په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

جمعه، مرداد ۹

تاریخ د تاریخ سره و ینی: دامریکې او« چنگیز خان» لښکرې او د جنگ جنایتونه،

تاریخ د تاریخ سره و ینی: دامریکې او« چنگیز خان» لښکرې او د جنگ جنایتونه،«بُلشیت» [ سپک ] سیاست
لیکوال : ډاکټر رحمت ربی زیرکیار
امریکه، جولای ٢٠٠٩,٣١
History Meets History: America’s and Genghis Khan’s Armies, “Bullshit” Politics
By : Dr. Rahmat Zirakyar, Independent Scholar, USA July 31, 2009
د ٢٠٠١ زییز کال د ٩١١ له بخولې نه نهه ورځې وروسته د سپتمبر په شلمه د امریکې دمرکزی استخباراتو ( سي آې أئ ) خاص ټیم ( جابریکر ) د شمالی ټلوالې سیمو ته ورننوت . زبرځواکې امریکې اوه لس ورځې وروسته د اکتو بر په اووه مه ورځ په افغانستان بر بنډ یرغل وکړ چې په اوږد و کې یې د جنگ جنایتونه شوی دی ( د شبرغان ښار په خوا کې د د شت لیلي ټول خخونه، مَس گریوسایټ ). د دغو جنایتونو په مهال، د جنگ متحد ین شته وو : پخپله امریکه او شما لي ټلواله . د شمالي ټلوالې مشران د امریکې د عسکري، مالي، سیا سي، تخنیکي، او تبلیغاتي ملاتړ نازولي و . ددغسې هراړخیز ملاتړ د زور په برکت، امریکې دواړه قد رت او مسولیت لرل چې د خپل متحد یانې شمالي ټلوالې جنایی عملیات کنټرول کړي، مخه یې ونیسي،او ثبت یې کړي . د خپل متحد د جناتونو پټول او د هغوی لاسوند ونه ( شواهد ) له مینځه و ړل او گوتې پکې وهل پخپله د جنگ جنایت د ی . په دې لیکنه کې په څلور مهمو کتابونو کې د شمالي ټلوالې په ا کله معلومات وړاندې کوم. د دغو معلوماتو د راټولولو هدف دادی چې د شبر غان ښار په خوا کې د ٢٠٠١کال د نوامبر د میا شتې د پای په شاوخوا کې د د شت لیلي د ټول خخونې ډ ېرۍ ( د وسیې ، فایل ) ته یو څو څنگن ( ضمني، په قراینو متکي ) معلومات ورواچوم . دغه څنگن معلومات مهم دي ځکه چې د مهمو اشخا صو له کتابونو نه راټول شوي دي . هر څومره چې په امریکه کې د ولسمشر جورج ډ بلیو بوش له سپیره پېر نه څپوڼی لرې کېږي، هغومره به د شمالي ډالر والې د مشرانو خوبونه تښتي . د امریکې د مرکزي قواو ستر کوماند ان جنرال ټامي فرانکس د تاجکستان په د وشنبه ښار کې ( اکتوبر ٣٠، ٢٠٠١) د جنرال قسیم فهیم د یوې غوښتنې په مقا بل کې خپل احساس د « بُلشیټ » په ټکي څرگند کړ چې تشریح یې په لاندې ډول ده
بُلشیت انگریزي ټکی دی چې په لفظي ژباړه کې ورته « د غویي خوشان» ویلی شو. بُلشیت یوه عامیانه او بازاري اصطلاح ده چې په پښتو کې ورته چټیات یا بې خونده، سپکه، بېخرته او بې مفهومه خبره ویلی شو.په امریکه کې په پرینستن پوهنتون کې د اخلاقي فلسفې متقاعد پوهاند هیري جي فرانکفورت « د بُلشیت په اکله» (آن دي بُلشیت) یو کتابگوټی خپور کړی دی( پرینستن یونیورسټي پریس، ٢٠٠٥، ٨٠ مخونه).په دې کتابگوټي کې د روڼ اند یزوټوکو له لارې د موضوع سره علمي چلن شوی دی .پخپله د بُلشیت ټکي لپاره ولولئ د وه مهم انگریزي سیند ونه:نیو اُکسفورد آمېریکن ډ یکشنري، دوهم چاپ( ٢٠٠٥)،٢٢٧مخ؛ میریَم ویبسترز کا لیجیت ډیکشنري،یولسم چاپ ٢٠٠٥، ١٦٣ مخ. د بُلشیت سیاست د مفهوم د رو ښا نتیا لپاره یو تازه مثال وړاندې کوم: د ولسمشر نوماند بَرک او باما داسې مفکوره وړاندې کړې وه چې که ولسمشر شي د ایران سره به د خبرو له لارې سیاست وچلوي.څوارلس میشتې وړاندې د زییز کال ٢٠٠٨ د می په نیمایي کې ولسمشر جورج ډ بلیو بوش (٢٠٠١ تر ٢٠٠٩) د اسرایًیلو په پارلمان کې وینا وکړه او هلته یې د اوباما بهرنی سیاست د هغه چا د د ریځ سره پر تله کړ چې له د وهمې نړۍ والې جگړې نه وړاندې یې نازیان (نازیز،په الماني کې ناڅیز) تسکینول. سناتور جو باید ن چې د امریکې په مشرانو جرگه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و، د ولسمشر بوش مقایسه « بُلشیت » وگڼله:« دا چټیات دي، دا مضحکه [خبره] ده.د ا سپکه ( د خندا وړ ) خبره ده » چې د امریکې ولسشر دې د یوه بهرني هېواد په پارلمان کې د غسې څه ووایي “This is bullshit, this is malarkey. This is outrageous, for the President to go to a foreign country, to sit in the Knesset[Israeli Parliament]... and make this kind of ridiculous statement.”
زه به په دې لیکنه کې،په افغانستان باندې د امریکې د یرغل په اړه په څلور مهمو کتابونو کې د امریکې او شمالی ټلوالې اړیکې راوسپړم. دوه کتابونه د امریکې د مرکزي استخباراتو (سي آې اًئ) د ایجنټانو له خوا لیکل شوي دي،او دوه نور د امریکې د مرکزي قواو (سېنټرال کمنانډ) د د وه غټو جنرالانو له قلمه راوتلي دي چې یو یې د مرکزي قواو سترکُماندان دی او د وهم د ده مرستیال کُماندان دی. لومړی به د سي آې اًئ د یوه ایجنټ په کتاب کې معلومات معرفي کړم؛ بیا به د جنرال د یلانگ کتاب ته لاړ شم؛ ورپسې به د سي آې اًئ د دوهم ایجنټ معلومات وښیم، او په پاې کې به د مرکزي قواو د ستر کُماندان جنرال فرانکس له کتاب نه غټ ټکي راوباسم
د سي آې أئ د فعالیتگر گیري شرون کتاب
Gary C. Schroen, First-In: An Insider’s Account of How CIA Spearheaded the War on Terror in Afghanistan. Presidio Press, May 10, 2005, 400 pages.
گیري شرون،لومړی ننوتلی:د داخلي کارمند کیسه چې سي آې اًئ څنگه په افغانستان کې د تروریزم په ضد د جنگ لارښودنه وکړه ،پریزیډیوپرېس ،١٠می ٢٠٠٥، ۴٠٠ مخونه. گیري شرون له ٣٢ کلونو راهیسې په سي آې اًئ کې د عملیاتو د ریاست مامور و. نوموړي په افغانستان،پاکستان،ایران،سعودي عربستان،او دوبۍ کې مخبران استخدامول، روزل او اداره کول. له ١٩٨٨ تر ١٩٩٠د کابل د سي آې اًئ د څانگې مشر واو بیایې له ١٩٩٦ تر ١٩٩٩ په اسلام اباد کې عین وظیفه لرله . په افغانستان کې د سي آې اًئ عملیاتگر ( اوپَراتیو ) گیري شرون د ٩١١ له بخولې نه نهه ورځې وروسته،د زییز کال ٢٠٠١د سپتمبر په شلمه نېټه د تاشکند له لارې د شمالي ټلوالې د سیموپه لوري وخوځېده. د ده لومړئ کتنه دانجنیر عارف سروري سره وه چې د احمد شاه مسعود د استخباراتي او امنیتي چارو مسول و . شرون وایي چې په مطبوعاتو کې د مسعود سازمان ته «شمالي ټلواله» ویل کېدله. خوعارف په افغانستان باندې د امریکې د یرغل په مهال له شرون نه هیله وکړه چې که د شمالي ټلوالې په ځای « د افغانستان د نجات متحده اسلامي ټلواله » وکاروي. په ١٩٩٦ کې چې کُماند ان مسعود له برهان الدین رباني نه بېل شو،دغه نوم یې غوره کړ. مسعود په ١٩٨٠کلونو کې خپل سازمان « شورای نظار» نومولی و . شرون د عارف په حواله زیاتوي چې د شمالي ټلوالې نوم د پاکستان استخباراتورا وستلی و چې «مسعود او دهغه ټلواله ځانله »( آیزولیت ) کړي-د کتاب ننتوځ\سریزه ولولئ . د انجنېر عارف له یاده وتلې ده چی د « شورای نظار» ټول نوم « شورای نظار صفحات شمال» و . بل چا سیمه ییز نومونه د ځان لپاره نه وو غوره کړي( زیرکیار)! شرون چې له پخواراهیسې یې د شمالي ټلوالې سر اړیکې لرلې، په خپل کتاب کې کاږي چې پخپله دی استانې نومې ځای ته په موټر کې لاړچې هلته په هوایي ډ گر کې د عارف سره وویني اود امریکې دمرکزي قواو د ستر کُمند ان جنرال ټامي فرانکس سره د ملاقات لپاره یې چمتو کړي.مخکې له دې چې عارف په امریکا یي څرخۍ (چورلکه، هېلیکوپتر) کې د وشنبې ته والوزي،گیري شرون ته یې وویل چې ممتاز به د فرانکس سره د ملاقات لپاره وړاند یز ترتیب کړي اوقسیم فهیم ته به یې د راډیو له لارې ورسوي مخکې له دې چې عارف به دوشنبې ته رسېدلی و ي .شرون د استانې په هوایي ډگر کې عارف ته وویل چې جنرال فهیم باید ځان د جنرال فرانکس سره د ملاقات لپاره کره کړي؛ فرانکس غواړي چې د شمالی ټلوالې د برید په ټولو اړخونو و پوهېږي-لکه د قواو کچه،نظم،چمتووالی او د برید د پېل او پاې وخت او ځای .دغه شان، فرانکس ته باید توضیح شي چې فهیم ولې په طالبانو برید نه و پېل کړی په داسې حال کې چې د وستم د مزارشریف په شاوخوا کې طالبان د بریدونو لاندې نیولي وو .دغه شان ،فهیم باید په دې وپوهېږي چې له فرانکس نه څه غواړي .غونډه د جنرال فرانکس په مخصوصه عسکري الوتکه کې وشوه.( د ٢٠٠١داکتوبر وروستنئ درې شنبه چې د همدغې میاشتې د د ېرشمې نېټې سره سمون خوري-زیرکیار).په سي آې اًئ کې د ټروریزم ضد څانگې افسر هانک په دغه غونډه کې گډون لاره. دده په حواله شرون کاږي چې فهیم په غونډ ه کې چې له امریکایي جنرالانو ډ که وه،اغېړ (وار ختا) شوی و :«اُوروېلمد باې دي سېټېنگ...سَموَټ فلَسټرډ .» فرانکس په فهیم زور واچاوه چې مشخص پلان او وخت وېش(ټایم لاین) وښئ . فرانکس ورته وویل چې خپل پلانونه دې د سي آې اًئ اوپه پنجشېر کې د کرنېل اِیچ سره همغږ کړي-دلته د اِیچ توری د کرنېل د ټول نوم لنډ ون دی، زیرکیار. گري شرون زیاتوي چې جنرال فرانکس به په «پرله پسې ډول» ویل چې په شمالی ټلواله ددې «ډ اډ» نلري چې په طالبانو به د کابل په شاوخوا کې برید وکړي. مخونه : ٢٨٥،٢٩٧،٣٠٥-٣٠۴، او ٣٢٧
“General Franks continued to say that he had no confidence in the Northern Alliance to carry the fight to the Taliban at Kabul.”, pp.285,297,304-305, and 327.
د جنرال ما یکل د یلانگ کتاب
L.T. Michael DeLong with Noah Lukeman, Inside the CentCom[Central Command]: The Unvarnished Truth about the Wars in Afghanistan and Iraq. Washington, DC: Regnery Publishing, Inc. (September 25, 2004), xvii + 222 pages.
جنرال مایکل د یلانگ د نواه لوکمن سره، د مرکزي قواو په د ننه کې :د افغانستان او عراق د جنگونو په اکله شډ ل واقعیت، واشنگټن ډي سي : ر یگنري پبلیشینگ، ٢٥سپتمبر ٢٠٠۴، اتلس + ٢٢٢ مخونه
په ایران کې د شاهي نظام له ړنگېدلو او په ځای یې د اسلامي جمهوریت له ټینگېد لو نه وروسته، د امریکې د مرکزي قواو تشکیلات ( سېنټرال کمنانډ) رامنځته شول. په دې ډ ول منځنی ختیز دمرکزي قواو د پاملرنې اصلی ساحه شوه . اوس د مرکزي قواو د مسولیت په ساحه کې ( اَیریا آف ر یسپا نزیبیلیټی ) لاند یني هېوادونه راځي : د مصر په شمول د ټول منځني ختیز هېوادونه، پاکستان،افغانستان ، او د شمال خواته د مرکزي اسیا هېوادونه د کزاخستان په شمول(مخ ٦ ) کمانډ یو سیمه ییزعسکري تشکیل دی چې د همغې سیمې څارنه کوي . د زییز کال ٢٠٠١ د سپتمبر د یولسمې نېټې له بخولې نه د مخه درې نورکمانډ ونه هم موجود وو: د اروپا کمانډ، فَسېفیک کمانډ، او سهیلي کمانډ(مخ ٥) . رابرټ ډي کَپلان چې په خپلو کتابونو کې عسکري او بهرني اړیکې رانغاړي، دوه نور کمانډرونو ته هم گوته نیسي : یو یې شمالي کمانډ نومېږي چې د نورو څلور کمانډ ونو په شان په دفاع وزارت پورې تړلی دی،او د وهم د خاصو عملیاتو کمانډ دی چې بود جه یې له کانگرس نه راځي . له ٩١١بخولې نه وړاندې، د خاصو عملیاتو کمانډ په کلني ډ ول په یوسل اویا(١٧٠) هېواد ونو کې عملیات کول چې « په اوسط ډول به پکې نهه تنو < غلیو چارپوهانو > برخه اخیستله» (کوایټ پروفېشنلز ). د رابرټ کپلان د معلوماتو لپاره ولولئ : ډاکټر رحمت ر بی زیرکیار، د نوي سیاست الجبره : د امریکې د امپراتورۍ لپاره فکرونه، ستراتیجۍ، پلانونه او غولونې، خپرند وی د پښتني کولتور د ودې او پراختیا ټولنه-جرمنی، چاپځای د د انش خپرند وی ټولنه-پېښور ٢٠٠٦ ، ۴٢ تر۴٣ مخونه
په مرکزي قواو او افغانستان کې د سي آې اًئ د ایجنټانو له لارې، د مرکزي قواو د ستر کوماندان جنرال ټامي فرانکس سره د تاجکستان په د وشنبه ښار کې د شمالي ټلوالې «پټ ملاقات» ترتیب شوی و . فهیم خان لومړی او ورپسې عارف په د وشنبه کې د ملاقات منتظر وو.[ داسې برېښي چې ممتاز به هم د عارف سره یو ځای هلته تللا ی و؟] عارف د احمد شاه مسعود د استخباراتي او امنیتي چارو مسول و . ښایی چې ممتاز به د پلان او\یا خزانې مسول و [ ټامي فرانکس یو چا ته گوته نیسي چې د خزانې وزیر و، بې له دې چې نوم یې واخلي ]. د رې ستوریز جنرال مایکل د یلانگ د امریکې د مرکزي قواو ( سېنټرال کمانډ ) مرستیال ستر کوماندان و ( ٢٠٠٠تر ٢٠٠٣) . د د یلانگ اَمِر څلور ستوریز جنرال ټامي فرانکس د زییز کال ٢٠٠١د اکتوبر د وروستنئ د رې شنبې ، یانې د اکتوبرپه ٣٠، د شپې په تیاره کې د تاجکستان په د وشنبه کې په خپله عسکرې الوتکه کې کوزېږي، اوپه همدغه الوتکه کې ورسره په همدغه شپه کې د شمالي ټلوالې د وه د رې مشران گوري . جنرال د یلانگ د شما لي ټلوالې مشران داسې راپېژني :« اوزبک » جنرال عبدالرشید دوستم، «هزاره شیعه» جنرال کریم خلیلي ، او « د وه تاجک سني» جنرالان اسماعیل خان او فهیم خان. په د وی ټولو کې نه یواځې تنوع څرگند ېدله (اوزبک، هزاره او تاجک، او شیعه او سني ) ، بلکې د وی « کلک » ( ټَف ) هم وو : جنرال د وستم « د شمالي قصاب » [ بوچر آف دي نورت ] لقب گټلی و [ښایي دا به د < گېلم جَم > ژباړه وي چې د وستم پرې په ملت کې نوم وېستلی و؟ زیرکیار .] هغوی هر یو په تېرو پنځه ویشت کلونو کې هره ورز په جنگ کې اخته وو. « جنگېد ل او بې له پښېمانۍ وژل د هغوی د ژوند طرز و .» [ فایټینگ ، اَنډ کیلینگ وید اَوټ رېمورز، واز اَ وئ آف لایف فور د ېم ]. د دې لپاره چې د شمالي ټلوالې د مشرانو د کلکتیا او بې رحمۍ اندازه مجسمه کړي، جنرال د یلانگ لیکي چې هغوی « هر یو شخصاْ نږدې پنځوس سړي وژلي وو.» [ ايچ هیوینگ پِیرزونَلي کیلډ کلوز ټو فیفټي مین ] د دغو کفایتونو په مټ جنرال د یلانگ کاږي چې د شمالي ټلوالې مشران به « په نظري ډول » د امریکې د مرکزي قواو د سترکوماندان جنرال ټامي فرانکس « د زمکني پوځ جنرالان وي » . فرانکس ورته په ډ اگه کړه چې « د اور قدرت » به د امریکې وي او «عسکر» ( آرمې) به د شمالي ټلوالې وي . مزار شریف د غونډ یو په غېږ کې پروت و . د ېوې غونډ ۍ په څوکه کې د وستم د امریکې د خاصو قواو سره په غونډ ه کې ناست و. د د وستم شاته « په د رې کتارونو کې د هغه زر تنه سواره عسکر ترتیب شوي وو . په خپلو رواجي جامو کې هغوی د چنگیز خان د پوځ په شان بر ېښېد ل . یوویشتمې پېړۍ د یارلسمه پېړۍ لییدلې وه .» [ دې لُوکډ لایک جینگیس کانز آرمی ]. جنرال فرانکس اشاره وکړه او د سي آې اًئ ایجنټانو د ډ الرو له «ډ ېرۍ نه ټوکر لرې کړ » ، او د شمالي ټلوالې د مشرانو سترگې په پټه خزانه خوږې شوې ، یانې اَ سټَک آف کیش، اَ فورچونز وُرت ، دي افاگانز لُوکډ آمېزد د زیاتو افغاناو په څېر، د شما لي ټلوالې مشران « د معاملې په هنر کې استاذ ان وو»، خو د وی په دې نه پوهېدل چې جنرال فرانکس په معامله کې ښکته پورته ( هَگلینگ ) نشوه زغملی . فرانکس په نړۍ کې «یو کلک حرامي » ( ټفېست سَن آف اً بیچ ) و چې د چارسره یې معامله(چنه وهل) نه کول، بلکې خپل اَمر به یې پرې مانه. کله چې د شمالي ټلوالې مشرانو په معامله کې د زیاتو ډالرو اړتیا وښودله، جنرال فرانکس ورته خپل عکس العمل په « بُلشیت » (د غویی خوشان،چټیات، بې معنا خبره) څرگند کړ
د کتاب لیکوال جنرال د یلانگ په افغانستان کې د ېرغل په مهال یو مهم عسکري ټکي ته گوته نیسي او هغه د ا چې په افغانستان کې داسې هد فونه موجود نه وو چې په ویشتلو او ویجاړولو وارزي . « حتماً، باید موږ د هد فونو یو لیست[ټارگېټ لیسټ] درلودلای. » ددغه لیست ترتیبول هغه څه وو چې « موږ ټولو به ورته سرونه گرول .» ( هیوینگ اَس آل سکرَچېنگ آور هېډ ز) . د دفاع وزیر دانالد رمسفیلډ ( ٢٠٠١ تر ٢٠٠٦) په « ډ ېرو هدفونو » پسې اړم و، خو « موږ هېڅ نلرل. » رمسفیلډ ب ویل چې «پیدا یې کړئ» (فاینډ د ېم ). بس خوارو جنرالانو «فرصتي موخو» ( ټارگیټز آف اُپورتونیټي ) ته مخ راواړاوه . له فرصتي موخو یا هد فونو نه یې مطلب د ا و چې د غلیم بشري قواوې یانې مات شوي او تښتېد ونکي طالبان دې د برید ونو لاندې ونیول شي .ولولئ ٢۴تر ٢٧، او ٣۴ تر ٣٦، او ۴٧ مخونه . د طابانو رژیم چې یو څو گړبېد لې وسلې او ورا سته پوځي سېبونه( ابادۍ ) لرل او په دې ډ ول د ویشتلو لپاره د واقعي عسکري هد فونو د کمښت په ناروغۍ اخته و، نو بیا ولې امریکې په افغانستان کې د یوویشتمې پېړۍ نوې ، د قیقې او کوناټورې وسلې وکارولې ؟! د ا د ومره مستي او بد ماشي د څه لپاره وې ؟
د سي آې أئ د جگړې د ډ گر د کوماند ان ( گیري بېرنتسن ) کتاب
y Berntsen, Jawbreaker, The Attack on Bin Laden and Al-Qaida: A Personal Account By the CIA’s Key Field Commander. New York: Crown Publishers(27 December, 2005), pp.xviii + 328
گیري بیرنتسن، جامې ماتوونکی، په بن لادن او القاعده باندې برید : د جنگ په ډ گر کې د سي آې أئ د مهم کوماندان کیسه . نیویارک :کرون پبلیشرز، ٢٧ دسمبر ٢٠٠٥، اتلس + ٣٢٨مخونه
گیري بیرنتسن چې د شبه نظامي روزنې لاندې نیول شوی و، د سي آې أئ په پټ اسخباراتي خدمت کې یې له شلو کلونو نه زیات وخت تېر کړی دی .دده وظیفه دا وه چې بن لاد ن مړ یا ژوندی لاسته راوړي .ده په افغانستان کې د کال ٢٠٠١ د نومبر په څلورمه نېټه د گیري شرون ځای ونیو چې په کتاب یې وړاندې وغږېدلم . د گیری بیرنتسن د کتاب غټ سرلیک د هغه استخباراتي ټیم نوم دی چې د گیري شرون سره افغانستان ته د کال ٢٠٠١ د سپتمبر په شلمه نېټه ننوتلی و . هانک په سي آې أئ کې د ټروریزم ضد مرکز افسر و . حمید اصلا فارسي ژ بی [افغان-امریکایی ؟] و او په امریکه کې له یېل پوهنتون نه راوتلی حقوقپوه و
لمر په ډ و بېد لو کې و چې گیري بیرنتسن، هانک او حمید د ازبکستان له تاشکند نه په نامشخصه، بې نشانه( اَنمارکد ) الوتکه کې د تاجکستان د د وشنبې ښار بین المللی هوایی ډ گر ته راورسیدل . هغه چې والوتله، پر ځای یې د امریکې د مرکزي قواو د ستر کوماندان جنرال ټامي فرانکس مخصوصه عسکری الوتکه کېناستله ( ٣٠/١٠/٢٠٠١) . په « د وړو لړلي» مرسېد ېس گاړي کې جنرال محمد قسیم خان راورسېده چې د احمد شاه مسعود ناستن و
ي بیرنتسن د فهیم جسمي معرفي داسې وړاندې کوي : فهیم« یو لنډ ی، چاغ، منډلی او مخ په گنجي کېدلو سړی» دی (مخونه ٨٩،او ٢٣٦( . د جنرال فهیم څېره «یو لنډ ي او غټ مخي» افسانوي مخلوق ته ورته ده ( نوم-فیسد (، ٩٠مخ . « نوم » یو افسانوي، تصوري په تن کوچنی او غټ سری مخلوق دی چې د زمکې لاندې ژوند کوي او خزانې ساتي .په فارسي کې ورته « جن کوتوله،[مجازی] غول بانکداری،...جن زیر زمینی،د یو...گورزاد» ویل شوی دی . ولولئ: فرهنگ معاصر انگلیسی-فارسی. محمد رضا باطنی با د ستیاری فاطمه آزرمهر، تهران، چاپ هفتم، پاییز ١٣٧٥
“General Fahim, a short squat, stocky and balding man....Gnome-faced Fahim stated emphatically that the Taliban would not surrender.” Pp. 89-90.
غونډه د جنرال فرانکس په الوتکه کې پیل شوه ( ٣٠،اکتوبر/٢٠٠١) .فهیم هڅه وکړه چې که د فرانکس پام کابل ته نږدې شمالي غونډ یو ته راواړوي . په ظاهر کې د فهیم دلیل دا و چې کابل د افغانستان مرکز دی-هرڅومره زر چې ونیول شي هغومره زر به افغانان نوې اداره ومني . خو فرانکس په دې پوهیده چې فهیم په کابل کې د خپل قدرت د ټینگولو لپاره ځان لومړی هلته رساوه .بیرنتسن وایی چې امریکه د طالبانو او القاعدې په زپلو او ړنگولو پسې افغانستان ته ورغلې وه، نه د فهیم د قدرت د ټینگولو لپاره . جنرال فرانکس جنرال فهیم ته په ډ اگه کړه چې د جنگ عملیه په « مزارشریف لومړی، تالقان د وهم، او کابل درېم» راڅرخي .فارسي ژبي حمید چې د فرانکس وینا فهیم ته وژباړله، انجنیر عارف د فهیم په غوږ کې «وپسېده» ( ویسپَرډ ) . گیری بیرنتسن د ځان سره په فکر کې شو چې که جنرال فهیم « نوکې احساس ولري، د جنرال فرانکس نه به مننه وکړي.....» خو د غسې یې ونکړل او بیا د کابل موضوع ته راستون شو. فرانکس ېی وینا « غوڅه» کړه په دې ډ و : « موږ به په مزارشریف پېل کوو.» ٩١مخ . په غونډ ه کې فهیم د خپلو جنگي خد متونو لپاره له فرانکس نه د زیاتو ډالرو د غوښتنې خبره راپورته کړه . په دې موضوع کې د سي آې أئ عملیاتگر او د کتاب لیکوال گیري بیرنتس د خپلې« تجربې له مخې» د شمالي ټلوالې د مشرانوپه اکله داسې نظر وړاندې کوي : «ایرانیان او د د وی افغان ترورز یان ټول د زړه له کومي غالۍ خرڅوونکي دي . د د وی په کلتور کې هر شی د خپلې گټې لپاره په لایتناهي هڅو کې د معاملې [ چنه وهلو] لپاره چمتو دی »، ٩٢ مخ
“I know from experience that Persians and their Afghan cousins are all carpet salesman at heart. In their culture, everything is open to negotiation in an endless search for advantage.”p. 92
جنرال فهیم چې زیاتې ډ الرې وغوښتلې، جنرال فرانکس خپل عکس العمل په «بُلشیت» (خوشان :چټیات، اپلتې، خوشې خبره ) وښود، جگ شو ، په الوتکه کې له غونډې نه ووت، او خپل سیگرټ یې ولگاوه . بیرنتسن جنرال فهیم ته په فارسي وویل : “چانه نزنید” . حمید په ترهېدلو سترگو بیرینتسن ته کتل ځکه چې د خپلو متحد ینو د مشر په مقابل کې یې ترخه ژبه کارولې وه . د انجنیر عارف « رنگ و تښتیده» ( ټَرنډ پیل) . فهیم او عارف« د واړه په څرگند ډ ول عصبي وو» ( ویز یبلي نیروَس )، پورتنی مخ . بیرنتس لیکي چې عارف پړه د حمید په ژباړه واچوله . خو بیرنتسن د حمید ژباړه ژ روغه وگڼله. بیرنتسن د عارف ادعا هانک ته وژباړله چې په سي آې أئ کې د ټروریزم په ضد مرکز کې مامور و . ده د بیرنتسن په شان ، د جنرال فرانکس سره د شمالي ټلوالې د استازو د « بې خونده ملاقات» ( پورلي هَنډَ لډ میټینگ) پړه په فهیم او عارف واچوله، نه د دغې غونډې په ژباړن حمید . په غونډه کې فهیم ته د فرانکس وروستنئ وینا د ا وه: « زه به دې د [٢٠٠١ کال ] د د سمبر په نیمایی کې په بگرام کې وینم» . جنرال فرانکس چې د همد غه کال په د سمبر کې بگرام ته راورسید، سمدلاسه یې له گیري بیرنتسن نه د جنرال فهیم په اکله د ا پوښتنه وکړه :« ماته ووایئ، فهیم چې اوس یې پایتڅت [ کابل ] په ولکه کې دی څه کوي؟» گیری بیرنتسن ورغبرگه کړه چې فهیم ډ ېر وخت په دې کې لگیا و چې په کابل کې ځان اوخپل سازمان کلک کړي او «د راتلونکي افغان حکومت په خلق کولو کې اغیز ولري». د بیرنتسن په وینا، پخوانی ولسمشر برهان الدین ربانی په پخوانئ جمهوري ماڼۍ کې اړولي وو، خو داسې برېښي چې د شمالي ټلوالې له کلک ملاتړ نه محروم و . بیرنتسن ورزیاته کړه چې پخپله دی د ډاکټر عبداله عبداله سره په الوتکه کې ازبکستان ته لاړ چې دامریکې د خاص استازي ډ ا بینس سره ووېني . شمالي ټلوالې منلې وه چې د بُن په غونډه کې به برخه واخلي. خو ډاکټر عبد اله عبد اله به د هغوی د استازی هیًت مشر نه وي، بلکې یونس قانوني به د د غه هیًت مشري په غاړه واخلي ٢٣٥مخ
د مرکزي قواو د ستر کوما ند ان جنرال ټامي فرانکس کتاب
General Tommy Franks, American Soldier. New York, NY: Regan Books/Harper Collins, August 3, 2004, pp. xvii + 590
نرال ټامي فرانکس، امریکایی عسکر، نیویارک: رېگن بوکز/هارپر کالینس، اگست ٢٠٠۴،١٧+ ٥٩٠ مخونه ټامي فرانکس د زییز کال ٢٠٠١د اکتو بر د د ېرشمې نېټې په شپه کې په خپله مجهزه عسکري الوتکه کې د تاجکستان په د وشنبه ښار کې کوز شو . «پرون» یې، چې د اکتوبر د ٢٩ نېټې سره سمون خوري، په پاکستان کې د ولسمشر پروېز مشرف سره لیدلي وو . مشرف ورته په خند ا کې ویلي وو چې بن لاد ن «لا تراوسه په افغانستان کې دی، په ختیز کې-توره بوړه»، ٣٠٩مخ . فرانکس په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې ( تاشکند، ازبکستان،اکتوبر ٣٠،٢٠٠١) د لوس اَنجلېس ټایمز پوښتنې ته داسې ځواب ورکړ چې له پاکستان نه د لته د افغانستان د فضا له لارې رارسېدلی و . د شمالی ټلوالې استازي مخکې له مخکې د جنرال فرانکس سره د ملاقات لپاره د دوشنبی ښار ته رار سېدلي وو . غونډه د جنرال فرانکس په الوتکه کې جوړه شوه . په الوتکه کې نور مهم عسکري اشخاص د جنرال فرانکس سره بدرگه راغلي وو
د گیري بیرنتسن په شان، جنرال فرانکس هم د جنرال فهیم په څېره بډ ېره کړې ده : که څه هم فهیم « کشمیری پکول » په سر کړی و او خپله ږیره یې « سمه کړې » وه ، هغه « د ما فیا کوماندان »( مافیا اِ ینفورسر) ته ورته برېښېده، ٣٠٩مخ . مافیا اِ ینفور سر یا کوماند ان دخپلې مافیا ناولي کارونه، پلانونه، د سیسې او تقلبونه پلي کوي . د مافیا د کوماند ان یا عملیاتگر په اکله ولولئ د سیسیل کیر بي او ټامس رینر کتاب، چې په زېیز کال ١٩٨٧ چاپ شوی و
ecil Kirby and Thomas C. Renner, Mafia Enforcer. Villard/Random Hous,1987, 293 pages
فهیم د خپل« مالیې وزیر» سره په یو « د وړو کې پټ» مرسېد ېس گاړي کې راورسید . فهیم دلته غونډې ته راغلی و چې « بارگېن» یانې معامله وکړي .هغه فرانکس ته وویل چې که دی د فهیم سره مرسته وکړي او فهیم یې د هغه سره وکړي، له د ېنه به « مثبتې پالې» راووځي . فهیم په نقشه کې وښود ل چې لومړی به له پنجشېر د رې نه کابل ته نږدې د ښتو غونډ یو ته وخوځېږي او بیا به په تالقان، کند ز او مزار شریف پسې ملا وتړي . فهیم د خپلو عسکرو لپاره په تالقان کې هوایی ډ گر ته اړتیا ښودله . فرانکس ورنه پوښتنه وکړه :« او کابل؟» فهیم ورغبرگه کړه چې بې د جنرال فرانکس له اجازې نه به کابل ته نه ورننوځي ( اَنټېل یو گیو پرمیشن ) . فرانکس وایی چې د فهیم دغه ځواب « ېه سیاسي لحاظ روغ و . آیا هغه صادق و. دغه اساسي موضوع وه.» فرانکس په پاکستان کې د سهېلي افغانستان د ځینو پښتون مخالفانو د مشرانو سره کتلي وو. حامد کرزی هغه سړی و چې « تر ټولو ډ ېر» پرې د فرانکس سترگې خوږېدلې ( دي مُوسټ اِ مپرېسیو) . کرزی هغه پوه او فرهنگی ، روڼ اندی او څو ژ بی سړی و چې « د قبیلوي مشرانو ، د پلوماتانو، او عسکرو سره یې په عین سویه راشه درشه کولی شوه.» په اسلام اباد کې دسي آې أئ دفتر« د یوه راتلونکي ملي مشر په څېر د کرزي ملاتړ کاوه .» د جنرال فرانکس اند ېښنه داسې وه : که چېرې د طالبانو پاڅون ناڅاپه رانسکور شی، او شمالی ټلواله چې « تاجکانو، اوزبکانو اوهزاره گانو نه جوړه شوې ده د کابل تشې ته ورود انگي» ، افغانستان به « د یوه بل د اخلي جنگ» په لومو کې ونښلي چې « شمالي اقلیتونه به پکې د پښتون اکثریت سره » لاس په گر ېوان وي، یانې : نورترن فکشنز اَگېنست مَجور یټي پشتونز د سي آې أئ د فعالیتگر گیري بیرنتسن په شان، جنرال فرانکس هم د شمالي ټلوالې په تجارتي خوی پوه شوی و. پخپله د جنرال فرانکس په وینا، « د دې وخت را ورسېد چې د غالېو په بیه وغږېږو» ( ټاېم ټو ډ یسکس دي پرایس آف رَ گز ). ولولئ ٣٠٩ تر ٣١١مخونه . جنرال فرانکس له جنرال فهیم نه پوښتنه وکړه چې دی ورنه څه غواړي . فهیم د تا لقان د هوایی ډ گر د نیولو خبره راپورته کړه ، خو مخکې له دې چې د غې موضوع ته ادامه ورکړی « د پیسو د سړ ي» [ د مالیې د وزیر ] سره « و پسېده» ( ټرنډ ټو هېز منی مېن اَنډ ویسپَرډ ). وروسته له پسېدلو فهیم وویل چې د د غه کار لپاره په میاشت کې د رې ملیون امریکایی ډ الرو ته اړتیا لري . فرانکس ورغبرگه کړه چې « د رې ملیون ډ الرو ته اړتیا لرئ چې برید پېل کړئ او مزار شریف ونیسئ .» جنرال فرانکس اقرار کوي چې پخپله ده او هانک ( په سي آې أئ کې د ټروریزم ضد مرکز افسر ) د دې حالت لپاره « تیاری نیولی و .» ( هډ پر یپېرډ فور د ېس ) !! خو فهیم ورغبرگه کړه چې « اُ، نه ! زه د ټولو عملیاتو لپاره په میاشت کې اووه ملیون ډ الرو ته اړتیا لرم .» جنرال فرانکس جگ شو او ژباړن حمید ته یې په یو څه تریو وچولي سره وکتل (گلېرډ( او ویې ویل چې :« د ا خوشان دي ، ور ویې ژباړه.» ( د ېس اِز بُلشیت) . له خو شانو نه مطلب چټیات، خوشې ، بې معنا او بېهوده خبره ده . په امریکه کې په پرینستن پوهنتون کې د اخلاقي فلسفې متقاعد پوهاند هیري فرانکفورت « د خوشانو په اکله » ( آن دي بُلشیت ) په اتیا مخونو کې پام وړ کتابگوټی خپور کړی دی- پرینستن یونیورسټي پرېس، ٢٠٠٥جنوري . په دغه کتابگوټي کې روڼ اند یزې اکاډ میک ملنډې غلې شوی دي اود موضوع سره پکې جدي او علمي چلند شوی دی
Harry G. Frankfurt, On Bullshit. Princeton University Press, January 2005, pp. 80
جنرال ټامي فرانکس په الوتکه کې له غونډې نه پاڅېد، لاس مینځی یې وکړ، او له الوتکې نه بهر یې سگرټ ولگاوه . فرانکس په دې اړه لیکي : « د ا هغه اَکټ و چې موږ تمرین کړی و. هانک فهیم ته لکچر ورکاوه چې ‘ جنرال فرانکس ډ ېر په غصه دی’ .» ( دی پَرفورمېنس وي هَډ ر یهَرسډ ) . فرانکس چې بېرته الوتکې ته راننوت او د مېز په خوا کې کېنا ست، هانک سر وخوځاوه او فهیم ته یې وویل: « پنځه ملیون د ټول شمال لپاره . ته به مزارشریف مخکې له روژې نیسې او له کابل نه بهر به تر هغه تم کېږې چې پایتخت ته د ننوتلو اجازه د رکړی شي .» فهیم ورغبرگه کړه چې : « هو» . جنرال فهیم او د هغه د مالیې وزیر ( عارف ، ممتاز ...؟ ) چې له الوتکې ووتل، جنرال فرانکس په دې اند ېښنه کې شو چې هسې نه چې په ملیونونو ډ الرو ډ ک شوي د رانه خورجینونه « د مرسېد ېس گاړي فنرونه مات کړ ی .» سره له ټولو چلونو او چنه وهلو ، د جنرال فرانکس سر په دې خلاص نه شو چې « یو اس یې خرڅ کړی و او که یوه غالۍ یې رانیولې وه .» ( و ېدَ ر وي هَډ ټرېد ېد أ هورس اُر باټ أ کارپېټ ). په داسې حال کې چې د سپین غر په تېرو څوکو کې خورا مُد رنې وسلې غړمبېږي،د د فاع د وزیررمسفیلډ ( ٢٠٠١ تر ٢٠٠٦) له خوا ټلفون کېږي : « جنرال فرنکسه ! ولسمشر [ بوش ] زموږ نه غواړي چې د عراق لپاره [ د ېرغل ] امکاناتو ته وگورو . ستاسې پلان سازي په کو حالت کې ده ؟» فرنکس ورغبرگه کړه چې پلان لري : د صد ام حسین په ضد پخوانی پلان بسنه نکوي .«موږ [ د منځني ختیز ] په سیمه کې د قواو مختلفې سطحې لرو» ، د هغو قواو په تناسب چې امریکې د پخواني پلان د جوړولو په مهال لرلې . « ... موږ واضحاً په افغانستان کې له خپلې تجربې نه د د قیقو وسلو او خا صو عملیاتو په اکله ځینې ارزښتمنې زده کړې کړې دي .» ٣١٢ تر ٣١٥ مخونه. زه ز یرکیار د لته داسې محسوسوم چې په افغانستان کې د نوو او د قیقو امریکایی وسلو د تمرین لپاره یرغل وشو او د غه تمر ین ځای په عراق کې د ا مریکې د جنگي کومي لپاره اشتها ساز و، یانې آپیټایزر و
د زییز کال ٢٠٠١ په د سمبر کې جنرال فرانکس کابل ته راځي، او د ولسمشر په ماڼۍ کې « د جشن او بري فضا» ویني . د کوماندانانو « اکثریت په د ري ، افغان فارسي» غږېده . جنرال فرانکس «د ازاد شوي... ملت» مشر حامد کرزي ته وایي چې « ښاغلیه، د ا د افغانستان لپاره ستره ورځ ده .» کرزی « په روانه انگر یزي » جنرال فرانکس ته ورغبرگوي چې « د ا د ټولې نړۍ لپاره ستره ورځ ده» او ورزیاتوي چې « امریکې موږ ته په استبد اد باندې د غلبې وسیلې راکړې .» جنرال فهیم په جنرال فرانکس باندې سترگې خښې کړې وې، ځان یې ورورساوه ، او داسې یې ورته و ویل : « جنرال فرانکس، زه یو پنجشېری یم . په ما باندې به په راتلونکو ورځو کې تور ولگول شي چې زه د افغانستان ولسمشري غواړم .» فهیم خپلو خبرو ته د وام ورکړ چې « ځینې به فکر وکړي» چې فهیم غواړي شمالي ټلواله په افغانستان کې « خورا قوي قدرت پاتي پاتي شي .» جنرال فرانکس « سر وخوځاوه » ، یا نې د سر په خوځولو سره یې د جنرال فهیم د غه جمله تایًید کړه . ( آې نُد ېد ؛ هي وازنټ رانگ اباوټ د یټ ) .فهیم ورزیاته کړه چې جنرال فرانکس « باید په دې باور ونلري . زه پښتون حامد کرزي ته وفاداریم او وفادار به ورته پاتي شم....د تاریخ په دې مقطع کې حامد کرزی هغه سړی دی چې زموږ راتلونکی ډ اډ من کولی شي.» ، یانې : ټو آشور اَور فیوچر
جنرال د وستم هم ځان جنرال فرانکس ته ورورساوه . د هغه لاس یې « کلک ونیوه» ، بیا یې سر کوږ کړ او فرانکس ته یې خپل اخلاص او راز څرگند کړ :« تاسې یو ستر مشر [ لیډر ] یاستئ او زه ستاسې په خد مت کې یم . څوک غواړئ چې اوس ورسره وجنگېږم ؟» [ هُو ډُ و یُو وانټ مي ټُو فایټ نَو؟ ] جنرال فرانکس ورته داسې ورغبرگه کړه چې « جنراله، کله ناکله یو عسکر مجبوراً د سولې لپاره راپاڅېږي، نه د جنگ لپاره .» د دې جملې په اورېدلو سره د وستم غلی شان شو . جنرال فرانکس د جنرال دوستم دغه عکس العمل داسې تعبیروي چې ښایي د سولې لپاره جنگ به د د وستم لپاره « یوه نوې مفکوره » وه[ اَز اِف هي هَډ جَست بِن اِیکسپوزد ټُو أ نیو کانسیپټ ]. وروسته له یوې شېبې د وستم موسکی شو، او جنرال فرانکس د اود س ماتي د ځای په لټه کې شو
وس زه زیرکیار داسې وړاند یزلرم :په اسلام اباد کې، د طالبا نو د نظام سفیر مُلاعبد السلام ضعیف په ډ ېرو سختو شرایطو کی د خپل ژوند ترخې او سپېرې تجربې په لیکلی ډ ول خپل ملت او نړۍ ته وړاندې کړې . گوندې مُلا ( مولانا ) جنرال محمد قسیم فهیم او جنرال عبد الرشید د وستم او د شما لي ټلوالې نور غټان او منسو بین هر یو په خپل ژوند کې د خپل ځان او هر یو د خپل مشر احمد شاه مسعود په اکله کتابونه خپاره کړي-خو د ا چې د غسې یې کړي وي ؟ گوندې هر یو استاذ بر هان الد ین رباني او استاذ عبد الرب رسول سیاف هم زماد غه ډ ول وړاند یز ته غوږ ونیسي او خپل ولس ته په خپل ژوند کې خپلې کړاندې وروپېژني-خو د اچې دغسې یې کړي وي ؟ هغوی چې په توده جگړه کې لگیا دي، زه منم چې زما وړاند یز به ورته بې وخته اذ ان وي

هیچ نظری موجود نیست:

خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت
مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو
خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت