په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

شنبه، آبان ۲۲

بي- بي – سي پښتووېبپاڼی دجورج بوش دکتاب (ډسېژن پوینټس) په هکله داسی یوه ټولپوښتنه کړېده


د جورج بوش ښې او بدې پريکړې کومې وې ؟

په دې اړه یوڅوکسانوخپل نظرونه نومؤړی وېبپاڼی ته لیږلي اوهلته لؤستلوته ځړېدلي دي . ځينوپرافغانستان اوعراق باندی دبوش یرغلونه تېروتنه ګڼي خوځینی بیاپرخپل هيواددپردویرغل ته هرکلې کوي خوپرعراق یې سمه پرېکړه نه بولي . ماهم زړه ښه کړاوپورتنۍ پوښتنی ته په ځواب کی می دجورج بوش ټول سیاست په لاندی کرښوکی داسی وارزاوه

دامریکادمتحدوایالتونوولسمشرجورج ډبلیوبوش د ښوپرېکړوکومه بېلګه نه لري خوبدې پرېکړې یې خورازیاتی اومستندی دي . که په لنډوټکوکی یې ونغاړوونودده دواکمنۍ پرمهال دامریکادبهرني سیاست ارزښت دعراقي ژورنالیست منتظرالزیدي د زړوبوټونوله ارزښت څخه هم ټيټ شوې و. بوش په تریلیونونوډالرودچازړه خپل نه کړای شومګردمنتظرالزیدي دپښوبوټونوتردغه زیات ارزښت پيداکړ. دبوش اته کلنوکړنودارزونې لپاره همدومره بس دی چی ووایو: ترکاڼي دبیزوکارنه دې

بایدیادؤنه وکړم چی زماخواپری هیڅ بده نده چی زمانظربي – بي – سي وېبپاڼی خپورنه کړځکه چی نوری هم ډېری اغېزمنی وسیلې اولارې شته چی خپل اندپکی څرګندکړم نودادی دلته می هغه کټ مټ کرښې ستاسومخې ته ګېښودې . که زماارزؤنه دبي ـ بي –سي دکارکوونکونه وي خؤښه شوي نوډاډه یم چی په تاسوکی هرورومروزماغوندی اندپال شته چی زماپه ارزؤنه فکروکړي

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو