په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

سه‌شنبه، خرداد ۲۶

دهغوی جار، زمونږه ډار

دکشمالي په قلم
‏2009‏، 16‏، جون‏، سه شنبه

نن می واورېدل چې په افغانستان کی دجمهوري ریاست دټاکنولپاره دکمپاین رسمي اجازه ورکړل شؤه . ددې خبرسره دسقاودزوی هغه اعلان رایادشوچې دکابل له نیولووروسته یې کړې و . وایي دسقاوزوی اعلان وکړچې دامان الله خان کفري قانون لغوه اوپس له دې عاموتام ازادي ده چې چرس څښوۍ ، قماروهۍ ، بودنه بازي کوۍ که سګ جنګي ، هرڅه ته ازادي ده . که دکرزي تېرحکومت ، کابینې اوهیوادته وګورو ، دسقاوله پاچاهي سره یې دومره توپيرنه و خوهغه لنډه وه اودااوږده وه کنه چرس ، قمار، بودنه بازي ، سګ جنګي ،بچه بازي ، رشؤت اونورهرڅه ته ازادي وه . مملکت ناپرسان و ، هرچا پکی وهل ، تړل ، وژل ، تښتول وکړل خوچاورته پورته هم نه کتل . د دونیا له دې سره ټوپکوال ورغلل اودهغه ځای اصلي خلک یې له خپلوکورونوڅخه وځغلؤل ، په اته میاشتیني ماشوم یې هم رحم ونه کړ ځکه چې ددغه هيواد اولسمشرکرزې و. یودم هرڅه بدل شؤل ، ژبه ، پيسې ، خلک ، سټایلونه هرڅه بدل شؤل ، ان تردې چې دزېړګل مورهم په انګریزي ښکنځل پېل کړل ، یوډاکټرسپنتا وچې نپوهېږم ولې ورته د دومره تعلیم اودومره لؤړې څوکۍ سرهسره د ( پروډکټ اوپروډ يوس ) ترمنځ فرق سخت و، بس چې واشنګټن ته به لاړ، دکاغذ له مخې به هم ورته ګرانه وه چې (پروډ يوس ) لغت دصنعت لپاره وکاروي که دزراعت لپاره . په سنا کی حضرت ، په پارلمان کی قانوني ، بهرمحقق اود تخت دپاسه کرزي چارې چلؤلې ، تېر۷ کاله بس داسې تېرشؤل لکه دشاه جهان مغؤل پاچاهي ، ملادوپیازه اوبېربل هم پکی وزیران وو . دراعیت په منځ کی خودباسوادواوبې سوادوڅخه سرونه لکه دچرګانوغؤڅېدل، کله به سړي له ډاره دادا ، ته ابۍ هم وئيل ، خود پارلمان په پستوچوکیوخڼاراوګردچاپيرتری نسواروکله سړي ته داسې ښودله چې ګنې خېخېریت دې ،هیڅ خبره نه شته . کله ناکله به ناڅاپه ښځوشورجوړکړ، دچا به یې خوب وتښتا وه اودچاپه خیا لپولاو به یې شړومبې واړؤلې نوبه له کوم طرفه یونیم داوبوبوتل وویشتل شوچې دغه دچینچڼو شورغلې کړي ، داوبودابوتلونه پخوانه وو، دې ټولوبه له چاټۍ اوبه څښلې خوکېدای شي بین المللي دوستانوفکرکړې وي چې هسې نه چې یوبل یې په درنوچا ټوویشتلي وي ، راشه واړه بوتلونه یې مخې ته کېږده ، هغوی فکرکاوه چې دضرورت په وخت کی به تری سم کاراخیستل کېږي . بس دخدای کړه وو ، دمصروفیت لپاره به دیوڅه نه په یوڅه پارلماني محفل ګرمېده خودزنګوجامن اودوکړوکمې به پکی و کنه نورې مزې وې ، پيسې دبل وې زړه پری نه خوږېده بس مزې مزې وې .
نواې افغانانو، که تاسودومره پوهېدې نوباید وټ موورله داسې مفته نه وې ورکړې ځکه هغومزې کؤلې اوتاسوورته زړه خوړ. کاش درای نه مخکی مو دځان لپاره تری څه بود کړي وې نواوس به موله مخه ایرې نه دوړېدې ! اوس بیا درته أغه دې په دروازوکی شل لک دچینګازوولاړدي ،اونارې وهي چې دچاړابابانؤسي ته خېرراوړۍ خدای مووبخښه ، ګوره چې غلط نشۍ ، داځل مووالله که خدای وبخښي که موبیا دچاړابابا نؤسیانوته رایه ورکړه ! هو، یوبه درته وایي چې ( موږک کس نی ماري ؟ ماجوان نی ماري ) بل به درته وایي ، هله پې ورشوړه شه ، درئيم به درته سیندونه ښوروا اوغرونه غؤښې کړي خوګوره چې داځل ونه غولېږۍ اوکه داځل هم وغؤلېدۍ نوبیا درنه نه ګیله پکارده اونه درباندی زړه سوې . که دچالپاره سوک څپېړه هم کوۍ ، اول ورته ګورۍ چې په دومره غم ارزي کنه ، هسې نه چې هغه دچاخبره ددوه روپوشادونه وي اودسلوروپوځنځيردرڅخه یوسي . داپخواموچې چاته رایه ورکړې وه ، هغوی خودرڅخه پوزه پرې کړه خوکه بیاموهماغسې شاباړي په پارلمان ورننباسل نوداځل به غوږونه درنه هم پرې کړي اوبیا چې په ائنه کی خپل بونجي اوبوچي مخ ته وګورۍ نوبیابه ځانته خاندۍ . داځل به لکه دهغه بل ځل غوندی دچاپه ږيره ، چپن اوخولۍ نه تېرؤځۍ ، ږيره ، چپن ، برېتونه ، درېشي به د سړيتوب، لیاقت اواهلتوب معیارکوۍ نه بلکه چاته چې وټ ورکوۍ ښه به یې تلۍ چې پخوایې درباندی څه کړي اوپس له دې درته څه کولای شي !
نوربه دخپلوکؤنډو اویتیمانوازارنه اخلۍ چې سبا دهرچاچنوته ناست وي اوخېرې درته کوي اووایي چې چا دې اولسمشرته رایه ورکړي وي ، خدای دپه کولرامرض اخته کي .
نواې افغانانو، په خپل وټ دخپلوکؤنډورنډو، بېؤزلو، یتیمانودعاخپله کړۍ اوثواب وګټۍ !

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو