په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

پنجشنبه، خرداد ۱۳

ثبوتونه ډېردي خومحکمه نشته

دښاغلي بیات دتلوېزیون (اریانا) سره دکندهاردولایتي شورادرئيس اوپه کابل کی دروانې مشورتي جرګې دغړي ښاغلي احمدولي کرزي مرکې زمونږپام ځانته واړاوه . په دغه مرکه کی دنوموړي څخه دهغوالزامونوپه هکله پوښتنې وشوې چې په کورنیواوبهرنیوخبري رسنیوکی له ډېره وخته چورلي اوورسره دکورنیواوبهرنیوشخصیتونولخواورباندی څرګندونې شوي دي . لکه څنګه چې ټولوته جوته شوېده ، په احمدولي کرزي ډېرومعتبرومنابعوالزامونه لږولي دي چې نوموړې دافغانستان په کچه دخپل ورورله رسمي موقف څخه اودکندهارولایت په کچه دخپل دولتي وسلوالۍ اوصلاحیت څخه دخپل وروراوکورنۍ په ګټه سؤاستفاده کوي ، دولتي ځمکې قبضه کوي ، دامریکاداستخباراتودادارې سي ، أی ، اې غړې دې ، دمخدره موادوپه قاچاق اومافیایي کړنوکی لاس لري ، په خپله خوښه اوصلاحیت مقرریانې اوبرطرفیانې کوي ، په کندهارکی دقومي مشرانواوژورنالیستانوپه تروراوډارؤونه کی لاس لري اوغواړي چې ټول کندهاردخپلې کورنۍ اوټبرجاګیراوملکیت کړي . وئيل کیږي چې ده دخپلوټولوموخولپاره دطالبانوپه نوم یوه پټه تروریستي ډله هم جوړه کړېده چې په کندهارکی فعالیت کوي اودفعالیتونوپروخت یې لکه څنګه چې ښایي هغسې مخه نه نیول کیږي . داسې شکایتونه دده اولسمشرورورته هم رسېدلي دي اودواړه ورونه ایکي یوه خبره کوي چې که دالزامونوپه هکله څوک ثبوت لري راوړاندی دې کړي کنه دهیچاخبروته به ارزښت ورنه کړي . ددوی ددې غوښتنې سره بایدیوه ازاده نړيواله محکمه هم وجودولري ترڅوپرته له دولتي تعقیب، دولتي زوراوزرڅخه په ټولوالزامونوغؤروکړي خوتراوسه داسې یوه محکمه اوقاضي نه دي موندل شوي چې مدعیان ورته رجوع وکړي اوټولوته څرګنده هم ده چې که چالږغوندی جرأت کړې دې نوسریې هم خوړلې دې . کندهارپه پښتونمېشتوسیموکی یواځينې ولایت دې چې تراوسه پکی په سؤونوقومي مشران قتل شوي دي ، ولې ؟ له بله پلوه په تېرو۸ کالوکی په افغانستان کی داسې جنایتونه شوي دي اولااوس هم روان دي چې نه یې حامدکرزې پټؤلای شي اونه یې دهغه ورونه ، ملګري اوحکومت پټؤلای شي.
که دبېلګې په توګه له کرزي ، ورونو، ملګرواوشریکانوڅخه یې پوښتنه وشي چې له تېرو۸ کالوراهیسې رشوت ، اداري فساد، دمخدره موادوقاچاق ، ناامنۍ ، ترورونه ، سړیتښتونه ، بي کفایتي ، غلا، ظلم ، خیانت خپلسریانې ، له دولتي واک ، زوراووسایلوسؤاستفاده ، دبې ګناه پښتنوقتلونه ، بمباریانې ، دهغه قانون ماتؤونه چې دکرزي دډلې په خؤښه جوړشوې دې ، د ملت سره جفااودپردیوسره وفا، هرملي ارزښت ته اهمیت نه ورکؤونه ، پردي زندانونه اودپښتنوغوښتنواوفریادونوته غؤږنه نیول په افغانستان وواوشته کنه ؟ که وي نوپه ۸ کالوکی یې مخه ولې ونه نیول شوه ؟ داسې پوښتنوته به ددواړوکرزیانوځواب څه وي ؟
دمرکې په پای کی احمدولي کرزي ووئيل چې دملي مشورتي جرګې لپاره دبرهان الدین رباني غوره کؤونه دملي وحدت دټينګتیا ثبوت دې خودې ښاغلي اواولسمشروروریې کله هم ونه وئيل چې دپښتنوپه حقوقوپښې ایښودل اوپښتانه زؤرول هم ملي وحدت ته تاوان رسوي کنه .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو