په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

پنجشنبه، مهر ۹

!افغانانوځان خبرکړۍ

واحد سیلاني
‏2009‏، 01‏، اکټوبر‏، پنجشنبه

!افغانانوځان خبرکړۍ
دبېنواوېبپاڼې په یوه خبرکی داسې کښل شوي دي : « د ډنمارک هیواد دری سرتیري په افغانستان کې د هغو مرمیو د کارولو په استعمال تورن شوي چې د نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې یې پر استعمال بندیز لګول شوی. د ډنمارک دفاع وزارت وویل چې دغه سرتیري د افغانستان له جنوب څخه ایستل شوي او دمګړۍ خپل هیواد ته رسیدلي دی. دفاع وزارت وویل چې هغوي په جنوبي هلمند ولایت کې داسي مرمۍ کارولي چې په استفاده یې بندیز وو او هغوي په پټه افغانستان ته وړي وي. دغه مرمۍ ډم ډم نومیږي چې بیالوژیکي تاثیرات لري. »
که څه هم دداسې فاشیستي جنایتونواوجنایتکاروپه هکله ما له اوله خپل مسؤلیت سرته رسولې دې خوبیاهم دموضوع دحیاتي اهمیت له کبله په افغانستان کی دداسې فاشیستي اوغېرانساني خپلسریواوجنایتونوپه هکله خپلووطنوالوته وخت په وخت یادؤنه اړینه بولم چې دداسې خارجي رزیلواوفاشیستي پټو بانډونوپه هکله بایدخبراوسي . تاسوته شایدمعلومه نه وي چې په خارجي عسکرو کی دنړۍ شرمیدلي ، اپارتائيد اوفاشیزم ته معتقد اووفادارکسان ، متعصب ، کرکجن ، مجرم اولیوني هم لېږل شویدي ترڅوافغانان وډاروي اوپه جګړه کی له وجدان اوانساني عاطفې څخه کاروانخلي . هغوی داسې ذهنیت لري چې دساعت تېرۍ لپاره هم افغانان وژني اودخائين اووطنفروش کرزي په ۸ کلنه مزدورۍ کی موعملي ولیدل چې داته میاشتوماشوما ن ، دهغوی مېندې ، پلرونه ، واړه اوزاړه ، په ودونوکی ناوېانې ، اوان ترحیواناتوپورې په بې وجدانه توګه ووژل شؤل . تاسوته به هم څرګنده وي چې دجنایتکاربوش په ناجائزه جګړه کی دپښتنوپه ټولوسیموکی له زروي وسلونیؤلې ترکیمیاوي اوبیولوژیکي موادو(سپين فارسفورس ، یورانیم ، وائرسونه ) پورې کارول شوي دي خوزمونږنالؤستي اوبرمته پښتانه ددې اسلحواووژونکوموادوله مهلکوتاثراتواودراتلونکونسلونودجنېټيکي اوزېږمنوعېبونواوتاوانونوڅخه خبرنه دي . کاش چې ټول نارینه اوښځې پښتانه دپوهې اوسوادپه وسلوسمبال وای اوله هرحیاتي اومترقبه خطراودهغه دمخنیوي لپاره ددوښمن سره سیال وای نوزمونږاندېښنې به هم لږې وای خوله بده مرغه چې نالؤستي پښتانه دځاني اومالي تاوانونودمخنیوي لپاره لکه څنګه چې ښایي هغسې تخنیکي اوپوهنیزې وړتیاوې اوچمتووالې نه لري اوپرته له دې چې قاومت وکړي ، قرباني کیږي . زمونږپه مقدسه خاوره له روسي کمونیستي فاشیستانوڅخه نیولې ترغربي امپریالیستي یرغلګرواوددوی کورني ، عربي اوپاکیستاني بې وجدانوتالیڅټوپه اوږدوجګړوکی له دارنګه غېرانساني عملیاتواوموادوڅخه  کاراخیستل شؤېدې . دداسې جنایتونودپټؤلولپاره یرغلګروځینې کورني اوبهرني خبري منابع په ډالروراونیول اودازادورسنیواوژورنالیستانومخه یې ونیؤله ، ان تردې چې دتنقید اوریالیزم پلوي ژورنالیستانوته یې کارهم نه ورکاوه . دټولوسختیو، تعقیبؤلو، تهدیدؤلو، ډارؤلو، تښتؤلواووژلوسره سره ځینوپه وطن ، عدالت اوحقیقت مئينولیکوالواوژورنالیستانودبې وجدانوکورنیواوبهرنیوکړیوله شوموعزائیموڅخه پرده پورته کړېده اوانشاالله چې دحق اوحقیقت له پلوۍ به په بل هیڅ شي چرت ونه وهي . زه په بهرنیوهیوادونوکی مېشت اوپه افغانستان کی په پاکو، خواخوږو، زړه سواندوا وطنپرستولیکوالو، ژورنالیستانو، مشرانو، سیاستوالو، دبشري حقونورښتینوپلؤیانو اودوستانوباندی غږکووچې دداسې فاشیستي خپلسریوپرخلاف له خپلوامکاناتواووسائيلوکارواخلي . داچې دنوروملي خیانتونوترڅنګ کورنیوجنایتکارانواودډالري وجدان فاسدو چارواکودافغان اولس په زؤرؤنو، کړؤنو، ډارؤنو، تښتؤنو ، ترورکؤلواوپخپل کوراوټاټوبي کی سپکؤنوکی دخپل اولس پرځای دپردیویرغلګروسره مرسته کړې اوهغوی ته یې عام اوتام اختیارورکړې و، یوځل بیا خپله کرکه اولعنت ورلیږوواودهغې ورځې په تمه خپلوهلوځلواومبارزې ته دوام ورکووچې اخري کورنې جنایتکاراوملي خا ئين په اولسي محکمې کی خپل سرنؤيشت ته په زنځيرونوتړلې ولاړوي .


تل دی وي سرلؤړې افغان اولس اوددوی ټاټوبې


نابوداوشرمېدلي دوي دافغان اولس کورني اوبهرني دوښمنان

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو