په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

چهارشنبه، آبان ۱۵

دامریکا نوې اولسمشر اوهیلې


د۲۰۰۸ ع کال دنؤمبر۴ مه نېټه دامریکا اونړۍ په تاریخ کی یوه نه هېرېدونکې پېښه ده . داځکه چې ددې سترهیوادپه څلورسوه کلن تاریخ کی چاداسې بدلون نه و ليدلې اونه چاتصؤرکاوه چې ګنې دافریقایي تورپوستوغلامانونؤسیان به هم کله ددې جوګه شي چې دیوه دوه رګه تورپوستي لکه بارک حسین اوبا غوندی دامریکا دمتحدوایالتونودمشرتابه چانس هم ترلاسه کړي . دادې نن مونږددې شاهدان یوچې په امریکا کی یوتوررنګي ته سپينو اوغنمرنګوهم رایه ورکړه . په رښتیاسره چې داپه خپل نوعیت کی یوه ځانګړې پېښه وه چې نه یواځې دامریکاخلک ورته په انتظاروو بلکه دنړۍ خلکوهم ورته په بې صبرۍ شپې اوورځې څارلې اوترټولوحیرتناکه ، خوپه زړه پورې لاداچې دشپږوکالونه نیؤلې تراتیا کالوپورې مینه وال یې درلودل .
په دې انتخاباتو کی زیاتره امریکایي ځوانانوبرخه اخیستې وه ، کېدای شي سبب یې داوي چې پخپله اوبامایوځوان کاندید اودغوره شخصیت څښتن وځکه یې په کوچنیانواوځوانانو اغېزه وکړه اوهغوی یې دخپل شخصیت مینه وال اوپلؤیان کړل خوکله بیادنوروهیوادونودکوچنیانوله خبروداسې څرګندېده چې دبوش دجګړه ماروپالیسیوله کبله ماشومان اودهغوی پلرونه اومېندې ډېرې دردمنې شوې دي اوپه تېرو۷ کالوکی یې ډېرې غمجنې اودردناکې پېښې ولیدلې ، نورله دغوبې شرمه اواساني ضدکړنوڅخه دخلاصون په لټه کی شؤل .
په ښکاره خوداسې ښکاري چې دامریکاپه تاريخ کی دالومړې اوستربدلون دې چې دمشرۍ ویاړدیوه اقلیت په برخه کیږي اوهغه هم دهغه اقلیت چې دغلامۍ څلورسوه کاله تاریخ لري . په حقیقت کی دادازادۍ اوبشري حقونودمبارزینو لکه مارتین لوټرکینګ اوالحاج شهبازمشهورپه مالکم ایکس خوبونه وو چې رښتیا وختل . کله چې پرون ماښام دنیویارک ښارپه ټائم سکوېئر کی دغټ تلوېزیون په پرده دباراک اوباما دبریالیتوب خبرخپرېده ، په زرګونوښاریان سړکونوته راوتي وو اوخبرونه یې اورېدل . نپوهېږم چې لس انجلس و که نیویارک خودګڼې ګوڼې په منځ کی مشهوره تلوېزیوني څهره ، اوپراوینفرې اودانساني حقوقومدافع ، نومځلې جېسي جېکسن هم لیدل کېدل چې دجېکسن دسترګونه اوښکې روانې وې اوپرڅهره یې دقناعت اوسکون نښې هم ښکارېدې . دښاغلي اوبا دبریاورازونه ډېردي خوترټولوستراولومړنې رازښایي دده سپين پوستي مور، انا اونیکه وي چې دې یې دامریکادمشرۍ مقام ته ورساوه . دلته سړي ته دمیروېس خان اواحمدشاه ابدالي دمېندوکارنامې وریادې شي اودسړي پام دپوهواوهوښیارومېندوارزښت اواړتیاته وګرزي چې یوه هوښیاره اوپوهه موردشخصیتونواوملي اتلانوپه روزنه کی څومره مهم رول لوبؤلې شي .
دښاغلي اوباماځپل استعداد، شخصيت، وړتیا اومهارت د نوروخلکوله مرستې اولارښؤونې سره مل شؤل اودې یې وځلاوه . که دښاغلي باراک اوباما خپل لیاقت اووړتیا نه وای ، شاید دامریکا دمشرتابه اویاددیموکرات ګوند دنوماندۍ ویاړیې نه وای ترلاسه کړې خودښاغلي باراک اوباما دټولوبریاوامتیازاوویاړنه بایددده سپين پوستوانااونیکه ته ورکړل شي چې دې یې داسې کارونوته روزلې اوچمتو کړې دې .
که دځينوسپين پوستوامریکائيانونیکونودتورپوستوسپکاوې کړې ونودهغوسپين پوستوداسې نؤسیان هم پيداشؤل چې دهغوی په کوششونویوتورپوستې دامریکا اولسمشرۍ ته و رسيد اونړۍ وال شهرت یې وموند . ددې ترڅنګ په نړۍ کی داوبامادمینه والو دراټوکېدواودامریکا دملي انتخاباتوسره دهغوی فکرمندي هم بې څه خبرې نه وه . په دې لړکی دبېلګې په توګه دافغانانودلچسپي دیادؤلووړبولم . دامریکاانتخاباتوته دافغانانوپام ګرزېدنه اوان تردې چې یوې دولس کلنې افغانې نجلۍ له پښتونخوا څخه په امریکاکی دخپلوانوسره په تلیفون ويلي ووچې دباراک اوباما په انتخابېدویې دخوښۍ حساس وکړ . داسې څه ما پځپل ژوندکی نه وواورېدلي چې واړه ماشومان دې هم ګنې سیاسي فکرولري ، خوومولیدل چې ماشومان هم سیاسي فکرکؤلای شي . داځل انتخاباتوپه امریکا اونړۍ کی بل رنګ اغېزه درلوده او داسې ښکارېدل چې داانتخابات یواځې په امریکا کی نه وو بلکه دنړۍ انتخابات وو اوهغه څه چې دنړۍ خلکویې توقع درلوده ، هماغسې وشو.

دلته پوښتنه داده چې هغه کوم علتونه ووچې ان ماشومان یې هم سیاسي فکرته وهڅؤل اودارنګه اغېزو پولې هم نه پېژندلې ؟

په۲۰۰۰ ع کال کی د امریکا یي انتخاباتوپه ترڅ کی دجمهوریت غوښتونکوګوندبریالیتوب اوداولسمشرپه توګه دجورج بوش ټاکنه ،
د۲۰۰۱ ع کال دسپتمبردیوولسمې نېټې دردوونکوحملواو په نړۍ والواړيکو ددې دپایلواغېزې ، په افغانستان اوعراق فوځي یرغلونه اوهلته دبې ګناه انسانانووژنه اوزؤرؤنه ، دګؤنتانمودزندان جوړؤنه اوپه هغه کی له ۱۳ کلن ماشوم نه نیؤلې تراویاکلن سپين ږیري پورې بندیانؤل ، سکنجه کؤل اوله خپلو ټولوحقوقوڅخه محرومؤل ، دعراق په ابوغرېب زندان کی دبشرضداوانساني اخلاقومنافي کړنې ، دمسلمانانوسره تبعیضي چلنداوددوی د مذهبي فعالیتونومحدودؤل اوڅارل ، په عراق اوافغانستان کی دماشومانوبې رحمانه قتل دبوش دحکومت پرضدنړۍ واله کرکه راوپاروله . دامریکاپه کورني سیاست کی دبوش دادارې بې کفایتي اوناکامي ، دعراق اوافغانستان په تپل شؤوجګړوکی د امریکادبې پوښتنې خرڅونولوړه کچه اوغبن اوپه جګړوکی دامریکایي سرتېروتلفات ، دملي اقتصادکمزورتیا او پرزېدنه ، دپانګې اچؤنواوکورونودبازارسړېدل اوله دې کبله خلک بې روزګاره کېدل اوخپل راتلونکي ژوند ته اندېښمن کېدل اوأته کاله د امریکااولس دالقاعده اوتروریزم څخه په ډاراورواني حراست کی ساتلودخلکوپه منځ کی د بوش سره مینه اوخواخوږي کمه اوزیانمنه کړه دجورج بوش دپالیسیوله کبله په نړۍ کی داعتماداوباورروحیه ورکه شوه ، دبېلګې په توګه داسلامي هیوادونودعامووګړوپه ذهنونوکی بوش په مسلمانانودمذهبي اوکلتوري یرغلګرپه توګه وپېژندل شو ،ځکه چې دده په قومانده انسانان توهین ، تحقیر،سکنجه ، قتل اوله خپلوحقوقومحروم کړای شؤل اودیموکراسۍ خپل ماهیت له لاسه ورکړ ، دبوش أته کلنې دؤرې نه دامریکالپاره مثبتې نتیجې اوهیلې درلودې اونه دنړۍ لپاره ، نوردامریکااونړۍ خلک ستړي شوي وو، نوځکه هم دنړۍ اوهم دامریکا وګړي دداسې امریکایي اولسمشرپه هیله شؤل چې هم نړۍ له سیاسي اواقتصادي بحران څخه وژغوري اوهم دامریکا ملي اقتصاد بېرته ورغوي ا ودمتوسطي طبقې خلکوته د ډاډسبب وګرځي . دنړۍ اقتصاداوبازاردبوش دجګړه ایزواوتاواني پالیسیوله لبله د نیږدې درې ترېلیون ډالرودخسارې سره مخ شو . دبش ډلې دامریکا د مالیه ورکوونکووګړومیلیاردونه ډالره په عراق اوافغانستان کی یااورته غورزولي اویایې په دې اوهغه نامه غبن کړي دي. دغوملیاردونوډالروهیځ ځای ونه نیوه ،اونه په باروتواواسلحومصرف شؤوډالرو کومې تولیدي پایلې درلودې . هغه پئيسې چې په افغان اوعراق جګړوکی مصرف شوې ، تولیدي منابعوته یې ګټه ونه رسؤله . دتروریزم په نوم ۷ کاله جګړه وشؤه ، ددې ترڅنګ ددیموکراسۍ اوملت جوړؤنې شعارونه هم ورکؤل کېدل خونتیجه یې داوه چې نه دیموکراسي پلې شوه ،نه ملت جوړشو خوپه زرګونوبیګناه خلک پکی ووژل شؤل ، بې کوره شؤل اوبې روزګاره شؤل ، ملي اقتصاداوټولنیزوجوړښتونوته پام ونه شو، زمونږ بودجه اودولتي لګښتونه په غربي خیراتونوچلیږي اواوس دافغانستان دټول نفوس ۷۵ فیصده خلک بې روزګاره اوغریب دي . په افغانستان کی دتروریزم سره په جګړه کی ۴۰ هیوادونوبرخه درلوده خوتراوسه دتروریزم ځاله پيدا نه شوه اونه داسې کوم مشهورتروریست و نیؤل شوچې دجګړوحق اوجوازپری ورسره دمنلوشوې وای . په دې جګړوکی د افغانستان ، پاکستان اوعراق خلک ښکېل شؤل اوپه سریې داسې رژيمونه ورکښېنؤل چې نه یې دځان ساتلوتوان درلود اونه دخپلوولسونوملاتړورسره و، دارژیمونه هم دخپلواولسونوپه اوږوسپاره وو اوهم دامریکادفوځ اواقتصادپه اوږوباروو . په داسې کړکېچنواوبحراني حالاتوکی هم د امریکاخلک اوهم دنړۍ خلک دیوداسې امریکایي اولسمشرپه هیله شؤل چې که داټول بحرانونه اوستونځې ونشي کؤلای لمنځه یوسي ، لږترلږه دنورودرنوبحرانونواودملي اونړۍ وال اقتصادي سیستم اومیکانیزم دماتېدومخه خوډب کړي . داچې امریکا دانتخاباتوپه درشل کی ولاړه وه ، بارک اوبا دامریکاخلکوته دستونځودحل باورېدونکي اوقانع کوونکې وعدې ورکړې اودخلکوزړونه یې ځانته راکاږل . دنومؤړي انتخاباتي شعار « بدلون » نومېده ، دا دپلټونکورای ورکوونکودزړونواوازو ځکه ومنل شو. ښاغلې اوباما چې هرې غونډې ته ویناکؤله ، دګډونکوونکودتائيداوملاتړسبب کېده .

له باراک اوباما څخه دبحرانونواوستونځوپه حل کی څومره هیله کېدای شي ؟

باراک اوباما چې منځنې نوم یې حسین دې ، دخپل تورنګي پلارترپالنې اوڅارنې لاندې نه دې لوی شؤې بلکه دخپلې سپين پوستې انا اونیکه ترپالنې اوڅارنې لاندې لوی شؤې ، تربیه شؤې اودادې دې مقام ته دهغوی له برکته ورسېده . سړې کؤلای شي د۴۷ کلن ، تکړه اودعالي استعدادڅښتن ، اوباما له شخصیت اوکړوڅخه دهغه دمور، انااونیکه سترشخصیتونه وپېژني .
دابه له حقیقته لرې وي چې ووایودښاغلي اوباما په بریالیتوب به نړۍ سم له واره ګل اوګلزارشي اوله جورج بوش څخه پاتې مات کنډولي به په نووبدل شي خودده دبریالیتوب سره به هرومرودعراق اوافغانستان دمظلومو، زورېدلواوډارېدلوبچیانوزړونه ټکورشوي وي . ښاغلي اوباماته خورابې شمېره کورني اونړۍ وال چلنجونه اوکړنې پرتې دي . دده دفعالیت په لومړيتوبونوکی به دوه سترې دندې پېل کیږي چې یویې دملي اقتصادژغورنه اوبېرته په پښودرؤنه ده اوبله به له عراق څخه دامریکایي عسکروویستل وي چې دابه دکورني اقتصادي سپما اورغون سره مرسته وکړي اودبېروزګارۍ شمېربه راټيټ کړي .
دافغانستان په هکله ښاغلي اوباما ویلي ووچې هلته به د خپلوفؤځیانوشمېرزیات کړي خوتراوسه لاڅرګنده نه ده چې دداسې نظامي لګښتونومخه به ونیسي اودنظامي طاقت پرځای به له ارزانوديپلوماتیکي اوپرمختیایي تاکتیکونواووسائلوڅخه کارواخلي اوکه دبوش په څېربه یواځې په ګرانه جګړه ولاړوي . دافغانستان دجمهوررئيس ، حامدکرزي له رنګه ، لهجې اوڅرګندؤنوخو داسې ګمان کېږي چې لکه څنګه چې ښاغلي اوباما د« بدلون » شعارورکاوه ، هماغسې دکابل حکومت رپيږي چې چېرې دهغوی لپاره ونه کارؤل شي اويورښتیانې بدلون چې دافغان اولس هیله هم ده ، رامنځته نه کړي، خوترکومه ځایه چې دنومؤړي له ویناوڅخه ښکاري ، دې به کوښښ وکړي چې خپله زیاته پاملرنه دامریکا اقتصادي رغون ته واړوي اودجګړه ایزومصارفوؤرخ خپلوکورنیوفصلونوته مات کړي ، که داسې ونه کړي نه به یې د « بدلون » شعاررښتیاوي اونه به خپلې وعدې پوره کړای شي اودې به هم لکه جورج بوش دخلکودقضاوت سره مخ شي خویوڅه ته بایدفکرهم وکړي چې په افغانستان کی په فوځي زیاتوالي نه سوله راځي اونه تروریزم لمنځه ځي ، هلته غیرنظامي نوې طرحې اونوې ستراتیژي پکاردي .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو