په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

سه‌شنبه، بهمن ۲۲

حقیقتونه ترخه وي خوثمرلري

يوه لیکؤال راته ووئيل چې زمونږد ځينوسیمورواجونواوفکرونوته چې سړې په خلاصوسترګووګوري ، نو ترټولوستره بې غېرتي ، غېرت ګڼي لکه دنجونو جبري ودونه اوخرڅؤل ، دبدترین اوفلاکت بارجبري ژؤندپه صورت کی هم طلاق نه خؤښؤل ، له قانوني طلاقووروسته هم دوښمني کؤل ، خوراولورته په میراث کی حق نه ورکؤل ، دروغتیا ، تعلیم اوکارحق نه ورکؤل اوداسې نور، نوهغه به څنګه ضمیراووجدان وي چې داسې کلک جهالت اووحشت ورسره دغېرت په نوم قبول شي ؟
په خبروخبروکی مې ډېرڅه تری واورېدل لکه هغه فکرکوي چې دکلي زیاتره بې سوادان یې اصلي پښتون نه ګڼي ځکه چې دې دنجونواوښځودتعلیم ، روزنې اوکارکلک پلؤي دې . دامفکرشخصیت وایي چې سترغېرتي هغه څوک دې چې علم لري ، پوهه ولري ،قضاؤت ولري ، مهارت ولري ،کارکوي اودخپلوبچولپاره په مېړانه حلال رزق وګټي . دې وایي چې زه نشم کؤلای چې غېرت یواځې دشرم په اعضاوپوری منحصرکړم
.

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو