په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

چهارشنبه، خرداد ۵

پرکندهارپردي فوځي عملیات اوخپلې ملکي اندېښنې

له څومیاشتوراهیسې ټولوافغانانوپه وار، واراورېدلي دي چې دافغانستان په لومړنۍ پلازمېنه ، کندهارباندی د امریکایي اوورسره نوروملاتړو پراخې فوځي کړنې به پېل شي خودڅه سببونولپاره دروان کال دجون ترمیاشتې پورې ځنډېدلې وې اواوس چې حامدکرزې دخپلې کابینې سره بېرته کابل ته راګرځېدلې دې ، پرکندهارباندی د (همکارۍ ) په نوم دژرپېلېدونکو پراخوامریکایي فوځي عملیاتوچې تر( ۳۰۰۰۰ ) پورې خارجي فوځونه به پکی ونډه ولري ، خبرې کیږي اوښایي په راروان جون کی پېل شي . ددې سره داهم اورېدل کیږي چې په دې عملیاتوکی به په زرګونوطالب جنګیالي دامریکایي اوملاتړوفوځیانوسره دډغرولپاره دجګړې ډګرته ورودانګي اویولورې به هم دبې وسلواوسېدونکوپرواونه لري . ددې عملیاتوپه هکله دامریکا جګپوړوملکي اونظامي چارواکو مخکی له مخکی وئيلي دي چې دسختوجګړوانتظارکوي . داددوی یواځينۍ وړاندوئينه نه ده بلکی کله چې ددې ستروپردیولښکري عملیاتوخبراورېدل شوې دې نوله هغه وخته ترداننه دکندهارولایت اوسېدونکي دروحي اورواني کړاواودځاني اومالي اندېښنواوډارسره دخپلوکورونودروازې څاري اودځينوچې ؤس رسي نودخپلوکورونواوکلوڅخه تښتي . ښکاره خبره ده چې ددوی سره په ټول افغانستان کی خپل افغانان ورونه هم اندېښنې لري اولکه دتل په څېریې غم اوښادۍ شریکي دي .

پټه دې پاتې نه وي چې پرافغانستان باندی دوړوکي جورج بوش دلومړي ډزڅخه ترداننه پورې دپښتنوپه سیموکی دښامار، زمري اوداسې نورو(به باو) ډؤله نومونوسره څوامریکایي فوځي عملیات شوي دي خوپرته له دې چې هلته ماشومان اومیرمنې وډاروي، بله څه ډاډمنه پایله یې نه درلوده . پوښتنه داده چې یوکارلومړې ځل نتیجه ونه لري ، دوهم ځل یې ونه لري ، دریم اوڅلورم ځل هم بې نتیجې وي نوبیا ورباندی شله کېدل څه معنا لري ؟ که ناڅاپي یې ووایوچې (بېعقلي ) ده نونه به مومنطق ته پام کړې وي اونه علمیت ته خوکه لږڅه ددواړوپه مرسته داسې ووایوچې داټول فوځي عملیات ددې لپاره دي چې خواره واره پښتانه مجبورشي چې ښارونوته ټول شي ، ځکه چې په ښارونوکی به له یوې خواسرکښه پښتانه په اسانۍ رام شي اوله بلې خوابه دغرونواومیدانونوبې پښتنو شاړې اومئيرې کیمیاوي عملیاتوته هم وزګارې شي اوهلته به په بېغمه زړه هغه څه ولټول شي چې دطالبانوپه خلاصوکی هم نه دي ذکرشوي . زه فکرنه کوم که ډېرلاراسره داومني خوزماځواب به بیاهم داوي چې دافغانستان دهغووچودښتو، بیابانونوپرسرچې کوم افغانان په وږي نس ګرځي راګرځي ، دومره انرژي پکی خوندي ده چې امریکااواروپاپری ډېرکلونه چلېدای شي . نودافغانستان جګړه ، دتروریزم سره جګړه ، دپښتنوپه سیموکی په یوه اوبله بهانه فوځي عملیات اوپه ملیاردونوډالرمصرفول هماغسې درانه اهداف هم لري چې پری پوهیدل هماغسې پوهه اوتجربه هم غواړي 
بېرته اصلي مطلب ته ګرځم اوهغه پرکندهارباندې دامریکافوځي عملیات ، دطالبانوغاښچیچي اودعامووګړواندېښنې دي. په داسې حال کی چې دواړه لوري په خپلوشاجورونوکی مرمۍ اچوي ، عام وګړي یې داسې اندېښمن کړي دي :

۱ – امریکایي ، ناټویي اوکورني فوځي ځواکونه دعاموخلکوغوښتنواوخبروته غوږنه نیسي اواهمیت هم نه ورکوي کنه دکندهارمشرانوخودکرزي اوورسره امریکایي جنرال ته مخامخ خپل غؤڅ مخالفت څرګندکړې دې اوځينې مشران ددې مخالفت قرباني هم شول . که دوی رښتیا هم دخلکوغوښتنواونظریاتوته پام درلودای اوپه اصطلاح ددیموکراسۍ په اصولویې چلندکولای ، بایدله دغوعملیاتوڅخه تېرشوي وای ځکه چې مخالفې رای یې ګټلي دي

۲ – که چېرې داعملیات پېل شي نودزرګونوخارجي فوځیانواوزرګونوطالبي جنګیالیوترمنځ به دډېروسختوجګړولامل شي اوښکاره خبره ده چې په داسې سختوجګړوکی سخت مالي اوځاني تاوانونه رامنځته کیږي

۳- په ټولیزه توګه دټول افغانستان خلک خوپه ځانګړې توګه دکندهارخلک دکورنیواوامریکایي ځواکونوپه خبرواووعدوباورنه لري ، دواړه لوري دفرېبکاروپه توګه مشهورشويدي . په تېرو۸ کلونوکی دواړوزورواکوخلک له ځانه تمبولي دي ، دوی هیڅکله په خپلووعدووفانه ده کړې اوله هرې وعدې وروسته یې بیاهم دبې ګناه پښتنوزؤرونو، بندیانولو، تهدیدولو، بمباردولواووژلوته دوام ورکړې دې . امریکایان په افغانستان کی د منطق اوقضاوت پرځای له زوراوخپلې خؤښې څخه کاراخلي اودایې په تېرو۸ کلونوکی په ثبوت رسولې ده نودکندهارخلک لکه دپخواپه څېر داعملیات هم محض یوزؤروونکې حرکت بولي چې دخلکوسره په رسادوښمنۍ اودفاسدرژيم اوشمالي ټلوالې سره په ټينګ تفاهم منځته راغلې دې

۴ – دکندهارعام خلک بې وسلې اوبې وسیلې دي ، دوی قانوني اومشروع تحفظ نه لري ، په فاسد حکومت یقین اوباورنه لري اونه بله داسې غښتلې مرجع شته چې دبې انصافۍ اوتاوان په صورت کی ورته رجوع وکړي اودخپلوحقونوقانوني غوښتنه وکړي نوځکه په انتهایي ناهیلیتوب کی ایسارشوي دي

۵ – دکندهارخلک یقین لري چې ددې تحمیلي عملیاتوپایلې به دعاموخلکوپه تاوان اودفاسدوچارواکوپه ګټه رامنځته شي ، عام خلک به ددې لپاره خپل بچي ، خپلې مېرمنې ، خپل کندهاریان اوشتمنۍ له لاسه ورکړي چې دمافیایي ډلواستازو، قاچاقبرانو ، رشوتخورانو اوجنایتکارانوته په دولتي اداروکی دخپلوناولوکړنولپاره میدان خالي پاتی شي اوبیایې چې هرڅه زړه وغواړي په بې لاسواوبې پښوخلکویې وکړي . امریکایان په داسې حال کی په کندهارکی فوځي عملیات پيلوي چې کوم اداروي بدلون اودمفسدینواومافیایي قاچاقبرانولپاره ښه اودمنلووړبدیل ولري خودخپلووسلوپه زورعام خلک دیوې بدنامې ادارې تابعت ته اړکوي

۶ – دامریکادمرکزي ځواکونوقوماندان جنرال دېوېدپترویس په کندهارکی یوخبري کنفرانس ته وئيلي ووچې دامریکاپه نړۍ وال تجارتي مرکزباندی د۲۰۰۱ کال دسپتمبردیولسمې تروریستي حملې په کندهارکی پلان شوې وې نوځکه ددوی سترفوځي عملیات اړین دي ترڅودغسې خطرونه بیاله دې ځایه راپيدانه شي . دکندهاردخلکولپاره دیوه فوځي جنرال داسې وینا له اندېښنوخالي نه ده ځکه چې ددغه امریکایي جنرال له خبروپه ډاګه ښکاري چې ددوی زړونه لا په پښتونؤژنه نه دي یخ شوي اودتروریزم سره دجګړې اوانتقام په پلمه دپښتنودځواک اوژواک مرکزوونه لمنځه وړي . ماته خوددې جنرال صاحب خبره خنداراولي ځکه چې ماته پښتانه معلوم دي چې تراوسه لا(ټوین ټاورز) نه پېژني نودحملواوپلانونوخبرې خوډېرې لؤړې دي خوسره له دې که سړې ورته منطقي فکروکړي ، وروسته له ۸ کلنې امریکایي جګړې څخه دالومړې ځل دې چې یوجګپوړې امریکایي فؤځي داسې خبرې کوي اوسړي ته داپوښتنه راولاړوي چې په داتېرو۸ کالوکی موولې داسې خبره نه کوله ؟ دافوځي عملیا ت دڅه لپاره مهم دي ؟

۷ – آیادافوځي عملیات به لومړني اواخیرني عملیات وي که داسې کړاوونه به ترهغودوام ولري ترڅوچې امریکایي فوځونه په افغانستان کی وي اویوفاسددولت ساتي؟ که داسې نه وي نوامریکایان افغانانوته ددې عملیاتودښېګړوپه هکله کوم تضمین ورکولای شي ؟

۸ – له امریکا څخه دحامدکرزي له راستنیدووروسته اوورپسې سم واشنګټن ته دعبدالله عبدالله له ورتګ څخه وروسته کرزي ووئيل چې په کندهارکی به فوځي عملیات کیږي . دده له خبروداسې څرګندیږي چې دسفراصلي اجندایې همدادکندهارفوځي عملیات اوپه کندهارکی دده دکورنۍ داقتداردوام اوپه دې هکله تضمین اوجوړجاړې وچې دده اوښاغلي اوباماترمنځ رامنځته شوې دې . کرزي کابل ته درارسېدوسره سم ووئيل چې په کندهارکی دادارې په برحالۍ اوهلته په نه تغیراتوتوافق شوېدې . له دې څخه ښکاري چې په کندهارکی به دامریکایي فوځي عملیاتوپه مرسته دنوروموخوترڅنګ دکرزي اودده دکورنۍ اوورونواقتداراوږد اوډاډمن شي ؟

په پای کی به ووایوچې دابه یوه فرضیه وي چې ووایوچې دکندهارفوځي عملیات به ګنې هلته کږه اداره سمه کړي، دکرزي کورنې انحصاربه لمنځه یوړل شي اویوې داسې دولتي واکمنتیاته به لاره پخه کړای شي چې دکندهارټولوخلکوته دمنلووړوي ، دغه رازبه ګنې دطالبانودځانمرګیواوبل مرګیوډارهم لمنځه ولاړشي ، دایمي امن به ټينګ شي اومافیابه هم ورکه شي .

کېدای شي تردې به لازیاتې اندېښنې وي چې دمګړۍ به می ورته پام شوې نه وي خوفکرکوم چې هغه سترې اوښکاره اندېښنې چې دهرعام پښتون په فکرکی ګرځې ، دلته ورته ګؤته نیول شوې ده اوپکارده چې افغانان یې دمسؤلیت اوورورګلویزاحساس لمخې تحلیل کړي اودفوځي عملیاتودپېل څخه وړاندی دخپلوپښتنوورونودملاتړلپاره دحق لوري ته ورټوپ کړي .

په درنښت

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو