په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

شنبه، فروردین ۲۸

دکرزي دسولې جرګه دچاسره؟

پخواوختونوکی دروسانوګوډاګیانوهم داکول چې جرګې به یې جوړې کړې اودخادکسانوته به یې لونګۍ وتړلې اوپکولونه به یې ورپه سرکړل ، بیابه کوم بل خادیست ته دنده ورکړل شؤې وه چې لوی ګوډاګي ته به دهغه له ټرپروروسته پټکې ورپه سرکړې . رسنیوته به امرشوې وچې داهرڅه په تلوېزیون ، رېډیواواخبارونوکی نشرکړۍ . داهرڅه به وشؤل خودپوټي هومره اغېزه به یې څرګنده نه شوه ، داسې ډېرې دپلاروطنې اوموروطنې جرګې اوسازمانونه یې جوړکړل خوهیڅوک ورته رامات نه شؤل اونه پری څوک وغؤلېدل . په هغوتحمیلي مشرانوبیاداسې وخت هم راغې چې لونګۍ خوڅه چې پرتوګونه هم تری وویستل شؤل . څوک به ووایي چې نوددې هرڅه دناکامۍ وجهې څه وې ؟ وجهې خویې ډېرې زیاتې وې خودبې تاثیرۍ اوناکامۍ ترټولولویه وجهه یې داوه چې دهغوی په هره جرګه کی دهغوی مخالیفینوبرخه نه درلوده ، دپاکیستانوخبره ، یواځې شوشا به وه اوبس .

اوس کرزې هم دهماغه قیصوسناریوګانې جوړوي اودانتخاباتوپه خیمه کی یې تمثیلوي . آيا یوه اړخیزه جرګه کومه تړه رامنځته کولای شي ؟ آيا جرګې په یوطرفه ډؤل کېدلای شي ؟ ددوی فیصلې به څوک مني ؟ یوې غونډې یایوې استازګرنې ته هغه وخت جرګه وئيل کیږي چې دیوهدف اولوري په وړاندی رامنځته شي اوورسره مخامخ شي اودتوافقاتولپاره سره ازادانه بحثونه وکړي . کرزي خپل وزیران ، والیان ، دپارلمان وکیلان اودخپلې خؤښې یوڅوانډيوالان راغوښتي دي چې دژورنالیستانواوکیمرومخې ته ورته لونګۍ ورپه سرکړي اویوڅوساده ګان تېرباسي چې ولا کرزې هم پلویان لري خو آيا هغوی به دده پلویان دښې اوبدې په ورځ نه وي لیدلي چې څومره زړه وراووفاداروو!؟ که یواځې « شوشا» یې موخه نه وي نوپه اصطلاح دسولې داجرګه دچاسره کوي ؟ دبن دکنفرانس په شمول ، په تېرو۸ کلونوکی کومې جرګې کومه نتیجه ورکړېده چې دابه یې ورکړي ؟ هرڅوک پوهیږي چې دسولې په بهانه به په لکونوډالرې لرې برې شي خودیوڅوسینټوارزښت اواغېزه به ونه لري ، له دې نه خوچې په دغوډالرود ۲ میلیونونشه یانولپاره یوروغتون جوړکړي ، یادقمبردڅلورلارې په هیلمندي کډوالوباندې یې وویشي اویا په ایران کی په دارکېدونکوافغانانودګور، کفن اوخیرات لپاره وقف شي نویوځای خوبه ونیسي . کنه نودسولې دارنګه جرګه به څه ښېګړه اوپایله ولري ؟

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو