په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

سه‌شنبه، اسفند ۶

دراتلونکي لپاره دښاغلي اوباماښې خبرې


نن دسه شنبې ورځ ، د۲۰۰۹ کال دفبرورۍ ۲۴ مه نېټه اوپه نییویارک کی دشپې لس نیمې بجې دي .
زه واحدمشواڼې یم چې په یوسوړاپارتمان کی مې دسي بي ایس په پرده دامریکا دنوي منتخب اولسمشر ، ښاغلي باراک حسین اوباماهغه وینا واورېدله چې دامریکادکانګرېس غړوته یې کؤله . ښاغلې اوباما په داسې حال کی وینا کؤله چې دپارلمان ویانده مېرمن نېنسي پلوسي اومرستیال جمهوررئيس ښاغلې جوبائډن یې شاته په کورسيوناست وو. دادرېواړه دېموکراتان ښه خؤښ اوډاډه ښکارېدل .
دښاغلي اوباما خبرې ډېرې روانې اوپام اړوونکې وې ځکه دجلسې زیاتره ګډونوال دد ه په زړه راښکونکوجملودرېدل اولاسونه به یې پړکؤل .
دښاغلي اوباما دخبروغټ ټکي داووچې هغه پکی خپل اولس اوکانګرس ته دمخ په ځؤړه روان اقتصاددبیارغؤنې ژمنې اووعدې ورکؤلې خوورسره له ستونځوهم نه تېرېده . هغه ووئيل چې دې به په امریکاکی دلؤړتعلیم ، کاراودوګړودروغتیايي چاروحالت ښه کړي اودغه لوري ته ډېرپام کوي . زماغؤندې دیوافغان لپاره دښاغلي اوباما په خبروکی ترټولوپامي ټکي دامریکادمتحدوایالتونوبهرنۍ پالیسي اودافغانستان په هکله نظروو. ښاغلي اوباما لکه دجورج بوش په څېرخپله ټوله وینا دتروریزم سره جګړې اوډارؤنې ته وقف نه کړه خوويې وئيل چې امریکاپه خپل زورډاډه ده اودهررنګ تروریزم زېلې به له بېخه وباسي اوبیا به اجازه ورنه کړي چې کوم هېواد د خپلواهدافواډه کړي . ښاغلي اوباما داهم ووئيل چې له دې وروسته به امریکایي قواوې اوفؤځیان څوک نه سکنجه کوي . هغه ووئيل چې دګؤنتانمودزندان دتړلواراده لري اوکه دتروریزم په تورڅوک نیؤل شؤي وي ، بایدامریکایي محکموته ورمخ شي . که څه هم دښاغلي اوباما په خبروکی دافغانستان په هکله واضحه جملې نه وې خودعراق سره په نښلؤلوجملوکی داسې انګېرل کېده چې دې په جګړوباندې دلګښت پلؤي نه دې اوپه دې خاطربه په یوه نوې ستراتيژي کاروکړي . دهغه له دې خبرې چې امریکایي ملت دتېرو۷ کالوراهیسې په جګړوکی دې اونورنشي کؤلای دهغوقیمت پټ وساتي هم داهیله راپيداکوي چې ښاغلې اوبامابه په عراق اوافغانستان کی دجګړوپه بديل غؤروکړي.
مادجورج بوش په دوره کی دهغه خبروته غؤږنه نیوه ځکه چې زه پوهېدم چې دهغه په خبروکی دخؤښۍ ، پام اوانصاف څه نشته ، بس تروریزم لاندې اوتروریزم باندې ، له ماشي نه به یې فیل جوړکړ. دیوه خؤارینجي عرب نه یې لویه بلاجوړه کړه اودامریکاخلک به یې پری ډارؤل خودښاغلي اوباما خبرې په غؤراورم اوتراوسه می دهغه په خبروکی بې ځایه تکرار نه دې ترغؤږوشؤې . ښاغلې اوباماهم له ستونځوخبرې کوي خوورسره خلک هیله من ساتي اوله غږه یې داسې ښکاري چې یوڅه کؤل غؤاړي . نواوس خو ښاغلې اوباما دجورج بوش په پرتله صادق اومنطقي ښکاري اونورنودوخت خبرې دي چې د وینا اوکړوترمنځ به یې څومره بېلتیان وي . ښاغلې اوباما که مسلمان هم نه دې خوپه رګونوکی یې دمسلمان پلاروینه هم چلیږي نوداچې په خپل لیاقت دغه مقام ته ورسېده ، ګومان کووچې یوڅه خوبه وکړي اودبوش له لاسه اړاکډا زړونه به لږڅه په ارام شي .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو