په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

یکشنبه، مرداد ۲۵

حامدکرزي په مناظره کی په بسم الله درواغ پېل کړل

‏2009‏، 16‏، آگسټ‏، يکشنبه

حامدکرزي په خپله نننۍ مناظره کی دبسم الله شریفې سره درواغ پېل کړل اوویې وئی وئيل :

زمانیکه پروسه بن درجریان بود وروی تعین رئيس اداره موقت صحبت میشد ، مه درترین کوت ارزګان بودم. بری مه خبر، ای که مره اونهابه صفت رئيس اداره موقت انتخاب کردندواین یک خبرغیرمترقبه بودوچیزی بودکه انتظارشه نداشتم . بعدازوبه کابل امدم وشروع به کارکردم وامروزافغانستان ازاومصیبت وبدبختی ی که داشت به حالتی رساندم که الحمدالله افغانستان امروزازاد، صاحب بیرق ، صاحب مکتب ، صاحب عزت ، صاحب معارف ، صاحب صحت بهتروخلاصه صاحب زندګی بهتراست . الی که چرامیخواهیم که خوده دوباره کاندیدکنم اینست که تجربه یافتم ودوم ای که ارزوها ی خدمت به مردم هنوزبه پایان نرسیده .

په ټولوخبروکی یې یوشې رښتیا وویل اوهغه داچې دده په اصطلاح ارزوګانې یې لانه دي پوره شوي ، تاسوخوپوهیږۍ چې څه ویل غواړي ؟ یعنې نورډالرګټل ، نوردپښتنوپه وینوسودا کول ، نورهغه په ټنونوهیرویین اوچرس قاچاق کول چې تراوسه نه دي ګیرشوي اوپټ پراته دي ، دافغانستان باقي ملي شتمنۍ لوټول ، دولتي ملکیتونه غصبول اوبیا دا ټول شیان له هیواده ویستل .
کرزې اقرارکوي چې زه یې په ناخبرۍ کی دافغانستان دموقتې ادارې رئيس کړم خوسره له دې می هم ښه کارونه وکړل اوښې تجربې می ترلاسه کړې . رښتیاخبره داده چې که څه هم دبن په کنفرانس کی زیاتره هغه کسان راټول شوي ووچې په نه بخښونکوجرمونوکی ککړووخوسره له دې یې جرأت ونه کړچې په ښکاره دبوش دیرغلګراونیواکګرنظامي ځواک استازيتوب وکړي نوځکه یې یوړونداوکوڼ سړې چې یواځې په دې خوښېده چې څوک یې رئيس وبولي اودخپل پيڅه جوړوونکي ورورپه مرسته بوش ته ورپېژندل شوې و، دارزګان په ترین کوټ کی د۴۵ مسلحوامریکایانوسره په هلیکوپترکی أمرته انتظارکاوه . کله چې د سي أی أې زنګ ووهل شونود(یس سړ) سره غرشو، نظامي هیلیکاپټرپه هواشواوکرزې په سترګکونوسترګکونوکابل ته ورسول شواودارګ په سرنیغ کوزکړای شو. له موقتې دورې وروسته یې دټوپک په زورافغانان ورته مجبورکړل چې رایه ورکړي اوهغه دې چې پنځه کاله دمنتخب ولسمشرترنامه لاندی دملي ، سیمه ایزواونړۍ والوبې شرمیوسبب شو. کرزې وایي زه صبرناک یم اوزغم لرم ، هورښتیاوایي ، ده دپښتنوپه وژنه ، زورونه ، تالاشیو، بندیانولو، بمباردولواوکړونه هیڅکله چرت نه دې خراب کړې ، ده دافغانستان په ملي شتمنیواوملي غروراودفاع هم چرت نه دې وهلې ، ده ته داهم بې تفاوته وه چې څوک په دولس کلنونجونوتېرې کوي خوکله چې خپلو انډيوالانوپه تشي کی وتښناوه لږځان وخؤځؤه نوپه ژړاشو، خلک وایي دامکریې له پاکیستاني جنرال ضیاالحق څخه زده کړې و ځکه چې کله به په دام کی ونښت نوپه ژړابه یې ځان خلاصاوه  .
په هرصورت ، دښځومکرمی لیدلې وخوچې دکرزي هغه می وليد، له ښځودوه ګوتې پورته دې . سړې کولې شي دښځوله مکره خؤندواخلي خودنرپه هغه سړي ته غوسه ورځي . کرزې چې کله روان وي ته به وایې شپاړس کلنه پېغله روانه ده ، دګوتوپه څوکودجېلکې ژۍ هم داسې رانیسي لکه ته به وایې چې عرایشي نوکان یې په  ګوتولګولي . هرڅه چې وي هغه به وي خوداچې وایي چې افغانستان ازاددې دچاسترګوته شګې ورشیندي ؟ پوښتنه داده چې دڅلوېښتوهیوادونوعسکرپه افغانستان کی څه کوي ؟ دبګرام اوکندهارغیرقانوني زندانونه دڅه لپاره دي ؟ بیا وایي افغانستان (صاحب بیرق ) شو، ایا رباني اوطالبانوبیرغونه نه درلودل ؟ اوس خوپه افغانستان د۴۴ هیوادونوبیرغونه هم رپيږي ، ولې ؟ کوڼ اوړوندکرزې وایي افغانستان (صاحب مکتب ومعارف ) شو، خودپښتنوپه سیموکی په سؤونومکتبونه ویجاړشؤل اوپه زرګونوزده کوونکي له معارف څخه محروم شول ، دې هغه نه ویني ! دخنداخبره خویې داوه چې ویې ویل چې دده په حکومت کی خلک دعزت خاوندان شو. ده ته دا عزت ښکاري چې دنیایې اداره فسادي اوخائينه بولي ، ده ته داعزت ښکاري چې امریکایان اونورعسکرشپه اوورځ په خپل سردپښتنوپه کورونوورننوځي اوهغوی په خپلوکورونوکی قتلوي ، ده ته داهم عزت ښکاري چې دارګ ترڅنګ یوڅوډزوله خپلوساتونکوسره وزغلاوه ، ده ته داعزت ښکاري چې ددریم شاشجاع لقب یې وګاټه ، ده ته داعزت ښکاري چې اداره یې له ځانه نیولې ترپولیسه ټول رشوتخواره دي . ده ته دالوی ویاړوچې دژورنالیستانوپه مخ کی اقراروکړي چې هو، زه ګوډاګې یم .
کرزې صېب ! ته اوخدای په تېرو۸ کالوکی ستاسوحیثیت دیوامریکایي ضابط په مقابل کی څه و؟ له دې وړاندی دافغانانود(بهترصحت ) او(بهترژؤند) دعوه هم کوي خوته اوخدای اویاستادی په جورج بوش قسم وي چې ټول افغانان ښه ژؤندلري اوښه صحت لري ؟ أیا دټول نفوذ نیمه برخه بېکاره اويوې مړۍ ډوډۍ ته په هیله ناست نه دي ؟آیادافغانستان ملي بودجه اوس هم په خیراتونونه ده ولاړه ؟ آیا ستا، ستادکابینې ، مامورینو، عسکرواوپولیسوتنخواه ګانې دخیراتونوله پيسونه ورکول کیږي ؟ تاولې دوه میلیارده ډالرپه پردیومشاورانوولږولې حال داچې زمونږتعلیم یافته ځوانان په کارپسې په کانتینرونواوداندونیشیاپه سمندرکی خوږژؤندله لاسه ورکوي ؟ مونږیې درسره منوچې تاسویوڅوکسوبه په کابلي اوخارجي کلبونوکی ښه ژؤندتېرکړې وي خودافغانستا ن عاموخلکوته وچه ډوډۍ هم نه ده رسېدلې اوتاسوچې په عیش اونوش بوخت واست ، دعواموحال اوپوښتنې ته موکله وخت درلود! تاسودبهترصحت یادونه هم کړېده ، هوستاسوانډیوالانوپه پردوډالروښه ژؤندجوړکړې او بدن یې ښې غوښې نیولي خووایه دهغوګدایګروچې په هرسړک پراته وي ، ته اوخدای ، دقمبرڅلورلارې دکله په تلوېزیون کی لیدلې چې هلته انسانان څنګه صحت اوژؤندلري ؟ داپرون په سي ان ان کی دکرستیانه امانپورمستندراپورتاژخپورشو، هلته په چخچران کی واړه ماشومان داسې وچې ډوډۍ خوري چې په خدای که یې سپي هم وخوري اوته درواغ وایې ، ولې ؟ ته دخوراک دنړۍ وال سازمان له راپورڅخه خبريې چې وایي درویشت نیم میلیونه افغانان دغربت له کچې هم ټيټ ژؤندلري ؟ آیا ته خبریې چې ۷ عشاریه ۴ میلیونه افغانان حداقل خپلې خوراکی اړتیاوې نشي پوره کولې ؟آیا ته خبریې چې په ۲۰۰۹ کال په اپريل کی په افغانستان کی دغنموقیمت دنړۍ وال مارکیټونوڅخه ۶۰ فیصده لؤړو؟ آیا ته خبریې چې یونیم میلیون افغانان په نشه یي توکومعتاددي ؟ آیا ته خبریې چې په افغانستان کی ایډزمخ په زیاتېدودې ؟ آیا ته خبریې چې په هرویولک زېږېدنوکی ۱۶۰۰ تازه زیږدي ماشومان مړه کیږي ؟ آیا ته خبریې چې هرکال دوه اویازره (۷۲۰۰۰ ) افغانان په نري رنځ (توبرکلوز) اخته کیږي او(۱۵۰۰۰ ) یې مړه کیږي، اوپه دې کی ۸۵ فیصده ښځې وي ؟ نه ، ته دومره حوصله ، درک ، احساس اوترټولومهم ، لیاقت اوعلمیت نه لرې ، ته یومفت خوراوټمبل چارواکې یې ځکه دهرڅوک په هرځای کی ځغلوي ! ستانه بایدنورافغانستان اوافغانان ، په تېره پښتانه وژغورل شي . تاته دټولې دنیا خلک دنړۍ د پنځم فاسداورشوتخوردولتي مشرپه سترګه ګوري خوته پری نه شرمېږې اودقره قلي سره دټولې نړۍ دخلکوسترګوته پاکیستاني مرچ ورشیندي . تاته افغانان نه دي معلوم چې که په لاس ورشې ، له قراقلي څخه به دی دخانګل خولۍ جوړه کړي ؟
 زه والله که درباندی خفه شم خوپه هغه تکیرډېرخفه یم چې ستا دسرلپاره قرباني شوې دې.

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو