په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

شنبه، بهمن ۱۹

کفرنورڅنګه وي ؟

کشمالې

۷ کاله پخوا یولیکوال لیکلي وو چې څوک دعلم او ښؤنځیودوښمنان دي ، همدغسې جاهل
اوورانکاري رښتیني کافران دي اودهیڅ رنګ حقوقواورحم لائق نه دي . داورانکاري دهغوپټوخلکوغلامان اودلالان دي چې په ځپلوهیوادونواوسیموکی هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې دعلم اوپوهې مرکزونوته یې محض په بد نظروروګوري ، خودپښتنوپه سیموکی حرامنمکوجاسوسانواوورانکاروته امرکوي چې دپښتنودترقۍ اومهذب ژونداوخپلواکۍ وسائيل لمنځه یوسي . ما هغه وخت ورسره توافق نه درلود خواوس چې فکرکوم وایم رښتیانوکفرنورڅنګه وي ؟ علم خوپه نراوښځه فرض دې اومسلمان نشي کؤلای دخپل خدای له امراوذاته انکاروکړي نوخدای (ج) عالم اودانا دې اوڅوک چې له دې انکارکوي ، بې له شکه کافردې . نوهغه د لیکوال څخه بخښنه غواړم چې مایې مخالفت کړې و ، اوس راته څرګنده شوه چې پښتانه اوراتلونکې نسل یې دجاهل کفرسره مخ دې . دډېورنډنجس دکرښې په واړوغاړوپښتانه دکفرسره لاس اوګرېوان دي ، هلته په افغانستان کی هم په سؤونومکتبونه لمنځه تللي اودې غاړې ته هم دپښتنوسیاسي جغرافیا معلومه ده نوځکه تراوسه په سؤونومکتبونه دجهالت اوپښتون دوښمنۍ ښکارشؤي . په خوب ویده پښتانه له دې نه خبرنه دي چې دشومواوکفري پلانونوپه کامیابۍ به ددوی نسل نسل غلام ، جاهل اومزدورپاتې شي ، ددوی په منځ کی به ډاکټر، انجینیر، معلم ، ژورنالیست نه وي چې ددوی سره بیا مرستې وکړي نودوی به مجبوروي چې خپلې پيغلې لوڼې اوځوېندې دعلاج لپاره پنجابي اویا ایراني ته ورولي ، هلته به ورته غېرت معلوم شی .
دا څنګه غیرتیان دي چې دعلم اوپوهې مؤسسې یې ددوی مخې ته ورورانوي اودوی نه شي کؤلای چې ویې ساتي ؟
پښتانه به هغه وخت دخپلواکۍ ، بلواکۍ اوسړيتوب په معنا وپوهیږي اودورانکارودین اومذهب به ورمعلوم شي چې ډاکټران ، انجینیران ، معلمان ، ژورنالیستان ، پولیسان ، فؤځیان اوچارواکي یې پردي وي .


تل دې وي افغانستان
نابوددې وي دعلم اوپوهې دوښمنان

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو