په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

سه‌شنبه، اسفند ۲۷

دښاغلي حبیب الله غمخورپه بلنه اند

واحدمشواڼې
ازاداوخپلواک ژورنالیست ، دامریکامتحدایالتونه

ډېردرون اومنلې غمخورصاحب ، له سپېڅلوسلامونووروسته غواړم ستاسوپه دې بلنه چې لیکلي مودي :
« راسی چي ددي نړيوالوگټودسوداگری په بازارکښي خپلي ملي او وطني گټي پر نوروونه پلورو، په گډه دملي تفاهم په رڼاکښي دهيواد دراتونکی لپاره داسي يومشرپيداکړوچي په رښتياسره تريوي کچي دسياسي معامله گريواوځان غوښتني نه خلاص وي .که داځل دخپل برخه ليک په ټاکلو کښي تيروتنه وکړونه يوازي داچي هيڅوک به موږ ونه بخښی بلکي داهيوادبه يوي بلي ملي غميزي ته ورټيل وهل سي »
خپل اند څرګندکړم اوستاسوله رغندفکراوپېرزوینې په ملاتړ ، دنېکنیتو ، هېوادپالواوافغان پالو سرونوڅخه هم هیله وکړوچې له سیوروڅخه لمرته دراوتلوتکلیف وکړي اودهیواددراتلونکي په هکله فکروکړي . خومخکی له دې غواړم یادوونه وکړم چې دیوه پاک ، عادل ، زړه سواند اوملي افغان مشردلټې په یون کی می خپل مل وګڼۍ . ماچې ستاسوخبرې ولؤستې نواړیې کړم چې د خپلوتېروتجربولنډیزهم ولیکم اوداددې لپاره چې یوخود موضوع سره یوڅه ربط هم لري اوله بلې خوا به موپېژنګلوي هم وشي اودا لړۍ به دنورولپاره پېل شي چې هغوی هم ځانونه رامعرفي کړي . دا ډېرښه کاردې اودناپېژاندوافغانانوخپلمنځې ډاډاوباورهم زیاتوي . نوزه هم هغه سړې یم چې په اداره اوخدمت کی له ډېرو سترو کیڼواوښيوټوپکوالوڅخه ښه سابقه لرم . که څه هم ۱۴ کاله دهیواد څخه لرې په امریکاکی دمسافرۍ اوخواريوشپې اوورځې تېروم خو دخپلوهیوادوالو اوخپل هیواد په مینه اودهغوی لپاره دخدمت احساس می له پخوا څخه نورهم توند اوپياوړې شؤې دې . ماهم لکه ستاسوپه څېر دچوکۍ ، مقام اوشهرت پروانه ده ساتلې او تراوسه دکوم ښه اوټيکاوژوندڅښتن هم نه یم . دغه راز دهغودولتي مقامونو اوڅوکیو دچانسونو په بایللو دذرې هومره هم بدل نه شوم چې دوالي اووزیرپه توګه زما انډيوالانو اوزما سره کارکوونکو لاس ته ورغلي دي . له یووه والي صاحب څخه بیاهم مننه چې دخپلومصروفیتونو سره سره ورته ۱۳ کاله وروسته وریادشوم او تلیفون یې راته وکړ . دښاغلي کرزي په اداره کی داسې لوړپوړي چارواکي ډېردي چې که ډالرويې په سترګوپردې نه وي غوړولي نو د ۱۹۸۶ څخه تر۱۹۹۶پوری به په پاکستان اوافغانستان کی زما خدمتونه ورپه یادوي . هغوی کېدای شي ما په دې ملامت کړي چې ولې مې دپېښورریاست ، پيسې اوموټرې پرېښودې اوددنیا په دې سرکی مزدوریوته اړم شوم ، خوزه ورته په سرلؤړۍ ویلای شم چې داهرڅه مې هغوی اوخارجیانو ته ورپرېښودل چې ويې چلؤي ځکه چې هغوی داسې غوښتل . نو داچې زما تئیاره جوړه کړې اداره یې ونه شوه چلولای ، خدای خبر دکرزي صاحب درنې اولؤړې ادارې به څنګه چلوي ؟
بې له شکه چې عاقبت به ېې په پېښؤرکی دافغان – جرمن تخنیکي تربیوي سازمان په څېر وي چې زما په خواریو په درې کالوکی جوړکړې شوې و ، په پېښؤراودافغانستان په خوست ، ځاځيو ، لغمان اوکنړولایتونوکی ېې ۱۷ مؤسسو فعالیت کاوه اوپه زرګونووطنوالو تری ګټه اخیسته خو زما په نه موجودیت هرڅه دسترګوپه رپ کی تریتم شؤل . زمانه وروسته هغه دبچه سقاوپاچاهي وه ، یورئيس پکی له څومیاشتوزیات وخت تېرنه کړ، یوه یې موټرې وتښتولې اوبل یې کمپيوټرې . دواړه دکرزي صاحب په اداره کی لؤړپوړي چارواکي شؤل . زه ددې کارمسؤلیت دهغوخارجیانو پرغاړه هم اچووم چې هم یې زه ترخپل کنترول لاندې راوستوته مجبوروولم ، هم به یې دمرستې وعدې راکولې اوهم به یې راته داپوزیسیون ډلې روزلې ، زه یې خپلواک کارته نه پرېښودم ترڅوچې نورستړې شوم اوهرڅه مې ورته پرېښودل . په یوه کنفرانس کی چې ښاغلې یوسف نورستانې هم پکی ناست و ، دجي تي ځېډ استتازي ، سپرینګر دهغه سره دخبروپه تاوېدوووئيل چې داخومونږ اواروپایي ټولنې درسره مرسته کړې چه ته اوس دیوې مشهورافغاني سازمان رئيس یې ، که مونږ مرسته بنده کړو نو بیا به څه کوې ؟ ماورغبرګه کړه : نه ، ښاغلیه ، زه تاسو په انتساب نه یم راوستې بلکه هغو پنځه سوه افغان انجینرانو ، مسلکي استاذانو اواداري کارکوونکودسازمان اودپروژې درئيس په توګه انتخاب کړې یم چې دپاک – جرمن تخنیکي تربيوي پروګرام سره یې کارکاوه . نوکه تاسوپرمااحسان اړوۍ چې بې ستاسوله مرستوبه دامقام له لاسه ورکړم نوداهم واوره چې پرته لما به داسازمان اوپروژه هم ونه چلیږي . تاسودښاغلي ډاکټرلېټر په مشرۍ پوره یوکال کوښښ وکړخو یوه څانګه موهم جوړه نه شوه کړای اواوس دادې وینۍ چې زه په پاکیستان اوافغانستان کی بریالۍ پروژې لرم اوکه زما د کارونو ارزونه غواړې ، نولطف وکړه دجرمني دبرېمن پوهنتون څخه دارزیابۍ راپورونه ترلاسه اوولؤلۍ .
زه په خواشینۍ اوصراحت سره وایم چې دافغان – جرمن تخنیکي تربیوي سازمان د خودغرضو ، مفادپرستوافغانانواو کمانډروخارجیانوله لاسه دسقوط سره مخ شؤ کنه که زه په کراره پاک کارکؤلوته پرېښودل شؤې و ې ، دخپلوافغانانواوخارجیانودسیسې ، فشارونه اواړویستل نه وای ، زه په اطمینان وایم چې زما اداره به په ټول افغانستان کی یوه نمونه اداره وای او مادغه هدف ته درسېدولپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې . ماته هغه وخت خپل افغانان ، ددوی احساس اودخارجیانوکړه رامعلوم شؤل او نه هېرېدونکې زده کړه مې تری وکړه . متاسفانه په افغانستان کی په ښه اوپاک کارهم سړي ته ستونځې جوړيږي اوپه ډېربدکارهم ، ډېرپاک سړې هم خیانت ته اړکیږي اوددې کاریوعلت پخپله افغانان دي چې دټولګټو ، پرمختیایي او کیفیتي کارونو مخنیوې کوي . داټول شیان بې له ټولنیزې روزنې ، قربانيو اومنډوترړو نشي سمېدلای .
دافغانستان اداره اوحکومت هم دغه حال لري ، هغه څوک چې خدمت کؤلای شي ، پاک اوغوڅ عزم ولري ، هغه نشي کوولای دمفسدو اومسلحوپه منځ کی کاروکړي ، یابه زما اوستاغوندی مسافرکیږي ، یابه سرخوري اویابه ورته تسلیمیږي . نوداچې راتلونکوانتخاباتوته یواځې څومیاشتې پاتې دي ، اوافغانستان هم دوسله والو په لاس کی وي ، غربي ډالرې ، یورواونورې پيسې بادیږي ، نوڅنګه به داسي يومشرپيداکړوچي په رښتياسره تريوي کچي دسياسي معامله گريواوځان غوښتني نه خلاص وي ؟ که په بهرنیوهیوادونوکی خپلوافغانانوته نظروکړونو یوزیات شمېرچې کاروبارلري ددغوجنجالونوسره مینه نه لري ، ځینې چې دخپل هیوادسره مینه لري ، هغوی بیا شنه نوټونه نه لري چې خپل کمپاین وچلوي ، که افغان اولس ته وګورۍ نوهلته به داسې احساس وي چې ووایې ، دخپل افغانیت ، غېرت اواسلامیت په جذبه دډالروپه مقابل کی یوپاک اووطنپال شخص ته رایه ورکوو اوځانونه اوووټونه په پيسونه خرڅوو؟
زه خوپوره یقین لرم چې زمونږافغانان به پرته له تحلیله ، دهغه چاپه لورمنډې وهي چې یانوټونه لري اویا ټوپکونه ،نوڅنګه به تری طمع وشي ؟
هغه شخص چې بایدزمونږ ملاتړترلاسه کړي ، ښه تکړه مشروي ، غلام اوګوډاګې نه وي خپل وطن اوخلکوته وفاداروي ، عادل ، منصف اوتکړه اداره چي وي ، چېرې دې ؟ ولې نه راڅرګندیږي ؟
مااوته دوه کسه یوچې دداسې سړي اومشرلپاره کمپاین چلوو ، دوه نورهم شته چې څلورشوو؟
زه خووایم چې که دافغانستان له څلوروکؤ نجونوڅخه یوڅو کسه سره راغؤنډشي اوورته ووئیل شي چې که دبوشي دېموکراتانو ، طالبانو ، خلقیانو ، پرچمیانو ، اخوانیانو اونورومینه وال هم یې ، مونږ درته عذرکووچې په یوه ټينګ اتفاق سره دخپلوایډیالوژيو پرته اولرې ، دهیوادپه راتلونکي فکروکړۍ اوزمونږسره په ګډه دې یاهغه مشرته رای ورکړۍ . خودې یا هغه مشر څوک دې ؟ ولې نه رامخ ته کیږي ؟ اوداسې کارته به کله ملاتړو ؟
داسې کارخو په احساس اوفداکارۍ کیږي اوهرافغان بایدپه احساس اومصؤلیت میدان ته راودانګي اودې ته انتظارونه کړي چې غمخور اومشواڼې ورته دبلنې ګل دارکارتونه ورولیږي ، دادچاواده یاخیرات خونه دې چې ډوډۍ خؤړلوته څوک دعوت کړو بلکه دهرافغان په ژؤندپوری تړلې کاردې . که څوک دخپلې ټولې کورنۍ سره په خارج کی وي اوپه افغانستان کی څوک ونه لري ، دخپل وطندارلپاره باید رامیدان ته شي .
د افغان ، افغانستان اومسلمان نوم خو دادرې لسیزې دهرچا ترپښولاندی شو ، نه پری دخپل مسلمان ورورزړه دردوکړ ، نه پری دګاونډیانو اونه پری دنړیوالو . داسلام ، دیموکراسۍ اوتروریزم په نومونوخپلوافغانانوپخپلوافغانانو تجارت وکړاوکوي یې اوپه خروارونوپيسې يې پری وګټلې ، نورله دغه هېواده څه غواړي ؟ ولې هماغه زاړه کفنکشان اومفسدین هروخت دافغانانوپرسرتپل کیږي ؟ په ۳۰ میلیونو افغانانوکی بل داسې څوک نه پيداکیږي چې تردغوموجودویوڅه ښه وي ؟ تاسووګورۍ ، هغوچې دپښتون په نوم جنډې پورته کړې وې ، چې دڅؤکیواوپيسوڅکه یې وکړه ، بدل شؤل ، نوریې په تېرو۷ کالوکی ځانونه داسې کاڼه اوګونګي کړل چې ته به وای دوی خوله هیڅ نه خبرنه دي . چې دپښتنو داته میاشتیني ماشوم په بېرحمانه قتل یې هسې یو « وييش » هم نه وي کړ ې ، بیا انتخابیده به یې پښتنو ته څه ګټه ولري اودهغوی دکوم درد به دوا شي ؟
دداسې خلکوملاتړ به څوک وکي ؟ مونږ باید دهغه چا په لټه کی شوو چې صادق ، بااحساسه اوافغانپال وي ، خپلې ملي ګټې ورته له ډالري ګټولومړېتوب ولري ، دظلم ، بې عدالتۍ ، قتل ، غلا ، زورواکۍ ، تشدد ، بې سوادۍ ، جهالت ، رشوت ، فساد اودمخدره موادودبې وجدانه ډلوسره غوڅ چلند وکړي ، داسې پياوړې اداروي سیستم جوړکړای شي اوویې چلوي چې ددغو ناوړوکړو جرړې ختمې کړي ، جرأت اوصلاحیت ولري چې دبهرنیانو اویاغیانو خپلسروکړواوتصامیموسره حساب ، څېړنه او کړنه وکړای شي ، دپرمختګ اوابادۍ په لورځي ، چټک باکیفیته اوستنډرډ تعلیمي نساب رامنځته کړي ، دقانون نفاذ ډاډمن اوورته لومړېتوب ورکړي . دمشربایدداصفتونه اووړتیاوې وي ترڅویې منلوته غاړه کېږدو . افغانان نشي کؤلای په ورستو اودبشردحقوقوسره په ضدرواجونو پرمختګ وکړي ، نوځکه داسې مشراړین وي چې ټولنه اوځوان نسل دنړۍ دخلکوسره په کتارکی ودروي ، هغوی دیوې پرمخ تللې ، مهذبې اوپياوړې ټولنې اوهیوادسفیران کړي .
ښکاره خبره ده چې دافغانستان په عنعنوي ټولنوکی که څه هم ځينې اصلاحات حیاتي ارزښت او تلپاتې ګټې لري خو هرکلې یې نه کیږي اودستونځوباعث ګرزي اوداځکه چې په افغاني ټولنوکی دزده کړې اومعلوماتو کچ ډېرټيټ دې . افغانستان دنړۍ ترټولو وروسته پاتې اودسوادپه سطحه ترټولوتیټ هېواددې چې دخپلوګاونډيو سره دسوادپه ډګرسیالي نه شي کولې . دټول وګړو څخه ۳۴ فیصده خلک سوادلري اوهغه هم پوره نه دې ، دا ډېره ټيټه علمي سویه ده . هرافغاني دولت وظیفه لري چې دښېګړواوپرمختګ په کارونو نالوستي اودکمې پوهې وګړي وپوهوي . دامنطق اوانصاف نه دې چې یوپوه اوباتجربه وګړې دې دیوناپوه اوبې تجربې وګړي ترلاس لاندی کاروکړي لکه دتېرولسیزو په مختلفو واکمنیوکی ، دامنطق اوانصاف هم نه دې چې دیوه کاراوهدف په تطبیق کی له زوراوتشدده کارواخیستل شي بلکه دزوراوتشددڅخه وړاندی باید هراړخيزاومنطقي تدبیرونه غوره شي . مونږ ولیدل چې دیوهیوادچارې داسې هم نشي چلېدلې لکه دطالبانو په رژیم کی چې دکېبل ، ډار اوشفاهي امرونو په زورچلېده اونتیجه یې داشوه چې نن افغانستان دکورنیواوپردیوزورواکواوبې پرواچارواکوپه لاسوکی ګیردې .
مونږافغانستان ته خپلواک، دېموکرات اوازاد هېواد نه شووئيلې ځکه چې هلته لاتراوسه دخپلواکۍ ، دېموکراسۍ اوازادۍ بنسټونه نه دي رغؤل شوي اوترڅوچې دا بنسټونه رغیږي ، افغانستان به ددې سیارې دسترزندان حیثیت ولري چې افغان ملت پکی بندي دې ، داولې اودچاله لاسه ؟ لومړې دخپلو افغانانوله لاسه اوبیا دخارجیانو له لاسه . که چېرې افغانانو هرخارجي که هغه عرب ، ګاونډي ، روس او امریکایي دې موقع نه وې مساعده کړې ، فکرنه کوم که چا په ډاګه جرأت کړې وې چې په افغانانوداسې بدې ورځې راولي .
هغه متل دې چې وایي له بارانه لاړ ناوې ته ودرېده ، معنا یې داده چې ګټه اوتاوان یې نه پېژانده ځکه یې له بد څخه بدترحالت غوره کړ، که چېرې په افغانستان کی دپوهې اوسوادسطحه دمنلووړوې ولې به خلک د ومره دکړاوونوسره مخ کېدای ، ولې به په میلیونونووژل کېدې اوولې به په میلیونونوافغانان دخپل خوږ ټاټوبي څخه بیځایه کېدې اوولې به ټول هیواد خېراتونو ته اړکېدې !؟ داهرڅه دافغانانوله خپله لاسه وشو.
حقیقت دادې چې دافغانستان شخړې اوجګړې په دې نه حل کیږي چې یوه ډله دې له قدرته وشړل شي اویادی له منځه یوړل شي اوبله دی پاچاهي جوړه کړي ، داسې رواج دتیمورشاه زامنوپرېښې چې داقتدارلپاره یې خپلمنځي دوښمنۍ وکړې ، هم یې افغانستان ټوټه ټوټه کړاوهم یې افغانان ټوټه ټوټه کړه . په هغوی کی ظالمان هم وواوبې وجدانه اوخاینان هم وو ، که دهغوی خپلمنځي شخړې اوخیانتونه نه وای اوس به هم ډهلي دافغانستان پلازمېنه وې . هغوی خوداسې وکړل اومونږ هم پری لعنت وایو خواوس په افغانانو څه تندرغورځېدلې چې سره نه جوړيږي ، امن نشي راوستلای او ګټه اوتاوان نشي پېژندلې ؟ داروانې ناخوالې اوبدامنۍ په دې نه حل کیږي چې یوه مسلحه ډله دې دارګ پرتخت کښېني اوبله دې په غرونوکی سنګرونه نیسي ، اوبیادې هغه تخت ونیسي دابله دی لارې نیسي او امن دی خرابوي . ازادي دې ته نه وایي چې قانون مات شي ، او قانون دې ته نه وایي چې قدرت ولري نوهرحق هم لري . قانون ته احترام ، دوطن اوملي ګټو ملاتړاو دفاع ، دامن اوسولې ټينګښت هم فردي مسؤلیتونه دي اوهم دولتي ، ددې مسؤلیتونو دپېژاندو اومنلوپرته هیڅ امورنشي چلېدې خو متاسفانه چې نه دولت ورته په صداقت پام کړې اونه ورته عادي افغانانو . اوس باید څه وشي ؟
زه په دې اړه له ټولوبااحساسه ، فکرمندو اوپرخپل هیواد اوخلکومئينو افغانانو څخه کلکه هیله کوم چې رامیدان ته شي او دخپل هیواداورونو په حال فکروکړي ، یودبل سره اړیکي ونیسي ، خبرې وکړي ، وړانديئنې وکړي ، خپل اندونه څرګندکړي اویوه ګډه دحل لاره پيداکړي .
دافغانانودراڅرګندېدواودملي یووالي په هیله

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو