په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

یکشنبه، آذر ۱۷

لوی اخترمومبارک شه !

ستاسودې مبارک وي ، مونږغوندې خلکوته خوهیڅکله نه دې مبارک شؤې ، مونږ خولا په دې ورځ نورهم کړېږوچې ستاسو نؤوجامو، غوړوشونډو، پاک اومعطربدن ته ګورو، زمونږزړونه خو هم له دې دنیا نه تورشوي اوهم موله هغې دونیا نه . نپوهیږوچې دامونږ غریبوڅه ګناه کړې ده چې هرڅه راته په بل مخ شؤي ؟
دامونږ ولې څوک په هیڅ کی نه شمېري ؟
دامونږ ولې دخپل محنت اوخوارۍ په تورنیؤل شؤي یو؟
زمونږسره خوددې پوښتنوځواب نشته ، خوکه چېرې وي هم ، مونږنه پرېږدۍ چې ویې لټوو، مونږ تاسوته دیوخهلي هومره ارزښت هم نه لروخوتاسوباید پوه شۍ چې که مونږ نه یوتاسوبه خپلومزواوچرچوته وخت ونه مومۍ ، تاسو به بیا داسې پاک اوتازه ونه ګرځۍ ، تاسوبه ډېرژرلمنځه لاړشۍ ، محوه به شۍ ځکه چې په تاسو کی هغه زغم نشته لکه مونږیې چې لرو، ستاسو نازک بدنونه دناولتیاوتاب نه لري ، تاسوزمونږ غوندې په نهره ، په تشه خېټه شپې نشۍ سباکؤلې ، تاسوغټ زړونه نه لرۍ چې هرڅه پکی ځای کړۍ ، خودازمونږ زړونه دي چې تاسو له مونږه اخیستي دي اودخپلوزړونودخؤښۍ لپاره یې کاروۍ .
ایادامونږخړپړچې نه په ځمکه سوري لرواونه په اسمان کی ستوري ؟ ستاسودمزواوچړچوضمانت نه کؤو؟ ستاسودکړاوونومخه نه نیسو؟ ستاسو دردونه پخپل وجودنه تېروو، ورته قرباني کیږونه ؟
نودا ستاسولپاره حیاتي ارزښت نه لري ؟ خوتاسوکله په دې هکله فکرکړې ؟
نه ، نه موکړې دې ، نه یې کوۍ اونه به یې وکړۍ !
هو، پوهيږوچې تاسوهره ګړۍ فکرکوۍ چې دخؤښۍ یوه وړه شېبه هم راڅځه څنګه واخلۍ اوزمونږیوه وړه مسکا راته څنګه په اوږده ژړا واړوۍ . هو، داتاسوته ستاسودنیکونولخوازمونږدنیکونودقبروپه شناخته لیکل شوې دکاڼي کرښې دي ، کښل شؤي دي اونشي ورانېدې ، مونږمجبوریوچې په خپل میراثي قسمت باؤرولروچې تاسوبه زمونږکړؤسي هم په هیڅ کی نه شمېرۍ ، تاسوبه همداسې هرڅه له مونږ بېل ساتۍ ،أن جنت هم ، خوتاسواوخدای ، داجنت مورښتیا په خپل محنت ګټلې ؟
مونږنورپه هرشي ړانده اوکاڼه یو، له هیڅ خبرنه یوخوپه یوشي ښه پوهیږواوهغه داچې که مونږمړه شو، په جنازه کی به مودومره خلک نه وي ، خیرات به هم راپسې څوک ونه کړي ، په سقات کی به موپیسې ونه وېشل شي ، ختمونه به هم نه وي او ډېرخلک به دوعا راپسې هم ونه کړي نوولې دهرڅه مبارکي درنه کړو؟

أې څوکسو!
که مونږنه وو، نه به یو، دنیا څه وفاراسره کړې چې له اخرته هیله وکړوخووایه ستاسوپه حال چې که مونږ نه ووتاسوبه څه کوۍ ، داخومونږیوچې تاسوته موداسې ژؤنددرکړې ، مونږ درته ۱۰۰۰ ګټلي ، یوه موترې مونږ ته راګوزارلې ، بیا به څه کوۍ ؟ زمونږ زړونه خوغټ دي ، زمونږ همت ترتاسوزیات دې ، له ستاسو څخه زیات زغم لرواودخپل بدن په زورچلیږو. خوداڅه چې مونږ یې لروتاسویې نه لرۍ ، هو، تاسوته مو دژوندلپاره هرڅه درکړي چې تا سوکی زمونږصفتونه نشته نوځکه به پرته له مونږ دژؤند یوشې هم ونشۍ ساتلې . زمونږ غوندی په دې دنیا کړېدلي ، خوار، رټلي اوګناهګاربه دجنت څنګه تمه وکړي چې جنت هم په پيسوشي؟ زمونږ سره خوپيسې نه شته چې جنت پری واخلواویادخپلوګناهونو کفاره پری وکړو،نوخود به دوزخ خپل قسمت ګڼو، خوتاسوچې ماړه یاست ، پيسې لرۍ ، هغه دې جنت موهم راڅخه اخیستې ، سیاست موهم راڅخه اخیستې ، اقتصادموهم راڅخه اخیستې ، مونږ ته خونورهیڅ نه دي راپاتې اونه دڅه شي اختیارلرو، ان دخپل ځان اوساه اختیارموهم ستاسوسره دې ، ددې هرڅه شرعي قباله درسره ده ، مونږبه څنګه تاسوسره دجنت دعوې کؤو؟ دادنیا هم ستاسوده ، هغه هم ستاسوده ، جنت هم ستاسودې اولوی اخترهم ، نوولې ونه وایوچې ستاسودې مبارک وي ؟
نن چې دلوی اخترورځ ده اویوڅوبې ژبي څروي درته قرباني کیږي ، داستاسوورځ ده ، زمونږ په قسمت وړوکې اختردې نوځکه بایدووایوچې لوی اختردې تاسوته مبارک وي .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو