په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

پنجشنبه، شهریور ۲۸

شهادت یې روزي شو


د اروزګان پخوانې امنيه قوماندان او ددې ولايت د چورې ولسوالۍ اوسنې ولسوال روزي خان تېره شپه د ايساف ځواکونودنوروپه منځ کی رساویشتلې ، خدای دې شهادت روزي کړي . ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ دامنیت آمر چې د اولیاوپه برکت تری روغ خلاص شوې ، وویل چې په دې خبره کی شک نشته چې زمونږ اولسوال صېب د ايساف ځواکونوښه رسا ویشتلې خونپوهېږم چې هغوی نشه ووکه سهوه یې وکړه خواولسوال صېب یې و ؤ اژه . دايساف ټوپکوالو تراوسه ځان ناګاره کړې چې ودرېږه (یو) څوک پری ويرکوي که نه . ددې خبرسره دبوش اوګېټ خبرې رایادې شوې چې دهرات په ماشومانویې خفګان څرګنداوه . دابه رښتیاوي که نه خوپرون مې په عکس کی دکرزي صېب سره هماغسې یوامریکایي لاس په لاس وليده ، نښه دې دا وي چې له کرزي صېب نه پکی خپله قراقولي اوچپن هم هېر شوي وو . امریکایي ډېرخوښ ؤ چې له هیوادوالو یې په افغانستان کی څوک پوښتنه نه کوي اوان په غم اوښادۍ کی یې برخه اخلي خوداچې په میاشت کی ترې درې څلورځله سهوه کیږي ، انسانان دي خطالري ، ځکه یې څودانې ماشومان په خطایي کی ويشتلي دي ، خودماشومانو په حال خفه دې . زه هلته نه وم چې مې ورته وئيلي وای چې که داسې دافغانانو په مرګ هرځله وژاړۍ نوولا که دخوښۍ وخت پيداکړۍ ، داخوڅه یونه دې ، دوه نه دي ، درې نه دي ، کلي اوښارونه پری ډک دي ، ستاسوخفګان دافغانانو پکارنه دې خوددوی نه خپله خوشالي مه اخلۍ . خېرداخودافغانانوخبرې دي خوکرزې صېب دمېلمه په خفګان غرېب نیؤلې ؤ اونيږ دې یې له خلې ختلي وو چې ( وي اپریشي أېټ اېټ ) خوژريې سرته ورغله چې په دې خلکواعتبارهم کله سړې شرموي ، هسې نه چې زه یې ( اپریشي أېټ ) کړم اوسبایې بیا په هرات یاارزګان کی څوک ویشتلي وي اومامجبوروي چې فاتحې ته یې ورشم .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو