده جرګه دانتخاب له حق نه محرومه شوه. باچاخان زیاتوی چی انګریزان بایدپه ریفرنډم کی«بی طرفه» وای خوپه رای اخیستلوکی یی لاس وهنی وکړی:

“ They also posted police and army personnel at the polling booths and even forged the signatures of the people who did not want to take part in the referendum.” Badshah Khan, My life and Struggle – Autobiography. New Delhi, 1969, pp.177 and 179

عبدالغفارخان، زماژونداومبارزه، کابل ۱۳۵۳لمریز(۱۹۷۴ز)کال، مخونه ۱۸۲تر۱۸۳.

دمسلم لیګ اومحمدعلی جناح لپاره ناشونی اوغیرعملی وه چی د پاکستانی پنجاب په واسطه له هند نه لیری پرته پښتونخوادی په متحدهندکی پاتی شی. دغه جغرافیایی دلیل هغومره چی ظاهراًعملی بڼه لری هغومره په باطن اوعمل کی دخنداوړدی: که نیمایی پنجاب(پاکستانی پنجاب) پښتونخواله متحدهند نه بیله کړی وه، نودغربی پاکستان اوشرقی پاکستان(بنګلادیش) ترمنځ خوټول غټ هندپلن شوی و؟! دلویدیزپاکستان او ختیزپاکستان ترمنځ جغرافیه ولی له پامه وغورځول شوه؟

پوهاندجهان زیب نیازچی دارواښادباچاخان اوارواښادډاکټرخان صاحب خورزی دی، څلورکالونه وړاندی په (۲۰۰۵ز) کال کی خپل ژوندلیک په څلورسوه نهه اویا(۴۷۹) مخونوکی چاپ کړیدی. جهان زیب نیازچی د(۱۹۲۷ز) کال په نیمایی کی زیږیدلی دی، په پنځلس کلنی کی یی د سیاسی بندي په څیردانګریزانودظلم خوندوڅاکه. لومړی یی دچارسدی د تحصیل بند یخانی ته واچاوه. هلته چی ورباندی دزرین اباد د نصرالله خان اود پړانګود سردارخان سترګی ولګیدلی، په خندایی کی یی ورته وویل: « عجیب فرنګی دی ـ د ما شوما نونه هم یریږی.» وروسته له دی دهریپورجیل ته ولیږل شو. هلته یی له ورایه باچاخان ولیدچی د کوارانټین په چمن کی ګرځیده ـ « اومی لیده خوسپاهیانوورپری نښودم.» جهان زیب نیاز، زماد ژوندقیصه: څه اوریدلی، څه لیدلی. اهتمام: بهارونه کتاب کورغریب اباد، تهکال. چاپوونکی: ملت پرینټرز، لاهور، ۲۰۰۵، مخونه ۵۴، او۶۲) .

دپوهاندجهانزیب نیازداپنډکتاب چی د(۲۰۰۲ز) کال دنومبرپوری معلومات پکی خوندی

په څیربه شوی دی، داوریدلوپه کچه ډیرپه لیدلوولاړدی اوداصلی منبع(پرایمري سورس)

دڅیړونکولپاره دحوالی کتاب وی. زه له دی مهم کتاب نه یوڅواوږده اقتباسونه وړاندی کوم چی زماد دی لیکنی سره اړخ لګوی:

«په متحده هندوستان کښی چی دقانون سازی اسمبلی دپاره ممبران منتخب کیدل نوچونکه په صوبه سرحدکښی زموږاکثریت وو. نوزموږاسامبلی په یوه خوله باچاخان دصوبه سرحدله طرف نه قانون سازی اسامبلی ته اولیږه ـ چی کله تقسیم اوشونوباچاخان هم هغسی دقانون سازی اسمبلی ممبرپاتی شوـ اودپاکستان دجوړیدوسره چی کله دپاکستان دقانون سازی اسمبلی اجلاس راوغوښت نوباچاخان ته هم بلنه راغله اوهغه بغیردڅه وینانه اجلاس له روان شوـ په قانون سازه اسمبلی کښی یی سوګندپورته کړوـ ددی نه روښانه حقیقت بل څه کیدی شی چی باچاخان پاکستان منلی ووـ په هغه اجلاس کښی یی تقریرهم اوکړواودپښتنود حقوقومطالبه اوکړه ـ مولاناتمیزالدین صاحب دقانون سازی اسامبلی سپیکرمنتخب شوـ شپی له لیاقت علی پاچاخان میلمه کړو.» لیاقت علی دپاکستان لومړی وزیر اعظم[چیف مینیسټر] و. باچاخان یې بنګلې ته ورغی دواړه د بنګلې په چمن کی ګرځیدل .په دغه مهال « ناګهانه» لیاقت علی دباچاخان نه یوه پوښتنه وکړه چی له «تعصب نه ډکه» وه. باچا خان یې وپوښته چی خان صاحب:

“Are you loyal to Pakistan[?]”

باچا خان ورغبرګه کړه چی:

“I am loyal to this land, not to you, because I do not believe that you are loyal to it.”

خبرې چې پای ته ورسید لې،او باچا خان رخصت شو، بله ورځ محمد علی جناح صاحب

باچاخان« سره خبری اتری شروع کړی اوداخبری ترډیروورځوپوری جاری وی ـ باچاخان ته یی وییل چی راوړاندی شه ماسره ملااوتړه اوماددی غلونه خلاص کړه. جناح صاحب ته خپل ملګری معلوم ووـ چی داټول مطلب اشنادی اودکرسی یاران دی. ملک سره یی څه همدردی نشته ـ عبدالرب نشترچی دجناح صاحب ښی لاس ووـ درسل ورسایل وزیرووـ او چی دهندوستان اوپاکستان د ریل د انجنونواوډبوویش کیده ـنو دې ظالم پکې بلا حساب اوواهه. ددې پته جناح صاحب ته اولګیده. په هغه فوراً څه چل اوشوـ چی زما اعتباری خلق داسی دی ـ نودنورچانه به زه څه ګیله اوکړم ـ پاچاخان ته یی داټوله قیصه اوکړه ـ دهغه اودباچاخان ډیری ښی خبری اتری اوشوی ـ اوباچاخان ورته اووییل چی که خیروی ته سرحد ته راغلی نوزه به دی مرکزعالیه سردریاب ته بوځم . اود خپلوملګرو پیژندګلو به درسره وکړم. اومانه چی دوطن دابادی دپاره څومره تعمیری کارغواړی زه هغی ته تیاریم. داخبری چی مطلب اشنا خلقوواوریدی نو رپندی پری راغی. چی که دجناح صاحب اودباچاخان ورورولی قایمه شوه نوزموږپکښی څوک تپوس کوی. اوخاص کرپه قیوم خان خوداخبره ډیره بده اولګیده. باچاخان چی واپس سرحد ته راغی نودکونسل اجلاس یی راوغوښت. اوپه هغی کښی یی فیصله اوکړه چی دجناح صاحب دشاهانه استقبال دګورنمنټ هاوس نه ترسردریابه کاوو. دلته داتیارۍ شروع شوی اوهلته مطلب پرستوخپل څپلی راښکی، لیاقت علی اوقیوم دیوبل سره جرګی شروع کړی. چی زمانه خوبه ټول داسامبلی ممبران ولاړشی. زماپه صوبه سرحدکی بیاڅه حیثیت وی.

چی جناح صاحب سرحدته راورسیدنودی یارانوبیادهغه غوږونه ډک کړی وو. هغه باچاخان له سوال جواب اولیږه چی ته ګورنمنټ هاوس ته راشه. باچاخان په صباله ورغی. جناح صاحب ورته یواخبار راواخست اوویوییل چی تاویلی دی چی پاکستان دشګوټوپکی دی که ما ورله لته ورکړه نوهیڅ به نه وی. باچاخان په دی خبره ډیرخفه شو. هغه ورته په جواب کښی اووییل چی دامانه دی ویلی نوورته یې اووییل چی ددی تردیداوکړه. هغه ورته اووییل چی تردید یی په څه کښی اوکړم. اخبارونه ټول دحکومت دی هغوی زمایوټکی هم نه چاپ کوی. زمایواخباروو«پښتون» هغه هم تاسوبندکړو. نواوس څه اوکړم. ستامخکښی تردیدکوم. چی داپه ماپوری چاهسی غلطه تړلی ده. خوباباپوی شوچی دیار د ماغ ټولواکیانوبرابرکړی دی. جناح صاحب ورته اووییل چی زه سره دریاب ته نشم درتلی ځکه چی تاسوزماد وژلو پروګرام جوړکړی دی. باباورته په خنداشو. چی ستاپه وژلوبه ماله په ګوتوڅه راشی. زه خوداملک اوداقوم ابادغواړم تباه کول یی نه غواړم . خواخرداچی مطلب پرست کامیاب شو. باچاخان رخصت شواوقیوم په سختوفیصلوکولوسوچ شروع کړو».

مخونه: ۱۲۸ ـ ۱۳۱
د جون(۱۹۴۸) په پنځم د جهانزیب نیازکالج دګرمې د رخصتیود پاره بندشو.« زه کلی ته راغلم اوښه په درزموکارشروع کړو. باچاخان په دغه ورځوکښی دکوهاټ بنو په دوره روان ووچی حکومت سره د سالارمنیرخانه اونجوماما ګرفتارکړو. اودغی سره عامه ګرفتاری هم شروع شوه. ولی دادایی هم اونیوه. غنی داداهم ګرفتارشو. غرض داچی حکومت څوک لږدکارکتل نوهغه یی جیلونوته وردننه کړه. د اسامبلی ممبران یی داول نه ګرفتارکړی وو. ډاکټر[خان ] صاحب خوداول نه په ایبټ ابادکښی دسعدالله خان په بنګله کی نظربندوو. د ډیرو،پيښوراوهریپورجیلونوبیاخولی وازی کړی وی. اودوطن اوقام پتنګان یی رانغختل. پښتون رساله داول نه بنده وه اوخدایی خدمتګارتحریک ته یی هم سترګی خړی کړ ی وی». پوهاند جهانزیب نیاز زیاتوی چې:

باچاخان «خویی نیغ منټګمری[بند یخانې] ته رسولی وو. زه چی کله دکالج نه راغلم نونیغ شاهی باغ ته د[خپلې خور] تاجولیدلوله لاړم ځکه چی د ولی دادا د ګرفتاری نه پس مانه وه لیدلی [تاجو په ولی خان واده وه، او جهانزیب به ولی خان ته دادا وایه]. چی ورغلم نوراترغاړه وتله اوپه ژړاشوه. ماورله ډاډورکړو. بیامی ورسره یوڅوورځی تیری کړی. خوپه دویمه دریمه ورځ به خامخاورتلم. غالباً دجولای دیرشم تاریخ وو. تاجونسرین[د ولی خان لور؟] رزړوته رالیږلی وه ناجوړه وه وییل یی چی دا ډاکټرله بوځی. زه ورسره په ټانګه کښی کښیناستم ډاکټرله می بوتله په دغه ورځ زمادوست وزیرمحمد... اودهغه ملګری ساده ګل هم راغلی وو. ټوله غرمه موښه ګپونه لګولی وو. هغوی هم راسره کښیناستل چی موږبه هم درسره د ګړۍ پوری لاړشو. چی تحصیل ته روان شونوګړۍ سره نژدی راله دوه ټانګی ډکی د پولیسومخی له راغلی. موږ ا وخندل وییل موبیاچاپسی روان دی. هغوی می دواړه ګړی سره کوزکړل. زه اود تاجونوکرد تحصیل هسپتال ته لاړو. نسرین موډاکټرته اوښودله دارووغیره موواخیستل اوواپس کلی ته روان شو. چی هجری ته ننوتونوڅپردپولیس نه ډک وو. ماوییل خیر. چی کورته لاړم مورمی اوخورمی راته په خفګان کښی اووییل چی تاپسی خوبیاپولیس راغلی دی ماوییل وی به نودازموږژوند دی. دهغوی نه می رخصت راواخیسته اویودوه جوړه جامی می دځانه سره راواخستی. اوراغلم. تاڼیدارصاحب راپاسیده هتکړی یی راته واچولی اوواپس په ټانګه کښی دتحصیل حوالات ته راغلواودلږساعت دپاره یی حوالات کښی اوساتلم اوبیا یی جیل ته دننه کړم.» مخونه:۱۳۳ تر۱۳۴.

پوهاند نیازد چا رسد خونړې او ژړوونکی واقعه داسی انځورکړی ده:

د چارسد ی خونړی واقعه «د جناح صاحب اوقیوم حکومت جوړکړی وه». داپیښه داسې

وه: د صوبی خدایی خدمتګارودافیصله کړی وه چی په (۱۲) اګست د(۱۹۴۸ ز) کال به «موږدباچاخان دګرفتاری برخلاف احتجاجی جلسه په غازی ګل بابا کښی کاوه. اوحکومت دافیصله کړی وه چی تاسودغه جلسه نه شی کولی یعنی دخپل لیډرسره دزیاتی کولوبرخلاف تاسواوازنه شی ویستی. خوخدایی خدمتګارچرته منع کیدل. د۱۲م اګست دشپی شپی په زرګونوخدایی خدمتګاردپیښور، نوښار، صوابۍ ، هشنګراود صوبی د ګټ ګټ نه راوچلیدل اګرچی حکومت اکثری لاری بندی کړی وی. ټریفک یی بندکړی ووخوددغی باوجود په زرګونو» سرتیرو ځانونه چارسدی ته ورسول،« سحروختی چی خلکواولیدل نودغازی ګل باباپه جماعت مشین ګنونه لګیدلی وو. اودفرنټیرفورس ځوانان په ډیرلوی شمیرکښی د جماعت په احاطه دپاسه اوچاپیره ولاړوو. اوپه ټوپکواومشینونویی ګوتی ایښی وی. دچارسدی ناکه بندی شوی وه. نه دننه نه څوک بهرته تلی شواونه دبهره دننه راتلی شو. جلوس په بابړه کښی دفصیح باچاپه ځای کښی تیارشواوفیصله یی اوکړه چی موږبه دجلسی دپاره مقرشوی ځای ته خامخاځو. دغه وخت سالارامین جان خان چی دټولی صوبی سالاروو، دجلوس په سرکښی روان وو. جلوس دخلقود ډ یروالی په وجه په څلورو پنځولارود غازی ګل باباجماعت ته راروان شوخوچی جلوسونه دکلی نه راووتل اودجلسی ځای ته ورنزدی شونود فایر[اوربل] حکم اوشو. اوظالمانوداسی فایراوکړولکه دمړزو یې د سروجامو ځوانان او غورځول. جهنډه چی دچاپه لاس کښی وه هغه ته به یی سپین ملنګ وی. هغه خوپه اول ډزشهید شو. خوجنډه یی پریوتوته پری نښو دله. اودغسی بی شمیره ځوانان پری شهیدان شو. عجیبه نظاره وه.

یوخواته توپی مشینونه

دپاکستان دواړه فوځونه

بل خواته قام خالی لاسونه

مقابلی ته می کتل حیرانیدمه

مرګیه مه راځه درځمه»

پو ها ند جهانزیب نیاز د چارسدې خونړېپیښې ته داسې دوام ورکوي:میرمنوقران مجیدونه «په سرکړی وو. دجلوس سره سمی روانی وی، ډیری شهیدانی شوی، ډیری زخمی شوی. زموږدسبق یوملګری چی حمیدالله نوم یی وه، اود زرین اباد دنصرالله خان زوی ووهغه هم پکښی شهیدشواوکویژد ن کړی جینی ځنی پاتی شوه. ګل دادا، مصلح الدین، نیازمحمد، بها‌ء الدین دوی ټولوځان رارسولی وو. اودقبرونوشاته یی پناه اخیستی وه. زماموراوزماننګیالی خورتاجودمیدان په منځ کی ولاړی وی. مړی یی راغونډول. اولوپټی به یی شلولی اوزخمیانوله به یی پری زخمونه تړل. ډیرمړی حکومت دچارسدی په سیند کی لاهوکړل اوورثاوله یی ورنه کړل. ماښام تیاره قیصه ختمه شوه. اود فرینټرفورس اوپولیس سپاهیان دخلکوپه کورونوننوتل شروع شو. ډ یری سترداری یی بی ستره کړی. دکورکالی کنډولی کټونه یی مات کړل. نارینه به یی بربنډ کړل. خټی به یی پری اوتپلی اوبیابه یی کورته په زوره ورد ننه کړل. د شمراود یزید ظلم دخلکوهیرشو.اوڅه ورځی پس یی د چارسدی تحصیل ټول کلی جرمانه کړل. زموږکلی لس زره روپی جرم وو.[میا] جعفرشاه قیوم ته وییل چی داجرمانه هم ددغه یوکورنه واخله. داټول ورانی هم د دوی دی. نود رزړو جرمانه یی زماد دووروڼونه واخیسته اودی انصاف ته ګوری چی زه په دغه ورځ په جیل کی ووم.او دې ظالم حکومت زه هم پنځه سوه روپۍ جرم کړی وم. هغه یی زماد جایداد نه وصول کړه. په هغه ورځوکښی پنځه سوه روپی هم ډ یرلوی شی وو. اوبس یوځل بیاګرفتاری شروع شوی. هم په دغه ورځ یی سالارامین جان خان ګرفتارکړواوپیښور ته یی نیغ راوست. زموږبارک ته یی رادننه کړو. هغه ټوله قیصه مونږته اوکړله. موږټول په دی ظلم ډیرخفه اودلګیرشو. خوڅه موکولی شوموږمظلومان ووـ اوقیوم، جعفرشاّاو جناصاحب ظالمان. ( مخونه: ۱۳۸ ـ ۱۳۹)

جهانزیب نیازپه جیل کی د دوستانوپه مشوره اواخلاقی بشری مرسته له جیل نه دیوی میاشتی لپاره خلاص شوچی په اسلامیه کالج کی خپل پاتی ازموینی(امتحانونه) بشپړی کړی،اوبیا بیرته جیل ته راشی. « زمادبند تقریباً دوه کاله برابریدل » (مخ ۱۶۳) . د ګلي ګړۍ عبدالرحمن خان« هغه وخت داسمبلی ممبراودجیلونومعاینه کوونکی مقررشوی و» کله چی جیل ته راغی ، زرین خان کاکا«دروازی له ورغی» اودجهانزیب نیازپه کیسه یی پوه کړ. « هغه فوراً کاغذراواخیست اوحکومت ته یی زماد پاره د یوی میاشتی پیرول ولیکل» (مخ۱۶۴). جهانزیب نیازداسلامیه کالج دمدیردغټ منشی لالا فضل کریم سره وکتل. لالافضل کریم چی«ډیرښه سړی و» دجهانزیب نیازکیسه یی د کالج مد یر برادرټن ته بیان کړه. برادرټن چی انګریزو«مانه تپوس اوکړوچی ته چیرته وی. ماورته وییل چی حکومت جیل ته بوتللی وم. وییل قتل دی کړی دی که څه بل څه. ماوییل چی هیڅ می نه دی کړی خوراته وایی چی پاکستان درنه یریږی. وییل داخوڅه خبره نه ده .... زماپه کالج کی دی څه ندی کړی، حکومت زمانه تپوس قدری نه دی کړی نوڅنګه تاګرفتاروی. فوراً یی [وزیراعلی= چیف مینیستر] قیوم ته ټلیفون وکړ.» ( مخ ۱۶۶) داسلامیه کالج مدیربرادرټن « راته وییل چی ماوزیراعلی[قیوم] سره خبره کړی ده هغه ستاپیرول یوه بله میاشت هم زیات کړو.» له پیرول نه مطلب د پوهیدونکي(محصل) معاش یا جیب خرڅ دی.
قایم شاه باچا چی داسمبلی ممبرو، دقیوم خان پیغام یی جهانزیب نیازته ورورساوه«چی جهانزیب ته اووایه چی مااووینی نوماورسره سباسهرلس بجی وخت مقررکړی دی. ته ورشه شیرمحمدنومی سړی دی دادهغه پی ـ ای وو. هغه ته اووایه چی زه نن وزیراعلی صاحب راغوختی یم. هغه راته وییل چی ته جهانزیب نیازیی ماوییل هاو. هغه دننه ورغی اوواپس راغی وییل یی ورځه. زه دننه ورغلم قیوم راته پاسید. ډ یره مینه یې راسره اوکړه. بیایی راباندی چای اوڅکله. بیایی راته وییل چی داڅه معامله ده. زه دی پرنسپل [دکالج مدیر: برادرټن] راپه مخه کړی یم.»

جهانزیب ورغبرګه کړه چې: « دابه تاسوته پته وی چی زمازنده ګی موتباه کړه. وییل ماخوستازنده ګی نه ده تباه کړی. داخوته [میا]جعفرشاه ګرفتارکړی یی . پی ـ ای ته یی اووییل چی ورشه جعفرشاه ته اوازکړه اوورته اووایه چی دجهانزیب نیازفاییل راوړه. میا صاحب فاییل په ترڅ کښی نیولی وواوراغی اونیغ دهغه مخکښی ولاړوو. اوزه په کرسی کښی ناست ووم. سوچ می کاوه چی څوک خپل ضمیرخرڅ کړی دهغه به دغه حال وی. داجعفرشاه چی به دباچاخان په خواکښی ناست وو. نوموږته به دزمری نه زیات ښکاریده. خوضمیریی خرڅ کړی و. نو نن لکه نوکردصوبی دوزیراعلی په مخکښی ولاړدی. قیوم ورته وییل چی هلکه دافاییل راکړه چی جهانزیب نیازته اوښایم چی دی مانیولی دی اوکه تا. چی فاییل یی ماته اوښود. نو میا [جعفرشاه] صاحب پری په خپل لاس لیکلی وو. اګرچی هغه له انګریزی نه ورتله، خوکیدای شی په سکرټری یی لیکلی وی چی:

“Jehanzeb Niaz is more dangerous than A[bdul] Ghafar. He should be immediately arrested.”

قیوم وییل اودی کتل. ماوییل هوخومشروزیرخوته یی نوته څه تحقیق نه کوی. چی داسټوډنټانو سره ظلم ولی کیږی. وییل باچا[میا جغفر شاه] ورکړه جواب. باچاګونګ ولاړوو. هغه ته وییل ته ځه. او ماته یی وییل چی مادرله پیرول یوه میاشت بل هم زیات کړو. اوانشا‌ءالله په دغه میاشت کښی به دی د رهایی ارډ راوشی. سبق ته مخه کړه.» ( مخونه: ۱۷۰ ـ ۱۷۲ ) میاجعفرشاه کاکاخیل دتعلیم وزیر واود بنودلویی جرګی ( ۲۱ جون ۱۹۴۷زکال) پوری دکانګرس غړی و. د۱۹۴۵ پورې قیوم خان د کانګرس غړی و. قیوم خان اومیا جعفرشاه دواړه دپاکستان په جوړیدلوسره دمسلم لیګ غړی شول.

دبی درباره ملی ژبی ملی شاعرارواښادمحمدامین ملنګ جان په خپلوملی نغموکی څه دپاسه پنځوس کالونووړاندی ویلی وو:

وزیرمسیدشوستړی په جګړوکی

خانان دباجوړدی کړی سیلونه په حجروکی

په رښتیاچی وزیراومسید دخپلودنګوغرونوګوربتان دی اودخپلواکی پښتنی روحیی سیالان دی. وزیراومسید«رټ» پښتانه دی اوهیچاته«ټیټه» نه وایی. په شلمه پیړی کی دهغوی غټ مشر ایپی فقیروچی په (۱۹۶۰ز) کال کی په حق ورسید. د دغه میړنی پښتون په مشری وزیرواو مسیدودانګریزانواوپاکستان په مقابل کی تودپاڅون غوره ګڼلی و. د ډیورنډ د تړون په ضدکلک وسله وال پاڅون په (۱۸۹۷ز) کی دوزیرستان په مدخیلوکی پیل شواوبیاتیرا، مومندو، ملکنډ، باجوړاوچترال ته وغځیده. دافغانستان دخپلواکی په جګړه کی جنرال محمد نادرشاه دوزیرواومسیدوپه مټ انګریزان په ټل اوواڼه کی په ګونډوکړل. دافغانستان د نجات په جګړه کی محمد نادرشاه دوزیرستان له لاری(۱۹۲۹زکال) افغانستان ته راننوت اود وزیرو، مسیدواودپکتیاوالوپه میړانه او د مفکر وزیر محمدګل مومند په لارښودنه یی دکابل تخت دکلکانی حبیب الله(بچه سقاو) له ګډوډی نه را خلاص کړ. له نن نه نږدې درې کلونه وړاندی د(۲۰۰۶ز) کال په سپټمبرکی دوزیرستان خلکو پاکستان دی ته اړکړچی دشمالی وزیرستان په میرامشاه کې ورسره تړون لاسلیک کړی. د پاکستان له خوادغه رسمی تړون یوځل بیاښیی چی دډیورنډکرښه باطله ده. دشوروی یرغل پرضدپه جهادکی خود ډیورنډ لیکه بڼی بڼی شوه اوټوله نړی یی په ماهیت پوه شوه. که د ډیورنډ لیکه شته وای، دتاریخ بی ننګان(شوروی فوځونه) به څنګه له حیرتان پل نه سرټیټی وتلی وای!؟ دډیورنډلیکه دومره سپیره ده چی پخپله مارتیمرډیورنډهم پری شکمن دی چی بین المللی پوله به وی. ډیورنډ په دی پوهیده چی اوبه په ډانګ نه بیلیږی.د ډیورنډ د نا چلې او سپیری لیکی په اوږدو کې د پښتون ولس غورځنګونو دشوروی اتحادامپراتوری رانسکوره کړه، د برلین دیوال یی ړنګ کړ، له ویشل شوی جرمنی نه یی یوجرمن ملت جوړکړ،اود ختیزې اروپاملتونوته یې د خپلواکۍ سندره ورزده کړه.خو له دی سره جوخت«د تمدونونود ټکر» خبره راووتله ( دتمدونونودټکر لپاره ولولی: زیرک یار، دنوی سیاست الجبره، ۱۹۸۹ ـ ۲۰۰۵ زییز کال. خپرندوی: د پښتنی کولتورد ودی اوپراختیاټولنه ـ جرمنی . چاپ ځای: دانش خپروندوی ټولنه، پیښور، ۲۰۰۶زکال، مخونه: ۶۰ ـ ۸۷). اوس د ډیورنډ په سپیری لیکی پسی د امریکې او د ناټو وسله وال ځواکونه ورغلی دی- بې له دې چې د خپل تیر سترغلیم شوروي اتحاد نه یې زده کړه کړې وي.

دهرقبرسرته جګی تیږی توری

دلته مړدقبرلاس راباسی جنګ کړی

میرویس خان اواحمدشاه یی پس له مرګه

لالګیا دی دافغان په نامه ننګ کړی

( عبدالروف رفیقی )

په خپل دغه شعرکی عبدالروف رفیقی هغه لیک انځورکړی دی چی یوه شوروی عسکر پری خپله میرمنه په غوږوهلی وه.

(اتم)

داټکی دپاکستان په جوړولوراڅرخی. محمدعلی جناح چی اصلاً دبمبیی په اسماعیلی شیعه مذهب پوری تړلی و، دمسلیم لیګ مشرشو. د بنود لوی جرګی له پریکړی نه یوه اونی وروسته د(۱۹۴۷زکال) دجون په ۲۸ مه نیټه محمدعلی له ډهلی نه داستعماری سرحدی صوبی پښتانه په غوږونو وهل چی باید«لومړی مسلمانان اوبیاپټانان» وی.که ښاغلی محمدعلی جناح په تاریخ پوهیدلای، دغسی بی خونده خبره به یی نه وای کړای. هغه ډانګی چی انګریزانوبه پری پښتانه وهل، د پاکستان جنډه ورنه جوړه شوه. جناح زیاته کړه چی که

کی ګډون ونکړی،«فاجعویAssembly صوبه سرحد دپاکستان په قانون سازی جرګی به ېی په برخه شی . د اقتباسونولپاره ولولی تازه چاپ شوی تقدیر» (ډیزاستیرس فیت)

کتا ب :

Axel von Tunzelmann, Indian Summer. New York: Henry Holt, 2007, p.352, footnote # 36.

په برتانوی هندکی ملی خوځښت زورمیندلی و، اوله دی امله انګریزانودیواسلامی پاټک اچولوته اړتیالرله. دغه اړتیا په برتانوی هندکی په یوه اسلامی خوځښت ډکیدلی شوه. په

جنوبی افریقاکی دبرتانویانوپرضد بورانو پاڅون وکړ(۱۸۹۶ ـ ۱۹۰۲زکال)؛پښتنو د ډیورنډ په سرحد پسې وسله وال پاڅون پیل کړ( ۱۸۹۷تر۱۸۹۸). په (۱۹۰۵زکال) کی اسیایی ملت جاپان اروپایی قدرت روسیی ته ماتی ورکړه. په همدغه کال (۱۹۰۵زکال) کی بنګال وویشل شو. په افغانستان کی هم دملی مفکوری لپاره ورشوجوړه شوه، اومحمود طرزی اونور ملت ګر افغانان یوبل ته دملی ټولنی په جوړولوکی نږدی شول. دغو پیښود برتانوی هند په لوړوهندی طبقو کی ملی شعورلاپسی غښتلی کړ. د برتانوی هند وایسرا سردارمینټو(۱۹۰۵تر۱۹۱۰) د هندی چارو وزیر سردار مورلی (۱۹۰۹تر۱۹۱۰) ته ولیکل چی په هندکی دی«دشهزاده ګانوجرګه»جوړه شي.

(۱۹۰۵ ـ ۱۹۱۰ ) په زییز کال ۱۹۰۶کې Archobald دعلی ګړد کالیج مد یرارکوبالډ

دمسلمانانومشران دیته وهڅول چی د وایسرا سردارمینټوسره دی وګوری اوهغه ته دی داقلیت په څیرخپله اند یښنه څرګنده کړی. د (۱۹۰۶ز) کال د اکتوبر په لومړی ورځ وایسرا سردارمینټوته دمسلمانانویوه ډلګی ورغله. دغه استازې ډلګۍ له «اشرافو، جاګیردارانو، [د برتانویانوله] تعلقدارانو، قانون پوهانو، زمیندارانو، تاجرانواونورو» نه جوړه شوی وه اومشریی اسماعیلی ـ شیعه مذهبی اغاخان(۱۸۷۵ ـ ۱۹۵۸) وچی انګریزانوته ډیروفادارو. وایسرالارډمینټودغی استازی ډلګی ته وویل چی دعامه انتخاباتو له مخی هره استازولی (ریپریزینتیشن) ناکامه ده، خوداچی دګروپونو دینی عقیدې اورواج ته پام وکړی. له دینه دری میاشتی وروسته دهمدغه کال(۱۹۰۶ز) د ډیسمبرپه د یرشمه(۳۰) نیټه د نواب وقارالملک په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند جوړشو.

چی د دوهمی نړیوالی جګړی په مهال د برتانیی لومړی وزیریانی Churchill چرچل

صدراعظم (۱۹۴۰ ـ ۱۹۴۵ ) و، دبرتانیی دګټولپاره یې د پاکستان په جوړولوکی لاس لاره. نږدی یوه میاشت وړاندی د(۲۰۰۷ز) کال په اګست کی یوکتاب راووت چی په هندکی د برتانوی امپراتورۍ د ورستیومیاشتوپه پیښو راڅرخی: الیکس فون تانزلمن ، هندی اوړی: دیوی امپراتواری دپای پټ تاریخ، نیویارک، هینری انډ هولټ، ۲۰۰۷ :

Alex von Tunzelmann, Indian Summer: The Secret History of the End of an Empire. New York: Henry and Holt, 2007.

ته ګوته(Beverly Nichols, Verdict on India) نیکولز کتاب د لته د بیورلی

نیول شوی ده چی په (کلکه محافطه کاره) ژبه لیکل شوی و. دغه کتاب چی په وینسټن چرچل یی اغیزاچولی و، استدلال یی الیکس فون تانزلمن داسی رالنډ کړی دی: برتانیه له هند نه وتلی نشی، خوداچی« دمسلمانانولپاره یی یوجلاهیواد» جوړکړی وی. الیکس فون تانزلمن دوینسټن چرچل له خولی کاږی:

” I [Churchill] agree with the book[ Verdict on India] and also with its conclusion – Pakistan”

یانی وینسټن چرچل دبیورلی نیکولزد ذکرشوی کتاب اودهغه دپایلی یانی پاکستان سره توافق لاره. د چرچل ددی اقتباس سره جوخت، الیکس فون تانزلمن زیاتوی چی له پاکستان نه د چرچل «څرګند ملاتړ» په دې کې «اغیزمن» شو چې په نړی کی «لومړی نوی[مادرن] اسلامی دولت خلق شی» اودهند د یووالی« وروستنی هیلی ویجاړی شی».

”Churchill`s vocal support of Pakistan would be instrumental in creating the world first modern Islamic state and in sabotaging any last hopes of Indian unity.”(pp.126 – 127).

یومخ وروسته الیکس فون تانزلمن لیکی چی محمدعلی جناح د(۱۹۴۶ز) کال په ډ یسمبرکی په لندن کی وینسټن چرچل ته ډیرنږدی شو. جناح به خپل لیکونه چرچل ته په مخفی نوم

نوم ورکړی وچیGilliat(میرمن الیزابیت ګیلیات) لیږل. چرچل ورته دمیرمن ګیلیات

« دچرچل منشی وه.» الیکس فون تانزلمن زیاتوی چی« که جناح ته دپاکستان دپلارپه سترګه کتل کیږی، چرچل باید د پاکستان د تره مقام ولری، اوله دی امله باید د سیاسی اسلام په راژوندی کیدلوکی دیوی مهمی څیری مقام ولری.»

”… Churchill must qualify as its uncle, and therefore, as a pivotal figure in the resurgence of political Islam.” (p.128).

دخپل Balfour د(۱۹۱۷ز) کال په نومبرکی د برتانیی دبهرنیوچارووزیر ارتر بلفور

حکومت دریځ وښود چی په فلسطین کی به د یهودانو د «ملی هیواد» د جوړولوملاتړکوی. نژدی څلورکاله وروسته دبلفورپه کورکی په خصوصی غونډه کی د برتانیی ستروزیر(صدراعظم) لویید جورج اوبلفورپه برتانیه کی دصیهونسټانویوکلک اوسروال شخصیت ډاکټرخایم وایڅمن ته ډاډ ورکړچی هغوی دواړه په پای کی(ایوینچوالي)

دیهودی دولت پلویان وو. کله چی په فلسطین کی دصیهونسټانودوسلودقاچاق خبره راپورته شوه، دهغه مهال دبرتانیی دمستعمرووزیروینسټن چرچل دا کټرخایم وایڅمن ته «سترګه ووهله» چی فلسطین ته دقاچاقی وسلوراوړل«موږته پروانلری، خوګړیږئ پرې مه» :

” We won’t mind, but don`t speak of it.” Quoted by Margaret MacMillan, Paris 1919: Six Months That Changed the World. New York: Random House, 2001, p.425.

د دی کتاب لیکواله مارګریت مکمیلن دبرتانیی دستروزیرلو یید جورج(۱۹۱۹ ـ ۱۹۲۲)

کړوسۍ اوپه تورانتوپوهنتون کی دتاریخ پوهانده ده. دلته وینوچی دبرتانیی امپراتوری یو ځای مسلمانان په هند یانوپسی راپورته کوی اوبل ځای یهودان په مسلمانانوپسی.

مسلیم لیګ په (۱۹۳۰ز) کال کی دخدایی خدمتګاردخوځښت سره همکاری رد کړه.دلیل یې داوچی د خدایی خدمتګارخوځښت دانګریزانوپه ضدو، خوانګریزان دمسلم لیګ په ملاتړکی وو. ولولی: باچاخان، زماژونداومبارزه، کابل ۱۳۵۳لمریزکال(۱۹۷۴ز)، مخونه: (۱۰۵ـ۱۰۶). محمدعلی جناح فکرنه کاوه چی په برتانوی هند کی له دوه سیالانوله منځه به یوځان «اینډ یا» ونوموی . خوکله چی د برتانیی وروستنی وایسرا ماونتبیتن ورته وویل چی نهرو او کانګرس د خپل هیواد لپاره د اینډیا نوم غوره کړی دی، دماونټ بیټن له خولی جناح «عصبانی»(فیورییس)شو. په دغه نوم کی دهند د نیمی وچی اهمیت اولومړی والی (پرایمسي) غلی شوی وـ داهغه څه ووچی پاکستان یی دمنلووس نه لاره. تاریخپوه جان کیی لیکی چې د (اینډ یا) په نوم کی یوتاریخی نزاکت غلی شوی دی: اینډیاځانله اصلا هغې سیمې ته ویل کیدله چې د «اینډوس» (اباسیند) په خوا کې پلنه شوې ده. یانې « د اینډیا نوم د اینډوس [اباسیند] سره خپلوي لری.»

”… with which the word is cognate”

داهغه سیمه ده چی له اوسنی هند نه په غټه کچه په بهرکی پرته ده، خوپه غټه کچه داوسنی پاکستان په دننه کی. د برتانوی هندپه ویشلوسره نه یواځی داچی دهند دری زره کلن زوړ

داوسنی پاکستان په خاوره کی میلمه شو، بلکه اوسنی هندته دټول هند د Harappanتمدن

اسلامی تمدن خوراښکلی ابادۍ ورورسیدلی. په دی ډول یوبل له تمد نی هویت اوویاړنه وشړل شول. ولولی مورخ:

John Keay, India: A History. New Yew York: Grove Press,2000,pp.56 - 57

سره له ګډهویت نه راوویست اوپه دی Indus جواهرلعل نهرود خپل نوی هیواد نوم د

ډول یی پاکستان له تاریخی هویتی چینی نه محروم کړ. اوس نوپوښتنه داده چی پاکستان څه

کیLahore Resolution ته وایی؟ دپاکستان نوم دمسلم لیګ دلاهورپه پریکړه یانی په

(۱۹۹۴۰ دمارچ میاشت) نه دی یادشوی. تردغه مهاله دپاکستان نوم«یواکاډمیک

وه.academic fiction تخیل»

له نن اته اویا(۷۸) کالونه وړاندی په (۱۹۳۱ز) کال کی دبرتانیی په کمبرج پوهنتون کی

مسلمانانو دیوغټ اسلامی دولت دجوړولوتصورانځورکړ.دغه سترهیواد به له ډیرو سیمواوهیوادونونه جوړیږی اودهری سیمی یاهیواد دنوم لومړی توری به دنوم ترکیب

جوړوی، خوله بلوچستان نه به پکی وروستنی توریacronym

(نون) رااخیستل کیږی: N

P(unjab), A(fghnia= North- west Frontier province), K(ashmir),

I(ran), S(ind), T(urkharistan), A(fghanistan), (Baluchista)N= PA ورکه شوی ده. پاکستان یانی دپاکانوهیواد،B(angal)= په دغه نوم کې د بنګال (ب)

هیواد دی!clean اوپاکانوpure په روحانی د ینی لحاظ دنګهو

د بنګال دنوم استازی توری دپاکستان په ترکیبی نوم کی نه وه راغلی، خوبیاهم د پاک اونګه

Keay, ibid.,p.496 په ماناکی شامل و. ولولی:

ختیزبنګال د(۱۹۷۱ز) کال په دسمبرکی دمجیب الرحمن په مشری اودهندپه مرسته په بنګلادیش(دبنګالیانوهیواد) واوښت.

دختیزپاکستان اولویدیزپاکستان نومونه پای ته ورسیدل، اوپه دی ډول له ختیزپاکستان نه بنګلادیش راووت، اوله لوید یزپاکستان نه پخپله اوسنی بونډی خونګه او پاک پاکستان.

محمدعلی جناح چی دپاکستان دګورنرجنرل دمقام لپاره ومنل شو، وینسټن چرچل پری خوښ شو. «هغه په جناح اعتمادلاره چی پاکستان په یوه داسی لاروچلوی چی دبرتانیی ګټی به تأمین کړی».

Winston Churchill “trusted Jinnah to run it[Pakistan] in a way that would serve British interests” Alex von Tunzelmann, 2007, p. 180

(نهم): « دو هندوستان ...هندوستان هند و هندوستان مسلمان»(امیر عبد الرحمان)

له امیرعبدالرحمن خان نه اودپښتونخواله یوه وتلی مشرافضل خان لالا نه واوری.

دډیورنډ د تړون په هد ف اوعملیاتی الفاظوکی ابهام لیدل کیږی. دغه تړون دانګریزانوله خواد زوراچولواوبډوورکولوله لاری په افغانستان ورتپل شوی دی (مالی مرسته یی له دولس لکو روپونه اتلس لکه روپوته جګه کړه) . پخپله ډیورنډ اقرارکړی دی چی:«دهندپه خواکی شامل قومونه باید دغسی ونه ګڼل شی چی هغوی دننه دبرتانیی په منطقه کی دی»، بلکه ډیورنډ زیاتوی چی هغوی به«یواځی په تخنیکی لحاظ زموږترنفوذلاندی وی.» ددی اقتباس لپاره ولولی دتاریخ پوه ډاکټرمحمدحسن کاکړلیکنه:«دډیورنډتوافق لیک بایدډیردمخه باطل اعلام شوی وای» (لپه، دڅرک مدنی اوکلتوری ټولنی دری میاشتنی خپرونه، پرله پسی شپږمه ګڼه، ژمی ۱۳۸۵ لمریز، جنوری ـ مارچ ۲۰۰۷زکال، مخونه: ۷ ـ ۹) .

لاتراوسه چاد ډیورنډ دتړون داسی فارسی یاانګریزی اصلی متن نه دی ښودلی چی امیر عبدالرحمن اوډیورنډ دواړوبه په ګډه لاسلیک کړی وی(همدغه لیکنه) .

داسی بریښی چی امیرعبدالرحمن دسرحدی لیکی نقشه نه ده لاسلیک کړی، بلکی

«سریی خوځولی» دی. نوموړی په بیلا بیلودلیلونواوبهانودلیکی دغځولوعملیه نیمګړی اوناچله پریښی ده. دبرتانوی هندحکومت امیرعبدالرحمان خان ته ولیکل چی دسرحدی پولی دټاکلولپاره دی هییت وټاکی. عبدالرحمان خان ورغبرګه کړه چی که دغه موضوع ددینی عالمانواوقومی مشرانوله نظره تیره کړی، د برتانیی پرضد جنګ ته به راوپاریږی. د افغانستان پخوانی دیپلومات اوپه جرمنی کی د(عقاب اریانا) مجلی چلونکی محمد سروررڼا د ذ کرشوی یاداشت کوپی دافغانستان دبهرنیوچاروپه وزارت کی لوستلی ده. امیرعبدالرحمن خان ددغه یادداشت په څټ باندی خپلو«وروستنیانو» ته په خپله ژبه کی دموضوع جریان داسی بیانوی:
« بخلف من، تااخرین روزیکه زنده باشم درمورد تعین حدود سرحدات افغانستان باهند برتانوی یک قدم پیش نمیروم وهمچنین میګذارم ونامه های انهاراجواب میګویم که جبری وتحمیلی بودن این قرارداد ثابت باشد، امید دارم فرزندانم که دراینده روی کارمی ایندبتواند انقدرقدرت تهیه کنندکه ازحق خوددفاع وبه قرارداد شایسته حدودافغانستان راتعین کنند.» عبد الرحمان زیاتوی چې::«... من فکرمی کنم درآینده قریب مردم هند ومسلمانان بیدارشده ازحق ازادی خودها د فاع کنند وبه احتمال قوی د وهندوستان بوجود خواهدامد. هندوستان هند و هندوستان مسلمانان. هند مسلمانان باکشورماهم سرحد وشاید باعث دردسرمردم وطن وفرزندانم شود.»

محمدسروررڼا«بنام خالقی که فرمودشمارابه نژادوقومیت نه، به عبادت وکرامت ترجیح میدهم» (لپه، پرله پسی شپږمه ګڼه، د۱۳۵۸ لمریزژمی، جنوری ـ مارچ ۲۰۰۷ز، مخونه

(۶۴ ـ ۷۴). ددغه سندپه ښودلو سره ښاغلی محمدسروررڼاچی دامیرعبدالرحمن دغه یادونه ولیدله«معجزه امیرعبدالرحمان» یی ونوموله. دافغانستان دهغه مهال دبهرنیوچارووزیرسردار محمدنعیم خان ته یی چی وښودله، هغه هم له «دری ځلی» لوستنی نه وروسته «معجزه امیرعبدارحمان خان» وګڼله (سردارمحمدنعیم خان له ۱۹۵۳تر ۱۹۶۳زیږکال پوری دبهرنیو چارووزیروه).

طالبانو(سپتمبر۱۹۹۶ ـ نومبر۲۰۰۱) دپاکستان سره نږدی اړیکی لرلی.خوهغوی نه یواځی داچی دډیورنډکرښه یی دپاکستان سره ونه منله، بلکه هڅه یی وکړه چی په سرحدی سیموکی دافغانستان مټ قوی کړی. دبیلګی په ډول: پاکستان غوښتل چی دمومندوپه ایجنسی کی خلکوته پیژاندپاڼی(دهویت کارټونه) ورکړی. له افغانستان نه دجګ پوړوطالبانویوه پنځه نوی(۹۵) کسیزه وسله واله ډله د مومندوایجنسی ته لاړه چی دافغانستان داخله وزیر هم پکی شامل و. هلته یی تودهرکلی وشو، خوطالبان خویزومومندوته په غصه ووچی ولی یی د پاکستان دهویت کارټونوته تن ایښی و.دخویزومومندود یوه ملک له خولی، یوطالب هغوی ته د چای څښلوپه مهال وویل چی: «دازموږخاوره ده. موږبه درته (دهویت) [کارتونه درکړو.»

”This is our land. We will give you the (identity) cards.”

په دغه غونډه کی [د مومندو د کوډاخیلو د امین ملک ځوی] ملک فضل منان هم حاضروه چی پخواد پاکستان دملی اسمبلی غړی و. په دغه عمل سره طالبانوپه صوبه سرحد باندی دافغانستان دعوه ژوندی وساتله. ولولی دډاکترروښان لیکنه:

Dr. G. Rauf Roshan, ”Pashtunistan and Durand line”, August 2001,electronic version.

روف روښان زیاتوی چی طالبانودمومندوپه ښاپښ کی خپله جنډه هم لکه کړی وه.

دافغانستان په تاریخ کی دلومړی ځل لپاره دحامدکرزی په سپکه واکمنۍ کی د پښتونخواخلک دیته اړکړل شول چی افغانستان ته دتللولپاره پاسپورټ ولری. دحامدکرزی دغه سپک عمل دپښتونخوانومیالی مشرافضل خان لالا ډیرکړولی اوغمجن کړی دی. په دی اکله منلی محمداصف ورد ک دپښتنو دخواخوږی مشرافضل خان لالا سره مرکه کړی ده. دافضل خان لالا چغارته غوږونیسی:

«زه دسکول[ښوونځی] له وخته په دی ذهن یم اوداسیاسی مفکوره می ده چی پښتانه شته اوقام نشته. قام په ۱۸۹۳کال کی انګریزانوویشلی دی، دهغه خاوره یی تقسیم کړی ده....

لراوبرچی زه اورم ماته تری ډیردرد رارسیږی اوددی نه دامعلومیږی چی موږپه لاشعوری توګه دغاصب هغه عمل منو.

په افغانانو(پښتنو) کی لراوبرنشته. اوس هم زه تاسوته وایم چی پښتون یوقومی وحدت و، یو قومی وحدت دی اویوقومی وحدت به په خپله ترلاسه کوی. دازمایقین دی ځکه چی دایی فطری حق دی، دایی قانونی حق دی، داتقسیم نورداسی نشی پاتی کیدای، داقوم به سره یوکیږی، ځکه دایوواحد قوم دی.

په ۱۸۹۳ کال کی انګریزانو موږله خپله اصلی کورافغانستان نه بهرکړو، په یوه حصه باندی یی دانوم«افغانستان» پریښود اونوری دری توکړی یی ځنی وشلولی اوپه هغی باندی یی داسی نوی نومونه کښیښودل چی له هغه زاړه نوم سره یی هیڅ رابطه نه وه، ځکه هغوی غوښتل چی داجذبه پاتی نشی اوختمه شی...... نوماد پارلمان په اولنی تقریرکی صوبی ته پښتونخواوویله نودقومی اسمبلی سپیکر(ویاند) چی هغه په خپله پښتون و، ترین و، دایوب خان زوی ګوهرایوب و، زه یی منع کړم، هغه وویل چی په پاکستان کی دپښتونخواپه نوم هیڅ ځای نشته، نودغه وخت ماپه اسمبلی کی په استحصال باندی خبره کوله.....

ماویل چی زه په استحصال خبره کوم نوددی نه زیات استحصال شته چی زه پښتون یم زه خپل تشخص غواړم اوتاسی وایی چی نه! ستاسی خپله پیژندګلوی اوتشخص نشته....

نوبیاسپیکرماته وویل چی ته یی ویلی شی خودخپل پارټی اوګوندله طرفه نه....

وردګ صیب! زموږدافغانستان دپارلمان یوغړی زموږداپریدویوملګری ته ویلی وچی که دلته کی تاسی پوره غورځنګ جوړکړی اود وحد ت خبره کوی نوصحی ده اوکه پوره غورځنګ نه وی نودابیاموږته تاوان دی.

نوزه دغوورونوته داسی وایم چی تاسی چی د ډیورنډ دکرښی خبره کوی نوپه داسی اندازکی یی کوی لکه په موږچی ډیراحسان کوی لکه دوی چی د دی نه د سره خبرنه وی داپه موږ احسان نه دی داعمل انګریزدټول پښتون(افغان) سره کړی دی اوقامی وحدت یوازی د لاندی پښتنومسله نه ده بلکی د ډیورنډکرښی پوره قام ویشلی دی، دایوقامی مسله ده، دا یقیناً یوغورځنګ غواړی خوددی دامطلب هیڅکله نه دی چی ګنی دغه غورځنګ به دلته جوړیږی اوفقط موږبه ورته وده ورکوو. دادپورته افغانانوهم وظیفه ده چی خپل سیاسی رول ولوبوی اوحامدکرزی صیب اونوروټولوته داخبره کوم چی که په ویزه باندی پښتانه افغانستان ته ځی نوبیاخوپه غیری شعوری توګه موږدغه استعماری کرښه خپل سرحدوټاکه. کم ازکم افغانانوته خوباید دپاسپورټ اودویزی ضرورت نه وی لکه څنګه چی دانګریزانوپه وخت کی نه و. خدای دی وکړی چی دوی زماپه خبروپوهیدلی وی....

وردګ: قدرمنه مشره داسی می اوریدلی دی کله چی تاسوننګرهاراوکابل ته تشریف وړی ووپه ویزه تللی وی، دارښتیاده چی خپل وطن ته په ویزه تللی وی؟

خان لالا: وردک صیب! ماپه جلال ابادکی په خپله ویناکی وویل چی ماته ډیرلوی افسوس دی چی زما دادویم واردی چی خپل ملک اووطن افغانستان ته زه په ویزه راغلی یم. ددی نه مخکی زه دانګریزانوپه وخت کی هم راغلی وم په هغه وخت کی زه په ویزه نه یم راغلی. زه افغان یم اوافغانستان چی زه یی خپل کورګڼم چی هغی ته زه په ویزه راځم نودهغی خواداښکاره اوصفا مطلب دی چی زه داحق نه لرم چی افغانستان ته خپل کور ووایم.

ښاغلي محمداصف وردک دغه مرکه په جرمنی کی دافضل خان لالاسره دزیږکال ۲۰۰۷ دجون په دوهمه اونی کی کړی وه چی دلمریزکال۱۳۸۶دغبرګولی او دسپوږمیزکال ۱۴۴۸ دجمادی الاول سره سمون خوری. محمداصف وردګ ددغی ارزښتمنی مرکی ټول متن په لپه نومی مجله کی خپورکړی دی:

لپه، دڅرک مدنی اوکلتوری ټولنی دری میاشتنی خپرونه، پرله پسی ګڼه اومه اواتمه، ۱۳۸۶ لمریزپسرلی اووړی، ۲۰۰۷.

د مرکی سرلیک دادی: « خپل ملک اووطن افغانستان ته په ویزه راغلی یم»، مخونه:۳۹تر۵۲ اومخ ۶۱»

زه له منلی محمداصف وردک نه ډیره مننه کوم چی ماته یی ددغی درنی مرکی داستعمالولو اجازه راکړه. ډاکټرزیرک یار(۲۵ اکتوبر۲۰۰۷ ، لړم ۱۴، ۱۳۸۶لمریز)

پایله

د ډیورنډ دتړون په هدف اوعملیاتی الفاظوکی ابهام لیدل کیږی. هرڅومره چی په سرحدی سیمو کی دوګړوشمیرزیاتیږی، هغومره هلته اقتصادی اوبشری ـ کولتوری راشه درشه زیاتیږی اوحتمی کیږی. هرڅومره چی په سرحدی سیموکی اقتصادی اوبشری ـ کولتوری راشه دارشه لاپسی ټینګیږی اوهرڅومره چی دډیورنډ مبهم تړون زړیږی، هغومره دغه تړون خپل په خپله ورستیږی اوهغومره دپښتونخواد برخه لیک په اړوند کی دافغانستان حقوقی، سیاسی اوکولتوری دریځ غښتلی کیږی. وریزی اولړی دتل لپاره لمرنشی پټولی.

د حقوقوپوه ډاکټرعثمان روستارتره کی ویناروغه ده چی :

«په اوس وخت کی افغانستان دیوه تمثیلی، ملی مرکزی حکومت د درلودلوڅخه بی برخی دی. اوسنی افغانی حکومت چی دبهرنیانولخواساتل کیږی دهیڅ یوې ملی مسالی اوپه ځانګړی توګه د ډیورنډ دموافقه لیک په موضوع باندی دهیچاسره د معاملی دیواړخ په توګه دریځ نیولی نشی.

اوس وخت افغانستان د نړیوال ایتلاف ترتحت الحمایګی لاندی دی اودباندنۍ خپلواکۍ ا و ملی سیاست څخه بی برخی ګڼل کیږی»

د ډیورنډ د ژوری اومنډ لی حقوقی ارزونی لپاره ولولی: ډاکټرعثمان روستار تره کی« د ډیورنډ د موافقه لیک حقوقی ارزونه» ( لپه، شپږمه پرله پسی ګڼه، جنوری ـ مارچ ۲۰۰۷، مخونه ۱۰ څخه تر۱۵) .

پاکستان بایدخپله استعماری لکۍ په خپله غوڅه کړی اولږترلږه د صوبه سرحد نوم په پښتو نخواواړوی. دوه شپیته کالونه وړاندی په زیږکال ۱۹۴۷کی جواهرلال نهرواود کانګرس ګوند دپښتنوسره ناځوانی وکړه اودهند دویش په منلوسره یی پښتانه په نیمه لارکی پریښودل.

امیرعبدالرحمان خان دنولسمی زیږی پیړی په پای کی د برتانوی هند ویش انځورکړی و:

«هندوستان هند وهندوستان مسلمانان». هنداوس دپښتونخوااخلاقی پوروړی دی اوبایدخپل پوراداکړی. باچاخان په خپل ژوند لیک «زماژونداوجدوجهد» کی د «کانګرس بیوفایی» ډانډ س کړی ده:

«کانګرس خودپیرنګیانوسره دشپیتوکالوراسی دازادی اخیستلودپاره په جدوجهد لګیاو،خو انګریزانوورته پوره ازادی څه چی نیمګړی ازادی هم نه ورکوله، مګرکله چی پښتانه ور سره په دغه جنګ کی ملګری شول اوپښتنوپه کیسه خوانی، ټکر، اتمانزو، کوهاټ هاتی خیلو اومیرویس کی قربانی ورکړی اودغه شان زموږدقبایلی علاقی غیرتی پښتنودی پښتنوسره د هندوستان دازادی په لاره کی غزاګانی وکړی، دانګریزانوتوپونواوټینکونوته یی خپلی سینی ډال کړی اوددوی مخی ته لکه دغر ودرید ل نودانګریزانوهله د هندوستان ازادی ته غاړه کښیښوده...... مګرچی وخت راغی نوبیاموږسره دشوو وعدوهیڅ خیال ونه ساتلی شو، زموږ د مستقبل په هکله هیڅ پوښتنه ونه شوه. بلکی د پاکستان اوهندوستان دیوځای کیدوریفرنډم راباندی په زورراوتپلی شواوزموږپه سردغه لویه سوداوشوه.......

مونږته به پیرنګیانوویل چی دکانګرس ملګرتیاپریږدی نوموږچی هندوستان له څه ورکوود هغی نه زیات به تاسوله درکړو، لیکن مونږکانګرس پری نه ښود خودوی مونږپریښودو، د ډ یرافسوس خبره خوداده چی مونږدوی سره څه وکړل اودوی راسره څه وکړل؟.....

دسردارپټیل اوراجه ګوپال اچاریه نه خوزماګیله نشته، زماګیله د جواهرلال نهرواوګاندی جی نه کیږی چی هغوی هم په دی معامله ورسره اتفاق وکړو، دکانګرس لیډرانوویل چی اوس داسی حالات راپیداشوی دی، چی بله لارنشته، نوزه وایم داحالات چاراپیداکړل؟ داحالات خودوی راپیداکړل، که دوی هندوستان تقسیم کړی نه وی نودهندوستان اوهندومسلمان دا دومره تباهی اوبربادی به نه وی شوی..........

بل طرف ته تاسوکانګرس ته وګوری چی دهندوستان په هندواومسلمان کی څومره نفرت پیداکړواوڅومره تشد د یی وکړو، خوحقیقت دادی چی عدم تشد د دهغوی پالیسی وه اوزموږ عقیده وه او ده!!

مونږخوازادشوی وواوپیرنګیان زمونږدملکه تلونکی وو، خودلارډ مونټ بیټن اوسردارپټیل په سازش دغلاموغلامان شو، زه په دی خبره دومره خپه نه یم، ځکه چی که پښتون پښتون شی نودی څوک غلام کولای نشی، خوخپه په دی یم چی دخدایی خدمتګاری هغه تحریک چی په ډیروخوارو، مصیبتونو، تکلیفونواوقربانوجوړشوی وو، هغه یی تس نس کړواوجوړ شوی انتظام یی ورله خراب اوګډوډ کړو.»

دزړه په باغ می ږلی وشوه

بویه چی بیا سپرلی راځی سپړی ګلونه

عبدالغفار

۱۳ / ۷ / ۱۹۸۱ زییزکا ل

ولولئ : عبدالغفارخان(باچاخان)، زماژونداوجدوجهد. خپروندوی: دافغانستان دکلتوری ودی ټولنه ـ جرمنی. چاپ ځای: ددانش خپرندویی ټولنی تخنیکی څانګه ـ پیښور۲۰۰۸ زیږکال، ۱۳۸۷ لمریزکال، مخونه ۷۸۳ تر۷۸۶.

سرمحقق استادعبدالله بختانی خدمتګارپه دغه کتاب باندی دخپلی سریزی په پیل کی داسی کاږی: « دالیکنه دباباپه غوښتنه ددی کتاب دلومړی چاپ لپاره لیکل شوی وه؛ خودهغه وخت دځینوملحوظاتوله امله چاپ نه شوه.»

زمادمعلوماتوله مخی ، باچاخان دخپلی پورتنی ژوندلیک لاسی نسخه استادبختانی خدمتګار اواستاداجمل خټک ته ورسپارلی وه چی پښتویی په ګډه سره په روان اواسان سبک سمباله کړی. باچاخان دپورتنی کتاب په وروستنی مخ کی لیکی چی منلواجمل خټک، فضل الرحیم ساقی، عبدالله بختانی خدمتګار، صدیق الله رښتین اوفقیرمحمدبایزی ورباندی«څوڅوځله» ددغه کتاب دلیکلوټینګارکړی وه اودهغه په«تنظیمولواوچاپ ته دتیارولوپه چارو» کی یی د باچاخان سره «زیات کومک» کړی و(مخ ۷۸۸). زما د معلوماتو له مخې، استاد عبد الله بختانی خدمتګار خدایی خد متګار واو باچاخان پرې ډ یراعتماد کاوه. د دی اعتماد په مټ ویلی شم چې په پورتني پنډ کتاب کې به یې د باچاخان وینا روغه خوندي کړې وي.

وړاندی می وویل چی هندوستان دپښتنوپوروړی دی، اوبایدخپل پوراداکړی. په «غوره سیاسی حل: هند، پاکستان اوافغانستان» نومی لیکنه کی چی نږدی دوه نیم کاله وړاندی دکال ۲۰۰۶ په اکتوبرکی بشپړه شوی وه، په لنډډول داسی راغلی دی:

« په سیمه کی غوره حل کوم دی؟ غوره حل دادی چی کشمیردی پاکستان ته وروسپارل شی اوپښتونخوادی بیرته افغانستان ته وروسپارله شی» ( لپه، پرله پسی شپږمه ګڼه ،۱۳۸۵ لمریزکال ژمی، جنوری ـ مارچ ۲۰۰۷، مخونه: ۱۶ تر۱۷). نږدی هم مهال په ۲۰۰۶ کی دسید جمالدین کتاب راووت:

Syed Jamaluddin, Divide Pakistan to Eliminate Terrorism: Independent Kashmir, Pakhtunistan,Punjabistan,Baluchistan,Jinnahpur,Sindudesh…

(سیدجمالدین، دټروریزم دلری کولوپاکستان وویشی:

خپلواک کشمیر، پښتونستان،بلوچستان،پنجابستان، جناح پور، سیندود یش) .له جناح پورنه یی مطلب اردوژبی مهاجران دی، اوله سیندودیش نه یی مطلب سیندوستان دی.

که څه خپل اوڅه دبل راغونډکړو، داسی څه به ورنه راووځی:

۱ ـ پښتونخواچی دافغانستان اوپاکستان په منځ کی غځیدلی ده، بایدپه یوه ارامونکي مانع واوړی، یانی نوی خپلواک هیواد(پښتونستان،پښتونخوا) بایدرامنځته شی. پښتونستان بایدژمنه وکړی چی: دبین امللی ټولنی وفامن غړی به وی، دسیمی اونړی په ثبات اوپرمختګ کی به روغ رول لوبوی، د خپل حاکمیت له سیمی نه به بهرنی وسله وال وګړی اوډلی وباسی ملګروملتونوته به یی ورسپاری، خاوره به یی دګاونډ یانوپه ضد نه استعمالیږی، اوپه خپل اساسی قانون کی به د بنوله تاریخی فیصلی(۲۱جون ۱۹۴۷م) نه الهام اخلی.

۲ ـ بین المللی ټولنه باید دپښتونستان ملکی اوعسکری اړتیاوی ترهغه مهاله پرغاړه واخلی چی پښتونستان په خپلوپښوودریږی.

۳ ـ افغانستان اوپښتونستان باید ګډ دفاعی تړون لاسلیک کړی.

۴ ـ افغانستان اوپښتونستان بایدپه ګډه سره خپلوګاونډیانوته ډاډورکړی چی غرونه یی د

په څیردلیری اونږدی ګاونډیانوپرضد نشی strategic depth ستراتیجیک ژورتیا

استعمالید لی.

۵ ـ داورپه لمبوکی پنجاب اوسیند نه سوځیږی، خوپښتونخواپکی وریتیږی. له بهرنه اقتصادی، تخنیکی اوتعلیمی مرستی باید په سوات،د یر، باجوړ، شیخ بابا.....وزیرستان اود پښتونخواپه نورو ویجاړشووسیموکی پخپله دپښتونخواد مشرانودڅارنی لاندی پلان اوعملی شی.د افغانستان او پښتونخوا د اقتصادي رغونې لپاره دې امریکه او د ناټو هیوادونه هغسې یو پلان عملی کړی لکه له دوهمې نړۍوالې جګړې نه وروسته چې امریکې د «مارشل پلان» په نوم یو مفصل پروګرام د ویجاړشوې اروپا د اقتصادي رغونې او د کمیونیزم د اغیز د مخنیوي لپاره پلی کړی و.

۶- د پښتنو په مرکزي سیمه کې او په نورو افغاني ځایونو کې دې د یورانییم د قربانیانو لپاره د امریکې او د ناټو د هیوادونو له خواځانګړې بودجه (فنډ) وټاکل شي. ډاکټر محمد داود میرکي په افغانستان کې د یورانییم د استعمال په اکله دقیقه څیړنه کړی ده او زړه بریښوونکي لاسوندونه(شواهد) لري.د دغسې پروژې په اغیزمنتوب کی ډاکټر میرکی ګټور رول لوبولی شي.

۷ ـ اوسنی پنجاب چی دپاکستان دپوځ له لاری یی په پښتونخواکی عملیاتی واګی په لاس کی نیولی دی، دنوی پنجاب(پنجابستان) په شکل اوسیندودیش باید دپښتونستان سره ددوستی تړونونه لاسلیک کړی. سیندودیش اوپنجابستان بایدبهرنی وسله وال وګړی اوډلی دخپل حاکمیت له سیمونه وباسی او باید ملګروملتونوته یی وروسپاری.

۸ ـ دپښتونستان، پنجابستان اوسیندودیش دپولوپه اوږدوکی باید دملګروملتونوقواوی ترهغه مهاله ځای په ځای شی چی پښتونستان په خپلوپښوودریږی.

۹ ـ له ټول کشمیرنه دی دپښتونستان په شان یوخپلواک هیواد جوړشی. دکشمیرستان ګاونډی هیوادونه دی ورسره ددوستی تړونونه لاسلیک کړی. دکشمیرستان په پولوکی دی د ملګروملتونو قواوی ترهغه مهاله پریوځی چی دغه هیواد په خپلو پښو ودریږی.کشمیرستان دی هم بهرنی وسله وال وګړی اوډلی له خپل هیواد نه وباسی اوباید ملګروملتونوته یی وروسپاری.

۱۰- افغانستان،پښتونخوا،پاکستان(پنجابستان او سیندوستان)،کشمیر، هند او بنګلادیش باید د دوستۍ او دفاع یوسیمه ییز تړون لاسلیک کړي . دغسې تړون ستراتیجیک ژورتیا یانی (ستراتیجیک ډیپت) ته اړتیا له مینځه وړي او متقابل اعتماد ته لار هواروي. په دغه سیمه کې دې د وقایوي دیپلوماسۍ (پریوینتیو دیپلوماسي) لپاره د ملګرو ملتونو یو مرکز(په هند کې) او یوه څانګه یې(په پاکستان کې) جوړ شي- یا ددې سرچپه.

strategic depth… UN center for preventive diplomacy

ډاکټررحمت ربی زیرکیار کلیفورنیا (۳ می ۲۰۰۹ز کال)

یادونه: زه زیرکیار له منلي ورور ابراهیم نهیمي نه د زړه له کومي مننه کوم چی زما د پورتنئ څیړنې یو کال زړه شوې لاسي نسخه یې ټایپ او خپره کړه او په دې توګه یې په کډوالۍ کې خپل ملي ، کلتوري او بشري مسئولیت ادا کړ. زه د هسک څښتن په دربارکې د ښاغلي نهیمي د روغتیا او هوسایۍ هیله من یم! زیرکیار. کلیفورنیا،امریکا(۱۹می ۲۰۱۰ ).



هیچ نظری موجود نیست:

خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت
مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو
خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت