په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

سه‌شنبه، تیر ۹

دبیارغؤنې اونوې جوړؤنې دپلانونوموخه پائيښت اوپرمختګ نه وو

‏2009‏، 28‏، جون‏، يکشنبه

دنوې زریزې په پېل کی دامریکا دمتحدوایالتونودانتخاباتوپه ګټلواودسپينې ماڼۍ په درشل وراووښتلو د، ؤاړه جورج بوش دخوبونودرښتیاکېدلوچانس برابرشو. کله چې دې دسپينې ماڼۍ په دروازه ورننوت ، ماته دهغه افریقایی اصله امریکایي خبرې رایادې شؤې کله چې مونږدواړودبېمې دیوې کمپنۍ په پوستخونه کی کارکاوه . دهغه نوم برانډن واودانتخاباتي کمپائن څخه پخوایې راته وئيلي ووچې که چېرې وړوکې بوش یې وګټي نووبه ګورې چې حالات به ډېرکړکېچن شي . رښتیا چې له بریالیتوبه یې ډېروخت لاتېرنه وچې دسپتمبرپه ۹ نېټه په افغانستان کی دشمالي اتحادمشهورقوماندان ، احمدشاه مصعودووژل شو، په هغه پسې دوه ورځې وروسته دسپتمبرپه یولسمه ورځ په نیویارک کی په نړۍ وال تجارتي مرکزهوایي بريدونه وشو اونيږدې ۳۰۰۰ بې ګناه انسانان پکی قتل شؤل . دې تروریستي حملې په افغانستان باندی دامریکادفوځي یرغل لپاره لاره هواره کړه اودامریکا دهغه مهال نوي چمهوررئيس ته یې جرأت ورکړچې دافغانستان سره یوه اړخیزه جګړه اعلان کړي او دملګروملتونوداجازې سره ، بې له ځنډه په نیم افغانستان اوربل کړي . جورج بوش چې دامریکادپخواني اولسمشراوداستخباراتودادارې دپخواني مشرجورج بوش زوی و، دسپينې ماڼۍ جنګي قومانده هم په لاس کی واخیسته اولکه دخپل پلارغؤندی یې دخلیج دجګړې په څېردنړۍ د ۳۴ هيوادونوفوځیان له خپلوفوځيانوسره یوځای کړه اوپه افغانستان وروختل . امریکایي الوتکودپښتنوسیمې ترهوایي بمباردلاندی ونیولې اوپښتانه یې ترهغوله کابله لری وساتل ترڅوچې دشمال اتحادیان په دوه خپلواودوه پردوکابل ته ورسېدل . بل خوا طالبان دجنوب اوشرق په لوري په ترپکووتښتېدل اوداسې یوه صحنه رامنځته شؤه چې دشمال خوا دکابل لپاره خلاصه شوه خودختيځ اوجنوب لوري یې وتړل شؤل . یواځې حامدکرزې دیوې مسلحې امریکایي ډلې سره کابل ته راوستل شواوپه ارګ یې ورننویست . دافغانستان له ۲۴ ساعته اخ اوډب څخه یونیم کال تېرشوې واوپښتانه ښه په خپلووینولت پت شوي ووچې بوش په عراق هم حمله وکړه اویوه بله جګړه یې هم پېل کړه . داجګړه زړه وه خودلومړي بوش له ډزووروسته لږه سړه شوې وه اوکله چې دوهم بوش دسپينې ماڼۍ واکدارشونوکاوبایي بدماشي یې پېل کړه ، دعراق ارام اولس یې هم لکه پښتانه په خپلووینولت پت کړل . ډېرخلک داسې ګومان کوي چې په افغانستان باندی یرغل دعراق دجګړې څخه دنړۍ والونظربل خواته اړول وواوداکاران دخلیج په پخوانیوجګړوکی پلان شوې و. که سړې دعراق لګښت ته وګوري اودافغانستان دټول لګښت سره یې مقایسه کړي نوسړې په دې فکرکی شي چې که په رښتیا دتروریزم سره جګړه مطرح وای نوبایددتروریزم دفعالیت په سیمه کی زیات لګښت شؤې وې اوپرتروریزم باندې برې ډاډمن شوې وې خوګوروچې داسې ونه شول . له بله پلوه که دافغانستان له لوري دتروریزم خطرموجودونودعراق له لوري خوهیچاته خطرنه و، ولې ترافغانستان زیاته جګړه اوجګړې ته اهمیت په عراق کی زیات شو؟ اصلاددوه مختلفوهیوادونوسره چې دیوه جوازملل متحدورکړې واودبل یې نه وورکړې ، په يووخت جګړه کؤل څه مانالري ؟ دبوش دځوی ، بوش په هکله همدومره کفایت کوي چې وویل شي چې دخپل حماقت اودسترهیواد، امریکې دشرمولولپاره یې تردرې( ترېلیونه) ډالروپورې دباروتولوګې کړه اوپه میلیونو بې ګناه انسانان یې په وینوولمبول . دجګړې په نوم دا مصارف طبعا دوراني اودربدرۍ لپاره پلان شوي وو، نه د ودانولواورغولولپاره نومنطق به داوي چې سړې ووایي چې جورج بوش دجګړولګښت دسولې لپاره نه وپلان کړې اونه دې پخپله دسولې مینه وال و، که وای نودافغانستان له جګړې به یې بلې ته زړه نه ښه کاوه . څنګه چې دې و، هغسې دده ملګري وو، ده چې په خپلودوه دؤروکی کوم لیاقت و نه شوښودلې اودنړۍ سوله اووروري یې ګډه وډه کړه نودده ملګري به کوم لیاقت ولري ؟ له هغه وخته چې په کابل کی دبوش ملګري دډالروپه شمارمصروف شؤي دي، نيږدې ۸ کاله تېرشؤل اوپه دغه موده کی تررغؤنې ډېرې ورانۍ اووژنې وشوې، خودتبلیغاتي اړتیاوله کبله دجنګي بودیجې څخه ځینې سړکونه ، ښونځۍ ، اداري کارځایونه ، کلینیکونه اوپلونه هم جوړشؤل خوډېریې دناکارۍ ، نامسلکۍ اوغبن له کبله دڅه وخت په تېرېدولکه ددوا په څېرناکاره شؤل اوځينېنورچې څه ناڅه هیلې پورې تړلې وې ، هغه هم په غټه کچه دپښتنوپه سیموکی دجګړ واوحملولوګې شؤل اوډېرکم به پاتی وي چې استفاده تری کیږي. دلته بایدیادونه وکړم چې دټولنیزواوټولګټوشتمنیواوتاسیساتوپه هکله یوملي حس ته اړتیاده اوددغه حس نشتوالې له هغوورانیواوويجاړونوڅخه جؤتېدې شي چې دښونې اوروغتیا د تأسیساتوپه لمنځه وړلوکی رامنځته شوي دي . له یوې خواطالبانو دکفراواشغال په نوم دپښتنودبچو په سوونوښونځۍ لمنځه وېوړې اوله بله پلوه دامریکې په مشرۍ ، بهرنیوبمبارچیانواوافغاني چارواکوداسې حالات رامنځته کړي چې پښتانه یې دژؤندله اړینوحقونواوښه والي څخه بې برخې کړي دي . خوپښتانه بایددااګاهي ولري چې هرعام المنفعه مؤسیسه ، هرسړک ، هرپل ، هره ښؤنځۍ اوهرروغتون دافغان ملت مال دې اوداپښتنوته بایدهیڅ مانا ونه لري چې چاجوړکړي دي ، امریکائيانوکه روسانواویا بل چا خودپښتون اوافغان په خاوره یې ددوی داستفادې لپاره جوړکړي دي نوساتل یې هم په پښتنوفرض دي . هغه کس چې ملي شتمنیواوبیت المال ته نقصان رسوي اوددوښمنۍ اوجګړوزورله دې ملي جائيدادونوڅخه باسي ، وحشي ، جاهل اوملي خائين دې اودسختې جزاوړدې . څوک چې عام المنفعه تأسیسات ورانوي اودپښتنودبچوله ژؤندسره لوبې کوي ، په هیڅ بهانه دبخښنې وړنه دي ، دغسې خلک دنوروپه لمسون اودڅوپيسوپه بدل کی غواړي پښتانه جاهل اوغلام کړي . دغه جاسوسان اوبې وجدانه طایفه په شعوري توګه غواړي چې په پښتنوکی باید استاذنه وي ، انجینیر، ډاکټراوژورنالیست نه وي ترڅودنورورحم اوکرم اودپردیودغوښتنومنلوته اړشي . دایوملي غم اوملي بدقسمت دې چې افغانان دخارجیانو، حکومت ، طالبانو، مافیا ، جنګسالارانودتوپونواوماشينګړو په منځ کی ایسارشوي دي، نه پخپله خپل حق غوښتلې شي اونه نور خواخوږي لري . په یوهیوادکی چې اولس شپه اوورځ دماشې لاندی ژؤندکوي ، چېرې چې د۴۴ پرمختللوهیوادونومسلح فوځونه ګرځې ، چېرې چې دملي اردواوپولیسوترنوم لاندې مسلح غله وي ، چېرې چې معلمان ، شاګردان ، انجینران ، ډاکټران اوژورنالیستان د وحشت اوجهالت په فکرقتل کیږي ، چېرې چې چارواکي غله ، بداخلاقه ، رشوتخواره وي ، هلته به دملت ارزه څه وي؟ هلته به دبېغمه راتلونکي هیلې څنګه وشي ؟
دکورنیواوبهرنیومنابعوڅخه داورېدوپه بنسټ ، وئيل کیږي چې په تېرو۸ کالوکی په افغاستان کی دبیارغؤنې په نوم به له ۵۰ څخه تر۷۰ میلیاردوپورې ډالرلګېدلي وي . دخپلواکوڅېړنو، کتنواوبراوردونوله مخې ، که څه هم په ځينوسکتورونوکی دمنلووړکارونه شؤي دي اولاروان دي خودمرستې په نوم په راغلوخروارونوډالروهغه څه نه دي شوي چې هیله تری کېده اوددغوپيسوزیاته برخه په یوه اوبله بهانه اونومونوبېرته له افغانستان څخه وتلې ده . یوبهرني وګړي چې دامریکایي فوځ سره یې په افغانستان کی کارکاوه ، لږترلږه دوه لکه ډالرمعاش درلود، خوپه افغانستان کی (۵۰ فیصده ) خلکوته کارنه و، ډېرافغانان دروزګاردموندلولپاره هماغسې کړیږي لکه دروس دسرولښکروتریرغل لاندی . دامنوچې دروس له ويجاړتیا څخه به اوس
دکابل په شمول په ډېروولایتونوکی ځينې لؤړې اوټيټې رنګېنې ودانۍ ترسترګوکیږي خوداپه شخصي ملکیتونوپورې اړه لري اوددولت په مستقیمه ونډه اوپه خارجي مرستوپوری نشي تړل کېدې . داسې ماڼۍ دبرهان الدین رباني په وخت کی هم پېل شؤې وې. دافغانستان روانه اوراتلونکی اندېښنه دملي اقتصادترټولومهم سکتورونه ، زراعت ، مالداري اولاسي صنایع دي چې تراوسه یې هغسې پرمختګ نه دې کړې چې هیله تری کېده . دافغانستان چارواکوکوښښ نه دې کړې چې دغرب پيسې دافغانستان د زراعتي ، مالداري اوصنعتي ټينګتیااوپائيښت لپاره ولګوي بلکه دغربي مافیاسره یې لاس یوکړې اودهیواداوخلکوپه سریې سوداکړې ده . دکرزي دحکومت مامورین سل په سلوکی دغرب تنخواخواره اواجیران وو، ددوی سره دحساب اوکتاب سلاحیت نه و، دوی هغه څه کول چې دتنخوا په بدل کی تری غوښتل کېدل خودکرزي دادارې اجیران لاتردې هم دټيټ فکرخاوندان وو. که چېرې یوهوښیاردولت اوچارواکي وای ، دوی باید دخارجیانوسره شرطونوپه بنسټ دملت په ګټه چلېدلي وې اودراغلو ډالرولپاره یې بایدد ملي مارکیټ دودې اوددې سره دملي اقتصاددټينګښت لپاره پلانونه جوړکړي وای . داوجهه ده چې دهیواد نیم نفوذ بې روزګاره دې ، په میلیونوافغان مهاجراوس هم په ګاونډيوهیوادونوکی ژؤندکوي اوپه زرګونوځوانان دښه ژؤنداوکارپه هیله له هیوادڅخه تېښتې ته اړکیږي . دخارجي قواواوکورنۍ دولتي ادارې له برکته افغانستان دنړۍ (۹۵٪ ) مخدره موادتولیدوي اودهیواددهرښارکوڅې له پوډریانواوچرسیانوډکې دي . دهېوادطبیعي زېرمې دشغل اوکاربهترینې وسیلې دي خوددولت ضعف اوبې پروایي دغه طبیعي زېرمې هم په خطراونابودۍ کی اچولي دي . برېښناچې داقتصادي ګاړي دچلولواوزرګونوځوانانودروزګارچلولومهمه قوه ده اوافغانستان ورته بېړنۍ اړتیالري ، دهیوادپه دننه کی دبرېښنادتولیددنوو دستګاودجوړولولپاره تدابيرونه نیول شو اودکاراوروزګارمواقع یې ګاونډیانوته ورکړې . څوزروافغان ځوانانوته به دکاردائيمي موقع برابرې شؤې وای که دترکمنستان پرځای په خپل هیواد کی دبرېښنا نوي بندونه جوړشوي وای ؟ خدای خبرچې په دې کی به له ګاونډيوهیوادونوڅخه څومره پيسې خوړل شوي وي چې دکورنیوبندونومخه ونیسي . رشوت اوخیانت خواوس رسمي بڼه لري اووجدان چې نه وي ، دخیانت اورشوت مخه هم نه نیول کیږي . افغانستان په رښتیا یوښکلې هیواددې خودولت یې دنړۍ ۷ م شرمېدلې اوناولې دولت دې ، داچې په خپله څه ارزه اوحیثیت نه لري ، غریب اولس به یې دنوروپه نظرکی څه درنښت ولري ؟ افغان هغه بې حقه اوبې وطنه کوچې دې چې که چا وواهه ، بندي یې کړ، ويې تښتاوه اومړیې کړ، هیڅ پوښتنه ، جزااوتاوان نه لري اودادیوه بې حیثیته اومزدوردولت له کبله . په امریکاکی که چا سپې مړکړ، دعمرقیدیې سزاده خوکه امریکایي پښتون په خپل کورکی قتل کړ، دوه ورځې هم نه بندي کیږي ، دادچا له برکته پښتانه دومره سپک اوبې ارزښته شوو؟ آیا په دې کی دهمدغه افغانستان اوسېدونکي لاس نه لري ؟
په داسې حال کی چې دهیواددولتي بودیجه صفروه ، له بهرنیومرستوڅخه دکرزي وزیرانواووالیانوته دهیوادداداري ، زراعتي ، مالداري اوصنعتي بیاراټوکؤنې اوبشپړتیا په نامه میلیونونه ډالرورکړل شؤل ، ډېروواليانو په سوونومیلیونه ډالردپروژوپه نوم ولګول ، دځينوپروژولادرک نه معلومیږي خوپه اوږدوګزارشونوکی ځلیږي . ددې ترڅنګ په ۲۰۰۴ ع کال کی هغه وخت چې ښاغلې رمضان بشردوست دمالیې وزیرشو ، په افغانستان کی ۴۳۰۰ غیردولتي مؤسیسې وې اوټولودبیارغاونې په نوم پيسې ګټلې خودډېروکارمعلوم نه واو تش په نوم رامنځته شوې وې اودډېرودغه رنګه مؤسسواختیارات هم دکرزي دحکومت په لؤړپوړوچارواکوپوری یا په مستقیمه توګه اویاغېرمستقیمه توګه تړلې وو، مګربشردوست صاحب تری ۱۹۳۵ ټګمارې اوغلې مؤسیسې وتړلې اوپه دغه وجهه یې له دندی استعفاهم وکړه خوبیاهم په پاتې ۲۳۶۵ ( ان ، جي ، أوز ) کی په مختلفونېرنګونوچوراوچپاول پای ته ونه رسېد. دې مؤسساتوته دمیلیاردونوډالروپه وېشلوهغسې کارونه ونه شول چې دائیمي ارزښت ولري اونه ډاډمن راتلونکې تضمینولای شي . که څه هم دګوتوپه شمار ځينې کورني اوبهرني مؤسساتودستاینې وړکارونه کړيدي اوپه ټوله کی په زرګونوافغانانوته یې دکارموقع مساعده کړېده خو بیاهم ترټولولوړمعاشات بېرته دخارجیانواوپردوجېبونوته لوېدلي اوله هیواده ویستل شوي دي . لکه څنګه چې مې مخکی یادؤنه وکړه ، که چېرې په افغانستان کی خپلواک ،ملي ، پاک ، دیانتدار، ماهراوهوښیاردولت وای ، دمیلیاردونوډالرولپاره به یې دملي ګټوپه نظرکی نېولوسره پلانونه جوړکړي وای ، دمرستندویوهیوادونوسره په مشوره به یې دملي اقتصاددپياوړتیالپاره اغېزمنې څارګرې ادارې رامنځته کړې وای ، داسې نوښتونه به یې کړي وای چې په نتیجه کی یې ملي مارکیټونه تقویه شوي وای اونووته لاره هواره شوې وای اوپه دې توګه به دکوکنارودکر، قاچاق اوبې کارۍ مخه نیول شؤې وای . په خواشینۍ سره بایدووئيل شي چې نه یواځې ملیاردونه ډالرعبث شول ، تروریزم یې هم ورک نه کړ، اودافغان ملت د دردونودواهم نه شؤل بلکه تروریزم یې په مختلفوشکلونووروزه ، امنیت یې لمنځه وېوړ، سیمه یې کړکېچنه کړه ، منفي کلچر، ذهنیت اواخلاق یې وزېږؤل . نن چې کومې پائيلې لاس ته راغلي ، دښواوبدومسؤلیت یې دبهرنیوهیوادونواودهغوی دفوځي ځواکونو، ددغوهیوادونوافغان ملګرو، دافغانستان دګاونډيو اودطالبانوپرغاړه دې . دې ټولوډلودخپلواهدافولپاره جګړه کړېده اوحالات یې له کړکېچه ناولتیا ته ایستلي دي نوددوی دامرداري ،دکړو جرمونوسپيناوې اودسیمې حالت بېرته دباور، امن اوټيکاوپه لورګرزول به دوه چنده نورمصرف ، وخت اوخواري وغواړي .

۲ نظر:

. گفت...

سلامونه مشواڼی صيب. خوښ يم چې بلاګ دې لولم. ستاسې دموضوع انتخاب مې ډير خوښيږي او د ليکلو سټايل مو هم په زړه پورې دی. که غوښتل مو کومه ليکنه مو په ټول افغان يا لر او بر کې خپره شي ماته يې په اي ميل راوليږئ زه به يې پورته کړم.

دا ليکنه مو هم ديره ښه ده. بس الله دې دفغانستان مل شي. بيخي بد حل روان دی.

Sialee گفت...

ډېرقدرمن ګواښ صاحب ، سلامونه !
دتلې دوېبلاګ په استازګرنه ، ستاسوپېرزوينې اوارزؤنې ته مننه وایم اودلته په
خپروشؤواوخپرېدونکولیکنوموانداوشننوته دانټرنیټ لارې څارم . مونږپوهیږوچې دلیکنوپه ژبني تړوون اوګرامري جوړښت کی کله ناکله ستونځې وي خودلوی رب په لؤرینه اوددوستانوپه مرسته به خپل کوښښ کووچې ټولې خپرونې مولیکنې ، ژبنې ، ګرامري اومنځپانګیزمعیارولري . دروزګاراووسیلوتنګسه هم ددې سبب کیږي چې په هرڅه تادي یاځنډ اغېزه وکړي خودخپلې وسې کوښښ کووچې دخپل هیواداوخلکولپاره دقلم اوانټرنټ په مټ چوپړووهو. زمونږدلیکنوډؤل انتقادي اواصلاحي دې نوځکه لوستونکي فکراوبیاکتنوته اړکوو.


مشواڼې

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو