په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

شنبه، مهر ۱۸

د بوش د محا کمې قانوني مهند سي : یوه کره کتنه

کره کتونکی : ډ اکټر رحمت ربي زیرکیار، خپلواک څېړونکی، امریکا
The Legal Architecture of the Bush’s Prosecution
By : Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, U.S.A.
September 4, 2009

څلور کلونه وړاندې په ٢٠٠۴ زییز کال کې د امریکې یو نامتو څېړنیز ژورنالیست سیمور هیرش خپل اتم کتاب راوویست : « د امَر پاټکي : له ١١/٩ نه ابوغریب ته سړک ، هارپر کولینز ٢٠٠۴
Seymour Hersh, The Chain of Command : The Road from 9/11 to Abu Ghrib. New York: Harper Collins, 2004
ما ( زیرکیار ) د وه نیم کلونه وړاندې لیکلي وو : زه چې ورته کسم سیمور هیرش د کوماند و یا امر په پاټکو کې غلی شان هڅه کوي چې که له د وهمې نړۍ والې جگړې نه وروسته په جرمني کې د نیورمبرگ مُحکمې ( ١٩۴٥) ته د خلکو پام راوگر ځوي-هغې مُحکمې ته چې د کوماند و د امر د مسًولیت اصل یې راوویست Principle of Command responsibility
بیا هم څوک ویلی شي چې تاریخ به ( په امریکا کې ) څنگه تصفیه وکړي . انتوني لیویس په « دي نیشن» ( ملت ) نومې مجله کې [ ٢٦ د سمبر ٢٠٠٥] د سکاټ هورټن [ د نیویارک د قانون پوهانو په ټولنه کې د بین المللي قوانینو د کمېټې مشر ] له خولې د اسې لیکي چې « د بوش یو شمېر غټ ماموران په ډ ېر احتمال سره د راتلونکي نسل پینوشیتان کېد لی شي » - ولولئ : زیرکیار ، د نوي سیاست الجبره : د امریکې د امپراتورۍ لپاره فکرونه ، ستراتیجۍ، پلانونه ، عملیات، ډ نډ ورې او غولونې . خپرند وې : د پښتني کولتور د ودې او پراختیا ټولنه ، جرمني . چاپ ځای : د انش کتابتون ، پېښور، ٢٠٠٦، مخونه ٢٣ تر ٢۴
“ A number of key Bush officials are more likely to be the Pinochets [Chilean brutal dictaror Augusto Pinochet : 1915-2006] of the next generation.”
پنځه د ېرش کلونه وړاندې په ١٩٧٣زییز کې ، جنرال اگوستو پینوشیت په چیلې کې د سلواد ور آلیندې حکومت د کود تا له لارې رانسکور کړ. په پینوشیت پسې په ٢٠٠۴ کې، د قتل او تښتونې د عوې راپورته شوې [ نوموړی په ٩١ کلنۍ کې، د ٢٠٠٦ په د سمبر کې مړ شو .] د پینوشیت د کود تا په د ېرشمه کلیزه، په ٢٠٠٣ کې یو مهم، په شواهد و کوټلی کتاب راووت . دې کتاب ته د امریکې د یوه نامتو ستراتجیست او د کود تا په مهال د بهرنیو چارو د وزیر ډ اکټر هینري کیسینجر او د نورو هغو اشخاصو وچولي تروه شول چې په چیلې کې یې د ولسواکۍ په ړنگولو او د جنرال پینوشیت په کود تا کې د امریکې له رول نه سترگې پټولې : پیټر کورنبلوه، پینوشیت ډ ېرۍ [ د وسیه، فایل ] : د فجایعو او مسًولیت یوه علني
شوې ډ ېرۍ، نیو پریس، ٢٠٠۴ ، په ٦٠٨ مخونو کې
Peter Kornbluh, Pinochet File : A Declassified Dossier on Atrocity and Accountability. New Press, 2004 (Paperback), 608 pages
د قانونپوه بوگلیوسي کتاب
د رې اویا کلن وینسینت بوگلیوسي د امریکې یو مفکر او وتلی څارنوال ( پراسیکیوتر : مدعی العموم ) دی اود واقعی جنایتونو د قضیو یو نامتو لیکوال دی . دغه متقاعد حقوقپوه لیکوال په ولسمشر جورج ډ بلیو بوش( ٢٠٠١ تر ٢٠٠٩) پسې راپارېدلی دی او محاکمې ته یې راکاږي . بوگلیوسي په خیل تازه چاپ شوي، کلک چاودونکي،او فکر تخنوونکي کتاب کې د بوش د محاکمې معماري انځور کړې ده : بوگلیو سي،د قتل له امله د جورج ډ بلیو بوش تعقیب .کمبریج، مسیچیو سیت،وانگارد پریس/ پرسیوس بوکز، ٢٠٠٨
Vincent Bugliosi, The Prosecution of George W. Bush for Murder. Cambridge, MA: Vanguard Press/ Perseus Books, 2008, 324 text pages.
حقوقپوه لیکوال نه یواځې په دې کې د کلکو مشکلاتو سره مخامخ شوی و چې د خپل کتاب لپاره خپرند وی
یانې ناشر مینده کړی، بلکې وروسته له خپرولو نه یې هم مشکلات په برخه شول . د غه کتاب چې ٣٢۴متنی مخونه لری، درې میاشتې وړاندې د ٢٠٠٨ د می په ٢٧نېټه راوتلی و. خو له وېرې هرچا له د ېنه ډ ډ ه کوله چې په غټو مطبوعا تو کې پرې وغږېږي . وروسته له ډ ېرو ټیلو او منډ و ترړو، لیکوال په دې بریالی شو چې د مرکو له لارې خلک په خپل کتاب خبر کړي . پخپله له ده نه واورئ
“Liberals as well as conservatives, totally blocked me out .”
وروسته له مننې، د کتاب لومړئ پړکی ( فصل ) داسې پېل شوی دی : « بې له تعصبه خلک به موافق وي چې په خپل کتاب کې مې هغه حقوقی معماری انځور کړې ده چې د بوش د تعقیب صلاحیت لري، او له د ېنه زیات مهم زه د بوش په مقابل کې هغسې لاسوندونه ( شواهد ) وړاندې کوم چې ( له ټول معقول شک نه بهر) ثابتوي چې هغه [ بوش ] د وژنې مقصر دی .» ۴ مخ
“...proves, beyond all reasonable doubt, that he is guilty of murder.” (page 4)
د امریکې په تاریخ کې خورا ستر جنایت
حقوقپوه بوگلیوسي په دې باور دی چې جورج ډبلیو بوش د امریکې په تاریخ کې « خورا ستر جنایت » کړی
دی، په دې چې عمداَ او قصداَ یې « د غلطو پلمو او ادعا گانو » [اَنډر فالس پریټینسیس ] له لارې خپل جنگ په عراق ورتپلی دی . په د غه جنگ کې چې د بوش جنگ دی ( نه د امریکې او نه د امریکې د ولس ) له سل زره نه زیات انسانانو د وحشتناک او ترهوونکی جنگ خوند څکلی دی . د بوش جنگ چې په «د روغو» (لای) ولاړ و هغسې « فاجعوی عواقب » رامنځته کړل چې اندازه یې د ٩١١ له بخولې نه ډ ېره ډ ېره غټه وه .نو په دې اکله « باید موږ د یو ملت په څېر څه وکړو؟» پام وړ داده چې لا تر اوسه ن یواځې د اچې د بوش د سلوک هېڅ ډول تحقیق نه دی شوی ، بلکې ددغه ډول تحقیق لپاره کوم «جدی وړاندیز » ( سیریَس
پروپوزَل) هم نه دی شوی(٢٩مخ). حقوقپوه لیکوال د ولسمشر جورج ډ بلیو بوش د روغ په لاند یني ډ ول ثابتوي
د زییز کال٢٠٠٣ د مارچ په ١٩ نېټه بوش په عراق وسله وال برید وکړ . له د ېنه څه د پاسه پنځه نیمې میاشتې وړاندې، د ٢٠٠٢ د اکتوبر په لومړئ نېټه د امریکې د ملي استخباراتو اټکل ( نیشنَل اِینتیلیجَنس اِیسټیمیټ ) په دې سرلیک معرفی شوی و: « د وگړیزې ویجاړتیا د وسلو لپاره د عراق جاري پروگرامونه«(ایراکز کنټینوینگ پروگرامز فور ویپنز آف ماس ډ یسټرکشن). د دموکرات گوند سناتور باب گراهم هغه مهال په مشرانو جرگه کې د استخباراتي کمیټې مشر و .هغه ویلي وو چې : « هو، له سلو نه زیات دموکراتانو» ولسمشر بوش ته اجازه ورکړه چې امریکه دې د عراق جنگ ته ورټیله کړي .دهغوی اکثریت دجمهوری غوښتونکو همکارانو په څیر په دې «مشروع باور » (لیجیتیمیت بِلیف ) ولاړ و چې ولسمشر او د
هغه ادارې به ورته د صدام حسین په اکله رښتیا ویلی وي چه هغه یو« مخ په زیاتیدونک خطر»( گاد رینگ
مینیس) دی، ١٠٩مخ . په عراق باندې له وسله وال برید نه نږدې درې میاشتې وروسته د ٢٠٠٣ په جولای کې او بیا د ٢٠٠۴ په اپریل کې، قسمتاَ د ملی اسخباراتو د اټکل راپور «علني» (دېکلاسیفاید)شو-دسپینوپاڼو
په نوم(وایټ پیپر). د بېلگې په ډول په دغه علني راپور(سپینو پاڼو) کې راغلی وو : «زموږ په قضاوت د ملگرو ملتونو د پرېکړو په خلاف عراق د وگړیزې وېجاړتیا د وسلو په پروگرامونو کې لگیا دی .» خو په هغو سپینو پاڼو کې چې ولسمشر بوش د امریکې کانگرس او عوامو ته وښودلې، هلته « زموږ په قضاوت » ټکي ( وي جَج د یټ ) حذف شوي وو . د کتاب لیکوال وایي چې « زموږ په قضاوت » الفاظ فقط د امریکې د مرکزي استخباراتو یو نظر ښکاره کوي. په دې ډول د ولسمشر بوش له خوا په وړاندې شوو سپینو پاڼو کې په مطلق شکل راغلي وو چې : « عراق د ملگرو ملتونو د پرېکړو په خلاف د وگړیزې وېجاړتیا د وسلو په پوگرامونووکې لگیا دی »
“Iraq has continued its weapons of mass destruction programs.”
په دې ډول بوش او د هغه « مطیعو» مرکزي استخباراتو یو نظر په « واقعیت » واړاوه ( ١١٢مخ )
“opinion...turned into fact.”(p. 112)
د ملي استخباراتو اټکل
د ملی استخباراتو داټکل په مخفي یانې کلاسیفیاید نسخه کې راغلي دي چې: «موږ تخمینوو ( اَسیس ) چې بغداد د ... مجدد تولید پیل کړی دی .» خو کانگرس او د امریکې عوامو ته د ولسمشر بوش په سپینو پاڼو کې د « موږ تخمینوو چې » ( وي آسیس دَ یټ ) الفاظ ایسته شوي وو،او په دې ډول جمله داسې لوستل کېږي
“Baghdad has began renewed production of mustard, sarin, GF... and VX.”
د ملی استخباراتو د اټکل په مخفي یا سري راپور کې راغلی دي چې «که څه هم موږ د عراق د کمیاوي وسلو د انبار په اکله لږ خاص معلومات لرو ،ښایي صدام لږ تر لږه سل مټریک ټنه او شاید (پاسیبلي)د پنځه
سوه مټریک ټنو پورې کمیاوي وسلې انبار کړې دي-غټه برخه یې په تېر کال کې .» د «ښایي» او « شاید » [پاسیبلي/ پرابیبلي ] په ترکیب جمله په څرگنده ژبه دا مانا لري چې استخبارات « معلومات نلري» .خود بوش په علني سپینو پاڼو کې دا برخه ( « که څه هم موږ د عراق د کمیاوي وسلو د انبار په اکله لږ خاص -لیټِل سپیسیفیک- معلومات لرو» ) ایسته شوې ده، او پر ځای یې په ساده ډ ول یواځې د اسې لیکل شوي دي چې «صدام شاید لږ تر لږه....» ،١١٢مخ
“Saddam probalbly has stocked at least....” (p. 112).
د ملي استخباراتو د اټکل مخفي نسخه وایي : «زموږ په نظر» یا « زموږپه قضاوت ‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏عراق ځینې وژونکې او کمزوری کوونکې بیولوجیک وسلې لری او په دې قاد ر دی چې د انتراکس په شمول د د غو عاملونو (ایجنتس) یوه تنوع تولید او په وسلو کې استعمال کړي،لکه د توغولو لپاره د بمونو، توغند یو،هوایي تیتوونکو،او مخفي مامورانو (جاسوسانو) په واسطه.» د حقوقپوه لیکوال په وینا،د سپینې ماڼۍ په علني سپینو پاڼو کې د سپینې ماڼۍ « محترمو او وجداني او اخلاقي اوهېوادد وستو او ډ ېرد یني خلکو» له ذ کر شوې جملې نه لومړئ برخه یانې [وي جَج دَ یټ= زموږ په قضاوت] لرې کړې وه، او پاتی جمله یې داسې پیل کړې وه
“Iraq has some lethal and incapacitating BW(biological weapons) and is capable of producing and weaponizing.....”
سر بېره پر دې، دغو عالیجنا بانو یو بله لاسوهنه هم کړې وه او هغه داچې ځینې الفاظ یې هم پکې ورزیات کړي وو، په دې ډ ول
“including potentially against the U.S. homeland.” (p. 113)
د ملي استخباراتو د اټکل په پټه یانې سري نسخه کې ویل شوي وو چې عراق د بې الوتانه (اټومیټیک) هوایي وسیلو ( یُو أئ ويز ) په پرمختیا کې لگیا و .( یُو أئ ویز: اَنمیند اَریَل ویهیکلز ). ذکر شوی مخفي راپور وایي چې دغه اَټومیټیک هوایي وسیلې « شاید په دې نېت وې چې بیولوجیک جنگی عاملونه وتوغوي» .خو د سپینې ماڼۍ په علني سپینو پاڼو (وایټ پیپَر ) کې یو لمنلیک ( فُټ نوټ ) خوړل شوی و چې په پټه نسخه کې شامل و .په دغه ایسته شوی (حذف شوی) لمنلیک کې راغلی وو چې د استخباراتو، څارنې، او اکتشاف لپاره د امریکې د هوایی قوې مشر (ډایرِکټر ) ورسره موافقه نلرله،١١٣مخ..د کتاب لیکوال پوښتنه کوی چې د سپینې ماڼۍ په علنی سپینو پاڼو کې پورتنئ تلل شوې خوړنې (حذ فونه ) او لاسوهنې ( تحریفونه ) موږ ته څه شی په « ډ ېر، ډ ېر، ډ ېر وضاحت » سره راښئ ؟ حقوقپوه لیکوال خپلې پوښتنې ته داسې ځواب ورکوی : دغه تلل شوې خوړنې او لاسوهنې « بې له ترد یده» [اَنمیسټیکنلي ]د جورج ډبلیو بوش او د هغه د کړۍ د اشخاصو قصد څرگند وي چې په د روغو سره حقیقت تحریف کړي او خپل هدف وړاندې بوځي. د غه هدف په دې راڅرخیده چې د امریکې عوام او کانگرس په دې قانع کړي چې په عراق باندې د امریکې برید د امریکې د د فاع لپاره و او روغ عمل و
د سي آې أئ مشر ته د دې سازمان د پخوانو مامورانو لیک
حقوقپوه بوگلیوسي یو لیک راوړي چې د امریکې د مرکزي استخباراتو شپږ تنو پخوانو مامورانو د د غه سازمان مشر جورج ټینیټ ته هغه مهال استولی و چې د ٢٠٠٧ کال په اپریل کې یې خپلې خاطرې چاپ کړې وې، په دې سر لیک :« د حملې په مرکز کې، اپریل ٢٠٠٧» ( اَټ دي سینتر آف سټورم ، اپریل ٢٠٠٧(. د سي آې أئ ذکر شوو شپږ تنو پخوانو مامورانو ټینیټ ته داسې لیکلي وو : « تاسې د عراق د جنگ قضیه جوړه کړه . تاسې د سي آې أئ د مامورانو سره خیانت وکړ . هغوې چې کوم استخبارات راغونډکړی وو، هلته په څرگند ډول راغلي وو چې صدام گړندی ( قریب الوقوع ) خطر [ اِیمینینت ترییت ] نه و ایجاد کړی . تاسې د هغو تحلیلگرانو سره خیانت وکړ چې د [ مرستیال ولسمشر د یک ] چیني او د [ دفاع وزیر دانالد ] رمسفیلډ د فشار په مقابل کې یې مقاومت کاوه ...که څه هم سي آې أئ د ٢٠٠٢ د سپتمبر په وروستیو کې اطلاع لرله [لَرنډ ]...چې عراق د اوساما بن لاد ن سره نه تیر یا اوسنئ تماس درلود او د عراق مشر بن لادن ته د غلیم په سترگه کتل...تاسې بیا هم د کال ٢٠٠٣په فبرورۍ کې کانگرس ته لاړئ او شهاد ت مو ورکړ چې عراق واقعاَ د القاعدې سره اړیکې لرلې . د سي آې أئ د مشر په حیث ستاسې د وره د یوې د اسې نړۍ په خلقو لو کې مرستند وې وه چې ډ ېره خطرناکه [مور ډ ینجرَس ] ده . دا ډیره د تاسف وړ ده چې تاسې لا تراوسه داسې معلومیږئ چې د هغې سترې اندازې وژنې او وینې تویونې مناسب د رک نلرئ چې ستاسې په واسطه اسانې شوې دي .» ١١٦مخ
“...enormous amount of death and carnage you have facilitated.” (p. 116)
ریچارد کلارک د کال ٢٠٠٣ پورې په سپینه ماڼۍ کې د ترهه گرۍ پرضد چارو کې غټ چارپوه و . کلا رک وایی چې د ٩١١ له بخولې نه وروسته، ولسمشر بوش « یوې کوټې ته د یو جوړه نورو کسانو سره راښکلم، د ړه یې وتړله» او ویې ویل چې کلا رک باید مینده کړي چې « آیا عراق دغسې کړي وي.» کلا ر ک « بې له شکه » داسې پوه شو چې ولسمشر بوش « زما نه غواړي چې بېرته د یوه راپور سره راشم»-هغه راپور چې د ٩١١ په بخوله کې د صد ام حسین لاس وښئ ،١١٧تر ١١٨مخونه ولولئ
“ a report that said Iraq did this.” (pp. 117-118)
د محاکمې قضایي حوزه او د توطًې عناصر
حقوقپوه بوگلیوسي د محاکمې په قضایی حوزه داسې رڼا اچوي : د د غې محاکمې لپاره تر ټولو غوره صلاحیتي حوزه واشنگټن ډي سي ( د امریکې پایتخت) دی چې تعقیبوونکي به یې پخپله د امریکې د متحدو ایالتونو لوي څارنوال (آتورني جنرَل) وی .په بوش باندې د د وه جنایتونو تور لگېد لی دی : (١) د وژنې یانې قتل توطًه جوړول، او (٢) پخپله وژنه
“conspiracy to commit murder and murder [itself].”
ددغو جنایتونو د محاکمې لپاره قانونی او جزایی مرجع په دې ډ ول ښود ل شوې ده : د توطًې لپاره د اتلسم فد رال کوډ ١١١٧ پراگراف، او پخپله د وژنې یانې قتل لپاره د همد غه کوډ ١١١١ پراگراف . د قتل جزا عمري بند یخانه یا پخپله اعدام (ډ یت ) دی . خو د قتل د توطًې د جزا جگ حد عمري بند یخانه ده (١٥٦ مخ). پنځه د یرش کلونه وړاندې په م١٩٧٣ کال کې جنرال پینوشیت په چیلی کې د آلیندې حکومت رانسکور کړ .یو د یرش کلونه وروسته په د سمبر ٢٠٠۴ کې د ٨٩ کلن جنرال پینوشیت په مقابل کې چې چا به گوتې نه شوای ورنږدې کولای، د قتل او تښتونې ( مَرډ ر اینډ کیډ ناپینگ ) دعوې را پورته شوې ( ١٥۴ مخ ) حقوقپوه بوگلیوسي وایی چې نه یواځې فدرالی لوي څارنوال د بوش د څارنې [پراسیکیوشن= تعقیب ] صلاحیت لری، بلکې له ٩٣ فد رالی سیمو نه هر سیمه ییز څارنوال [فید رال ډیسټریکټ اتورني]هم کولی شي چې ولسمشر بوش د تعقیب لاندې ونیسي . دغه شان له پنځوس ایالتونو نه هر ایالتی لوی څارنوال کولی شی چې بوش د څارنې لاندې ونیسی . سر بیره پر دې، په پنځوس ایالتونو کې د هرې هغې ولسوالۍ [کَونټي ] څارنوال هم بوش د تعقیب لاندې نیولی شي چې په عراق کې د بوش په جنگ کې یې عسکرو ژوند له لاسه ورکړی وي
بوش د خپل جنگ لپاره د امریکې عسکر ولېږل، خو پخپله یې په سپینه ماڼۍ کې د خوند او جلال ژوند تېراوه اوهلته یې د خپل مرستیال د یک چیني او نورو سره پړپړه ( توطًه، د سیسه ) جوړوله . دلته پوښتنه د ا ده چې د توطًې په فید رالي جنایت کې کوم عنصر حتمي دی ؟ یانې په « کورپوس د یلیکتي» ( د تخطي د قوانینو په مجموعه ) کې لازمي توکمی کوم د ی ؟ . د توطًې هدف ته د رسېدلو لپاره باید « لږ تر لږه یو څرگند عمل » [ اُورت اکشن ] د توطًې د یوه یا څو غړو له خوا اجرا شوی وي . د بېلگې په ډ ول که پیسه گل او شډ ل یوه بانک د وهلو لپاره توطًه جوړوي، « د تېښتې د موټر لپاره تېل رانیول » بسنه کوي چې څرگند عمل ورته وویل شي . بوش او یارانو یې خلکو (د امریکې د پنځوس ایالتونو ولس ) ته د روغ وویل او د واقعیت په غلط تصویر ( میس ریپریزنټیشن ) یې هغوی په دې قانع کړل چې د بوش او د هغه د یارانو جنگ د امریکې د د فاع په پلمه مشروعیت لري . البته دلته زیات د روغ او د واقعیت زیت غلط تصویر ( علني یا څرگند اعمال ) د هیواد په پایتخت واشننگټن ډي سي کی د مطبوعاتو له امله وړاندې شوي وو .خو بیا هم د غه څرگند عملونه ( د روغ او د واقعیت غلط تصویر ) ډ یر ځلې هممهال په ټولو ایالتونو کې د امریکایانو کورونو ته ورننوتلي وو . د هر ایالت لوي څارنوال د دې قضایی صلاحیت لري چې بوش د قتل د توطًې له امله او پخپله د قتل له امله تعقیب کړي ، ١٥٦ مخ
توطًه په د رې ستنو ولاړه وي : په گډ هدف ، د یو بل په اتکا ( میوچوَل ډ یپنډ نس، یانې په یو بل حسابول ) ، او په څرگند عمل . حقوقپوه لیکوال کاږي چې په د روغو ولاړ جنگ کې متقابله مرسته او په یوبل اتکا حتمي وی، یانې غلط جنگ ( هدف ) توطًې ته اړ و .لیکوال پوښتنه کوي چې په توطًه کې څوک د بوش سره شریک وو ؟ لیکوال مرستیال ولسمشر د یک چیني او د ملی امنیت د جرگې مشاورې کاندي رایس ته گوته نیسي . دی د دفاع د وزیر دانالډ رمسفیلډ د تقصیر په اکله په کافي کچه ډ اډ ه نه دی، خو کله چې یې څارنوال محکمې ته د احضار حُکم وکړي او ددغه حُکم اسناد، د اظهاراتو لاسته راوړل، او منصفه هیًت( گرینډ جوري )ته د مهمو ا شخاصو شهاد تونه او گواهۍ وکتل شي ، په توطًه کې د رمسفیلډ د گډون کشف به د ومره مشکل کار نه وي : [ ... دیټ شوډ ناټ بي هارډ ټو ډ یټرمین ] .لیکوال وایی چې د بوش غټ مشاور کارل رُو هم دغسې د ر واخلئ . د ولسمشر بوش په خپله وینا، کارل رُو د هغه « مهندس» و : « په احتمال سره » کارل رُو به په توطًه کې کلک نښتی وي [ډ یپلي اِمپلیکیټیډ ] . حقوقپوه بوگلیوسي که څه هم د بهرنیو چارو د وزیر کولین پاوَل په اکله نه پوهېږي ، داسې « احساسوي » چې نوموړی به « بې گناه » وي . د پاوَل «یواځینئ گناه » د نوموړي په «ضعف » راڅرخي . لیکوال په دې عقیده دئ چې منصفه هیًت به ولسمشر، مرستیال ولسمشر د یک چیني، او د ملی امنیت د جرگې مشاوره کاندي رایس « محکوم» یانې ( کَنویکت ) کړي-په لومړئ د رجه قتل چې په قصد او پلان ولاړ وي . په ټولو ایالتونو کې منصفه هیًت [ جوري ] پرېکړه کوي چې متهم ته څه ډ ول جزا وټاکی : د عفوې په امکان سره د ټول عمر بندي ، بې له عفوې د ټول عمر بندي، یا اعد ام [وژنه]-١٥٧ تر ١٥٨ مخونه
حقوقپوه لیکوال یو بل مهم ټکي ته هم گوته نیولې ده : ولسمشر بوش د ٩١١ له بخولې [ ١١سپتمبر ٢٠٠١]نه نږدې یو کال وروسته ، د کال ٢٠٠٢ د اکتوبر په اوومه نېټه د اُهایو په ایالت کې په سینسیناتي کې د موزیم له مرکز نه وینا وکړه . هلته یې خطر د اسې انځور کړ چې گوندې گړندی یانې قریب الوقوع به وي-په دې الفاظو چې د غه خطر «په هره ټاکلې ورځ » ]آن اِ یني گیوین ډئ ] پیښید ونکی دی . د غه ویناپه دې راچاپېره وه چې صد ام حسین امریکې ته یو غټ خطر و .د بوش له دغې وینا نه یوه ورځ وروسته (اکتوب ٨، ٢٠٠٢) د مشرانو جرگې د استخباراتی کمېټې د فشار له امله ، د سي آې أئ مشر جورج ټینیټ یو لیک علنی ( ډیکلاسیفایډ ، غیر مخفي ) کړ او د مشرانو د جرگې د استخباراتی کمیټې مشر باب گراهَم ته یې واستاوه .د گراهَم له خولې، هغه ته دغه لیک د ٢٠٠٢ د اکتوبر په اوومه د مازیگر په څلور بجو او ٢٧ د قیقو ورفکس شوی و . د سي آې أئ مشر ټینیټ چې ولسمشر بوش ته مسًول و ، حتماَ به یې ذ کر شوی علنی لیک خپل امر (بوش) ته هم مخکې له مخکې لېږلی و ي . د سي آې أئ « په لمریز نظام [ سولَر سیستم]» کې ولسمشر لمر دی » ،او پخپله سي آې أئ او د هغې مشر « یواځې د ولسمشر په خد مت کې وي.» ولولئ
Thomas Powers,The Man Who Kept the Secrets: Richard Helms an d the CIA, quoted in Bugleosi, p.106
د غه علنی لیک د ٢٠٠٢ د اکتوبر په اتمه د ولسی جرگې او د مشرانو جرگې د استخباراتی کمیټو گډې غونډې ته واورول شو . په د غه لیک کې که څه هم داسې څه وو چې د صد ام له خوا امریکې ته په گړندی خطر دلالت وکړی، هلته داسې هم راغلی وو چې که چېرې امریکه لومړی په صدام برید وکړی هغه به د ېته اړشي چې د ځان د د فاع لپاره کمیاوي او بیولوجیک وسلې وکاروي . یانې د غه ډ ول وسلې به په خپل د فاعي حالت کې وکاروي . د د غه لیک لاند ېني متن ته پام وکړئ
“Baghdad for now appears to be drawing a line short of conducting terrorist attacks with coventional or CBW (chemical or biological weapons) against the United States. Should Hussein conclude that a U.S.
lead attack [against him] could no longer be deterred, he probably would be much less constrained  
adopting terrorist actions,” the above letter says. (p. 105)
په سینسیناتی کې د ولسمشر بوش له وینا نه څلور ورځې وروسته ( ١١ اکتوبر ،٢٠٠٢ ) د امریکې کانگرس بوش ته اجازه ورکړه چې د عراق په مقابل کې زور وکاروي . لیکوال کاږ چې پخپله د ده «انگېزه» (موټیویشن) سیاسی جنبه نلري . یانې که یو دموکرات ولسمشر د ولسمشر بوش په شان عمل کړای وای، لیکوال به یې په ضد «عین ، ورته» ( سَیم، آید ینتیکَل) لیکنه راویستلای وای . لیکوال په « غټو لیبرال ډ یوو» (لیډینگ لیبرال لایټس ) هم ټونگه وهلې ده ! د بیلگې په ډول، د موکرات سیناتو ایډ وارډ کینیډي په ولسمشر بوش پړه اچوي چې کانگرس یې د « تقلب » ( ډ یسټورشن) له لارې تېروېست چې د عراق د جنگ لپاره اجازه ورکړي . دلته لیکوال داسې پوښتنه کوي : که ولسمشر بوش د غسې کوي لکه سیناتور کینیډي یې چې تشریحوي، نو بیا څه کول په کار دي ؟ ( د ېن وَټ؟) . حقوقپوه لیکوال بوگلیوسي وایي چې وگورئ، ولسمشر بیل کلینټن په دې متهم شو او د تحقیق لاندې ونیول شو چې د اد عا له مخې یې هڅه کړې وه چې په توافقي، رضایتي جنسي رابطه څپوڼی واچوي .لیکوال زیاتوي چې« تاسې د بوش په اکله د څه سپارښتنه کوئ چې له سلو زرو نه د زیاتو وژنو مسًول دی؟»، ٨٣ مخ
جورج ډ بلیو بوش د گوَرنر په حیث د امریکې په تاریخ کې په ټولو گوَرنرانو کې « د اعدام خورا جگه اندازه»( دي هایست اِکسیکیوشن رَیټ ) کارولې وه-٨٥ مخ . لیکوال «ډ ېر ډ اډ ه» دی چې په کتاب کې د ښود ل شوو لاسوند ونو ( شواهد و) په مټ یو « وارد» څارنوال ( کامپیټینټ پراسیکیوټر ) ولسمشر بوش د قتل په جرم محکومولی شي ( ٨٦ مخ) د کتاب لیکوال یوې بلې پوښتنې ته هم ځواب وایي : ښایي یو څوک پوښتنه وکړي چې شخصاَ خو ولسمشر بوش هیڅوک نه دي وژلي ، نو څنگه به هغه د قتل په جرم تعقیب اومحکوم شي؟ هو، سمه ده چې وژ نې په عراق کې وشوې . خو د تقصیر یا جرم لپاره حتمي نه ده چې په جنایت تورن شوی شخص ( متهم، مد عي علیه) دې پخپله شخصاَ ( فیزیکلي = جسماَ، واقعاَ ) د قتل مرتکب شوی وي . لیکوال یوې جنایي قضیې ته گوته نیسي چې پخپله لیکوال پکې څارنوال و . پخپله ده یو متهم (یو سړی چې چارلز منسون نومیده ) په اووه قتلونو محکوم کړ، که څه هم متهم (منسون) نه پخپله په هېڅ یو قتل کې گډون د رلود ، او نه هغه مهال حاضر و . د متهم (منسون) د محکومیت لپاره څارنوال (د کتاب لیکونکي بوگلیوسي) په توطًه کې د نیابتي یا وکالتي مسًولیت اصل ته مراجعه وکړه چې انگریزي مطلب یې په لاندې ډ ول دی
vicarious liability rule of conspiracy
ددغه اصل له مخې د یوې توطًې یا د سیسې هر غړی جنایی مسولیت لری په ټولو هغو جنایتونو کې چې د هغوی توطًه گرو شریکانو ( کوکانسپیراټورز) یا د توطًې د شریکانو بې گناه عاملانو او دلالانو( اِینوسینټ اِیجنتس ) د توطًې د هدف د پوره کولو لپاره اجرا کړي وي .لیکوال وایی چې جورج ډ بلیو بوش په غلطو ادعاگانو د امریکې ملت د عراق په جنگ اخته کړ .په د غه د سیسه یا توطًه کې بوش ځانله نه و، بلکې د هغه د نږدې کړۍ ځینو غړو ( د توطًې شریکانو ) پکې گډ ون لاره
“Necessarily, he conspired with...coconspirators like Dick Cheny and Condolizza Rice.” (pp. 86-87)
حقوقپوه لیکوال وایی چې د سیسه یا توطًه باید هدف ولري . د بوش او د شریکانو د توطًې هدف د او چې په عراق دې برید وشي .که یو څوک وپوښتي چې بوش او د توطًې شریکانو یې شخصاَ ( جسماَ ) څه د پاسه څلورزره امریکایي عسکر نه دي وژلي ، بلکې عراقي عسکرو او پاڅون والو وژلي دي، نو څنگه به د وکا لتي یا نیابتي مسًولیت د اصل له مخې بوش او د هغه انډ یوالان د قتل مجرمان وگڼل شي ؟ ځواب :که د د سیسې شریک یا هرڅوک « قصداَ د پیښو یوه لړۍ په خوځښت راولي» ( سیټ اِن موشن أ چین آف ایونټس ) او په دې پوهیږي چې دغه عمل به یې د یوه بې گناه د ریم شخص باعث شي چې د یوه عمل مرتکب شي، د توطًې شریک ته د د ریم بې گناه شخص د عمل جنایي مسًولیت ورپه غاړه کېږي . د لته د ریم بې گناه شخص یا بې گناه عامل (اِینوسینت اِیجنټ ) پخپله لومړی د عراق عسکر او ورپسې د عراق پاڅونوالان (اِینسرجنتس) وو، اوهغوی چې په خپل هیواد کې د کوم عمل مرتکب شوي وو، دامریکې د عسکرو وژل وو. هغوی د بوش په جنایت (قتل ) کې د بې گناه عامل یا دلال رول لو بولی و . هغوی د خپل هیواد د د فاع لپاره یرغلگران ( امریکایي عسکر ) ووژل . هغوی ( بې گناه عامل ) د د غه قتل لپاره لازم جنایي قصد نه لاره . په ساده ژبه ، د غه قتل ( د امریکایي عسکرو وژنه ) په هغوی ورتپل شوی و . په حقوقو کې د باعث کید لو( کاز) ټکی د موجب کېد لو، ایجاد ولو یا رامنځته کولو په مانا کارول کېږي
cause: bring into existence or bring about
په دې ډول، په عراق باندې د بوش یرغل یقیناَ د عراقیانو پاڅون رامنځته کړ یا یې ایجاد کړ ، او د بوش عمل د د ې موجب شو چې عراقیان د امریکې عسکر ووژني-په عین ډ ول لکه یو سړی چې ټوپک د ډ ز لپاره ډ کوي، ماشۍ یې راکاږ ي او یو څوک پرې وژني . په جنایي حقوقو کې د ریم شخص ( یې گناه عامل یا بې گناه دلال ) د اصلي مجرم یانې د اصلي لوبغاړي «صرف یوه وسیله » گڼل کېږي . که سړی د لیل وړاندې کړي چې بوش په د غه موضوع کې مسًول نه دی ، د ا به نږدې د هغه توطًه گر د د لیل معاد ل وي چې د هغه د توطًې شریک ( کوکانسپیراټور ) هېڅکله قرباني یانې مقتول شخص نه دی وژلی ، بلکې د هغه ټوپک وژلی د ی ، ٨٧ مخ
اساسي قانون ، کانگرس او د ولسمشر محاکمه
د امریکې په اساسی قانون کې د ولسمشر د محاکمې په اکله څه راغلي دي ؟ لیکوال د وه شرطونو ته گوته نیولې د ه : لومړی دا چې بوش « یواځې » هغه مهال د تعقیب لاندې نیول کېد لی شي چې « نور ولسمشر نه وي » [ اَفټر هي اِز نو لانگر پریزید ینت ] ٨٩ مخ . د اساسی قانون له مخې، ولسی جرگه رسماَ په اکثریت سره ولسمشر په خیانت، بډ و ،سترو جنایتونو او تخطی گانو متهم کولی شی . د ولسمشر د محاکمې لپاره پخپله مشرانو جرگه په محکمه اوړی، یانې مشرانو جرگه کولی شی چې ولسمشر محاکمه یانې «اِمپیچ» کړی او په د وه پرد رې ( ٣/٢) اکثریت سره یې محکوم ( کنویکټ) کړی-د اساسی قانون لومړئ ماده ، د ریمه برخه، اووم بند . په همد غه بند کې « دي پارټي کَنویکتید » ټکي کارول شوي دي چې په «محکوم شوي شخص» (ولسمشر) را څرخي . محکوم شوی ولسمشر د دې مسًول دی چې د نورو هغو جنایتونو له کبله قانونې محکمې ته راوستل شي چې د خپلې ولسمشرۍ په پېر کې یې کړي وو . د اساسي قانون ژبه داسې ده
“ but the party convicted shall nevertheless be liable and subject to indictment, trial, judgment and punishment, according to law.” (Article 1, section 3, clause 7)
وروسته له محکومیت نه ولسمشر نه یواځې د ا چې له خپل مقام نه لرې کېږي ، بلکې کوم فد رالي افتخاري مقام هم ورته ورسپارل کید لی نشي . دوهم شرط دادی چې که د امریکې نوی ولسمشر چې د ٢٠٠٩کال د جنورۍ په شلمه نیټه به رسماَ په کار پیل کوي ، اوسني ولسمشر ( بوش) ته د خپلې رسمي د ورې (جنوری ٢٠٠١ تر جنوری ٢٠٠٩) ټول جنایتونه عفوه نکړي، بوش د بل هر هیواد وال ( تبعه) په څیرد خپلې د ورې د هر جنایت له امله تعقیب کید لی شي . حقوقپوه بوگلیوسي وایي چې دلته خبره د قتل ده ، ځکه خو د تعقیبولو هیڅ قانوني محدود یت او قید ( ستاتوس آف لیمیټیشن ) نشته . ولسمشر ریچارد نیکسن مخکې له دې چې د واټر گیټ د قضیې له کبله په کانگرس کې متهم او محاکمه شي ، څلورد یرش کلونه وړاندې یې په زییز کال ١٩٧۴ کې استعفا ورکړه ، او او د هغه ناستن ولسمشر جرالد فورډ ورته د واټرگیټ د قضیې په اکله د هغه ټول جنایتونه عفوه کړل
حقوقپوه لیکوال یوه بله مهمه پوښتنه راوړاندې کوي او ځواب یې ورکوي : کانگرس چې د عسکرو په شمول د ټولو امریکایانو استازولي کوي، شپږ کالونه وړاندې د ٢٠٠٢ زییز کال د اکتوبر په یولسمه نېټه یې ولسمشر بوش ته اجازه ورکړه چې د عراق په مقابل کې زور وکاروي. نو څنگه به یو څوک د ولسمشر سره د یوه جنایتکار په څېر معامله وکړي؟ ځواب یې داسې دی : د کانگرس له خوا اجازه د بوش د حقوقی د فاع لپاره اهمیت نلري ،په د وه دلیلونو : یو د لیل دا دی چې پخپله بوش د ولسمشر په حیث د ټولو وسله والو قواو ستر کوماند ان د ی ، نه کانگرس ، او وروستنئ پرېکړه شخصاَ د ولسمشر صلاحیت دی ، نه د کانگرس .د وهم د لیل د ا دی چې د کانگرس « توافق بی اعتباره او مرد ود» دی ځکه چې ولسمشر بوش د غه توافق قصد اَ د حقیقت په غلطو تصویرونو لاسته راوړی و
“...nullified by the deliberate misrepreentations he made to Congress in inducing it to give him consent.” (p. 92)
حقوقپوه بوگلیوسي کاږي چې ټول واقعی جنایتونه په دوه توکمونو ولاړ وي :یو یی ممنوع عمل دی ، او د وهم یې جنایی قصد دی . قتل ممنوع عمل دی . د قتل لپاره په جنایی قصد کې بد نیت او خبا ثت( اِیوَل-مینینگ ماینډ ) شامل د ي ( وگورئ : یُونایټیډ سټیټس سوپریم کورټ ، موریسیټې ویرزوس یُونایټیډ سټیټس ) . د ولسمشر بوش د جنگ په اکله د هغه « عمل » د ادی چې په عراق باندې د برید امر یې وکړ، بې له دې جې د عراق له خوا امریکې ته گړندی ( قریب الوقوع) خطر راروان وي . د دغه عمل له امله څه د پاسه څلور زره امریکایی عسکر د خاورو خوراک شول . د بوش د تعقیب په اړه لیکوال بوگلیوسي په دې اند دی چې د بوش جنگ په مخکني تکل ( قبلي قصد یا نیت = پري میډ یټیشن ) ولاړ دی ، ځکه چې د د غه جنگ لپاره ښایسته ډ ېرې میاشتې تیاری نیول شوی و ،٩٥ مخ
مانینگ یاد اشت
حقوقپوه لیکوال د بوش د محاکمې لپاره ، د برتانیې د حکومت د یاداشت (ډ ونینگ سټریټ میمو) په کچه ډ ېر ډ ېر اهمیت مانینگ یاداشت ( مانینگ میمو) ته ورکړی دی : څه د پاسه پنځه نیم کالونه وړاندې، د زییز کال ٢٠٠٣ د جنورۍ په ٣١ نېټه ولسمشر بوش ، د برتانیې لومړی وزیر تو نی بلیر، او شپږ نور غټ مشاوران ( د کاندي رایس او د توني بلیر د بهرنی سیاست د مشاور ډ یویډ مانینگ په شمول ) په سپینه ماڼۍ کې د یو بل سره جرگه شول .له غونډې نه وروسته، برتانوي سیاسي مشاور ډ یوډ مانینگ یو پنځه مخیز یاداشت ولیکه چې د « فوقالعاده حساس» ( اِیکسټریملي زینزیټیو) مهر پرې لگیدلی و . په دغه یاد اشت کې د ذ کر شوې غونډې لنډ یز خوندي شوی و . ډ یویډ ماینینگ لیکي چې ولسمشر بوش او لومړي وزیر بلیر د واړو په دې کې شک لاره چې په عراق کې به د وگړیزې ویجاړتیا وسلې موجودې وي . هلته راغلي دي چې بوش ناراحت او غصه و چې د ملگرو ملتونو چارپو هانو ولې په عراق کې د ذ کر شوو وسلو په میند لو بریالي نه شول .مانینگ کاږي چې بوش غوښتل د صد ام حسین سره په د رې لارو چلن( برخورد ) وکړي [ ټو پرووک أ کنفرنټیشن ] . دد غه برخورد یوه لاره داده چې « یُوټو اکتشافي الوتکه چې په غلط ډ ول» به پرې د ملگرو ملتونو رنگونه رسم شوي وي د عراق په فضا کې والوزوي
“ fly U2 ...falsely painted in United Nations colors.”
د دغې د سیسې موخه د ا وه چې که چیرې صد ام حسین په د غه اکشافي الوتکه ډ زې وکړي، نو د غه عمل به یې د ملگرو ملتونو له پریکړو نه سرغړونه وي او د جنگ لپاره به مشروعیت وي
پای


حقوقپوه وینسینت بوگلیوسي چې یو وتلی متقاعد څارنوال او یو غښتلی امریکایي هېواد دوست دی ، د ولسمشر جورج ډ بلیو بوش د تعقیب لپاره یې په شواهد و ډ که ډ ېرۍ ( د وسیه، فایل ) د کوټلي استدلال سره د امریکې څارنوالانو ته وړاندې کړې ده . که نوی یانې په بوش پسې ورپسې ولسمشر بوش ته د نوموړي د رسمي د ورې ( جنوري٢٠٠١تر جنوري٢٠٠٩) د ټولو جنایتونو عفوه ونکړي، نری غوندې امکان شته چې په امریکه کې ( د گور وید ال په وینا، « د هیرتیا په متحد و ایالتونو» کې ) کوم هیواد د وست څارنوال د وینسینت بوگلیوسي له قانوني معمارۍ نه کار واخلي . د ولسمشر بوش او د هغه د ډ لې تعقیب به په نیول شوي افغانستان کې د د سیسې د شریکانو لپاره هم لږ و ډ یر عواقب ولري . پای : توزند اُوکس ، کلیفورنیا، ٨ سپتمبر ٢٠٠٨= ١٨ وږی ١٣٨٧
افغانان چې په خپله خاوره کې ډ اکټر زلمی خلیلزاد مینده کړي ، باید هغه سلوک ورسره وکړي چې د جنگ د جنایتکار سره ښایي . د خلیلزاد مفکورې ، سپارښتنې، مشورې ، رسمي وظیفې، او د شمالي ټلوالې د جنگسالارانو سره د هغه نږدې اړیکې به په د ې کې مرستند وی گرځید لې وي چې امریکه په پښتنو پسې راوپار ېږي، ا و په خوارکي افغانستان او په تېره د ډ یورنډ د لعنتي «لیکې؟» په د واړو خواو کې په میشت پښتون ولس د ې د امریکې د غضب لمبې راتاو شي
یاد ونه :  لکه چې وینئ، ما د دې لیکنې لاسي نسخه یو کال وړاندې ( سپتمبر ٢٠٠٨، وږی ١٣٨٧) بشپړه کړې وه . خو زما پښتو ټایپ نه و زده، او یو بل ته چې مې د خپرولو لپاره ولېږله ، تري تم شوه . اوس چې مې پښتو ټایپ نوکې زد ه کړی دی او د دې لیکنې لاسي نسخه مې د خپلو لیکنو د ٢٠٠٨ زییز کال په ډ ېرۍ (د وسیه ) کې میند ه کړه ، خپروم یې . کلیفورنیا، ٣ سپتمبر٢٠٠٩ = ١٣‍وږی ١٣٨٨

هیچ نظری موجود نیست:

خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت
مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو
خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت