دښځودنړۍ والې ورځې په مناسبت پرهغوخارجي اوکورنیو قاتیلانولعنت وایوو چې افغان نجونې اوښځې یې په بې رحمانه اوغیرانساني توګه قتل اوسنګسارکړي دي . مونږ په دې مناسبت په کابل کی مظاهره کوونکوخوېندوته دهغوی دلؤړانساني احساس مبارکي وایوو . مونږپه افغانستان کی دخپلوافغاني خؤېندودپاره داسلام اوافغاني ټولنې دارزښتونوبرابرخپل حقه حقوق اوانساني ازادي غواړووچې په سرکی یې دنجونوتعلیم اوتربیه ، روغتیا ، کاراودهغوی خپل واک اواختیاردخپل سرنوشت په ټاکلوکی ، وي . په دې هکله په هیوادکی دغیرانساني اووحشي رواجونواوعقایدوپرضدهم خپل غږپورته کوو
په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟
مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟
مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر