په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

شنبه، بهمن ۱۰

خبره یؤاځې دملاصاحب نه ده، دملت هم ده

ازادنظر
‏2010‏، 28‏، جنوری‏، پنجشنبه

په یوه خبرکی وئيل شوي دي چې اشغالګروقواوپه کابل کی بدبخته ملامحمدیونس ، چې دخپلوماشومانوسره یې پخپل موټرکی سفرکاوه ، په ډزوشهیدکړ.
داسې ښکاري چې ارواښادملاصاحب دلغمان بدبخته پښتون هم و. دده زیاته ګناه به داوه چې یابه داشغالګرواشارې ته نه وي تم شؤې ، ضدبه یې کړې وي اوفکربه یې کړې وي چې داسره بېزوګان څوک دي چې ماته په خپل کور، خپله کوڅه اوخپل وطن کی برګ برګ کیږي اویابه دهغوی کاروان ته ورنېږدې شؤې و. په افغانستان کی خوخلک هیڅ قانون نه مراعاتوي نودترافیکوهغه خوزده کړه هم غواړي . اوس خودډېرونوربې عقلیوسره ، دپاکیستان نه هم ځينې افغانستان ته راوړل شوي دي لکه (دکیڼ لاس اشاره لګؤل خوښۍ لاس ته تاوېدل اویاورپسې موټرته چپه اویا ښۍ اشاره ورکول چې په هماغه لاس واوړي ). افغانستان مملکت ناپرسان دې، دډېرونشه یانوپه درلودواودهیروئينواوچرسوپه خرڅلاونه څوک منع کیږي ، نه وهل کیږي اونه وژل کیږي خودلارواوښؤنځیوجوړوونکي اودحقیقتونوبرسېره کوونکي ژورنالیستان دناکاره دولت دپولیسولخوا، اوددشتي ټوپکوالواوطالبانولخوا وهل کیږي، بندیانیږي ، وژل کیږي اوفتواپری صادریږي. هلته زیاتره موټروانان چرسیان اوبنګیان وي ، دسپرلیوپه ژؤندلوبې کوي اودپېښؤري ټرک په څېرخؤلیووالا ترافیکي پولیسوهسې لارې اوسړکونه بندکړي وي اودمېښودمؤږوپه څېرولاړوي نورنه مسلکي زده کړې لري اونه چرسي موټروانانوته شپېلې کؤلې شي . دبهرنیوفوځونوپه هیوادونوکی دلایسنس اخیستل دومره اسان نه دي لکه په افغانستان کی چې هرچرسي ته ورکؤل کیږي .داخوپرېږده له ازله همداسې دي خوما سره داشغالګرانوله لومړي یرغل څخه تراوسه پورې داسې کوم ثبوت هم نشته چې د۴۴ هیوادونوټوپکوالودې په دې برخه کوم بدلوون راوستې وي، یادې د خپل هېوادپه ترافیکي تهذیب ولاړوي اویادې دعادي افغانانوچې دتګ اوسفرخپل ډؤل کاروي ، څه پروالري . بس که په سړک کی کوم بېګناه افغان ته برابرا شؤل اوکه په خپل کورکی ورته ، دپوښتنې څوک نشته . دوی وایي چې افغانستان ته دتروریزم اوتروریستانودوره کؤلولپاره راغلي دي مګرچاولیدل چې کوم جنایتکار، غل ، رشؤتخور، دمخدره موادو قاچاقبر، مافیایي غړې اویاکوم مشهورقاتل یې داسې په بې رحمۍ ، بې باکۍ نیولې وي یا وژلې وي لکه بې ګناه پښتنې ښځې اوماشومان چې په خپل ټاټوبي کی قتل کوي اوداجیراوګوډاګي دولت له لاسه هیڅ هم پوره نه وي . هغه دولت اوارګانونه یې چې دخپل ملت ، خاورې اوملي ګټوڅخه دفاع نشي کؤلای ، خپل وطنداراووګړي ته حق نشي رسؤلای ، پردیوپه پيسواخیستې وي ، اجیروي ، څه مشروعیت اوقانونیت لرلای شي ؟ په اسلام کی دهغوخلکواولادوونوته هم حرامیان وئيل کیږي چې له حراموڅخه یې تغذیه کړي وي اوپری لوی شوي وي . نودکرزي په اداره کی خونه یواځې حرامخواره کم نه دي بلکه ، خاینان ، وطنفروشان ، قاتلان، دمخدره موادوبې ننګه اوبې ناموسه قاچاقبران ، مافیایي بانډوونه ، بداخلاقه اوتروریستان په لؤړوچوکیوهم نازول شوي دي. داسې دولت چې نه په پاکوانتخاباتو، نه دملت په پاڅوون اوخؤښه اونه دحلالوپيسوپه نتیجه کی منځته راغلې وي ، کوم مشروعیت اوقانونیت لرلای شي ؟
په هره بڼه ، خبره می داشغالګرانودجنایتونوکؤله چې څنګه یې یوعادي عسکرعاموتام اختیارلري چې دیوه پښتون په کورورننوځي ، یاپه کوڅه اوبازارکی بې ګناه ، چې نه پکی دماشوم اونه دښځې اوزاړه لحاظ وي ، دماشینګڼو په ضربوغلبېل اوقتل کړي . تاسواوخپل خدای اووجدان موچې دیوه مسلمان ، افغان اوپښتون کورته خپل ورورپه داسې زوراوبداخلاقۍ ننؤتلای شي لکه دبل دین عسکرچې ورننؤځي ؟ بده یې لاداچې دوی ددیموکراسۍ ، پرمختګ اوتهذیب دعواهم لري اوافغانستان ته دتروریزم اوتروریستانودورکؤلواونابودولوپه پلمه تللي دي خودوی په تېرو۹ کلونوکی ونه توانېدل چې رښتیاني تروریستان لمنځه یې یوسي او مونږته یې وښایي ، بلکه ددې پاستر، دپښتنوماشومان ، تنکي ځوانان ، پېغلې اوښځې ترورکوي . مونږلاتراوسه داشغالګروپه پټوجنایتونواوفجایعوخبرنه یوو، نه څوک جرأت لري چې دباګرام ، قندهار، هلمند، ارزګان خوست اوکنړپه پټوزندانونوکی څه تېرشوي دي اویواځې هغه جنایتونه داستدلال په توګه وړاندی کووچې برالا، وواودپټېدونه وو. په دې ټولوجنایتونوکی داشغالګروپه پرتله ، دشما ل ټلواله ، ګیلم جم ، وحدتي هزاره ګان ، پرچمیان ، خلقیان ، طالبان اودفاسددولت رسمي چارواکي دوه برابره مسؤلیت لري ځکه چې اشغالګرخوهغه څه کوي چې خپلې ګټې یې پکی وي خودادافغانستان حرامنمکه ټوپکوال خونه یواځې په ملي خیانت ، ملي دوښمنۍ ، پردیپالنې اوپرديساتنې تورن دي ، بلکه په خپلوجنایتونوفخرهم کوي. داسې جنایتکاران به دکوم وجدان افغان وبخښي ؟ که ددې حرامنمکومرستې ،بد اخلاق ، خیانت اوتروریزم نه وای ، دشوروي سروفاشستانودماتې څخه راوروسته بل یرغلګرجرأت نه شوکؤلې چې افغانانوته بیا په سپکه وګوري خودادهمدغوحرامیانوبرکت دې چې دامریکا یوعادي عسکرچې پخپل هیوادکی د (( ټرېسپا سنګ )) له لؤحې هم ډاریږي ، په افغانستان کی دهرډؤل مذهبي، مدني، ملي اوبین المللي اصولواو قانون څخه پورته واک لري . دادومره لؤړواک دې چې حامدکرزې یې هم نه لري . نوهغه ژورنالیستان به څه وکړي چې دیوه غرني ټوپکوال په تکبیرذبح کیږي ؟ دهغوی په لاس کی نه واک شته ، نه ټوپک اونه ورته خپل اوپردي دانسان په سترګه ګوري ، یواځې خوله لري اوهغه هم که بخت یې ښه وي اوچا ورته پری ټېپ ونه لګاوه نوخپله غوسه به په یوڅوښکنځاوسړه کړي خوکاش چې اشغالګر زمونږپه ښکنځاوهم یوڅه خفه کېدای . په اروپااوامریکاکی ننګ ، ناموس اوغېرت څوک هډوپېژني نه ، دازمونږ اصطلاحات دي چې دښځوسره دقضاوت په وخت کی تری کاراخلوو. نوزمونږښکنځاوې چې عمدتا ٔٔپه خور، مور، لووراوښځې پوری نښلي اوپری غوسه کیږوو،یوأمریکایي یااروپایي ته هیڅ ارزښت نه لري.
یواروپايي که ډېرپه تنګ شونودرته وبه وایي چې که خبره دسیکس وي نوزما دمور، خور، لوورسره یې مخامخ وکړه ، ماته یې ولی وایې .
نوداچې په ښکنځا هم څه لاسته نه راځي ، بله به کومه داسې لاروي چې خدای مونږته راښودلې ده چې له ډېروناورینونوپری ځان وژغوروو؟ هغه ځان ساتنه ده ، موقع، ګټې اوددوښمن دعزایمو پېژندنه اوورته تدابیرپيداکؤل دي. شهیدملاصاحب ته دې خدای جنتونه ورکړي، مونږیې هیڅکله ګرم نه ګڼووخودهغوی سهوه داوه چې دخدای له حکمه ښه خبرهم وچې دکفاروله مرمیوباید ځان اوخپل کوچني اولادوونه وساتي .
لوی خدای مونږته هدایت کوي چې ځان ساتنه په هریوفرض ده اوددې لپاره بایدتدبیروونه غوره شي . خدای خپل بنده ګان له مفاجات مرګ څخه منع کوي ، الله تعالی (ج) هیڅ بنده ته اجازه نه ورکوي چې یاخپل ځان قتل کړي اویابل څوک قتل کړي ځکه چې ژؤنداومرګ يواځې دخدای په واک کی دي اوفیصله یې هم هماغه ذات کوي. که څه هم پوهېږم چې افغانان هیڅ چاره نه لري ، دشپې اوورځې لخوا یا ددولت ، یا خارجي عسکرو، یاطالبانو اویاهم دټوپکي جنایتکارانودماشې په امرقدمونه اخلي اوددې ټولو ټوپکوالو چې څه زړه غواړي ، هغه په عاموافغانانوکولې شي خوبیاهم بایدډېرکوښښ وکړي چې دولتي ، خارجي ، طالبي اوتنظیمي قاتلانوته بهانې اوموقع په لاس ورنه کړي چې ددوی ، ددوی دکورنۍ اوبچو ژؤند په اسانۍ ورختم کړي . مونږپوهیږووچې په ټولیزه توګه افغانان اوپه ځانګړې توګه پښتانه دناانصافواوظالموکورنیواوبهرنیواقتصادي اونظامي قوتونوتریرغل لاندی راغلي دي اودایرغل دافغان اولس په منځ کی دخاینواوبې وجدانوکړیواوګروپونوپه ملاتړممکن شؤې دې نوبایدعام هیوادوال ددې دواړو(بادارانواوغلامانواتحاد) څخه ځانونه په امان کی وساتي . افغانان ، په تېره بیاپښتانه بایدپوه وي چې داشغالګروپه لښکروکی به داسې عسکرهم وي چې دافغانستان اوعراق جګړو ته دقتل اوډارؤنې له هدف سره په شعوري توګه لېږل شوي وي، هغوی به په خپل هیوادکی جرمونه هم کړي وي، رواني بیماریانې به لري ، دمتعصبوفاشیستي ، سیاسي اومذهبي ډلوغړي به وي ، نژادپرستان به وي اودمالي مقاصدوترڅنګ به جنګي تجربې اوټرایننګ حاصلؤل غواړي . بې له شکه چې دارنګه عسکردخپلې نښې درساتوب په خاطر، بې ګناه اوبې پوښتنې افغانان وژني . په طب کی ثابته شؤې ده چې رواني ناروغان اومورذاتي قاتلان خپل دماغ په وحشي مرګونواووینې تویؤنه اراموي اوترڅوچې جنایتونه ونه کړي ارام نه مومي . له بله پلوه افغانان اوپه تېره بیا پښتانه بایدپوه وي چې خارجي عسکرددوی هیوادته دډارؤلو، ویشتلواووژلولپاره ورغلي دي اوددوی اصلي هدف همدغه دې ، نه دساتلواومرستولپاره. افغانان په وجداني ، ایماني ، منطقي اوحقوقي توګه مکلف دي چې دخپلوشتمنیو، هیواداوخپلوبچوساتنه په خپله وکړي، هیڅوک ددوی په غم نه دي سوي اونه ددوی دساتنې اوژؤندپرواڅوک لري، خوپه داسې زیرکۍ اوهوښيارتیا چې نه پکی ځان وبایلي اونه کورنۍ . هغه ملت چې دخپلوشتمنیواوخپل ځان څخه په هوښيارۍ اوزیرکۍ دفاع نشي کولای اوورسره دځان ساتنې اومقاومت غوره تدبیروونه او تجربې نه لري ، هغه ملت ډېرژر محوه کیږي اولمنځه ځي اوبیاچې دومره بې حسه اولټ هم شي چې ډوډۍ په خوله کی غواړي نوموجودیت یې هم څه ګټه نه لري . په خواشینۍ بایددایادؤنه هم وشي چې دتېرودرې لسیزو پېښو ، جګړو، ویجاړتیا ، اړتیا ، دهیواداوخلکوسره دانقلاب ، دیموکراسۍ او اسلام په نومونو نه بخښونکواونه هېرېدوونکوخیانتونواوبې وجدانیو، غېرتي افغان اولس بې وزله اوخیراتخورکړې دې اودپردیورحم اوکرم ته یې لکه حیوان په وندرتړلې دې . ترڅوچې دابې وزلي ، لټتوب، بې حسي ، دځان سره جفا اوګدایي ګري وي ، دملت بیاجوړؤنه، نه شونې ده اونه څه ملي مفهوم لرلې شي . په دې برخه کی داجیرواوپلورل شؤوچارواکوڅخه خوبایدبیخي څه هیله ونه کړي ځکه چې هغوی خودپردیوپه پيسواومعاشونوچلیږي اوبادران یېددې لپاره پری دومره درانه مصرفوونه نه کوي چې داهدافوسره یې مخالفت وکړي اویایې بدل کړي نویودولت چې دبل چاپه کومک اومرسته پایي ، دخپل اولس سره به څه مرسته وکولای شي؟ طالبانوهم دافغان اولس په حال څه رحم نه دې کړې ، ددوی په توره دوره کی اوددوی له کبله افغانستان ته، افغانانوته اوپه تېره بیا پښتنوته ډېرځاني، معنوي اومالي تاوانونه واوښتل . ددوی انصاف هم لکه اشغالګران اودهغوی تالیڅټي په ډار، وحشت ، قتلوونواوزورولاړواوهماغسې ولاړبرېښي . دکلتور، سیاست اواقتصادپه هکله نه پوهه لري ، نه وړتیا ، نه عزم اونه تامل ، اوداموددوی په دوره کی په خپلوسترګولیدلي دي . په اوسني مخالفت کی هم صادقه نه دي اوترټولوزیات تاوان یې پښتنوته رسېدلې دې . طالبان هم لکه اجیردولت دپاکستان اوعربي هیوادوونوغلامان دي اوهغه څه کوي چې باداران یې ورته هدایت کوي . ألقایده یوتروریستي سازمان دې چې دغرب په خوښه ، ترایننګ اوپيسوپه پاکیستان کی منځ ته راغلې دې اوپه ټوله نړۍ کی یې اسلام اومسلمانان بدنام کړي دي ، هرکله چې دامریکایي چارواکودمحبوبیت ګراف راټيټ شي ، سم له واره دبن لادن اویاالظواهري کسټې له الجزیره تلوېزیون څخه خپرې شي اودامریکااواروپاخلک وډاروي ترڅوخپل اولادوونه دجګړې لپاره افغانستان ته واستوي اودځانه ددفاع په نوم اودتروریزم سره دجګړې په پلمه دخاصوغربي کړیواهداف پوره کړي . بل غم اوپه حقیقت کی لویه جفااوبې وجداني داده چې له عادي افغانانوپرته په دولتي اونظامي چاروکی دمغرضواومنافقوګاونډیانوپه شمول، له ۵۰ (پنځوس ) څخه د زیاتوهیوادونولخوامقررشؤواوتنخواخوروجاسوسانوافغانستان په جګړه ایزغؤيمنډ بدل کړې دې اوترڅوچې دارنګارنګ جاسوسان هم په دولت ، خلکواوهیوادکی وي ، دامن اوسولې راتلل به شووني نه شي . داکارهم په پلار، مور، ورور، ملګري اوټول ملت پورې اړه لري چې دداسې جاسوسانومخه ونیسي اوله شره یې ځانونه وژغوري . ترڅوچې په افغانستان کی دغرب اوعربوپه پيسومست شؤي اوله وطنه أووښتي اوبې لارې شوي ګناهګاران بېرته افغانیت ته نه وي راووښتي اوتوبه یې نه وي ویستلي ، داککړه جامعه نشي پاکېدلې اونه دجوړښت اواولسپالنې روحیه بیازېږېدلای شي . داهرڅه اګاهۍ ، پوهې ، همت ، کار، حس ، وجدان ، فکر، انصاف اوقضاوت ته اړتیالري اوپه ملي تحفظ ، خطر، امن اوناامنۍ ، انصاف اوزور، عدل اوبې عدالتۍ کی مهم رول لوبوي . که هرافغان یوځل په رښتیا خپل ګرېوان ته سرټيټ کړي اوڅېړنه پېل کړي چې په ماکی دننګ ، غېرت ، صداقت ، ایمان اوعزم کوم کچ اوځواک شته چې بېرته له خپل ګرېوانه غړۍ هسکه کړم نوپه ډاډوئيلې شم چې دډېروستونځولپاره به چټک حل هم راپيداشي . اوکه هسې هریو ځان غؤلوي چې توره می داسې تېره ده ، داسې شرنګ کوي اوشمله می داسې نیغه ده اوپه حقیقت کی څه لاسته راوړنه اونتیجه نه وي، نودې ته خؤشې باټې وئيل کیږي چې لکه بړبوکۍ داوبوپرسروپړسیږي اوپه رپ کی پړک وکړي وچؤي . په خواشینۍ سره بایدووئيل شي چې په افغانستان کی بې سوادي اودپوهې ټيټه سطحه دومره پراخه ده چې ۲۰ فیصده لؤستي پکی هډوښکاري هم نه اودبې سوادودومره زوردې چې همدغه څوفیصده هم مجبوروي چې د اکثریت تابع شي اوکه ورته تابع نه شي ، مجبوردي چې اسلحې ته لاس واچوي . داهغه عیني اوذهني شرایط دي چې افغاني ټولنه یې له نه پخلاکېدوونکوتضادوونوسره مخ کړېده ترڅوچې دټولنې څخه داتضادوونه ورک نه شي ، بیاهم افغان اولس نه پخپله د انصاف اوعدالت لیاقت اوروحیه ساتلې اوروزلې شي ، نه به یې ګاونډي هېوادوونه ، اروپایي هيوادوونه اوامریکا ورکړي ، نه به ورته له اسمانه راوغورځي . اوس له بده بخته دافغان اولس حال په هرڅه کی دومره ټيټ دې چې أن اشغالګران یې دیووګړي ارزښت له یوې چینچڼې سره هم نه پرتله کوي اومونږولیدل چې دبوش غؤندې یویرغلګردهرافغان دسر قیمت ۷۵ ډالره کښېښوداودایواځې دهغوی دزورله کبله نه بلکه په درنه پيمانه دافغانانودګمزوریوله لاسه هم . دپای خبره داده چې له خپلوځانونووپوښتوچې داپه شعرونوکی ځانونه ستایو، رښتیاهم هغسې ځواک ، پوهه اووسائيل لروو؟

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو