په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

پنجشنبه، اسفند ۱۵

غندنه

دژؤرغم اوپوره غووسې سره خبرشوو چې دپښتنو، نه پوخلاکېدونکوبې دینواوبې کلتورودوښمنانودپښتوژبې د سترصوفي شاعرحضرت رحمان بابارحمته الله علیه مقبره په پېښورکی په بم الوزؤلې ده . مونږپه داسې بېغېرته کړنولکه دتل په څېرداځل هم په هغومرداروجووسومتیازې کووچې د پښتون مړي هم تری په ارام نه پاتې کیږي اوددې قام دژبې ، کلتوراوژؤندسره دوښمني پالي . حضرت رحمان بابااودپښتنونورداسې ولیان په مړینه هم دومره زورؤردي چې ترڅوداجهان لمنځه نه وي تللې ، ددوی نوم اونشان په ګيدړيزواوغلچکیوبريدونونشي ورکېدلې . مونږ دهغوجاهلي اومرمۍ ډکوډلوسره خپل غؤڅ مخالفت اعلانؤواوله ناولي وجووده یې کرکه کووچې په افغانستان اولره پښتونخوا کی یې په سلګوونومکتبونه ویجاړکړي اودپښتنوبچي یې جهالت ته اړکړيدي .
اوس هغه وخت رارسېدلې چې دنړۍ په هرګؤټ کی خپل غږونه پورته کړواودپښتون قام پټواوښکاره دوښمنانوته په هره لاره اوهرسنګرکی سپرودريږواوځان وروپېژنو. نوکه پښتانه نورڅه نشي کؤلای ، دومره خوکؤلای شي چې په څوټکوکی دپښتنوبهرنیواودننه په کورکی دوښمنانوته خپله کرکه وښيي .

حضرت رحمان باباوئيلي دي :

چې عزت حرمت یېې نه وي په جهان کی
هغه هسې ژؤندون وسؤځه په اور

اومونږوایوو:

نابوددې وي دکلتوراوفرهنګ دوښمنان
پياوړي دې وي دپښتنودپرمختګ مخکښان

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو