په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

جمعه، خرداد ۸

ډانګ ته قانوني حق ورکؤل کيږي خوانسان ته نه

دکشمالي لیکنه

‏2009‏، 27‏، می‏، چهار شنبه



دبي بي سي دپښتووېب – پاڼې پرمخ کښل شوي ووچې په کابل کی مولوي سعيدالرحمن وئيلي چې شراب څښونکی، د محکمې له پرېکړې وروسته د قاضي له خوا په اسلامي شريعت کې اتيا درې وهل کېږي، دا د دوی لپاره سزا ټاکل شوې ده، چې موږ جنسآ همدا خبره په دې قانون کې ځای کړې ده .


لومړې خویوڅه ، یوه خبره اویایوشې څنګه « جنسآ » په یوقانون کی ځای کېدې شي ، یوه عجیبه خبره ده خونورداسې تصمیم نیول شوېدې چې شراب څښونکې که ګیرشول نو( اتیا ) درۍ به وهل کیږي .


بله ناڅرګنتیا داده چې له (جنسآ ) څخه هدف نارینه ، ښځينه اوکه خنثا دې اواتیا دورۍ به دټولولپاره یورنګ وي که څنګه ؟


هبله ناڅرګنیا داده چې دشرابڅښونکوترڅنګ د چرسیانواوپوډریانوپه هکله هم دغه قانون (جنسآ ) خبرې لري کنه ؟ درپورټونولمخې ، په افغانستان کی ( یونیم میلیون ) خلک په نشه یی توکواخته اومعتادشوي دي ، داټول باید په درو ووهل شي ؟


ټول خلک پوهیږي اوځینوپه اصطلاح قانون جوړونکوخواعترافونه هم کړي دي چې تراوسه په افغانستان کی اساسي قانون نه دې پلې شؤې نودشرابیانوقانون به څنګه تطبیق شي ؟! په داسې حالت کی چې حکومتي لوړرتبه چارواکي هم کله دبهرنیومېلمنوپه خاطریونیم غړپ کوي چې په عکسونوکی هم ښکاري نودابه امکان ولري چې مولوي صاحب اوقاضي صاحب به کوم وزیر، والي اویا اولسوال پړمخې څملولې وي اوپوره ( ۸۰ ) درۍ به يې وهي ؟ عام اوغریب خلک خودومره پيسې نه لري چې ځانته پری مناسب خواړه واخلي نودقیمته شرابوله باره به څنګه ووځي ؟ بله داچې هغوی ته د ماشومتوب څخه وئيل شوي دي چې شراب حرام دي نوهیڅکله به یې ونه څښي . دعادي شرابویوبوتل دومره جګ قیمت لري چې دعاموخلکوله وسه وتلې خبره ده ، یومامورچې دچایواوغوړوپيسې نه لري ، شراب به څنګه واخلي ؟ دغریبانو په قسمت کی خویواځې سړه ډوډۍ ده ، سوړسوکړک اوشړومبې دي ، هغوی ته دشرابیانوګمان کول انصاف نه دې . شرابوکباب دهغه چا په وس پوره دي چې پيسې لري ، مقام لري ، زورلري اوامکانات لري .


شراب یا مشروب عربي لغاتونه دي چې دڅښلوهرې مایع ته کارول کیږي . په پښتواوفارسي کی الکولوته ، مۍ ، شراب ، عرق انګور، اودارو، وایی . په ټولیزه توګه دوه ډؤله الکول دي چې یوډؤل یې دڅښلووړاوبل یې دڅښلووړنه دي .


نشه یی توکي نه یواځې له یوه سره ناجائزتوکي ګڼل کیږي بلکه داندازې نه زیات چې وکارول شي ، دناروغتیا اورنځونوسبب هم ګرځي خوهمدا نشه یي مواد په طب اوفارمیسي کی هم کاریږي او له همدې توکوڅخه دواګانې هم جوړیږي. د نشه یي توکوپه منځ کی شراب هغه مواددي چې دنړۍ سترواکمنان اوشخصیتونه یې هم په خپلومحفلونوکی کاروي اوهغوی ته جوازورکړشوې وي خودنړۍ سترشخصیتونه اورسمي مامورین په خپلومحفلونوکی هیڅکله چرس اودهیروئیوپوډرنه کاروي ځکه چې ددې توکوکارونه سپک ، لوچکي اودلېونتوب کاردې . ددې ترڅنګ په کلاسیکوادبیاتوکی شراب هم ستائيل شوي دي . اوپه هغواشعاروکی چې دمیئواو خماریادونه نه وي شؤي ، ډېرروماني اوعشقي اثرهم نه غورځوي اودمینې احساسات دومره نه راپاروي . په هره بڼه خبره داسلامي شریعت ده اوپه اسلام کی دنیاوي شراب حرام ګڼل شوي دي خوسره له دې ځينې خلک یې په اسلامي هیوادونوکی هم کاروي . که په شرابواونورونشه یي توکوباندی قانوني اوشرعي بندېزولګي ، ښه اونیک کاردې اودټولنې دحفظ الصحې لپاره اړین اقدام دې خودحیرانتیا خبره داده چې له شرابوڅخه نورمهلګ اومضرتوکي هم شته اوداسې حرام عملونه لکه فساد، رشوت ، قاچاق ، سړیتختونه ، دماشومانوسره جنسي تعلقات او داسې نورهم شته چې دشرابخوروڅخه مخکې یې باید جدي مخنیوې وشي خودهغومضرو، غېرقانوني ، غېرشرعي اوغېاخلاقي اعمالوپرضد نه قانون جوړیږي اونه ورته جزا تعینیږي ، علت یې څه دې ؟ په افغا نستان کی دداسې شیانوپه هکله جدیت ښودل کیږي چې اصلا په خبروهم نه ارزي خوهغه شیان چې ټولنه یې پوزې ته رسولې اوله هراړخه ناجائزاوټولنې ته زهردي، شاته غورځول کيږي . ایا فساد، رشوت ، قاچاق ، سړیتختونه ، اودماشومانوسره جنسي تعلقات حرام نه دي ؟ که حرام وي نوولې یې مجرمان لکې غړۍ ګرځي ؟ ولې مجرمینوته جزا نه ورکول کیږي ؟ معلومه نه ده چې په څه سبب دوروته مقد س اوقانوني حیثیت ورکول کیږي ؟ اصلا د سوټيو اوقمچینوقانوني کول دقانون اوبشري حقوقوپرخلاف عمل دې خوڅوک یې پوښتنه کوي ، د مملکت ناپرسان همدغسې صفتونه وي چې چاپکی ښه وکړه اوکه بد ټول دمنلووي . که داسې نه وي نو ننې علم ، تهذیب اوکلتورباید د سوټي ، چړې ، ټوپک اوبم پرځای پرانسا ني حقونو، منطق اوبشري ارزښتونوټينګاروکړي اودیوبد عمل دمخنیوي لپاره د بدوتدابیروجوازورنه کړي . که منطقا فکروشي نودجرم جزاپه جرم ، دظلم جزا په ظلم اودوحشت جزاپه وحشت سم اوانساني قضاوت نه دې .


دانه قانون کېدې شي ، نه اخلاق اوتهذیب چې دسوټي په زورچلیږي . ایا د سوټي اواسلحې ترڅنګ نورانساني چلندونه هم شته کنه ؟ که دافغا نستان ملایان اوقاضیان له سوټوپرته بل څه نه پېژني ؟ ولې هرڅوک مجبوریږي چې دملایانوهرې فتووې ته پرته له مخالفته غاړه کیږدي اوترهرڅه یې روا اونه بدلېدونکي وګڼي ؟ چې یوکاريې سم نه وي ، دشرابیانوضد قانون نوڅه معنا لري ؟ چې په هره کوڅه کی په زرهاوپوډریان اوچرسیان نشه پرېوتې شي ، شرابي دې هم وي کنه ، هغوی خودومره ټولنې ته ضررنه رسوي لکه څومره چې یې دهیروئينوقاچاقبران رسوي ! چې قاچاقبران له قانونه معاف وي ، شرابیان دهم وي کنه ! که داسې نه وي نوپه افغانستان کی دشرابوترمسئلې نورې ډېرې مهمې اوعاجلې مسئلې اوستونځې شته چې بایدقانوني اوحقوقي لومړیتوبونه ورکړل شوي وای خودادې دهغولومړیتوبونوپرسر۸کلونه تېرشول اوونه پېژندل شول چې نوربه لاڅومره کلونه پری تېریږي ، معلومه نه ده .



هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو