پرحق وسوزه ايرې شه ...... داپندواخله له پتنګه
مسلمان دزړه په صدق بل اقرارپخپل لسان دې
داسلام دي دادوه رکنه چې دادواړه نه وي زیان دې
مسلمان رښتینې دادې چې یک دله نېک زبان دې
ارزاني
کل حجاب دسړي خپله ناپوهي ده ...... دهرچالیده دفهم په مقدارشي
مېرزاخان انصاري
کان دلعلودیاقوت دګوهرڅه دې ...... چې احسان تری پيداکیږي کان هغه
په جهان دننګیالودي دادوه کاره ...... یابه وخوري ککرۍ یابه کامران شي
مخ یې مخ ، قول یې قوول، عهدیې عهد
نه دروغ ، نه یې فرېب نه تش تپاک
مردهغه چې همت ناک برکت ناک
له عالمه سره خوږ په زیست وژواک
لږوئيل، ډېریې کوول په خاموشۍ کی ...... دغونچې غوندی خوله ډکه سینه چاک
دولت دخلکوپه اتفاق کی دې ...... هغه به خوارشي چې په نفاق کی دې
که توفیق داتفاق پښتانه مومي ...... زوړخوشحال به دوباره شي په داځوان
که سړې په مصلحت کی لربرنه شي ...... زه ضامن یم دده کاربه ابترنه شي
پېرزوینه ، ښه سلوک ، نمځنه عدل ...... که دې داخویونه شته څه غواړې نور
دیارۍ اود دوستۍ لایق هغه دي ...... چې ازارورځنی نه وي موراوپلار
که دی زړه دې چې به نه مومې له چانه
اول ته پرېږده دبدوخصلتونه
هغه کارچې په نرمۍ ترسره کيږي
څه حاجت چې رساوه شي ترجنګونه
وهغووته که قهرکړې روادي
چې لري دبدوفعل بدخویونه
په هرکارکی چې درپېښ شي بېړه مه کړه
په تلوارسره ورانیږي جوړکاونه
دښه دین لپاره علم دانش ښه دې
نه په داچې پری لوټي پردي کورونه
په جهان کی که مردان دي هم هغه دي
چې وسختې وته ونیسي ځانونه
چې بدانوسره ښه کړې قباحت دې
دبدانوخوهمتورښه دي مخونه
سترخوشحال خان خټک
ښائسته سترګې هغه چې باحیاوي ...... بې حیا سترګې به څه کړې که زېبا وي
ارتینه چې زېب لري پوهه یې نه وي ...... په ښائست یې غلط مه شه سپينه غواوي
اشرف خان هجري
که په مخ وي لکه ګل ، چې بې وفاوي ...... هغه یارعبدالقادره ترسپي زارکړه
عبدالقادرخټک
هغه زړه به له طوفانه په امان وي ...... چې کشتۍ غوندی دخلکوباربردارشي
که امېد لرې له رحم له کرمه
ستاهم بویه په هرچاباندی کرم
دهرچاسره چې کړې هغه به مومې
دهیڅ تخم مېوه نه درومي برهم
اوس ده ستارضا، نېکي کړې که بدي کړې
نېک اوبد، دې دواړه کښې شي په قلم
دزرې په څېردلمرپه طلب ګرزه ...... لکه تیږه هسې پروت په زمین مه شه
کارپه تش لستوڼي نه شي بې دلاسه ...... لاس په توره کړه بې لاسه استین مه شه
که بلنده مرتبه دچا په کارده ...... لوی مقام دې عدالت په دادنیا
رحمان بابا
چې داوسپنې ځنځيرشړوي په ګوتو ...... هغه دېوپه اومه تارداحسان نښلي
حمیدبابا
پتنګ نه دې په ډيوه چې ستي نه شي ...... بلبل نه دې چې په ګل فریادي نه شي
زړه یې مه بوله تورکاڼې دصحرادې ...... په لیدودزخمي زړه چې زخمي نه شي
دسړوکاردې چې دخپل وطن کارونه جوړکړي
جونه اوپېغلې سینګارونه کوي ځان جوړوي
ډېرتفاوت دې په انسان کی دمعنا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
ګل پاچاالفت
مینه:
چې ديارپه نامه وینه وم په دم کی ...... دغه یادبه یې دخوږخاطرمرهم کړم
مېرزاخان انصاري
بدرګه که محبت راسره نه وای
یک تنها به په خونخوارولاروتلل څوک
یابه سردخپل ورمېږ په وینوسورکړم
یابه ښکل کړمه داستاشونډې ملوکې
سترخوشحال خان خټک
په هغودهجران څه چې یاریې نه وي ...... زه یې ځکه په اوروسوم چې اشنایم
اشرف خان هجري
یارمې تله دباغ په لور کاندي پوهېږم ...... ګل به حسن ترېنه پورکاندي پوهېږم
عبدالقادرخټک
که عالم دې که ادم دې چې موجوددې ...... خوهم مینه ده مظهردکل اشیا
پئيدائش واړه له عشقه دې ای مسره ...... په معنا دې عشق دکل عالم ابا
زه له عشقه یم زوکړې عشق له مانه ...... عشق مې زوی دې هم دي موراوپلارزما
مسري خان ګیګیاڼي
داجهان دې خدای له عشقه پئيداکړې ...... دجمله ؤ مخلوقاتوپلاردې دا
ترعشق غوره بل څه کارپه دنیا نشته ...... ترهمه کارونوغوره کاردې دا
سره په وینودسروګلوپه څېرزانګي ...... هزارزړونه ستادزلفوپه هرخم کی
ستادعشق حرفونه تورنه دي ګلګون دي ...... هم په داچې نوشته په جګرخون دي
رحمان بابا
ماله یاره سپينه خوله په خنداغوښته ...... ده له نازه دغونچې په څېرونغښته
محبوبه پرپالنګ واوښته له خوبه ...... که هوسۍ وه دګلزارپه ګلورغښته
پيرمحمدکاکړ
چې دې زه یمه لوټلې پری دلبره
هغه شان دې بیاخندلي دي که نه
درېغه یوځل مې ګوګل درته پاره کړې
چې مې غوڅې دزړه ولې دي که نه
اوس له وېرې په کوڅه ورتللې نه شم ...... مادمستوسترګوجنګ لیدلې نه دې
مطیع الله
دایې خط نشونما کاندي په مخ کی ...... که په سپينه ځمکه ځي کاروان دمشکو
یادښکلودپاولیوشرنګهاردې ...... یادعشق دلېونیودځنځير
دازماله غمه شین زړه پکې خیال دیاردشونډو
هسې رنګ زېب وزینت کا لکه مئ په شنه پياله کی
حمیدبابا
مه ګوره بې خطه قلندره دیارمخ ته ...... بې توروړندیږي چې څوک وګوري کاغذته
قلندراپریدې
چې دپله خاورې دې بادراباندی راوړي ...... هغه خاورې زه په مشکوعنبرنیسم
سودایي که همتناکه دېوانه یم ...... چې دعشق ودرنوپېټوته سرنیسم
چې کنډرته مې دتن ننووت غل شو
زلفوځکه دې تړلې زما روح
لېدې نه شي زه په دا ورته حيران یم
ښکاري څنګه دې ویشتلې زما روح
علیخان
داڅوورځې چې دژوندپه نوم یادي ...... بې له مینې که تېریږي ضایع کیږي

هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر