په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

پنجشنبه، تیر ۴

دورځې درې پوښتنې

دافغانستان ایکسپائيرشؤې جمهوریتي رئيس ، حامدکرزي دافغانانواوملت په نوم هرڅه دخپلې شخصي ګټې لپاره په کاراچولي ترڅوله ارګ څخه بې ځایه نه شي . که څوک ورته ووایي چې ته خودوه ځله داوږدې مودې لپاره په ارګ کی پاتې شوې یې ،بس دې بل چاته هم وارورکړه ، ستاپه موجودیت اونه موجودیت به په دې غټه کلا کی فرق راشي خوپه افغانستان کی په خدای که څه تاثیرولري ، بس لږه هوابدل کړه اوبهرته ووځه ، نوبه د مسلسلوسترګکونوپه ضربه کی ورته ووایي چې ته به مې ضمانت وکی چې بېرته په خېرخيریت دارګ په دروازه ورننوځم ؟ زه خوچې له یوې کوټې نه بلې ته ځم ، زما خواخوږي استخارې کوي چې خدای می په خېرخېریت ورننبا سي اوبېرته مې په خېرخېریت راوباسي . له دې ښکاري چې که زه نه وم ، هغوی به هم څوک په سړه لېټۍ کی حساب نه کړي. دازه یم چې هغوی داسې جګې جګې وایي ، که زه نه وم ، هغوی به هم په هره سوړه کی پټ شي ، نوددې لپاره چې ټول یوځای یو، په هررنګ اونېرنګ چې کیږي ، ماباید په دغه بلا کلاکی وساتي اوکه ددوی له وسه نه وه پوره ، له دننې خوا درېچارکي کولپونه وراچوم ، بیا که ۴۴ زره هم راشي ، دباندی به ولاړوي ، ولاکه ورته دروازه خلاصه کم .
نولومړۍ پوښتنه داده چې که کرزې صېب اویاران یې ونه ګټي نو ترڅوپوری به که خدای کؤل کلابندوي اوکه فرض کړوچې ځه دایې ددرېیم ځل لپاره هم په شاهي کلاکی پاتې شو، نوایا دې به بیاهم خپلوپنډواوډنګرویارانوته وایي چې ، ورځۍ دافغانانوپه اوږوسپاره شۍ اودې وزارت ، هغه لایت اویاکومې اولسوالۍ ته ځانونه ورسوۍ .
دورځې ددوهمې پوښتنې سریزه به دکابل دشاهي کلاد دوهم میر، خلیلي په وینا پېل کړم چې وئيلي یې دي چې دمخدره توکودوکانداري اوکارؤنه ترهغونشي ورکېدای چې ترڅویې دوکانداران نه وي په ګؤته شؤي . رښتیاوایي اوزما په شمول هرافغان هم همداخبره کوي چې عیان ته څه بیان ، په هره کوڅه کی لس شل پوډریان له کومه ځایه پوډراخلي ؟ اواطراف خوزه یاغیستان دې، هلته خوموپه تلونه ملامتوو، خودومره هم نشۍ کولای چې په کابل کی یې هټۍ معلومې کړۍ ؟ دومره هوښیاردوکانداران دي چې دکرزي صاحب چنوته پوډرخرڅوي خودې یې نه شي پېژندلای اومرستیالان اووزیران یې دومره جرأت نه لري چې دپوډروددوکاندارانوتش نومونه په خوله واخلي . له دې څخه ښکاري چې دپوډروله دوکاندارانوسره له ملي اردواوناټوڅخه زیات طاقت او ښې سلاوې ورسره دي چې رئيس جمهوراوکابینه یې په وړاندی خوله نشي چوله کؤلې . ایاخلیلی صېب به دومره جرأت اونرتوب ولري چې د یویا دوه پوډري تجارانونومونه واخلي ؟
دورځې دریمه پوښتنه دډاکټر، نه خدایه توبه سپنتا دادفرپه هکله ده چې دوږي افغان اولس په پيسودشتمنوهیوادونوغونډې ته ایتالیا ته تللې . خدای دې خېرکړي چې دایتالیا پرځای ایتوپيا ته نه وي تللې ځکه چې په ژبه هم دومره نپوهیږي اوچې دده ځانګړې تلفظ هم ورسره شي نوهسې نه چې ایتوپيایان یې د سومالیا په الوتکه کی کښېننوي .
په خدای که مې دومره سرپې خوږکړې وې ، خودافغان اولس په پيسواونوم ډېرخفه کېږم نوځکه اندېښمن یم چې دا سړې خوفرفرخبرې هم نشي کولې نودې به هلته څه کوي ؟ هسې به به یې مکروني په خوله کی زانګي اوکله یواوکله بل انګرېزته به خړې خړې اړوي چې څه وایي . زه نپوهېږم چې کرزې پری ولې ملي بودیجه خرابوي ، خارجیان چې په افغانستان څه کوي اویاڅه ورسره کوي ، هغه بې له سپنتا هم کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو