په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

پنجشنبه، بهمن ۱۵

په هلکانوپوره نه شوه

په هلکانوپوره نه شوه
کرزي مجبورشوجینکۍ جنګ ته لېږینه

‏2010‏، 04‏، فبروری‏، پنجشنبه

له افغانستان څخه په رارسېدلوخبروونوکی کښل شؤي دي چې دکرزي حکومت فوځ ته دجینکودلېږلوفیصله کړېده . په ورسره خپورشوي انځورکی څونجونې چې غالبا دبامیانوڅخه ښکاري ، په فوځ کی ګمارل شوي دي . نپوهیږووچې داکاربه ښې اوکه بدې پایلې ولري اوخدای ، خدای یادووچې ښه نتیجه ورکړي خوداسې کارته چې ګورونوداداولس د پرؤنې یوه بله پارونه ښکاري. که سړې دپښتنوپه سیموکی په اردوکی دشمالي ټلوالې ، هزاره اوګیلم جم ملیشوجذب اودخارجیانوسره جاسوسانواوترجمانانوته نظروکړي نوپه ښکارتری جؤتیږي چې خارجی عسکراوداخلي اجیران دپښتنودټکؤلواوزؤرولولپاره دافغان اولس اوددغه هیواددورونوقومونوترمنځ ناباورۍ ، بدګماني ، دوښمنۍ اویواړخیزقضاوت رامځته کړې دې . داسې برېښي چې اجیردولت اواجیره اردویې دځوانانوله کمښت سره مخ دي اوپه پښتنوځوانانوبیاهم دپردیوباورنشي راتلای اوله اوله په دې پوهیږي چې پښتانه ځوانان دپردیوپه لاس دخپلوپلرونو ، خؤېندو، مېندواوورونوبې پوښتنې کړاوونه ، وهل ، بې غزته کول ، بندیانول اووژل نشي زغملای نوځکه پری باورنه لري . له بله پلوه پښتانه هیڅکله خپلې جینکۍ اوښځې دپردیوقوماندې ته نه پرېږدي خوکه دملت اودین خطروي نوپه هغه صورت کی نراوښځې قربانۍ ته تیاروي . په تېرو۸ کالوکی خورازیاتې پښتنې جینکۍ اوښځې دپردیودتپل شوې جګړې قرباني شؤې دي . که څه هم دکرزي داجیرې ادارې سره دپښتنوپرېکوون حقوقي اومنطقي ځېلې لري خودنوروقومونوښځواونروته عسکري تربیه اواسلحې په لاس ورکؤل دپښتنولپاره دسیاسي بقا اوټکؤنولویه اندېښنه اوخطردې . که پښتانه په هرډګرکی میدان بل چاته پرېږدي ، په خؤښه اوپه زورګوښې ته ورټېلوهل شي ، دنوروقومونولاسبرې وي اودپښتنوکمزوري ، نورپه رسمي اوشخصي توګه مسلح وي اوپښتانه تش لاس وي ، نوردښاروونواواقتصادي زېرمواختیارولري اوپښتانه په غرونوکی پناه اخلي ، نوردعلم اوتخنیک په پوهې سمبا ل وي اوپښتانه دځانمرګیوجهالت لېؤني کړي وي نورښتیا چې پښتون بربادیږي اوغلامۍ ته په خپله ځان سپاري . داحقوقي اوټولنیزمسائيل دي چې په فکراوتدبرڅېړنې اوفیصلې غواړي . دادپښتنوطبعي حق دې چې د خپلوسرونو، مال اوراتلونکي په اندېښنه کی شي اوأن دخپلوځانونواونوروسره حساب وکړي . پښتانه بایدعقل سرته راولي ، چې دبل لپاره ځانونه وژني ، له دغه جهالت نه به ښه داوي چې په یوه اتفاق اونه ماتېدوونکي هوډ دخپل ژؤندلپاره اوخپلورواحقوقولپاره په لراوبرکی رامیدان ته شي . هیڅوک چاته حقوق په تحفه کی نه ورکوي ، حقوق اخیستل کلک هوډ ، کلک هډ ، مبارزه قضاوت ، حساب ، اګاهي ، شعور اوتدبرغواړي . په ځه ، ځه لاس ته نشي راتلای ، چاته له خپله حقه تېرېدنه لکه پښتنوچې ترداننه کړې ده ، دامعنالري چې له انصاف اوقضاوته تېښته کوي . نوروقومونوته بایدپه زغړده وریاده شي چې ملي وحدت په متقابله روحیه ، احساس ، پېزو، صداقت اودرناوي ولاړارزښت وي اوهیڅکله دیوقام په ګوښه کؤلواوقربانۍ نه شي ساتل کېدای . که اجیردولت دپښتنولږوحقوقوته هم قائيل وي ، بایدهغه پښتنوته په صداقت ورکړي ، منافقت ، سازشونه اوتجارت پکی ځای نه لري ، که اجیردولت په رښتیااوصداقت دیوواحد هيواد په فکرکی وي نوپرته له پښتنودیوواحدهیوادساتنه ممکنه نه ده .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو