په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

سه‌شنبه، تیر ۹

شمالي ډالرواله د یوه نوي کتاب په تله کې

کره کتونکی : ډاکټر رحمت ربي زیرکیار
 ٢٩ جون ٢٠٠٩
یوه میاشت وړاندې د ٢٠٠٩کال په مۍ کې د یوه امريکایي ژورناليست او ليکوال له قلمه په افغانستان کې د امريکې د یرغل په اکله
یوکتاب راووت : دُ گ ستانتن , سواره عسکر:دامريکایي عسکرود یوه غونډ فوقالعاده کيسه چې په افغانستان کې بري ته رسېدلي وو،نیویارک،لندن، تورانتو:سکرایبنر، ٢٠٠٩مۍ . لیکو١ل له سلو نه ډېر کتابونه، مضمونونه او برېښنا ځایونه او په مساوې شمېر مرکې کارولې دي . د لته په افغانستان باندې د امریکې د یرغل د لومړیو شېبو کیسه راسپړل شوې ده

Doug Stanton, Horse Soldiers:The Extraordinary Story of a Band of U.S. Soldiers Who Rode to Victory in Afghanistan. New York,London,Toronto:Scribner, May 2009,pp.xvi + 393

مخکې له دې چې په پورتنی کتاب خپله کره کتنه وکاږم د باب وُ ډ وارډ « بوش په جنگ کې»،٢٠٠٢، له کتاب نه به یو څو مطالب را و اخلم چې د اوسنئ کره کتنې سره اړخ لگوې. په کال ٢٠٠١ کې د ٩١١ له بخولې نه دوه ورځې وروسته د امریکې د مرکزي استخباراتو مشر جورج ټېنېټ د ملي امنیت د جرگې غونډې ته خپله مفکوره وړاندې کړه چې شماي ټلواله دې تقویه او تمويل شي . د سي آې أئ ټيمونه او په « ټنونو پیسې » کولی شي چې شمالي ټلواله په یو اغيزمن جنگي قدرت واړوي.ولسمشر بوش ددغې ډ الروالې د انفرادي مشرانو په اکله معلومات وغوښتل . کوفر بلک چې په سي آې أئ کې د تروريزم پر ضد د مر کز مشر و، ورته د شمالي ټلوالې یو « مهم جنرال» عبد الرشيد د وستم ورمعرفي کړ چې «له هر چانه یې معاش اخيستلئ و: روسیه، ايران او پاکستان.» گري شرون په کابل کې د سي آې أئ د څانگې مشر -١٩٨٨-١٩٩٠ـو او له ١٩٩٦ تر ١٩٩٩ په اسلام اباد کې د سي آې أئ د څانگې مشر و. نوموړي له د وه د ېرش(٣٢) کلونو راهيسې په سي آې أئ کې د عملیاتو د ریاست یو مامور و. هغه په تهران، اسلام اباد، د وبۍ،کابل او سعودي عربستان کې د سي آې أئ لپاره مخبران استخدامول، روزل او اداره کول. د باب وډ وارډ په اند، شمالي ټلواله یو «اجیر قدرت» و چې د سي آې أئ په لگښت چلېده. گري شرون له (٩١١) بريد ونو نه نهه ورځې وروسته( سپتمبر ٢٠، ٢٠٠١) د تاشکند له لارې د شما لي ټلوا لې د سیمو په لوری وخوځېد . د هغه لومړئ کتنه د محمد عارف سروري سره وه چې د مسعود د استخباراتو او امنیت د چارو مشر و. عارف چې نږدې نهه میاشتې وړاندې، په د سمبر ٢٠٠٠کې، یې گری شرون په پاریس کې لیدلی و، ویې پېژانده، او په خوښۍ سره یې گري ته وویل: «تاسې هلته وئ»( یُو وار د ېېر) . گري سر وخوځاوه او نیم ملیون ډالرې یې د عارف پر مېز کېښودلې . معمولاًبه گري دوه سوه زره ډالرې ورکولې،خودا ځل یې دغه مبلغ دوه نیم چنده کړ چې په عارف باندې زیات اغیز وکړي. ددفاع وزیر رمسفیلډ او جنرال تامي فرنکس دواړه « په شمالي ټلواله او جنرال فهیم شکمن وو» ځکه دوی په دې کې « سست» وو چې « پخپله وخوځېږي» . ډي آې أئ یانې د دفاعي استخباراتو ایجنسي په خپل «خورا پټ» یاد ښت کې «په غټه اندازه په جنرال فهیم پړه اچوي، اساساً یې چټي سړی (ویمپ) گڼي چې غږېږي او غږېږي، خو جگړې ته نه راوځي. فهیم هېڅکله هم جگړې ته چمتو نه و.تل به یې د ډ ېرو پیسو او ډ ېرو کالتوسو اړتیا څرگندوله.» گري شرون په پنجشېرکې(٢٧ـ٩ـ٢٠٠١)د کوماندان محمد فهیم او ډاکټر عبدالله سره ويني او« یو میلیون ډالرې ورته په مېز» ږدي. فهیم ورته وایي چې « موږتاسې خلکو ته ښه راغلاست وایو» او «هرڅه مو چې له لاسه کېږي وبه یې کړو.» د باب وډ وارډ په کتاب باندې د کره کتنې لپاره ولولئ: ډاکټر رحمت ربي زیرکیار،د نوي سیا ست الجبره: د امریکې د امپراتورۍ لپاره فکرونه، ستراتیجۍ، پلانونه، عملیات، ډ نډ ورې اوغولونې ١٩٨٩ تر ٢٠٠٥. خپرندوې:د پښتني کولتور د ودې او پراختیاټولنه ـجرمني،چاپخونه:دانش خپرند وی ټولنه، پېښور، نومبر ٢٠٠٦، مخونه :٣٠٣تر٣١٨ . راو به گرځم په تازه چاپ شوي « سواره عسکر» نومې کتاب باندې خپلې کره کتنې ته
ډُگ ستانتن په خپل کتاب کې چې په مۍ ٢٠٠٩ کې خپور شوی دی، لاند ینیو موضوعگانو ته پام کړی دی:(١)د خا صوقواو عسکر-سپېشل فورسېس- او د مرکزي استخباراتو (سي آې أئ) عملیات چیان یانې اُپېرَ تیوز ؛ (٢) د امریکایي عسکرو د مېرمنو احساسات؛ (٣)د امریکې هڅه چې د افغانستان «مظلوم خلک » د «خپلواکۍ» په نعمت ښاد کړي؛ (۴) د جنگ پخوانئ ستراتېجي (سواره نظامیان =کاوالري) چې د یوویشتمې پېړۍ د جگوارتباطي تخنيکي وسایلو اوهوایي بمباریو سره غبرگه شوې ده؛ او (٥)د شمالي ټلوالې جنگسالاران چې دامریکې یرغل یې په کا بل کې د « اهسته برو» په گلالئ کلتوري سند ره(زیرکیار) ونازاوه «د پنجشېر زمری» احمد شاه مسعود چې د طالبانوسره له اووه (٧) کلونو راهیسې په جنگ اخته و،اقرار کوي چې طالبان « بري ته نږدې وو.» (مخ ٢٠) . احمد ملک په ١٩٩٧ زېییز کال کې د دوستم سره په غلیمۍ کې اخته شواو د طالبانو ډلې ته واوښت. طالبانومزارشریف ونیوه،او دوستم ،چې یو افغان ډاکټر ستانکزي ورته په سهیلي کليفورنیا کې په ېوه ستره افغاني غونډه کې« د و» ستم ویلی و، حیرتان ته وتښتېده چې له مزارشریف نه شمال خوا ته په ۴٥ میله واټن کې پروت دی. د ملک پلویانو د حیرتان پُل په خوله کې پخپله د وستم اودهغه سره بد رگه ډ لگۍ له موټره راکوز کړل. د وستم او بدرگه چیانو یې خپل جېبونه تش کړل، وسلې یې تسلیم کړې، او بیا په پُل تېرشول. ملک بیا د هزاره گانو د مشر اسماعیل سره غبرگ شو،او د دوی دواړو خواو خلکو د «شپږ زرو تر آته زرو طالبان د اونیو په اوږدو کې ووژل»- اسماعېل د محقق پخوانی (سلف)و. (مخ ١١٠) . په شمالې ټلواله کې د رې لوبغاړي مهم وو:عطامحمد نور ، د وستم ا و محقق(« ملا » فهیم خان له شمال نه لرې، کابل ته نږدې په عسکري مرکز کې بوخت و). د ٩١١ له بخولې سره جوخت،د وستم د چپچال په شمال کې له کوبکي کلي نه خپل « پخواني دوست» زلمي خلیلزاد ته چې هغه مهال په واشنگټن کې د ولسمشر جورج ډ بلیو بوش د ادارې یو مهم رسمي مامور و، ټلفون وکړ:« زلمیه، امریکایي دوستانوته ووایه چې د وی هم د وستان لري. د غه دوستان موږ یُو» - مخ ١١٨
په تېره لسیزه « یا زیاته کې» د وستم، محقق او عطا محمد د یوبل سره په جگړو کې لگیا وو چې که افغانستان په خپله ولکه کې راوستلی شي. د امریکې د مرکزي استخباراتو د نظامي وزمه عملیات چیانو مشر گري شرون افغانستان ته لاړ چې د وستم، عطا او محقق «همغاړي کړي». د ٩١١ له برید ونو نه یوه اونۍ وروسته ،١٩-٩-٢٠٠١ ، گري شرون « د رې پنډ بکسونه بار کړل چې هر یو یې په د رې میلیون سل ډالره لوټونو ډک کړی و.» ددغه مبلغ موخه داوه چې د شمالي ټلوالې په « جنگسالارانو» یې د « بډ و» یانې رشوتونوـ برایبز - په څېر ووېشي او وفامني یې کرایي کړي .هغه مهال چې امریکایي زمکنی کوماند ان میچل مارک د خپلو سپرو عسکرو سره مزارشریف ته راورسېده، هلته یې د طالبانو واکمي رانسکوره کړه. « د مزارشریف خلکو هغوی ته گلونه اوکوگۍ وراچولې وو (هَډ ترون فلاورز اَ نډ کیسېز)، د هغوی اسونو ته یې ځانونه ورغځولي وو، او د هغوی د ارتو کارگري-عسکري پتلونونو ناپاکې پیڅې یې راښکلې وې....میچل ته داسې احساس پیدا شوی وچې په د وهمه نړۍ واله جگړه کې به وي-د خپل نیکه په جگړه کې چې د نازیانو له تېښتې نه وروسته پاریس ته ورننوتلی و.» ( مخ ٣٧ )

په کتاب کې دامریکې لپاره د شمالي ټلوالې د غټانو چوپړ ستایل شوی دی . خو سره ل دې هم لیکوا ل له د ېنه ډ ډه نه د ه کړې چې د خپلو خد متگارانو ماهیت راجوت کړي. لیکوال څو ځلې داسې لاسوند ونو (شواهد و) ته گوته نیولې ده چې د هغه مهال د شمالي ټلوالې مهم مشر د وستم یو شرابي ، عیا ش اوپیسه گل سړی معرفي کوي .د بېلگې په ډ ول : د وستم د ملا عمر پلویان په د وه کارونو « راټیټول» : (١) د خپلو ډ ېروسپرو نظامیانو- اِنفانتري- په واسطه،او (٢) « د راپور له مخې» د هغو گاړیو(واگون ترېن) په واسطه چې « فاحشې به پکې له یو ښار نه بل ښار ته د ملیشود خد مت لپاره په سفر کې وې» (مخ ٩٧) . ليکوال زیاتوي چې: « پخواني جنگسالار د وستم په مزارشریف کې یوماڼۍ وزمه کور( پلېشَل ) لاره چې په باغ کې به یې له فرانسې نه راوړل شوي طاوسونه جوپې جوپې گرځېد ل اوامریکایي الکهولي مشروبات (لیکر) به پکې په کریستلي بوتلونو کې په ماهون مشروبتونونو ( مهاگني بارز ) کې ذ خیره شوي وو.»( مخ ١٠٩)- مهاگني یانې ماهون یو ډ ېر معتبر لرگی دی چې قیمتي څیزونه ورنه جوړېږي .په پښتو کې ورته بلمز ئ ویلی شو چې د رنجو (سرمه) د استعمالولو لپاره ورنه سلا یي جوړېږي .« د د وستم د څارنې لاندې مزارشریف یو جهاني وزمه ښار و» .خو کله چې طا لبانو په زییزکال١٩٩٦کې د افغانستان ختیزې او سهېلي سیمې په خپله ولکه کې راوستلې « د وستم وپرشېده :> زه په یو داسې هېواد کې ژوند کول رد وم چې سړی پکې وُد کا څښلی نشي او ښځې پکې لمنې (سکرتس) اغوستلی نشي او ښونځي ته تللی نشي <.» (مخ ٥۴).هغه مهال چې افغانستان د شوروي نیواک لاندې و د وستم« واقعاَد روسانو لپاره جنگېده :هغه به د خپلې زوکړې په ښار شبرغان کې د تېلو او گاس سیمې [د مجا هدینو] له برید ونو نه ساتلې .دوستم په شرابو، ښځو ، او غږ[ټنگټکور،موسیقي] مین و ... د کمو نستانو الحاد هغه نه کړاوه . هغه په قدرت پسې روان و . له قدرت نه په یو نامطمًنه او خطر ناک هېواد کې محفوظیت او سوکا لي راوتل»( مخونه ٥٨ تر ٥٩) . هغه مهال چې د پرچمي ډ اکټر نجیب د رژیم ټغر « په راټولېد لو شو، د وستم د مسعود په ملاتړ کې ود رېده» . د د وستم « ستر سیال» ( آرک راېوَل) عطا وه. د امریکایي مرستو په سر د عطا او د وستم تر منځ تاوتریخوالی روان و. خو د وستم ورته ډاډ ورکړ چې هره امریکایي مرسته به ورسره مساوي(فيفټي-فيفټي) وېشي .د د وستم سره په یوه لید نه کې، امریکایي جنرال سپېنسر غږ وکړ چې : « موږستا سې لپاره یوه بله تحفه راوړې ده»، یانې یو بوتل روسئ وُ د کا. د کتاب لیکوال کاږي چې:« د د وستم سترگې ارتې شوې» ، او ورپسې د وستم جنرال سپېنسر ته داسې ورغبرگه کړه : « ډ ېر ښه، فوق العاده» -ویري گُوډ ، اِیکسېلېنت- (مخ ١١٦). کله چې امریکایي چورلکه کېنا ستله، کپټن میچل نېلسن واورېد ل چې د « وُ د کا بوتلونه کړنگېږي. د هغه هیله د ا وه چې که د وُد کا هېڅ بوتل مات نشي وړاندې له دې چې دوستم ته یې وړاندې کړي» (مخ ١٠٥) . همد غه کپټن نېلسن د کتاب لیکوال ته خپل راز ورسپړلی و چې د وستم به ورته « زما ورور» وایه، او پخپله نېلسن به په دغه لقب « ویاړ احساساوه« مخ ٣٥٢

د د وستم کمپ د صوف سیند په خوا کې د چپچال په سهېل کې په د یهي کې پلن شوی و . په د غه کمپ کې دامریکې د مرکزي استخباراتو-سي آې أئ- نظامي وزمه افسرانو« ځانونه د > بابا داود <...،> بابا جئ جئ < او > بابا مَیک <په څېر معرفي کړل .» له « بابا دا ود« یا « ورور داود» نه مطلب ډ ېوېډ اُولسن و. دغه شان له « بابا جئ جئ » او« بابا مَیک» نه مطلب په ترتیب سره جئ جئ سویَر او مَیک سپَن و. محقق « پوه شو چې دغه سړي د سي آې أئ په خدمت کې وو. محقق ما یوس شو چې د هغوی په منځ کې یې عسکر ونه لید ل . هغوی هم د خښتو په کچه په پېړو ډ ېرو نیلوني کڅوړو کې منډ ل شوي امریکا یي نوټونه راوړي وو . د محقق په اټکل، دا پیسې د هغې جایزې برخه وه چې د فهیم خان لاندې کوماندان عطا محمد نور ته به ورسپارل کېږي....پخپله[فهیم] خان دوه سوه میله لرې په سهېل کې د کابل په خوا کې په مرکزي کمپ کې اړولي و و....د وه ورځې وړاندې گري شرون [د سي آې أئ د ټیم مشر] د [فهیم] خان کلي ته ورسېد او سرسخت جنگسالار ته یې یوعشاریه د رې میلیون ډالرې ورکړې» مخ ٥٧
د کتاب لیکوال ستانتن په افغانستان کې د امریکایي آس سوارانود کوچني غونډ « حماسي بری» د اوسني جنگ او راتلونکو جنگونولپاره یوه « نمونه» -تېمپلېت - گڼي(مخ ٣۴٥) .خو د کتاب په وروستنیو مخونو کې لیکوال مني چې امریکه د خپل یرغل د سریز بري په ساتنه کې ناکامه شوې ده .« د مرستو لپاره په میلیونونو ډ الرې هېواد ته ورتویې شوې. خو دغه مبلغ په کابل متمرکز شو-یو ښار چې اوس په غیرحکومتي کارکوونکو او د پلوماتانو ډک شوی دی، او هغوی په اطرافو کې د طالبانو له برید ونو نه ډ ارېږي. ددغو پرمختگونو په رڼا کې، امریکایي ماموران د ومره و ړاندې تللي دي چې د طالبانو د سازمان د ملایمو توکمونو سره د معاملې لپاره خپل نوی رضایت ښئ« (مخ ٣٥٩) . لیکوال د امریکایي آس سوا رانو د کوچني غونډ زړه ورتیا د گڼ شمېره طالبانو د ناکامۍسره پر تله کړې ده. خو له یاده یې وتلې ده چې امریکې د افغانستان په یرغل کې د یوویشتمې پېړۍ میندې بوروونکې هوایي بمبارۍ اوپه جگه سویه تخنیکي ارتباطي وسیلې کارولې دي -هغه څه چې طالبان ورنه په نږدې مطلق ډ ول محروم وو. وگورئ،د طالبانو وسلې دومره ابتدایي وې چې ایله د څو اونیو په اوږد و کې یې د بامیانو مړ بوت رانسکور کړی شو .که لیکوال د طالبانو د بې جسمه وسلې -سرتېرتیا - په اکله یو څه کړکیچو یانې مات گوډ معلومات وړاندې کړي وای، ښایی خپل کتاب به یې له د ېنه ساتلی وای چې د ډ نډ ورې ټاپه وخوري . زه چې ورته کسم، ناشونې به نه وي چې دغه کتاب ته به د امریکې د د فاع د پخواني وزیر د انالد رمسفیلډ-٢٠٠١ تر ٢٠٠٦-خوله ډ ېره گوړې گوړې شي . دغه شان، په کتاب کې یو مهم کتاب نه دی کارول شوی چې د شمالي ټلوالې د اتل احمد شاه مسعود سره د شوروي پوځونو پټه یارانه پکې راجوته شوې ده : بروس جي ریچارد سن، افغانستان : د شوروي ټرور واکمني پای ته رسول - بېند، اورېگون : ماوریک پبلیکېشنز، ١٩٩٦ . ددې کتاب اصل په انگرېزي ژبه خپور شوی و. اورېدلي مې دي چې دا کتاب په پښتو کې هم خپور شو ی دی.

Bruce G. Richardson, Afghanistan: Ending the Reign of Soviet Terror. Bend,Oregon: Maverick Publications, 1996.

هیچ نظری موجود نیست:

خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت
مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو
خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت