په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

چهارشنبه، تیر ۲۴

دښاغلي عبدالباري جهاني ددریځ ملاتړ

ترهرڅه مخکی بایدووایم چې زه هغه خپلواک اونقادافغان ژورنالیست یم چې په خپل هیواداوعراق باندی دجورج بوش دتېري دلومړۍ ورځې څخه ترننه پورې می دخپل وس په کچ دانټرنټ په جال کی ډېرڅه لیکلي دي اوپه داسې حال کی چې دیوه افغان اومسلمان په توګه په امریکاکی دکلکې څارنې لاندی وم د افغانانو، هندوستانیانو، عربيانو ، پاکیستانيانو، دلاتینې امریکا دمختلفوهیوادونووګړو، چینایانواوامریکايانوسره په سپينه اوزغړده غږېدلې یم اودخپلوپښتنوورونودحق نه می ښه په نره دفاع کړېده اولالیګیایم . تورته په توروئيلواوسپين ته په سپين وئيلوان دژورنالیزم دتحصیل په پېرکی له کړاوونوسره مخ شوې یم . د روسانوترحکم لاندی می ونه غوښتل چې دانیس دورځپاڼې په سکرتریت کی کاروکړم نودپاکیستان تللوته اړوتلم اوهلته می لس کاله دخپلوکډوالوافغانانوخدمت ته مټې ونغښتې او۰ ۱۲۰۰ ځوانان می په باجوړ، دير، ملاکنډ ، صوابۍ ، هریپور، کچه ګړۍ ، دافغانستان دننه په خوست ، ځاځيو، لغمان اوکنړونوکی وروزل او دکسب اوحلال رزق خاوندان می کړل . ددې کارونولپاره می په پېښورکی دافغان – جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام په نوم یوه اتحادیه جوړه کړه اودحرفوي زده کړوترڅنګ می دکنړدبرېښنا دستګاه اودولتي ودانۍ بیاورغولې . په خوا شینۍ سره بایدووایم چې دځينوکورنیوحلقو،منافقانواوخارجی اشخاصوسره دنه توافق په وجهه دملګروملتونوپه کنفرانس کی له ګډون څخه وروسته په نیویارک کی پاتی کېدوته اړشوم . دادې له هغه وخته ۱۴ کاله تېرشول چې په امریکا کی دخوارۍ اوبې وطنۍ ژؤند تېروم . زه هغه افغان ژورنالیست نه یم چې دخپل ژؤندپه هکله رښتیاونه وایم اولکه ځينې نورله حقایقوسترګې پټې کړم . ما په امریکا کی ددوی په ستندرډژؤندنه دې تېرکړې ، دا ژؤندددوی له ځندانونوڅخه په مراتبوخراب ژؤندوچې پرماتېرشو، څه مې چې ګټلي ، هغه می دمیاشت په پای کی بېرته ورکړي دي اوځينې وخت داسې هم راغلې دې چې امریکایي کمپنیولکه دتلیفون ، روغتونونو اوبیمې په ناروابیلونوپه خواروګټلېپيسې راڅخه شکولي دي، مااوزما اولادونوپه تېروکلونوکی دډېرې کمې مودې لپاره روغتیایي بیمې درلودې ، خودډېرې مودې لپاره دتداوۍ وسه مونه درلوده اودلوی خدای په پناه اوهیله موشپې اوورځې تېرې کړي اوتېروویې . دوه وارې داسې چلندهم راسره شوې چې په ډېررنځمن اوناروغ حالت کی امریکا یي ډاکترانوزه اوزماوړوکې زوی هم نه دي تداوي کړي . شایدځينې فغانان چې ژؤندیې ښه وي، زما سره توافق ونه کړي خوزه له پېل څخه تردې دمه ، ددې ځای له کړاوونوډک ژؤندڅخه هیڅ ښه خاطره نه لرم اوهروخت ددې انتظارکوم چې خپل پلرني ټاټوبي ته ستون شم اوداپاتې ژؤنددخپلوخپلوانوسره په بېغمۍ تېرکړم خو په خواشینۍ اوفکرمندۍ سره بایدووئيل شي چې دېرش کاله راباندې په همدې انتظاراوهیلوتېرشول چې نن وي که سباوي یوڅوک به افغانستان جوړکړي ، هلته به امن راولي ، هلته به دخپل هیواد دیوپېژندل شوي وګړي په توګه دحق اوعزت خاوندشم ، هلته به دمهاجرت اوبې وطنۍ محرومیتونه نه وي ، هلته که په مه ړه خېټه ډوډۍ راونه رسیږي نوانصاف خوبه وي ، ددې موقع خوبه وي چې دسروروسانوپه بمبارد ویجاړکوربیا له خټوجوړکړم اونورپه دې مطمئن شم چې که مړهم شم نودقبرځای به می معلوم وي ، یوڅوک خوبه می قبرته د دعالپاره راشي . مونږ وئيل روسان کفاردي ، بې کتابه دي ، رحم نه لري اوزمونږدمسلمانوورونو قاتلان دي ، خدای به یې ورک کړي اود هیواد چارې به بېرته زمونږصادقه مسلمان ورونوته په لاس ورشي اوپه هیوادکی به امن ، ورورولي اوانصاف راشي خونپوهېږم چې خدای په څه کناه نیولي یوچې په مسلسله توګه یې له یوه وینې څښونکي څخه خلاص کړوخودبل بدترسړیخورپه لاس یې ورکړو، دانوداسې مسلمان نما سړیخواره ووچې نه یې مذهب ته کتل ، نه دین ته اونه وطندارته ، نه یې ایمان درلود اونه وجدان ، له دې سړیخوروچې افغانان خلاص شونوداسلام په نوم دکوتک لاندی دافغانانوګوزاره شوه ، تعلیم ګناه شوه ، روغتون ته تګ ګناه شو لنډه داچې شاعري ، سپورت اوشخصي ژؤندهم ګناه شو اوقضاوت اوانصاف سوټي ته پاتی شو، ددې دورچې پوره راغله نو دامریکادبم په یوه ګړزلکه خزله له ګردوغبارسره والوت اوچایې پرواهم ونه کړه چې په کوم بیابان اوډېران راپرېوت . افغانانودکمونستانو، جهادیانو ، طالبانوډلې اومذهبونه ولیدل ، ښه پری وځپل شؤل اوتجربې یې لاس ته راوړې خودالاورته نه وه معلومه چې ګنې داسې دیموکراسۍ به هم وي چې د مړدکي اوبم په زورچلیږي ، دادې اته کاله تېرشول اوددې څکه یې هم وکړه اوورته معلومه شوه چې څومره ترخه ، کلکه اوزهرجنه وه اوڅنګه یې توکلوته اړشؤل . په پورتنوټولوناخوالوکی زمونږ خپل هیوادوال مخکښ وو، همداخپل هیوادوال دخپلوهیوادوالودوښمنان وو، همدا هیوادوال ووچې هیوادیې دسیاست ، مذهب اوقوم په نوم دړې وړې کړ، همداهیوادوال ووچې روسان ، عرب ، پنجابیان ، ایرانیان ، انګرېزان اوامریکائيان یې راوستل اوخپل ورونه یې پرې وځپل ، همداخپل هیوادوال ووچې په خپلوافغانانواوپښتنویې رحم ونه کړ، قتلونه یې وکړل ، غلاوې ، چوراوچپاول یې وکړاودهیوادڅه چې دسیمې امن یې هم خراب کړ. په تېرواته کلونوکی په کرزي صاحب هغه کسان هم راټول ووچې دلکونوافغانانو په وینویې لاسونه سره وو، هغه کسان تری هم تاوووچې په کعبه شریفه کی خوړلي قسمونه یې مات کړي وو، هغه کسان هم ترې تاوووچې له هیڅ فسق اوفساده یې درېغ نه وکړې اوهغه کسان هم تری چاپېرووچې دده جوړکړې قانون یې مات کړې واومخه یې نیولې وه . پکارخوداوه چې کرزي صاحب په آبوکی هرڅه بل وړافغان ته سپارلي وې ځکه چې هم یې ځان شرمؤلې و ، هم وطن اوهم جهان ، خوکرزې صاحب نه یواځې داسې فکرنه کوي بلکه په هررنګ ، نئیرنګ اووسیله چې وي ، بیا دنورونادواونادودوخوالولپاره په ارګ کی پاتی کېدل غواړي . زما په څېرافغانان ډېردي اووایي چې دغرب په خشره کارۍ خپل ژؤندعبثوي ، ولې په خپل هیوادکی چې خپل لیاقتونه یې په ثبوت رسؤلي ، کارونه کړي ؟ ددې پوښتنې لپاره ځواب دادې چې هلته بایدیوصادق ، ملي اومنصف دولت بایدوجود ولري ترڅوصادق ، وړاوپه وطن مئينوافرادوته کارونه وسپاري اویوپاک اواولسپال افغان دکارپه ځای کی دمافیا، رشوتخورواوقاچاقبروترأمرلاندی نه وي . پښتومتل دې چې وایي کاسه چې ډکه شي له مورګواوړي . دافغان اولس اوپه تېره بیا دپښتنودصبراوذغم کاسه وخته له مورګوآووښتې ده ، اوس هغه وخت رارسېدلې چې دهیوادچاری بایدداسې چاته وسپارل شي چې پاک ، صادق ، وطنپرست ، ماهراووړوي ، دهیوادټولوقومونوته درناوې ولري ، دهېواداقتصاد په خپلوپښوودروي ، افغانانوته دعایدمنابع پيداکړي ، دافغانانودژؤند، سراومال تضمین وکړي ، کډوال کورته راولي ، رښتینې قانون پلې کړي ، په دولتي اوشخصي اداروکی دفساد اورشوت مخه ونیسي ، له مخالیفینوسره دخبرواوحل ښې لارې پيداکړي ، د بهرنیوقواوخپلسري اوزندانونه لمنځه یوسي ، افغانانواوهیوادته یې حيثیت ورکړي . افغانان اوپه تېره پښتانه نورنشي کولای دبوش اودهغه دانډيوالانوددرواغجنې اوتپل شوې جګړې ناخوالې ، مرګ اوژوبله وزغمي ، افغانان اوپه تېره پښتانه نه شي کولې چې پردي ټوپکوالوته تسلیم شي اوپه خپل هیوادکی لکه دپردیوژؤندوکړي . زه دښاغلي رمضان بشردوست داندپلوي کؤم چې وایي دهربې ګناه افغان قاتل باید نابودشي . افغانستان اوخلک یې په تېرو۸ کالوکی بې ابروشؤي اوحثیت یې ترپښولاندی شوې دې ، دوی به داابرواوحيثیت دخپلورایوپه ځواک بېرته ترلاسه کوي اوکه داسې ونه شؤل نودمبارزې اومقاومت لیکې به نورې هم وغزیږي . نوددې لپاره چې
دملي ګټو، انصاف ، قانون اودهغوپښتنوکؤنډواویتیمانودارمانونو دلاسته راوړولپاره لارې پرانیستل شي ، دکرزي پرځای بایدبل وټاکل شي .
چاته چې خپل وجدان پاک ښکاري اودقانونیت اوعدالت پلوي کوي ، باید دکرزي اوانډيوالانوسره دحساب لپاره میدان ته راووځي اوپه خپلورایوخپل اسلامي ، افغاني ، اخلاقي اوانساني رسالت سرته ورسوي کنه دهغه اته میاشتیني ماشوم روح به یې هم ونه بخښي چې دکرزي په ګړوازه اداره کی دغربیانوپه مړدکوپه خپله ځانګوکی سورې سورې شو. هغه به څنګه پښتون وي چې دخپل ننګ اوناموس مجرمانوته بیاموقع په لاس ورکوي چې یوځل بیایې وکړوي ، سپک یې کړي اوویې وژني ؟ ځکه دسترملي شاعر، ښاغلي عبدالباري جهاني سره همغړې کېږم اوپه افغانستان کی خپلودوستانوته بلنه ورکوم چې دکرزي په ځای داسې یوچاته رایه ورکړي چې هیله تری کېدای شي . بس دې نور، رشوتخورو، قاچاقبرو، قابضانو، غلو، قانون ماتوونکو، تروریستانو، فاسدواودسولې اوامن دخرابتیا عامیلینوته موقع مه ورکوۍ ، خپلې سپېڅلچې رایې د سپېڅلوخلکولپاره وکاروۍ .
دیوسوله ایز، خپلواک اوبې درده افغانستان په هیله
عبدالواحدمشواڼې
ازاداوخپلواک ژورنالیست
دامریکا متحدایالتونه

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو