په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

چهارشنبه، خرداد ۲۷

تېروته په کتنه خپل راتلونکې وټاکۍ



دافغانستان اولسمشرۍ ته خوله څلوېښتوزیات کاندیدان په تمه دي خوزه فکرکوم چې ښاغلې اشرف غني اود اولسمشرۍ په کورسۍ لاناست حامدکرزې به زیات دبحثونومنځپانګه وي . درپوټونو، خبرواوکتنوڅخه داسې ښکاري چې دښاغلي اشرف غني په ملاتړزیاتره ځوانان راپورته شؤي وي خودښاغلي کرزي په ملاتړکی نوې اوتازه څهرې ډېرې نه لیدل کیږي .
ډاکټراشرف غني ژمنه کوي چې دافغانستان اولسمشرۍ ته له ټکنې وروسته به لاندی پروګرامونه چې افغانستان اواولس یې ورته بېړنۍ اړتیالري ، عملي کړي :

دیومیلیون کارځایونوجوړؤل

دیومیلیون نؤوکورونوجوړؤل

دکلیواوبانډودخلکوورځنې عایدله یوه ډالرڅخه ۴ ډالروته لؤړؤل

دلس زره مېګاواټه برېښنا دتولیدلپاره امکانات برابرؤل

زه خودعاکوم چې خدای دی افغانستان ته یوتکړه ، ماهر، پوه ، صادق اووطندوست مشرپه نصیب کړي چې هلته دمېشت هرقام ددردونواوغمونودواوکړي اویوڅه یې زړونه اوذهنونه سکون پیداکړي . که ښاغلې اشرف غني داسې خدمتونوته لکه پورته مې چې یادکړل ، ملاتړلي وي اودخپل اولس لپاره داسې نورښه ځيرې هم لري نوخدای دی همدغه ښاغلي ته دخدمت موقع ورپه نصیب کړي . داچې که ښاغلې اشرف غني په ټاکنوکی بریالې شي اودڅه وخت وروسته یې کارونه وارزوونودې ته لاوخت شته اونوریې په هکله زیات څه نه شم وئيلای خودښاغلي حامدکرزي لپاره ښه پوره وخت و اوموقع هم دوه ځله ورکړل شؤه چې دمؤقتې ادارې اومنتخبې ادارې مشرشي . دغه رازښاغلي کرزي ته په ډېره اسانۍ مالي مرستې هم په لاس ورغلې چې دهیواداقتصادپری په خپلوپښوودروي ، په میلیونونوافغانان چې دګاونډیواوپردوچنوته دخېرات په تمه شپې اوورځې تېروي ، بېرته کورته راولي ، په ګړوازاوجنګ ځپلي هیوادکی زورواکه طالبان ، بې لار ې ، بې قانونه اوبې تهذیبه ټوپکیان ، بې سره ، خپلسره اوجنګي تنظیمونه ، قاچاقبران ، غله ، کورني اوبهرني وسله وال ملي اواساسي قانون ته تابع کړي اویو وړ، منلې ، قانوني ، غښتلې ، اومنصف اداري سیستم رامنځته کړي اوددې لپاره دغښتلوصنعتي هیوادونومالي اومعنوي چانس هم په لاس ورغلې و چې باید په هوښیارۍ اوصداقت تری داولس اوهیوادپه ګټه کاراخیستل شؤې وې . خوپه خواشینۍ سره بایدیادؤنه وشي چې افغانستان هغسې زرغون نه شولکه څومره چې پری شنه نوټونه وپاشل شؤل .
دحامدکرزي په دوه تېرودوروکی دافغانستان خلکو، په تېره پښتنوډېرې ستونځې وګاللې ، دامریکائیانولخواپه بې باکۍ اوخپلسرۍ بمباردشؤل ، هرکورتالاشي شو ، ډېرپښتانه دخپلووړوماشومانوسره په خپل کوراوکلي کی قتل شؤل ، دښادۍ خؤښي یې په وينوولړل شؤه ، بې عزته شؤل ، ووهل شؤل ، وتړل شؤل اوپه نامعلوم لوري وتښتؤل شؤل خودکرزي په شمول هیڅ چایې فریادنه اورېده ترڅوچې نوردځانګودماشومانوپه بې رحمه اوکفري وژنه مجبورشوچې دخپلې بېغرتۍ اولاسپوڅۍ څواوښکی دکمرومخې ته وبهوي . دامریکا ځينوفوځيانوپه شرافت ، انسانیت ، قانونیت ، اخلاقو اومذهب پښې ایښې وې خوکرزي ورته یوځل نه ، یوه میاشت هم نه بلکه پوره ۷ کاله عاموتام اجازه ورکړې وه چې څه یې خؤښه وي ، ۲۴ ساعته اختیارلري . خارجي فوځيانوهم دتروریزم سره دجګړې په بهانه داسې جنایتونه وکړل چې انسانیت ، قانونیت اومذهبونه پری شرمیږي . له دې پرته کرزې اواداره یې دافغان اولس دبل کوم درددواهم نه شول . که سړې دملي اقتصاد ، ټولنیزعدالت ، کورني اوبهرني سیاست۷کلن عمرته کتنه وکړي ، دکرزي ادارې پکې هغسې ونډه نه لرله لکه څنګه چې دیوسوچه ملي افغان اومسلمان دولت د فرائضواووجدان سره تړلي وي . دکرزي په مشرۍ په افغانستان کی یوبې شرمه ، فاسد ، برالا اوافغان دوښمنه کلتوروده وکړه . وجدان ، قضاوت اوبشریت معنوي ارزښتونه له لاسه ورکړل اوځای یې مادي لېؤنتوب ونیوه . دکرزي اودهغه دانډېوالانوټولې هغه وعدې چې داولس سره یې کړې وې ، غلطې اوفرېبي وختې . په یودولت کی چې فساد انتهاته رسيدلې وي ، چارواکي یې دخپل اولس سره چل اودوکې کوي ، خیانت کوي ، چارواکي یې په قاچاق اورشؤت اخته وي اوپولیس یې نه یواځې مخه نه نیسي بلکه دجنایتکارانوسره مرستې کوي ، لؤړپوړي چارواکي یې دبهرنۍ مافیاسره شريک وي ، دافغانانوسره دمرستې په نوم پيسې اوملي شتمنۍ دخارجي اتباعواوداخلي لؤړپوړوچارواکوترمنځ په سازشونولوټ کیږي ، ددوی ترمنځ تقسیمیږي اوپه خارجي هیوادونوکی بانکونوته نقل کیږي نودغسې دولت څنګه کؤلې شي چې په افغانستان کی امن ، صلح اوعدالت تأمین کړي ؟ اوکوم قانوني اوملي حیثت به ولري ؟ دکرزي اداره په افغانستان اوکابل کی دمرګونوحملومسؤلیت لري ځکه چې دده دادارې چارواکودرشؤت په بدل کی ځانمرګوبریدونواوتروریستي حملوته امکان برابرکړې دې . دکرزي ادارې نه خپل اولس اوهیوادته اونه امریکاته د میلیاردونوډالروپه مصرف دمنلوکوم کاروکړاونه تری په راتلونکي کی هیله کیږي . خلک نوردپردیواوشخصي بلډینګونوپه ځلؤلونه غؤلیږي اونه دپنځه ستوروهوټلونوته اړتیالري بلکه کار، روغتیا ، زده کړو ، امن ، عزت اوډاډمن ژؤندته اړتیا لري ، اودادیومنتخب دولت دندې ، مسؤلیتونه اوفرائض دي چې بایدپه ملي روحیه ، صداقت ، امانتدارۍ اوپاک وجدان سرته رسېدلي وای . دنوروهیوادونوخلک افغانستان ته لاړل ، هلته یې په لکونوډالروګټل اوله هغه ځایه یې وویستل خوافغان ځوانان دبې روزګارۍ اوبې سرنویشتۍ له غمه په نشواخته شو، له هیواده وتښتېدل اوپه کانتینرونواوسمندرونوکی مړه شؤل . طالبان دومره قوي نه وولکه دکرزي فاسدې ادارې چې قوي کړل . دکرزي فاسدې اولوټمارې ډلې ، بېکارۍ اودامریکایي فوځيانوظلمونو، بمباریو ، زؤرونو، بداخلاقیو،خپلسریواولېؤنتوب په زرګونوپښتانه دطالبانوغېږې ته ورواچول ترڅوله دوښمن څخه انتقام واخلي . کرزي ته دپښتنودخواصواوکلتورښه پته وه خوخپل خارجي دوستان یې ورته نه متوجه کول ، هغوی ته یې نه وئيل چې پښتانه په ننګ ، غېرت ، تجاوز، وسله اوجګړه کی د ځانګړتیاو قام دې ، ددې قام سره شخېدل اویایې ترګرېؤانه نیول ښه عواقب نه لري . خومتاسفانه چې کرزې ، کرزې و، نه یې چغې اورېدې اونه یې پښتنوته پام کاوه . که چابه ورته کوم شکایت هم وکړ، په یوه سترګک به یې تېرکړ. نودکرزي مکررانتخاب نه یواځې هیڅ یوه ستونځه نشي هوارولې بلکه ترپخواغټې اوژؤرې ستونځې زېږوي . په افغانستان کی ترهغوسوله ،امن اومثبت ذهنیت نشي رامنځته کېدای ترڅوچې دکرزي فاسده اورشوتخوره اداره نه وي بدل شؤي . ددې اړین بدلون لپاره هغوافغانانوته چې په مېړانه یې کرزي ته رایه ورکړې وه ، هماغسې په مېړانه تری بېرته واخلي اونوره موقع ورنه کړي چې دافغانانواوټاټوبي غمونه اوناخوالې اوږدې کړي . افغانان بایدداسرله اوسه ومني چې راتلونکی اولسمشربه هم له ډېروستونځوسره مخ وي مګربیاهم دنوې ادارې اوچارواکوسره هیلې راژؤندۍ کیږي اوفردي اوملي ذهنیتونه ورسره لږڅه دمه اوبدلېدای شي ، خوکه فرض کړه هغه زوړملا اوهغه زړې تراوې شي اوحامدکرزې بیا دپنځوکالولپاره دکابل په تخت کښيني اوسازشکاران اومصلحتان پری راټول شي نودحالاتودلاخرابتیا ، جګړو، بې امنیواوله غمه ډک وګړنیزژؤندبه له بده بدترشي . دیوه بل ډېرکمزوري اولسمشرڅخه هیلې اوتوقع کېدې شي خودحامدکرزي نه هیڅ هیله اوتوقع بایدونشي ځکه لومړې خودده ورونه دچادزغم نه دي اوبل دده دبدنامو انډيوالانوسره داولس کرکه نشي بدلېدې . خلک پوه دي چې دکرزي کمپائن ددې لپاره نه دې چې دهېواداواولس غم به وخوري بلکه ددې لپاره دې چې د بدنامو، غلواوقاچاقبرانودوکانونه اومارکيټ بندنه شي . له انتخاباتوسره پښتانه بایدبایکاټ ونه کړي ځکه چې دوی به راتلونکي پنځه کلن غم اوناخوالوته موقع ورکړي نوداچې ووټ دحق اوجائزې مبارزې مفهوم لري باید دامبارزه په مېړانه اوهوښیارۍ پرمخ بوتلل شي اودځان ، وطن اواولادونولپاره داسې کاندید ته رایه ورکړي چې وړشخصیت وي ، ملت پال وي ، خواخوږي وي ، په اداره کی قاطع اوماهروي . افغانستان صادقواوماهرومشرانواواداره چیانوته ترحده زیات اړدې خونوررشؤتخورو، قاچاقبرو، مصلحتی اومداري چارواکوته هیڅ اړتیا نه لري . هغه سړې نه افغان دې اونه مسلمان دې چې ښه خبروي اوښه پوهیږي چې دایاهغه کاندید په جنایتونو ، خیانت اوفسادککړاورسواشؤې مګربیاهم دڅوپيسواویا دڅه طمعې اوهدف لپاره دغسې بدنام کاندیدته رایه ورکړي .


په افغانستان کی دسولې ، أمن اوعدالت په هیله

پياوړې ، تلپاتې اوهوسا دوي ګران وطن افغانستان

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو