په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

جمعه، شهریور ۲۹

په افغانستان اونړۍ کی دپښتنوپه ضد دسیسې اوددوی مسؤلیتونه



په تېرودرې لسيزوکی دخلقیانو، پرچمیانوروس پلوي اودروسانولپاره خپل هیوادوال وژل اوله هیواده فراروول ، له دې ناورینه دګاونډیوهیوادونوسؤاستفاده ، دکمونیزم ماتې اود دبرهان الدین رباني ترمشرۍ اوقدرت لاندی دانارشیزم راپيداکېدل اوهیواد دبې عدالتۍ اوبدبختۍ کندې ته اچوول ، په افغانستان کی دقانونیت پرځای ټوپکسالارۍ اوزورواکي ، دبرهان الدین رباني په پلوۍ اودوښمنۍ کی دمسلحوګروپونواوډلوترمنځ جګړواوپه دې توګه دقومونوترمنځ تاوتریخوالې ، داحمدشاه مسعودپه مشرۍ دنظارشورا خپلسري اوبدمعاشي ، ددوستم په مشرۍ دکمونیست ګیلم جم ملیشو بداخلاقۍ ، چور اوورانۍ ، دسیاف دملېشو اودهزاره وحدت ملېشوترمنځ جګړو، په ایران اوپاکستان کی تربیه شوي تنظیمونوخپلمنځي اخ وډب ، ددې په پایلوکی دطالبانودګروپ راټوکېدل اودافغانستان په ۹۵ ٪ خاوره واکمنېدل اوپه طالیبي لیکوکی دقبایلي پښتنوپه ګډون دپنجابي ، عربواوچچنیانوونډه ، دطالبانوترکنترول لاندې سیموکی دبن لادن دالقاعده ګروپ فعالیتونه اودنیویارک په نړۍ وال تجارتي مرکزاودامریکاددفاعي چاروپه مرکز ،پينتاګون دبریدونو اوددې په ځواب کی پرافغانستان دامریکادمتحدو ایالتونونظامي یرغل اودطالبانودرژیم راپرزېدل اودپښتنوپه سیموکی دطالبانو پټېدلوترهربل قام ، پښتنوته سترې غمیزې ، ناورینونه ، تاوانونه اوبدبختیانې ورپه غاړه کړل . داهیواد په تېرودرې لسيزوکی د کورنیوبې تجر بو، سرټمبه ، تنګنظرو اولنډاکوپردیخؤښوزورواکواوچارواکوله کبله ددؤوزبرځواکونودنېغ يرغل لاندی راغې چې په نتیجه کی یې په لکونو افغانان ووژل شول ، معیوب شول ، بې کوره شؤل ، مهاجرشول اوپه نشه یي توکوروګدي شؤل . هسې هم افغانستان دسواداوزده کړې په ډګرکی دخپلوګاونډیوهیوادونوڅخه ډېروروسته پاتې هيوادؤ خو کله چې کمونیستي ، جهادي اوطالیبي ډلودهیوادواک قبضه کړ، دتعلیم اوتربیې سطحه نوره هم ټيټه شوه اودهیواددګوتوپه شمېرباسواده افغانان دخپلوکورنیوسره دنړۍ هرهغه هېوادته پناه یوړه چې امکان ورته په لاس ورتلای شو. ددوی نسل دپردوتررنګارنګ کلتورونولاندی رالوی شواودخپل کلتورسره ترډېره حده نابلده پاتې شؤل ، دلیک لوست دمخنیوي اوپه تېره دنجونودتعلیم اوتربیې دمخنیوي اوددې پرضدتبلیغاتي مبارزه هم دځینوپښتنوملایانوپه ځواک مخته تللې اولاروانه ده . همدغه راز دپښتنوسیاستوالواوسیاسي ګوندونو پرته له دې چې دخپل اقتداردلاسته راوړلو لپا ره کوښښ وکړي ، دپښتنوپه ټولنیزوښېګړواودتعلیم اوتربیې دپرمختګ ، رواجؤولواوتبلیغ په برخه کی کوم دستاینې کارنه دې کړې ، يواځې په پښتونخواکی دخدايي خدمتګار ، خان عبدالغفارخان له هڅوسترګې نه شي پټېدای ، خوبیانور چارواکي دپښتنوپه منځ کی راپيداشوي ، اودګوندونواوتنظیمونومشران شوي دي خودخپلوشخصي ګټواواقتدارلپاره دپردوملګري شوي دي اوپه خپله ټولنه ړانده شوي دي، ځينوخوداقتدارلپاره خپله ژبه هم بدل کړې ، موقف اومقام یې ترلاسه کړې ، وزیر، پاچا اودهیواداولسمشران شوي دي خودپښتنودنابودۍ اوبدبختۍ سبب شوي هم دي .
دکمونستانودمبارزې پایله داوه چې روسانوته یې افغانستان په لاس ورکړ اودجهادي تنظیمونواوطالبانودسیاست په سبب امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ. دروسانودخوښۍ لپاره خلقیانواوپرچمیانوخپل هیوادوال وهل ټکؤل ، بندیانؤل ، وژل ، له کورکلي څخه یې فرارؤل اومال ، کورونه اوځمکې یې ورته پلورلې ، کله چې کمونستانوماتې وخوړه اومسلمانان دافغانستان واکمن شؤل ، عادي افغانانودکمونستانوظلمونه هېرکړل ، دوی په داسې بلاواوښتل چې مسلماني ، افغانیت ، قانونیت ، عدالت اوانسانیت یې ټول وشرموول ، دوی هیڅ ارزښت ته قائل نه ؤ ، ددوی قانون اوانصاف په ټوپک اومړدکي پوری تړلې ؤ ، ټول خلک ددوی له وحشته په تنګ شوي ؤ ، د افغانستان په خلکو ځنګلي زورواکي تحمیل شوه اودولتي سیستم په انارشیزم بدل شو، هیڅ چا جرأت نه کاوه چې په غلطیواوبې عدالتیوحتا نیؤکه وکړي ، مخنیوې خویې هسې دخوب لیده ؤ ، بس له کوم لوري دطالبانوډله راپيداشوه اوداوحشي ځناوریې یاځوړندکړل ا ویایې ترآموپورې وځغلول اودبې وسوافغانانوزړونه یې پری یخ کړل ، همداعلت ؤ چې دطالبانوډلې ته دافغانانوغوڅ اکثریت تودهرکلې ووایه . څه وخت نه ؤ تېرشوې چې دطالبانو په ډله کی هم پردي چارواکي څرګندشؤل اودشریعت په نوم یې سکنجه کؤل پېل کړل . دطالبانوسختوقیوداتوبیا خلک پخپل ژوندپوری حیران کړل اودوېرې اوډارحالت په بله بڼه یوځل بیا په افغانانوحاکم شو، دبرهان الدین رباني په رژیم کی اولس له ( بېريشانو) په تنګ ؤ اواوس نودتنکوچڼوڅخه خلک تنګ شول . په دواړواسلامي رژيمونوکی دمشرکشرچې هم اسلامي اوهم افغاني تهذیب ؤ، نه ؤ ، دواړو دعلم اوفرهنګ خونې ړنګې کړې ، دواړورژیمونودافغانستان ، سیاسي ،اقتصادي ، کلتوري اوفرهنګي سیستمونه ، نه یواځې لمنځه یوړل بلکه دبیاراټوکېدومخه یې هم ونیؤله . دبرهان الدین رباني له انارشیزم څخه نیؤلې دطالبانو دمطلقې دیکتاتورۍ پورې باید ۸ دورې فارغان دهیوادله ښوونځيواوپوهنځیوخدمت ته چمتواوړاندی شوې وای خوداسې ونه شؤل ، ددې پرځای ټولنې ته برچه پک ټوپکوال چمتوشؤل . لکه څنګه چې درباني توکمیزه اوپردۍ زورواکي چلېده ، همغسې دطالبانوادارې درباني رژيم په یوه پرمختللي سیستم اونظم بدل نه کړ، برعکس طالبانوهم دخپلوکړنوپه پایله کی ثبوت کړه چې خپلواکه افغاني اداره اونظم نه لري اودداسې یونظم رامنځته کؤلوته پام هم نه کوي . چېرې دي هغه طالبي ټانکیستان اوپيلوټان چې ددوی جګړه یې پرمخ بیؤله ؟ حقیقت دادې چې دځلالپاره په ښارونوکی له اطرافي بې تجربوډانګماروڅخه کاراخیستل کېده اوپه باطن کی ټولې طرحې دپردومشاورینوپه لاس کی وې . دغه پردو مشاورینوپه شعوري توګه داسې امرونه صادرؤل چې په اجرا یې افغانان په ډاراووحشت کی اچؤل ترڅودبېګانه چارچلؤونکوهویت پټ وساتل شي اودا کاریواځې دیومطلق نظام په چوکاټ کی دبانډه ایزواو دښاري تهذیب سره په تضادکی کړنوپه مټ شونې ؤ . دې رنګه ډارخودطالبانومشاورین اوتخنیکي کارکوونکي ترپنځه کالوله رسوایي نه وساتل خودافغانانوکرکه یې هم راوپارؤله اوځکه یوځل بیا خلکودنجات دفريښتې دراڅرګندېدودعا کؤله . دطالبانورژیم پرته له درې هیوادونوچې پاکستان ، صعودي عرب اوعرب امارات ؤ ، بل دنړۍ کوم هېوادپه رسمیت ونه پېژاند . دطالبانومشري په خبروکی څرګندېده خوترننه ملامحمدعمر چاونه لیده اوترننه خلک په دې باؤردي چې دهیوادچارې دناپېژندل شؤوغېرافغاني اشخاصولخوا اداره کېدې . هرڅوک چې ؤخودپښتنوطالبانوپه نامه یې پنځه کالوکی دپښتنوبچي دتعلیم اوتربیې څخه محروم کړل ، ترټولوبده داچې دپښتون قام پروړاندی یې دنوروقومونواوغربي هیوادونوکرکه راوپاروله ، حال داچې ټول پښتون قام طالب نه ؤ ، نه په دې نوم کوم پښتون خېل وجودلري اونه دطالب ترشایواځې پښتانه ولاړؤ خودوی دعربواوپنجابیواعمال هم دپښتنوپه نوم کی ونغښتل اوتېریې کړه . کله چې د۲۰۰۱ دسپتمبرپه یوولسمه په امریکایي تأسیساتوحمله وشوه ، امریکاوویل چې داکارپه افغانستان کی دبن لادن ترمشرۍ لاندی ،القاعده وکړاودبن لادن په نیؤلوپسې تیاري پېل شول . بن لادن افغان نه ؤ ، نه دجګړې اوجهاد لپاره افغانانوخپل هیوادته راوستې ؤ بلکه دصعودي عرب وګړې اودشاهي کورنۍ په حکومت اوتجارت کی شامل کس ؤچې دامریکا دلوړپوړو چارواکواوسي – أی – اې په مالي اونظامي مرستواوجنګي تمرینونوسره په افغانستان کی دروسي کمونیزم دسرولښکرومقابلې ته دزرګونوعربوسره وروستلې ؤ، خونه پوهیږوچې دامریکا سره دتېلوپه تجارت وران شؤې ؤ که نورڅه پاتې پلانونه یې بایدعملي کړي وای خوپه ښکاره دصعودي عربستان حکومت د خپل وګړي له ساتلواوخپل پلرني هیوادته له ورتلوانکاروکړ مګرملاعمراعلان وکړچې له ټولوافغانانوتېریږي خود بن لادن له تحفظ څخه نه تېریږي . همدغه سرتمبه توب په افغانستان دامریکايي فوځونویرغل ته بهانه جوړه کړه اودادې ترننه پورې پښتانه دهغوی په نوم وژل کیږي اوکړيږي . دطالبانومشرملامحمدعمریوسیاسي اوملي مشرنه ؤ چې په ملي اوسیاسي نزاکتونو، ارزښتونواوګټووپوهيږي ، ویل کيږي چې هغه یونالوستې ملاؤ چې دخپلودیني زده کړو اوپوهې په کچه یې تحلیل اوعمل کاؤو اودورسره پټومشاورینوپه فتنه اومنافقت یې فکرنه کاوه، ځکه خو دافغانستان داشغال ضمینه مساعده شوه اوهم دزرګونوتنکو ناخبروپښتنوطالبانودډله ايزقتل سبب شو. دطالبانومشرانوچې څومره زورښوه ، په هماغه کچه دامریکادیرغل سره تریتم شؤل اوعادي طالب جنګیالي یې دروسیې اوامریکاتالیڅټوګیلمجموملېشوته پرېښؤل .
له بله پلؤه ،خلک وایي چې امریکائیان چې په څومره نظامي خرش پرش افغانستان ته ننوتلي وو، هغومره بریالي هم نه شؤل اودتروریزم پرضدجګړه یې ۷ کاله اوږده شوه ، دطالبانواوالقاعده مشران به لا لټوي . کاش چې تروریستان یې نیؤلي وای ، محاکمه کړي یې وای اودنړۍ اوامریکاخلکوپېژاندلي وای او پوه شوي وای چې رښتیا اوحقیقت څه ؤ خوداسې ونه وشؤل ، هرڅه دتوقع پرخلاف وشؤل اومعلومه نه ده چې کله به حقیقتونه ښکاره کیږي ، خو دپښتنوپرخلاف له هرې ممکنې وسیلې څخه دبوش اودانډيوالانوسواستفادو داشکونه هم راپيداکړي دي چې دتروریزم پرخلاف جګړه محض یوه بهانه وه اواصلي موخه يې پرعراق دتېري لپاره تیارې ، په دې هکله عامه اذهان بدلؤل ، اودطالب اوالقاعدې مخه نیؤل ؤ چې بایددعراق په حمله اوهلته دامریکا دفوځي بریوخنډ نه شي . په بله فرضیه کی خلک داهم له امکانه لرې نه بولي چې کېدای شي داهرڅه دطالبانواوالقاعده دځينوغړوسره په یوه طرحه اوپلان کی چې بایددپښتنوپه سیموکی جګړه روانه وساتي ترڅوله یوې خوادنړۍ والوپام له عراقه بل خواواړوي ، سرکښ پښتانه په کنټرول کی وساتي اودهغوی دممکن پاڅون مخه ونیسي اوداشک په دې دلیل هم په باوربدلېدلای شي چې امریکادتروریزم په جګړه کی خپل ټول فوځي قووت اوتوجه ونه کارؤل بلکه خپله ټوله فوځي اومالي توجه یې دعراق جګړې ته اړؤلې وه . رښتیاهم که سړې په تېروپنځه کالوکی په عراق کی دامریکا مصارف چې ترېلیونوډالروته رسيږي ، په تېرو ۷ کالوکی د افغانستان له مصارفو سره پرتله کړي ، همدغه رازپه عراق اوپه افغانستان کی دامریکایي عسکروشمېرسره پرتله کړي ، شایدد افغانستان لګښت دعراق دلګښتونولس فیصده هم نه وي . له همدې پرتله کېدو څرګندېدای شي چې امریکا ته کومې جګړې زیات اهمیت اولومړېتوب درلود اوله دې مقایسې داپایله واخیستل شي چې کېدای شي دامریکادتروریزم جګړه به یوتاکتیکي جګړه ایزپلان ؤ خوستراتیژي یې د عراق په جګړه کی بایدترلاسه شوې وای . په امریکا دحمله کوونکوتروریستانو په لیست کی کوم پښتون هم نه ؤ ، اونه طالب رژیم دامریکاسره دجګړې اعلان کړې ؤ ، دغه رنګه دطالبانوپه لیکوکی په افغانستان کی دپښتنوځوانانوپرته عرب ، پنجابي ، تاجک ، ازبک ، چچن اونورهم ملګري ول ، نوولې یواځې دپښتنوسیمې دتروریزم سره دجګړې میدان شوې ؟ دپښتنوپه باب حقیقت اومنطق دادې چې هیڅ پښتون په امریکا یاپه بل هیواد حمله نه ده کړې اولکه بل هرملت حق لري چې دهریرغلګر په وړاندی خپله دفاع وکړي . داسې پوښتنو ته به که خدای کؤل ، بل وخت په تفصيل سره ځواب ولیکم خودلته به دومره بس وي چې ووایم چې دطالبانودقوماندې مرکزپه پښتنوسیموکی ؤ ، دطالبانوسره دډيورنډ دکرښې پورې غاړې ته پښتنوقبایلوملاتړ، دپاکستان دفوځي حکومت دوه مخي اړیکي چې له طالبانوسره یې هم درلودل اودامریکایانوسره هم اودغه دوه مخې سیاست یواځې دپښتنوپه سیموکی پلې کېدې شو، په پخواني شوروي جمهوریتونودامریکاډاډیاشک چې دروس اوایران دنفوس له کبله مطرح وو، دهندپه سمندرکی دامریکادبحري قواولنګر، اکمالات ،حملې اودپښتنودسیموموزون موقیعت ، دپاکستان په ذریعه دپښتنوکنټرول اوداسې نورهغه عوامل وي چې بایدجګړه په پښتنوسیموکی توده ساتل شوې وای همدغه رازپه شمالي ولایتونوکی جګړه نه کؤل د شمالي ټلوالې سره په معاهده کی شوي وي اودبوش ادارې فکرکړې وي چې په شمالي ولایتونوکی جګړه به ورته دشمالي ټلوالې ، روس اوایران په مخالفتونوسخته تمامه شي نوراشه داسې سیمه اوخلک لاندی کړه چې دهرچادسترګواغزي دي . خود دپښتون قووم پرضدپه نړۍ واله سطحه دومره پراخ مسلح ، تبلیغاتي ، سیاسي ،مالي ، اقتصادي ، کلتوري اومذهبي فعالیتونه اوکړنې ، اودوی پخپل کورکی برمته کؤل ، بندیانؤل اوله خپلواولادونوسره وژل اوحداقل ددفاع حق نه ورکؤل ، لوی ظلم ، بې انصافي اوجنایت ؤ چې هېرېدل یې اسان نه دي .
که سړې په افغانستان کی دامریکایي اوبرتانوي فوځیانو ځينوکړنوته نظروکړي ، ډېرې بېلګې به بیاموزي چې ددوی نیتونه اواهداف تری له ورایه ښکاري ، لکه دمثال په توګه ، څه وخت مخکی دبرتانیې ترټولووړوکې شاهزادګې دهیلمندسیمې ته په پټه راغلې ؤ چې هلته یوڅوعکسونه وکاږي اووروسته یې دبرتانوي عسکرودتشویق لپاره برتانوي ځوانانوته وځلوي اودشاهي کورنۍ دراتلونکي رول لپاره یې دخپل سیاسي موزیم تاریخي اثارکړي . هلمند ته ددې شاهزادګي و رتګ چې کله رسواشونودوه یې خپلې اودوه پردۍ هماغسې په توره تیاره کی وتښتېد چې څنګه پکی راغلې ؤ . ددې شاهزادګي تګ اورا تګ دهیلمند په حالاتوهیڅ اغېزه ونه کړه خومایې په البوم کی هغه عکس ته وخندل چې ده د خپل خیال په لینز اخیستې ؤ اوهغه داسې ؤ چې ده دافغانستان نقشه دخپلوپښولاندی په داسې حال کی غوړؤلې وه چې يوه پښه یې دافغانستان په هغوسیموایښې وه چې پښتانه پکی اوسې اونیم افغانستان یې انځوراوه ، دغه سيمې رنګینې ښودل شوې وې اونیم افغانستان یې سپين ښودلې ؤچې دې تنکي انګرېزتری پښه بهرایښې وه . دابه ددې انګرېزهلک اویادده دلویانودسیاسې اونظامي تابلولپاره هرومروڅه حیثیت درلود خوافغانانو ته دماشومانوله لوبې بل څه نه دي دامریکاپه مشرۍ دناټوځواکونوتراوسه یواځې هغه سیمې بمباردکړي دي چې یواځې پښتانه پکی اوسېږي . دوی په خپلونظامي عملیاتوکی په تېرو۷ کالوکی یواځې دپښتنوسیمې اوپښتانه په نښه کړي دي . دامریکادنیوهمشایردپوهنتون اودبلومبرګ دطب فاکولتې دیوې سروې لمخې په تېرو۷ کلونوکی دامریکایي فوځيانو په بم اوریو اوویشتنو کی یولک (۱۰۰۰۰۰ ) بې ګناه پښتانه وژل شوي دي اودګوډو،( شه- لو) اوبې کوره شؤودقیق شمېرلاتراوسه څرګندنه دې خوکېدای شي داارقام تردې ډېرلوړوي . دانوداسې ژورې اودردوونکې پوښتنې دي چې بایددامریکا جمهوررئيس ، جورج بوش ورته په یوه نړۍ واله محکمه کی ځواب ووایي خوپښتانه څېړونکي هم بایدددې ناخوالواوزورونوپه وړاندې چوپه خوله پاتې نشي اوپخپلوهراړخيزوارزؤونوکی ددې تېریواوقتلونوپه علتونوعلمي ، منطقي اوقانع کوونکې څېړنې وکړي اودخپل قام دبقا وسائيل په ګؤته کړي ، که دا کارونه کړي معنا به یې داوي چې دپښتنوواړه بچي هم ملامت ؤخوداسې نه ده ، هربادرده اسان بایدداپوښتنې مطرح کړي چې ولې دپښتنوسره دوښمني وشوه ؟ ولې داتېر۷ کاله په افغانستان کی په پښتون وژنه تېرشؤل ، دپښتنوښخواوماشومانوڅه ګناه کړېوه چې قتل شؤل ، ترڅو دپښتون قام دنورې تباهۍ اودپرلپسې تېریواوجزاګانو مخه ونیؤل شي،
دغه رازنظامي یرغلونوته دجوازورکوولوپه موخه دپښتنوپرضد پراخ نړۍ وال تبلیغات شوي اوله دې موقع څخه په استفاده دافغان دوښمنواوپښتون دوښمنوافرادواوګروپونو فعالیتونوته اجازه ورکړل شوې خو پښتنوته حتا دخپل ويرحق هم نه ورکؤل کیږي . دا هغه عوامل دي چې نه یواځې په افغانستان کی یې پښتانه د ستونځواومرګوني خطرونوسره مخ کړي دي بلکه پښتانه يې په پاکستان ، سیمه اونړۍ کی ور سره هم مخ کړي دي . هسې هم داقووم دتاریخ په اوږدوکی دهرزبرځواک ، له فارسیانونیولې ترترکانو ، عربو، چنګېزیانو، انګرېزانواو روسانوپوری ترتېري اویرغل لاندی راغلې دې اوددوی په سبب ځان هوساینې اوځان جوړوونې ته نه دې وزګارشوې نوکه امریکا دیوبل یرغلګرپه توګه دپښتنوپه کرکه کی ځان ورټومبل غواړي ، ددوی په انصاف پوری تعلق لري خوپښتانه دخپل حریم اختیارچاته نه ورکوي . شایددا یوعمده علت وي چې دپښتنوسره تاریخي ضدیتونه هم پالل کیږي . ترڅوچې دې پوښتنوته منطقي اوقانع کوونکې ځواب نه وي پيداشوې اودداسې ناخوالولپاره یومناسب نړۍ وال حقوقي اودفاعي خؤزښت نه وي رامنځته شوې ،پښتانه به ونه شي کؤلای لومړې په خپل هېوادکی ځانته دسرسورې پيداکړي اوبیاددې جوګه شي چې دنړۍ دخلکوپه نظرونوکی دیومظلوم ا وسترملت په توګه هم څرګندشي . مونږ ته تجربه شوه چې دقیصویوناؤل هم په نړۍ واله کچه دیوسترقووم نوم داغدارکوولای شي اوداسې تشه هیڅکله دټوپک په زورنشي ډکېدای ، ددې رنګه کارونولپاره همډؤله دفاعي کړنې مؤثرې دي ، په بل عبارت بایدوویل شي چې په هرڅه کی هماغسې سیالي پکارده .
دهغو انګرېزي اوامریکایی ځوانانوپلرونواومېندوته بایددتبلیغاتو، رسنیو ، غونډو، کتنواو څېړنوپه مټ ورورسؤل شي چې پښتانه هم دهغوی په څېرانسانان دي ، هررنګ تحلیل کؤلای شي اوهرچاچې تاسوته په غلطه درپېژندلي ، دپښتنودوښمنان دي ، خپلې ځانګړې موخې لري نوتاسودیومهذب قووم په توګه باید دبل قووم سره دوښمنۍ ته ونه دانګۍ ، خپل زامن دبل دزامنودوژلولپاره مه استوۍ . هغوی ته باید وویل شي چې پښتانه یوسترقووم دې ، خپل کلتوراوویاړنې لري ،د دوی هیواددوینوپه بدل کی جوړشوې اوساتل شوې اولکه څنګه چې تاسودخپلوهیوادونوڅخه دخپلوسرونوپه بیه دفاع کوۍ اوداخپل قانوني حق ګڼۍ همدغسې افغانانوهم دخپل هیوادڅخه دسرونوپه بیه دفاع کړې اوکوي یې . دوی ته باید وویل شي چې زامن یې افغانستان ته دتروریستانودلمنځه وړواوپه دې هیوادکی دامن دټينګښت په بهانه راوستي ؤ، خوپه خواشینۍ چې هغوی دپښتنوسره په جګړې کی ښکېل شؤل ، هغوی په تېرو۷ کالوکی په دې هیوادکی تروریزم ته ماتې ورنه کړای شوه بلکه قوي یې کړاواوس ټوله سیمه تربل هروخت بې امنه ده . په دې تپل شوې جګړه کی زیاتره بې ګناه پښتانه دخپلوبچوسره قتل شوي دي اولانورعسکرهم رااستول کیږي چې دپښتون وژنې ګراف لوړکړي . داهغه جدي خبرې دي چې باید دامریکا، برتانیا اوپه دې تړون کی شاملوهیوادونووګړوته درسنیواوغونډوله لارې ورسیږي .

ادارې فساد، لټي ،مړسترګي اود(۴۰ ) هیوادونو بمونواومرمیوپښتانه دژوند اوعادي روزګار له حقه محروم کړي دي ، ۷ کاله دخپلوکورنیوسره په رواني سکنجو کی ساتل شوي دي اوان تردې چې دپښتنودحقه حقوقوغوښتنه هم ګناه شوې ده . دختیځ ، جنوب اولوېديځ پښتانه خوپه دې غمونوکی ډوب دي ، شپه اوورځ لارې اواسمان څاري چې له کومه به پرې حمله کیږي ، خودشمالي ولایتونوپښتانه هم دازبکواوتاجکولخوازورؤل شوي اولازوریږي ، بېلګه یې دتخار۷۰۰ پښتانه دي ، کوچي پښتانه چې هروخت به په اوړي کی دخپلورموسره بدخشان ته تلل ، درباني په قدرت کی پری هغه څړځایونه بندشوه ، همدغه رازدمیدان وردګوله کوچیانوڅخه دکرزي په څېر مجهول هویته پښتون هم څړځایونه واخیستل . په ټولیزه توګه دافغانستان خلک اوپه ځانګړې توګه پښتانه دکرزي اوحکومت څخه هیڅ هیله اوتوقع نه لري ځکه چې هیڅ ګټه یې تراوسه نه ده وررسېدلې ، افغان ملت پوهیږي چې پرته له یوې بې حسه اوبې سلاحیته ټولنې ، بل صف نه لري ،ددې ټولنې دبهرنیوچاروڅانګه هم ددې لپاره جوړه شوې چې په بهرنیوهېوادونوکی یواځې پښتانه وزوروي ، يوته ووایي چې پاسپورټ دې دطالبانودوخت دې ، بل ته ووایي چې پاکستانۍ پښتووایې ، افغان نه یې اوداسې نورې ملنډې ، خوپه زرګونومسلح خارجیان افغانستان ته ځي اوتری ووځي ، سپڼتا تری نه خبریږي اونه دومره جرأت کؤلای شي چې دیوعادي خارجي عسکرڅخه دويزې پوښتنه وکړي .
دکرزي اداره دخېرښېګړې له یوې حقیقي ( ان- جي – او) څخه هم ټيټ ارزښت لري ځکه چې دغرب په خېراتونواودامریکا په نظامي زور، ساتنه او څارنه چلیږي اودپښتنوضدټولنه ده . ددې ټولنې سلاحیت اونیت په ټولیزه توګه دپښتنوپه برخه کی اوپه ځانګړې توګه د کوچیانواوهزاره ګانوترمنځ اودااوس په تخارکی دبندي پښتنوپه هکله ډېرښه په ډاګه شوي دي نوځکه دکرزي له ټولنې هیڅ رنګه توقع هم نه ده په کار . زورېدلواوبې وسلې اووسیلې پښتنوته بایدنوره په ډاګه شوې وي چې دټينګومسلمانانو په توګه هم پری رحم ونشوخودپښتون په نوم دکرکې ، بمونو، قتل ، بې کورۍ ، کډوالۍ اودژوندله هررنګ محرومیتونوسره مخ شؤل . هغه څه چې پښتانه له مرګ ، وېرې ، کرکې ، اودوښمنانو دروحي فشاراورواني رنځونوڅخه ساتلې شي ، هغه ددوی ترمنځ ټينګ اتفاق ، سرمشریزه ټاکنه ، دپوهې اوعلم لوري ته مخه کوول او دپښتنووړاوماهروشخصیتونواوځوانانواستخدام دې چې په شعوري اوماهرانه توګه دپښتنوتګلاره پلان کړي اوپه دې توګه ددفاع ، پائښت ، پرمختګ اوسیالۍ په وسائلویې سمبال کړي ، په داسې تنګو، کرکجنواومرګونوحالاتوکی له ځانه دفاع ، ملي اوسیاسي تدبراولارښؤونه اړینه ده . پښتانه مکلف دي چې دخپل ځان سره دمرستې وسایل ولټوي ځکه چې پرته له دې ، نه تش په نوم دولت ، اونه خارجیان ددوی پروا لري . پښتنوته پکارده چې خپل مشراوکشرمعلوم کړي اودبهرنړئ دپوهاوي لپاره له خپل ټول وسه کارواخلي ،دوی بایدخپله مبارزه اومجادله نوره د پښتون په نامه وچلوي ځکه چې په همدې نامه پری هروخت یرغلونه شوي ، یرغلونه پری روان دي اونوربه هم پری کيږي ،نوځکه ورته اړینه ده چې د « پښتون » په نامه اوحئثیت خپل حقونه وغواړي اونورپه تاریخ کی ناڅرګند پاتې نه شي . په دې توګه به وکؤلای شي په نړۍ کی سمه پېژندګلوي پيداکړي اوخپل نوم بېرته لاسته راوړي . زه په بهرنیوهیوادونوکی مېشتو دفکراواحساس څښتنوپښتنونه غوښتنه کؤم چې خپل سیاسي اوايډيالوژیکي ځانګړتیاوې اوتوپيرونه لرې پرېږدي اود خپل حئثیت داعادې اوڅرګنتیا لپاره پخپلومنځوکی اړیکې ټينګې کړي اویوڅرګندخؤځښت اوشتون رامنځ ته کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو