په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

جمعه، مرداد ۲۸

دافغانستان خپلواکي اوامان الله خان


عبدالواحد مشواني
دامریکا متحدایالتونه
‏2011‏، 13‏، آگسټ‏، شنبه

پېلیزټکي

شاه امان الله خان دامیرحبیب الله خان ځوی اودامیرعبدالرحمن خان نؤسې و. شاه امان الله دکابل والي وچې پلاریې په ناڅرګنده توګه په ننګرهارکی قتل کړای شو. پرامان الله خان د خپل پلاردقتل شکونه هم کېږي خوپښتانه مؤرخین اوڅېړوونکي داسې توربې بنسټه ګڼي اولاندی دلیلونه دامیردقتل اصلي سببونه بولي :
● امیرحبیب الله خان چې کله پاچاشونوبرتانوي حکومت ومانه اوپه ۱۹۰۵ ع کا ل کی یې د (سرلوئیس ډین) په مشرۍ یوه جرګه کابل ته واستؤله چې دنوي امیرسره دانګرېزحکومت هغه معاهدې اووعدې تمدیدکړي چې دده پلار، عبدالرحمن خان ورسره په ۱۸۹۳ ع کال کی کړې وې . امیرحبیب الله خان هغه معاهدې اووعدې په دې ټکوتمدیدکړې :

« کوم لوظونه اومعاهدات چې زمادپلاراعلی حضرت امیرعبدالرحمان مرحوم اودبرتانوي حکومت ترمنځ شؤي دي ، ماپرهغوټولوعمل کړې دې ، عمل پری کوم اوعمل به پری وکړم » دامیرداسې اړیکوانګریزان ډېرخؤښ کړل اودوائسرای په دربارکی یې یوافغان د استازي په توګه مقررکړ. په دې پسې دهنددحکومت لخوا امیرته دسیاحت اومېلمستا بلنه ورکړل شوه ، دې هلته ولاړ، ښه استقبال یې وشواودبرتانوي حکومت لخواورته د «هیزمېجسټي » لقب ورکړشو۰

● په ۱۹۱۴ ع کال کی لومړۍ نړۍ والله جګړه ونښته اوعثماني حکومت دبرتانیې پرخلاف دجرمني اواتریش سره ملګرې شو. دجرمني ، اتریش اوترکیې حکومتونویوپلاوې کابل ته واستاوه چې افغان حکومت وهڅوي چې دبرتانوي هند سره جګړه اعلان کړي ترڅوهندي فؤځونه په هندوستان کی مصروف وسا تي ، په اروپا اواسیا کی انګرېزان له ماتوسره مخ کړي خوامیردخپل هیوادبې طرفي اعلان کړه ، دورغلي هیئت خبره یې ونه منله اوهیئت ناهیلې اوخفه له کابل څخه ولاړ. دامیردې فیصلې انګرېزانوته خؤراګټه ورسؤله ، دهندوستان په مالي اوفؤځي ځواک یې جرمنیانوته ماتې ورکړه ، پرترکیه یې ظلمونه وکړل او جګړه یې وګټله

● دترکي حکومت سره دانګرېزانوبدسلوک ، دافغانانوپه شمول دنړۍ دمسلمانانونفرت راوپاراوه اودانګرېزپرسته امیرڅخه افغانان نا راضه شؤل

● دامیرحبیب الله خان ژؤند، خوراک ، ناسته ولاړه دانګرېزانوپه څېروواوهندته دمېلمستیا څخه وروسته بیخي بدل شؤې و

● په دغه وخت کی دپښتنوپه امیرانوکی یوه پياوړې ډله هم موجودوه چې په کلکه دانګریزي استعمارخلاف وه اوفکریې کاوه چې دترکانوماتې اوورسره دانګرېزانوبدچلند دامیرحبیب الله خان دغلطې پالیسۍ اوانګرېزپرستۍ پایله وه

پورتنۍ ټولې وجهې ښایي دامیرحبیب الله خان دقتل سبب شؤي وي خوامیرحبیب الله چې هرڅنګه وخووئيل کیږي چې دخپل پلارعبدالرحمن خا ن په پرتله یومهربان اودعلم اوپرمختګ پلوي انسان و، دده په وخت کی حربي پوهنځۍ اوڅولومړنۍ ښوؤنځۍ ، روغتونونه ، مسافرخانې ، دکابل – کندهارلویه لاره اودکابل – ننګرهارسړک جوړشؤي دي . دغه رنګه د افغانستان په تاریخ کی د « سراج الاخبار» په نوم لومړنۍ خپرونې وشؤې اواتلس کاله حکومت یې په سوله کی تېرکړ. دده له وژل کېدووروسته دده ورورسردارنصرالله خان اومشرزوی سردارعنایت الله خان په یووخت دامارت اعلان وکړخودامان الله خان په شمول نورومشرانوددوی امارت ونه مانه ځکه چې دوی هم لکه حبیب الله خان انګرېزپرسته وو. امان الله خان چې په دغه وخت کی دکابل والي و، دانګریزي استعمارخلاف روحیه درلوده اودهغې ډلې ملاتړیې ترلاسه کړې وچې دانګریزي استعمارکلک خلاف وو. هماغې ډلې دده کاکا اومشرورورمجبورکړل چې امان الله خان دامیرپه توګه ومني .

درېيم افغانستان- انګلیس جګړه اود خپلواکۍ تړوون

کله چې امان الله خان امیرشو، انګرېزانودده پرخلاف په تؤطیولاس پوری کړاوخپل پخوانې شیطاني تاکتیک یې په کارواچاوه ترڅوسردارنصرالله خان اوسردارعنایت الله خان وهڅؤي چې په هندکی دانګرېزانوسره پناه واخلي نوپه دې توګه به نوې امیرترخپل کنترول لاندی راولي خودغودواړوسردارانودخپل انګرېزخؤښۍ سره سره دامان الله خان سره ځواني وکړه اوانګرېزانوته دسیاسي پناه لپاره ورنه رغلل . دامان الله خان انګرېزخلافه روحیه انګرېزانوته له پخواڅرګنده شؤې وه اوپخپله نوې پاچاهم پوهېده چې دکابل تخت یې پری نه پېرزوکیږي نوځکه دده دواکمن کېدوسره جوښت یې پرخلاف ودرېدل . له یوې خوادنوي امیرپرخلاف دانګرېزانوتؤطیې وې ، له بلې خواپه هیوادکی وېره وه چې دتل په څېربه بیا دکابل دتخت پرسردورونواوتربورانووینې تویې شي خونوې امیراوپلویان یې خلاق اوبیدارخلک وو، ددې ډاردلمنځه وړلوکوښښ یې کاوه . نوي امیرته دانګرېزطؤطیه ګروپرخلاف یوه بله ښه موقع مساعده شؤې وه اونه یې غوښتل چې له لاسه یې ووځي اوهغه له انګریزي حکومت څخه دهنددخلکونارضایتي وه . په لومړۍ نړۍ واله جګړه کی برخه اخیستونکوهندوستانیانوته انګرېزانودمالي مرستواوکارخوراډېرې وعدې ورکړې وې خوکله چې جګړه ختمه شؤه نوانګریزان له خپلووعدوپه شا شؤل اودهندوستانیانومشران یې هم بندیان کړل . دامیرامان الله خان لپاره له انګرېزانوڅخه دهنددخلکوخوابدي ده ته یوه ښه موقع برابرکړه چې دوښمن ته اسره ونه کړي اومخکې له دې چې دلومړۍ نړۍ والی جګړې ګټونکي مغرورانګرېزان پری ګوزاروکړي ، امیرپری لومړې شو، دانګرېزانوپرخلاف یې د جګړې اعلان وکړاودلرې پښتونخوا له پښتنوڅخه یې دجهاد په نوم مرسته وغوښته . د۱۹۱۹ ع کال دمۍ دمیاشتې په شپاړسمه انګرېزانوهم دافغانستان پرخلاف دجګړې اعلان وکړاوخپل فؤځونه یې دډیورنډ دکرښې په لوروخؤځؤل . ډکه لومړې ځای وچې انګرېزانوونیؤځکه چې دصالح محمدخان په نوم ملي خاین دانګرېزانوسره سازش کړې و، دیوڅه ټک ټووک وروسته تښتېدلې واو(ډکه) یې انګرېزانوته پرېښې وه خوپه وزیرستان کی مېړنوقبائيلوانګرېزان وارخطا کړي وو. دبلوچستان په سنګرکی جنرال عبدالقدوس خان دکؤټې اوچمن په لورپرمختګ کاوه اوانګرېزان یې وارخطاکړي وو. په کورمه کی جنرال محمدنادرخان په ټل قبضه کړېؤه اودکوهاټ اوپېښؤردنیؤلوخطریې انګرېزانوته پېښ کړې و. انګرېزانوچې ولیدل چې افغان جنرالان اوپښتانه قبائيل نورپرمختګ هم کوي نودسملاسي مؤقت اوربند اعلان یې وکړچې دافغان لوري څخه په منلوسرته ورسېد . د۱۹۱۹ ع کال دجولای په ۲۴ دسردارعلي احمدخان په مشرۍ یوهیئت راولپينډي ته واستؤل شواودانګرېزانوسره دسولې خبروددغه کال داګست دمیاشتې تر۸ دوام وکړترڅوچې ددواړوهیئتونوترمنځ دسولې قرارداد لاسلیک شواوافغانستان دانګرېزانودسیاسي واک څخه ازاداوپه رسمیت وپېژندل شو. که څه هم دسولې دې قراردادافغانستان ته سیاسي واکمني ډاډمنه کړه اودراتلونکوخونړیوجګړواودبرتانوي استعماردفؤځي یرغلونومخه یې ونیؤله خودلروپښتنولپاره پکی د خپلواکۍ پيغام نه واود پښتنودوه پردرې برخه بېرته دپښتنوسره یوځای نه شؤه بلکی په پرلپسې توګه دانګریزي استعارترواک لاندی پاتی شؤه . افغان حکومت هغه وزیرقبائیل هم دانګرېزانوترواک لاندی پرېښودل چې دافغانستان په خپلواکۍ کی یې مېړانه کړېؤه اوانګریزي فؤځونوته یې سخت ګوزارونه ورکړي وو.

دډیورنډ معاهده

د۱۸۹۳ع کال دنویمبردمیاشتې په ۱۲ امیرعبدالرحمان خان دسرمارټیمورډيورنډ سره دوه په دوه یوه معاهده لاسلیک کړه چې پرسبب یې پښتون قام اوددوی خاوره بېله شؤه اودبرتانوي هنداوافغانستان ترمنځ یوه اټکلي کرښه وویستل شؤه چې دهمدغه انګرېزپه نوم یاده شوه اوددغی کرښې دواړوغاړوپښتنوترننه پوری د پولې په توګه نه ده منلی . په ۱۹۰۵ ع کال کی امیرحبیب الله خان دانګرېزانوسره دخپل پلارمعاهده لکه دخپل پلارپه څېرپرته له کتنې اومشؤرې تاییدکړه. دافغانستا ن له سیاسي خپلواکۍ څخه وروسته بیا د افغان هیئت په مشرتابه سردارعلي احمدخان اودپېښورکمشنرسرهیملټن ګرانټ دسولې دمعاهدې سره دډیورنډ ګنډلی معاهده تاييد کړه خوددې معاهدې بڼه موقتي وه . که څه هم درې ځله د افغان مختلفوحکومتونوڅخه دډیورنډدمعاهدې تا ييداخیستل شؤې دې اوځينې خلک به له دې کبله استدلال هم کوي چې ګوره دډېورنډ معاهده دافغان حکومتونولخوادانګرېزي نیواکګروسره درې ځله تاییدشؤې ده خوسره ددې په دې تاییدېدوکی ډېرې حقوقي اومنطقي غلطیانی موجودې دي چې دمعاهدې قانونیت ، مجازتوب اواعتباریې لمنځه وړې دې.

دډیورنډ معاهده ددوه قانوني اومنتخبوحکومتونو، ملي جرګواواستازواورښتیانیوګاونډیوترمنځ دیوې علني فیصلې اوجلسې په ترڅ کی نده شؤې بلکی د عبدالرحمان اوانګرېزانوترمنځ دسازش نتیجه ګڼل کیږي . پکارخوداوه چې عبدالرحمان دمعاهدې پرسردافغانستان دخلکواوپه تېره دپښتنورایې اخیستی وای ، په کومه قضایي محکمه کی یې شرعي اوحقوقي ارزؤنه شؤې وای دلاسلیک په وخت کی افغان حکومتي چارواکي یادیوې منتخبې ملي شورااستازي موجودوای ، درېمګړې شاهد موجودوای ، دکوم ګاونډي هیواد ناظر، مطبوعاتي ، انځوریزاویاغږیزثبتؤنه موجودوای اوترټولومهمه داچې د افغانستان اوهندوستان داصلي وارثانو(ملتونودمنتخبواستازو) ترمنځ لاسلیک شؤې وای نوهله به یې څه قانوني حیثیت خپل کړې وې خوبرعکس ، یولورې پخپله په پردي کورقا بض و، اخلاقي اومشروع حیثیت یاقانوني اواصولي اتوریتي یې نه لرله اوبل لورې یوداسې جابرحکمران وچې نه یې په دې هکله دافغان اولس سره مشوره کړی وه ، نه یې کومه جرګه راغوښتلی وه ،نه یې دخپل حکومت دغړوسره مشوره کړی وه ، نه يې د هیواد له دیني علماوڅخه دمعاهدې دمشروعیت مشوره اخیستی وه ، بس په خپل وچ زوریې ځانته حق اوواک ورکړې وچې یوه حساسه ، ملي اوحیاتي مسئله په شخصي جوړجاړي پای ته ورسؤي اوخپل اقتداراوږد کړي . نوداچې معاهده نه ملي ، نه حقوقي ، نه شرعي اونه منطقي اعتبارلري، بنسټ اومفهوم به یې له کومه شي ؟
وئيل کیږي چې عبدالرحمان وئيلي دي چې دقراردادپه وخت کی یې یوڅوک دپردې ترشا پټ کړې وچې دده اودانګریزخبرې ولیکي ، داپخپله دغلامعنالري چې که دامعاهده یوه حقوقي ، شرعي اوداعتباروړمعاهده وای نوپټېدوته څه اړتیاوه ؟ دغه رنګه دهرراتلونکي حکومت تایید ته څه اړتیاوه ؟ دډيورنډدمعاهدې غټه ستونځه داده چې په جائزه توګه اوپوخ ملي اوحکومتي بنسټ نه ده رامنځته شؤې .
دافغانستان له خپلواکۍ څخه وروسته پخپله امان الله خان دخپل نیکه اوپلارپه څېردانګرېزانوسره دډيورنډ قراردادنه دې تایید کړې بلکه سردارعلي احمد یې راولپينډي ته استؤلې وچې دانګرېزانوسره د سولې په هکله یوموقت قراردادلاس لیک کړي خوانګرېزانوورسره دډيورنډ دمعاهدې شرط هم تړلې واوعلي احمدپه خپل سردشاه سره پرته له مشورې دډيورنډ دکرښې معاهده هم لاسلیک کړې وه . پاچا ددې خپلسرۍ په سبب علی احمدته جزاورکړه اودې یې تردوه کالو پوری په خپل کورکی نظربندکړ. په ۱۹۲۰ ع کال کی دمستقلې سولې په اړه په منصوره کی یوبل کنفرانس جوړشوچې امان الله خان خپل خسراودبهرنیوچارووزیر، سردارمحمودخان طرزي ورولېږه . طرزي کوښښ وکړچې په مخکینۍ معاهده کی دډېورنډ دکرښې شرط مات کړي خوبریالې نشواودغه شرط پرځای پاتی شو. ښایي نوي خپلواک شؤي اماني حکومت اصولا" ددیورنډ دمعاهدې په شرط دانګرېزانوسره بیاجګړې ته زړه نه وي ښه کړې خودشرط منلوته یې هم غاړه نه ده ایښؤدې . دامان الله خان نیکه دامعاهده کړېوه اوپلاریې تمدیدکړېؤه خوپخپله امان الله پری نه لاسلیک کړې دې اونه یې تمدیدکړې ده.
په هره بڼه دډیورنډمعاهده یوه خصوصي معاهده وه چې ملي ، شرعي ، اصولي ، قانوني اونړۍ وال بنسټ اوحیثیت یې نه درلود اونه یې اوس لري نوځکه دملي ګټو، ارزښتونواوملي یؤالي پرخلاف سازش اواوږد کړاوګڼل کیږي اوله دې سببه پرعبدالرحمان دملي خیانت تورپوری کیږي چې اوس هم یوه ملي محکمه کؤلای شي غؤرپری وکړي اومړعبدالرحمان ته سزا ورکړي

دامان الله خان اصلاحات

امیرامان الله خان یوترقي غوښتونکې ، خپلواک اودهیواد رښتینې خدمتګا روچې غوښتل یې دخپل اولس دمهذب ژؤند ، ټينګ اودعدالت په اصولوچلېدونکي کورني اقتصاد لپاره لارې هوارې کړي ، تولیدي وسیلې ترلاسه کړي اوپه دې توګه دخیراتونواوشرطونوڅخه افغان ولس وژغوري نوځکه یې ټولنیزو، دولتي اواقتصادي اصلاحاتوته خپل پام واړاوه . دده دواکمنۍ په پېرکی په هیوادکی لاندی مهم کارونه :اواصلاحات شؤي دي

دنظامنامې جوړښت چې داساسي قانون حیثیت یې درلود
هغه قوانین ، اصول اومقررات چې اماني حکومت وضع کړي وو، د۸ کالوپه جریان کی په دیانت اوایماندارۍ اجراکېدل
دغلامانوپلورل اورانیؤل یې قانونا" منع کړه
ددولتي اداروسیستم اونظم یې په موډرن بڼه واړاوه
دمواصلاتي نظام رغؤنې ته یې پام وکړاواصلاحات یې پکی راوستل
درېلوې په سیستم کارروان و
دښؤنځيواومدرسوسیستم یې جوړکړ
نوې ښؤنځۍ یې جوړې کړي
زراعت اوتجارت ته یې پاملرنه وکړه اوپه اړوندیې نوي پلانونه جوړکړل
دهیوادمهم مقامات یې دسړک اوتلیفون په ذریعه سره ونښلؤل
مطبوعاتي ادارې تأسیس شؤې
تیاترونه اوسینماګانې تأسیس شؤې
ډېرافغاني محصلین یې دتحصیل لپاره فرانسې ، جرمني ، ایتالیا ، روس اوترکیې ته واستؤل
افغان ښځوته یې دتعلیم اوکا رازادي ورکړه
دوړوجینکوپه واده کؤلواوله یوڅخه زیاتوودونوباندی بندېزولګېد ، که کومی ښځې دخپل خاوندسره ژؤندنشوکؤلای ، هغې ته قانوني اجازه وه چې طلاق واخلي
نجونې یې ترکيې اواروپاته دتحصیل لپاره ولېږلې
دولتي کارکوونکي اونورافغانان به یې اروپایي هیوادونوته استؤل چې هلته پرمختللې ژؤنداوتهذیب وویني اووطن ته دراستنېدوسره له ځانه سره نوي فکرونه اوپلانونه راوړي اودهیوادپه موډرن کؤلواوشخصي ژؤندکی تری ګټه واخلي
لويې جرګې ته امان الله خان دملي پارلمان حیثیت ورکړ، ټاکلواستازوبه پکی ګډون کاوه اواماني حکومت به دهغوی فیصلوته اهمیت ورکاوه
افغانستان ته دتوریزم لاره خلاصه شوه

اروپاته دامان الله خان سفر

کله چې اروپاته دافغانانوسیاحت اوافغانستان ته داروپایانوسیاحت اوتګ راتګ پېل شؤل ، داروپادحکایتونواوتهذیب اغېزه په امان الله خان هم وشؤه اودخپلې پاچاهي په وروستنیوکلونوکی یې هوډوکړچې اروپایي هیوادونوته سفروکړي اودهغوی تمدن اوتهذیب له نیږدې څخه وګوري . دده دې تصمیم په هیوادکی مختلفې شننې اوتحلیلونه رامنځته کړل ، ځينوخلکودده سفرمثبت ارزاوه خوځينويې مخالفت کاوه. امان الله خان یوزړؤر، خلاق اوفعال پاچاو، ده داروپا داوږدسفرڅخه اندېښنه نه درلوده چې ګنی دده پاچاهي ته به څوک تاوان ورسوي نودخپل سفرپه کلک عزم ودرېد . د روانېدوڅخه مخکې یې ټولې رسمي چارې ددفاع وزیرولي محمدخان ته وسپارلې اوله یوې رسمي وینا وروسته دملکه ثریا اونوروامیرانواودهغوی له مېرمنوسره دکندهار- چمن په لارممبۍ ته اوله هغه ځایه اروپاته روان شؤل . پاتی د نه وي چې په دې تګ کی یې دځان سره دډېورنډ دکرښې تمدیدکوونکې اوپاچا ته بې اعتباره سړې ، سردارعلي احمدخان هم له ځانه سره بوت ترڅویې دنظارت لاندی وي اودشاه په غیاب کی په هیوادکی کومه بله دسیسه جوړه نه کړي . له انګلیستان څخه نیولې ترجرمني اوروسیې پوری دافغان شاه دومره تودهرکلې وشوچې دافغانستان په تاریخ کی یې سارې نه موندل کیږي . ددغوتؤدوولؤلوڅخه شاه هم ډېرخؤښ اوپه فکري توګه اغېزمن شؤې وځکه چې ده ته څرګنده شؤه چې خپلواک هیوادیې په نړۍ کی پرستیژاواهمیت پيداکړې دې . امان الله خان هم په خپلولیدواوکتوکی داروپا خلکوته خپل هیواداوولس په لؤړتهذیب وروپېژاندل اودهیوادلپاره یې دخپلواکی دیپلوماسۍ ټينګ بنسټ جوړکړ. په دې سفرکی دافغانستان اومختلفواروپایي هیوادونوترمنځ دمرستواوهمکاریوډېرقراردادونه وشؤل ، امان الله خان ته یې نړۍ وال شهرت هم ورکړاوپه نړۍ کی د ازادۍ اوپرمختګ دستوري په څېروځلېد. دده شهرت په مصري ځوانانواوهندي مسلمانانوکی ډېرڅرګند شو، ټولوپه ده ویاړکاوه اودې یې داسلامي نړۍ اتل اوغازي ګاڼه . دهندمسلمانانوامان الله خان ته دخپل عقیدت پېرزوینې وړاندی کؤلې لکه دبېلګې په توګه په دې بېت کی وایي :

چومسلم علم دین ورزیدفخرالدین رازی شد
دلی چون درعمل کوشیدامان الله غازی شد

پاچا ته دسیسې اوداصلاحاتومخالفت

په ۱۹۲۴ ع کال کی په خوست کی منګلو د(ګؤډملا) په مشرۍ دامان الله خان دنظامنامې پرخلاف بغاوت وکړاووئيل یې چې دیني عالمان دمسؤدې ځينې مادې دشریعت پرخلاف ګڼي . دې بغاوت یونیم کال دوام وکړترڅوچې امیرامان الله خان دبغاوت دکرارؤلولپاره نائب سیپاه سا لارشاه ولیخان خوست ته واستاوه اوهغه شریې پای ته ورساوه .
کله چې امان الله خان په انګلستان کی و، دده دسفرفلمونه دکابل په مرکزي سینماکی ښودل کېدل . په فلمونوکی هغوصحنوته دخلکوپام اړؤل کېده چې افغان مېرمنې اوپه ځانګړې توګه ملکه ثریا پکی په اروپایي ډؤله لباس کی ښودل کېدې. کله چې دشاه پرخلاف پټ فعالیتونه اوتبلیغ زیات شؤل ، دغوسېنمایي فلمونودافغانستان په بې حده بې سواده ټولنه کی دشاه داصلاحاتوپه هکله دبدذهنیت په راټوکېدوکی رول ولوباوه اودشاه مخالیفینوته چې زیاتره د ملااوپيرپه جاموکی ننؤتي وو، دبریاوموقع برابره کړه . که څه هم ددې انعکاس پروړاندی حکومت دپوهاوي کوښښ هم کاوه خودشاه پرخلاف په مذهبي پرده کی تبلیغاتوعام افغانان دومره شکي کړي ووچې چایې ښوکارونوته هم په ښوسترګونه کتل .
له بله پلوه افغان شاه ته دانګلیستان ددعوت په وخت کی دانګلستان صدراعظم وئيلي ووچې که دې دروس سفرمنسوخ کړي نوانګلیستان ورسره هرډؤل مرستې اودوستۍ ته تیاردې خوامان الله خان نه وومنلي . برتانوي حکومت دپاچا غؤږته داهم رسؤلي ووچې دده په غیاب کی په افغانستان کی دده پرخلاف د سازشونواوفسادونوجال خؤرېدونکې دې خوشاه امان الله دې ته هم اهمیت نه وورکړې اوفکریې کاوه چې ګنې افغان ولس څوک نشي غؤلؤلې . امان الله خان دافغان ولس ذهنیت اوخوی په ځيرنه ووڅېړلي ، هغه دې ته نه کتل چې په ولس کی یې دښه نیت اووطنپالوافغانانوترڅنګ تش په نوم افغانان هم شته چې دڅوپيسواومقام لپاره له ایمان څخه هم تېریږي . دافسوس خبره داده چې افغان ولس داوږدفکراوڅېړنې تحمل نه لري ، په نه خبره سړي ته دوست اوپه نه خبره دوښمن کیږي . کاش چې له خپل تاریخ څخه یې زده کړې کؤلې ، کاش دنوروسره په سیالۍ پوهېدې اوکاش په تحلیل اوانصاف پوهېدې نوبیادومره سخته هم نه وه چې دیوشاه اوملکې د ژؤند په کیفیت اوڅرنګوالي پوه شؤي وای . که داسې نه وای نو په حقیقت کی شاه کومه داسې غټه سهوه کړې وه چې افغان ولس ته یې حیاتي تاوان اړؤلی و؟ پاچاخوددوی دګومان برعکس دخپلې خاورې اوخلکوسره مینه لرله خوخلکودهغه سره جفااودوښمني وکړه . کله چې امان الله خان داروپا له سفرڅخه هیوادته راستون شو، دده اصلاحي اوپرمختیایي جذبه نوره هم تونده شؤې وه اوغوښتل یې چې هرڅومره ژرکېدای شي خپل هیواددمتمدنواوپرمختللو هیوادونوپه کتارکی ودروي اوداقتصادي خپلواکۍ اتلؤلي هم وګټي . ددې هیلې دپوره کېدولپاره هغه دخپلواصلاحاتوچوپړته د «عصرجدید » نوم ورکړاودلویې جرګې دجوړېدوتکل یې وکړترڅو دخلکوداستازوسره دخپلوپلانونواواصلاحاتوپه ټولوجزیاتومشؤره وکړي . داکاروشواودټولوولایتونوڅخه استازي کابل ته راغلل . حکومت دجرګې اواستازوددرنښت لپاره فوق العاده تابیا کړېؤه خودټولوعزتونواومیلمستیا سره سره شاه په لویه جرګه کی دخپلونؤواصلاحاتواوپلانونوملاتړي پيدانه کړل . ددې یوعلت داوچې په لویه جرګه کی ښځوبرخه لرله اوټول انسجام داروپاپه څېرنیؤل شؤې و. داسې فوق العاده ترتیبات او دشاهي کورنۍ دمېرمنوپه شمول دښځوګډون دوربلل شؤواستازودپوهې ، سؤیې اوذهنیت څخه لؤړوو، هغوی دبې شانه قدراوعزت سره سره دشاه دنوواصلاحاتومینه وال نه وواودهرې ورځې په تېرېدویې ذهنیتونه له بدڅخه بدتراړخ ته اووښتل . دااستازي چې کله خپلوولایتونوته ستانه شؤل نوددوی دتبلیغ له کبله په ټول هیوادکی دامان الله خان دبې دینۍ اوازي خپرې شوې ، خلکوسره ددین دحفاظت فکرپيداشوحالات دشاه پرخلاف روان شؤل ، دشاه هرجائزکارهم ناجائزتلقي کېده اودپاچا واک ته یې تاوان رساوه . دوهمه وجه داوه چې دشاه یوه ډله وزیران له هغه څخه په دې ناراضه شؤي ووچې ده داروپاپه تګ کی دهیوادچارې ولی محمدولي خان ته سپارلې وې خوداروپا څخه له راستنېدووروسته پخپله محمدولیخان اویوڅونورووزیرانوپه دې خاطردشاه سره جفا وکړه اوپټ مخالفت یې پېل کړچې هغوی ته یې وروسته له سفرڅخه د صدارت مقام نه وؤرکړې اودصدارت مقام ته یې له کابینې څخه بهر دشیرمحمدخان په نوم یوبل افغان نومؤلې و. که څه هم امان الله خان خپله فیصله بدل کړه خودفرصت طلبووزیرانونیتونه هماغسې ناولي پاتی وو. په خواشینۍ سره چې دافغانستان تاریخ له داسې شرمناکوپېښو، مغرضواشخاصواوخاینانوډک دې، امان الله خان یواځينې پاچا نه دې چې خواته یې مطلب اشنا اومغرض اشخاص راټول شؤي ووبلکې دهرافغان پاچا په وخت کی دشخصي ګټواومقام لپاره وروردورورلحاظ نه دې کړې اوهغووطنپالوافغانانوته یې موقع نه هم ده ورکړې چې دهیواد د ؤدې اوپرمختګ لپاره یې هلې ځلې کؤلی .
امان الله خان چې داروپا له سفرڅخه هیوادته ستون شونوډېرې ښې ویناوې یې کؤلې خوبې سواد ولس لاڅه کوئ چې دډېروتعلیمیافته افغانانوله سؤيې ، ذهنیت اودرک څخه لؤړې وې اوددې پرځای چې ملاتړي پيداکړي ، د مخالفانوشمېربه یې زیاتېده . دبېلګې په توګه دبهرنیوچارودوزات په یوه غؤنډه کی امان الله خان وئيلي ووچې دې یوانقلابي پاچادې اوخپل اصلاحات به په انقلابي توګه سرته رسوي . دغه رنګه هغه ددفاع په وزارت کی دځوانوفؤځي افسرانوپه یوه غؤنډه کی هغوی ته وئيلي وو چې زه په هیوادکی انقلاب راولم اوکه اړتیا پېښه شؤه نوستاسوله ځواک څخه به کارواخلم . فکرنه کیږي چې پاچابه د « انقلاب » الهام دخپل سفرپه ترڅ کی له کمونیست شوروي څخه اخیستې وي دده اصلاحات دشوروي له سفرڅخه پخواپېل شؤي وو. دامان الله خان سره د « ګؤډ ملا» دپاڅون تجربه وه ځکه یې په هیوادکی دمذهب په پرده کی دنوروهیواددوښمنوکړیوڅارکاوه . امان الله خان ددغوخاینوډلوسره همغږي نه درلوده اوفکریې کاوه چې داتش په نوم ملایان دافغانستان دپرمختګ اوپرخپلووسایلودخپلواک کېدلومخه نیسي . دې ددغوشراچوونکواوشیطانوملایانود مخنیوي په لټه کی و.
کله چې اماني حکومت سقوط وکړنوڅرګنده هم شؤه چې درژیم پرخلاف دټولوپارؤنو، بدنامؤلواوسقوط اصلي عاملین دمذهب په پرده کی هیواددوښمنه ملایان اوروحاني کړۍ وې چې دشاه دحکومت ځينوچارواکواوفؤځيانوورسره مرسته مرسته کؤله .
داروپایي هیوادونوسره په اماني معاهدوکی دافغان محصلینوتعلیم لومړېتوب درلوداویوله ستروحساسیتونوڅخه دجینکوتعلیم وچې پښتنوورسره مخالفت کاوه اوله دې امله ددسیسه ګرواوشراچوونکوهدفونوته هم لارې برابرېدې . داماني حکومت پرخلاف دشینواروپاڅون هغه وخت پېل شوچې یوه ډله جینکۍ یې دتعلیم لپاره اروپا ته استؤلې . شینواروتصیم نیؤلې وچې کله دجینکودسپرلۍ موټرې دجلال اباداوډکې ترمنځ ورشي نوشینواري به پری حمله وکړي اوجینکۍ به برمته کړي خوددوی هغه مخبر چې دجینکوکاروان یې څاره ، ترڅوشینواروته تلیفوني خبرورکاوه اوهغوی سړک ته وررسېدل ، دجینکوکاروان تېرشؤې و اودې کاردشینواروغوصه نوره هم زیاته کړه . دشینوارودپارېدوسره ملایانوهم دامان الله خان دکفرتبلیغ پېل کړاوله دې سببه دحکومت فؤځونه هم په بغاوت کی ورګډشؤل . امان الله خان د ناکرارۍ دختمؤلولپاره شینواروته سردارشېرمحمدخان چې سیاسي خلاقیت اوهنریې نه درلودل ، ورواستاوه اوشینواري یې دخبرولپاره وروغوښتل خوددې پرځای چې پارېدلوشینواروسره په نرمۍ اوسیاسي هنروغږیږي ، هغوی ته یې اخطارورکړچې که کرارنه شي اودده خبره ونه مني ، دې به یې دقبرونوخاورې هم ورسره په بوجیوکی واچوي اوکابل ته به یې ولیږي . دې خبرې شینواري لاپه غوسه کړل اوجلال ابادښاریې محاصره اودفؤځي چؤڼیوڅخه یې ډېره وسله ترلاسه کړه . بغاوت له دغه ځایه کامې ، کنړ، لغمان اوخوږیاڼیوته ورسېد اواماني حکومت په دغوسیموکی دسقوط سره مخ شو. امان الله خان ددې سترې ستونځې دهواري لپاره بېرته هغه سړي ته اړشوچې ده داروپا له سفرڅخه وروسته بېکاره اوبې اهمیته کړې واوهغه سرادارعلي احمدخان و. داسړې یې درئيس تنظیمیه په توګه مشرقي ته واستاوه چې هلته حالات عادي کړي نوهلته دتګ سره علي احمدبله لاره نه لیدله پرته له دې چې دقبائيلویوه جرګه جوړه کړي اودهغوی په مرسته خبرې پېل اوستونځې ته حل پيداکړي . دقبائيلوجرګه جوړه شؤه اوپه خبرولګیاووچې حبیب الله کلکاني چې په «بچه ی سقاو» مشهورواودیوفؤځي پهره دارپه وژلو، دڅونوروپه زخمي کېدواوله ترکستان څخه دراتلونکی قافیلې په لوټلوتورن اویاغي شؤې و، په کابل حمله وکړه . که څه هم داحمله په شا وتمبؤل شوه اوبچه ی سقاووتښتېد خودحکومت مخالفوملایانو بیاوهڅاوه اودامارت نشه یې په دماغ ورننویستله

دامان الله خان توندی پرېکړې اوغلطیانې

دامان الله خان په اصلاحاتو، سیاست اوپرېکړوکی توندي وه ، له کړنوڅخه مخکی یې دعاموخلکوچې په غؤڅ اکثریت بې سواده وواودمذهب په جاموکی پټو شیطانانواوجاسوسانوپه پروپاګنډ ژرغؤلېدل ، پوهاوي اواګاهۍ ته پام نه کاوه ؛ دخپلوځينووزیرانوپه ناپاکونیتونویانه وخبراویا یې په اضطراري حالت کی لازمه ونه ګڼله چې په خپله کابینه کی بدلون راولي اوپرځای یې ځانته وفاداروزیران وګوماري ؛ دغه رنګه دعاموافغانانوذهنیت یې نه وارزولې . ده به لومړې په اصلاح پېل کاوه اوچې کله به دخلکودمخالفت اوپاڅون سره مخ شونوبیابه یې دخلکوسره مشؤره کؤله ، یانې په خپلوتوندوپرېکړوکی یې په هرلحاظ دوروسته پاتې هیوادعیني اوذهني شرایط په نظرکی نه نیؤل ۰
دده سره خپل وزیران ، ملایان اوعام خلک مخالف شؤي ووخوده ورته ترهغوتوجه نه کؤله ترڅوچې حالات نه ووکړکېچن شؤي . اماني حکومت ته پکاروه چې دحالاتوله کړکېچ څخه مخکی دمؤثرو، عا مفهمو، دیپلوماتیکولاروپه لټه کی شي ، داصلاحاتوڅخه مخکی دخپلې کابینې وړتیا اوملاتړوارزوي ، په مغرضواومنافقووګړولکه بچه ی سقاواودشوربازارپه شېراقا باندی باورونه کړي . ده دخپل حکومت ، خپل ځان اوخپلواصلاحاتوپه دوښمنانوباورکاوه اوهغوی ته یې په لوی لاس دخپلی پاچاهي دړنګېدووسائيل ورکؤل . دده مخالف ، مشرحضرت په هندوستان کی دانګرېزانوسره پناه اخیستې وه اوده بیا په کابل کی دهغه کشرورورته وکالت ورکاوه چې دبچه ی سقاوسره دسولې خبرې وکړي اودمنلوپه صورت کی بچه ی سقاوته امتیازات اووسلې هم ورکړي دافغانستان لویه ستونزه دوګړوبې سوادي ده ، په داسې هیوادکی چې مطلق بې سواده وي او(مطلق تعلیم یافته اقلیت) یو بې سواده ځواکمن ذهنیت ته اړوي ، بله چاره څه وي پرته له دې چې هرګام په احتیاط پورته کړای شي ؟ امان الله خان ته بایدمعلومه وای چې خلک یې په بې مفهومه شیانوهم پاڅون کوي نوباید دیوسیاستګرپه توګه دخپلې ټولنې ټول حساسیتونه اوذهنیتونه وتلي اوپه هغوځایونوکی لومړې ذهني خنډونه لری کړي چې داصلاحاتومخه نیسي

تلیزه

دټولوکتنوپایله داده چې داماني دحکومت سقوط یوه ناڅاپي پېښه نه وه خوداچې دکابل اختیاراوواک دیوداسې چالاس ته ورغې چې نه یې ددغه مقام وړتیا درلوده ، نه یې کوم علمي ، اخلاقي اوتهذیبي شخصیت درلود ،یوه ناڅاپي اودخنداخبره ده . پخپله بچه ی سقاوته دکابل پرتخت کښېناستل یوعجیب اوغریب تصادف ښکارېده چې بل چاورته پلان کړې و. دخنداخبره داهم وه چې دامان الله خان دروغې جوړې استازي ددې پرځای چې اماني حکومت ته ګټه ورسوي ، دحکومت دمخالیفینوسره یې مرسته وکړه اوله یوعادي مفرورعسکرڅخه یې پا چاهي ته ورساوه اود «خادم دین رسوالله » لقب یې هم ورکړ. مونږنپوهیږوچې هغه ددین لپاره څه خدمت کړې خوداسې ښکاري چې دحضرت صاحب صبغت الله مجددي په څېرچې ګیلم جم رشید دوستم ته یې د «خالدبن ولید» لقب وباښه ، دغسې هغه حضرت به هم بچه ی سقاوته د «خادم دین رسوالله » لقب بخښلې وي اودشهرت څښتن کړې به یې وي . په هره بڼه ، بچه ی سقاوداماني حکومت دپرځېدو اصلي عامل نه وبلکې دده پرضددمذهب په جامه کی دجواسیسوپروپاګنډ ، دښځوازادي اوخارج ته دتحصیل لپاره د جینکولېږل ، داروپایې سفرعکسونه اودکفرفتواوې ، داصلاحاتوسره دخلکومخالفت ، دپاچا بې پروایي اودوزیرانوجفا غټ رول درلوداودچاخبره بچه ی سقاودتورې چرګې په څېردکارغانوپه ټېل کی تېرشو. دامان الله خان په اصلاحاتوکی دښځودازادۍ اوخارج ته دتحصیل لپاره دجینکواستؤل دبې حده محافظه کارولس دراپارېدو اصلي سکونډ نی دي .
په افسوزسره بایدیادؤنه وشي چې نن هم دجینکوتعلیم اوتربیه ، په ځانګړې توګه په پښتنوکی لویه ستونځه ده اوزیاتروپښتنوته ننګ اوعارښکاري . که   دښځودحقوقواوجینکودتعلیم په ګډوون
دامان الله خان ټول ا صلاحات ترحقوقي ، عدلي اوعلمي څېړنولاندی ونیؤل شي نوبې له شکه په ټولواصلاحاتوکی بشري ، حقوقي اوملي ارزښتونه خوندي دي اونن هم دبشردحقونوکوم سازمان نشي کؤلای چې په اماني خدمتونواواصلاحاتونیؤکې وکړي اویایې رد کړي ځکه چې اوس یې هم خپل ارزښت له لاسه نه دې ورکړې اوپه راتلونکي کی به یې هم له لاسه ورنه کړي . دغه رنګه دامان الله خان په ټولوپرمختایي کارونو، پروژو، پلانونواواصلاحاتوکی دافغاني ټولنې داړتیا اوښېګړوټول توکي شامل دي اونن هم دغه ټولنه اوهیواد دهماغه په اصطلاح (کافیر؟) پاچا اصلاحاتوته سخته اړتیا لري ، نن هم دجینکواوهلکانوتعلیم اوتربیه ، دښځوحقوق ، بداوشرمناک رواجونه ، ماشومانه اوجاهلانه ذهنیتونه ، دملت ناروغتیا ، اخلاقي بې لارېتوب ، سیاسي کمزورتیا ، اقتصادي کمزورتیااودبهرنیویرغلونه سترې ملي ستونځې دي چې دغه هیوادورسره لاس اوګرېوان دې .
آيا ښه به نه ووچې که ټولی نه وای نوځينې ټولنیزې ستونځې لکه دښځودحقوقواوتعلیم مسئلې خوبه ۸۰ کاله پخوا حل شؤې وای ؟ هغه به څنګه انسان وي چې خپل غېرت ، ننګ اودین په جهالت اودانسان په غلامۍ پوری تړي اوله هغې ټولنې به سړې څه هیله ولري چې جبرپکی مېړانه وي ، جهالت پکی پوهه وي ، درنځونواوفقرژؤندپکی قسمت وي ، خیانت ، دروغ اوجفاپکی سیاست وي ؟ ښکاره خبره ده چې که دامان الله خان اصلاحات عملي شؤي وای ، نوپه هیوادکی به نن د سرطان په څېرذهنیت هم نه و. ترڅوپوری چې دافغان ولس اختیارد نیم بې سوادوکوډګروپيرانو، دصدقواوذکاتونوسئيدانو، میاګانو، خواجه ګانو، ملکانو ، خانانو، دخلاصې ملایانو، خاینواومداري سیاستګروپه لاس کی وي اوپه ولس کی دخپل واک اوارادې شعورنه وي پيداشؤې ، افغانستان دجوړېدوقابیلیت نشي پيداکؤلای . داډلې خپل مادي ژؤند ته له هرڅه زیات اهمیت ورکوي خودعادي خلکومادي ژؤند ګناه اوکفرکڼي اوبده لاداده چې بې سواده خلک خپل حیاتي دوښمنان نه پېژني اودخپلورښتینوخواخوږوپرځای په خپلوحیاتي دوښمنانوباورکوي . په افغانستان کی روحانیت تل دتجارت حیثیت درلود اوپه دې نامشروع تجارت کی پورته یادې شؤې ډلې دومره ځواکمنې وې چې پاچاهان یې په تخت کښېنؤل اوله تخته یې غورځؤل .
مونږوایووچې امان الله خان په خپلواصلاحاتوتوندي کؤله اوبې سواده ولس دهغه دپلانونواواصلاحاتوپه اوږدوښېګڼواوتلپاتې ارزښتونونپوهېده . په افغانستان کی خلک هیڅکله دعصروزمان ، دسیاسي اواقتصادي نظامونوسره نه دي بدل شؤي ځکه چې دعصروزمان غوښتنې ،اړتیاوې اوورسره سیاسي اواقتصادي عرضې په انډؤل کی نه دي پاتی شؤي . افغان ولس ډېرې جګړې کړي اوډېرې جرګې یې جوړی کړي دي خوهیڅکله یې په دې فکرنه دې کړې چې یوځواکمن ملي دولت ، ځواکمن ملي سیاست اوځواکمن ملي اقتصاد څنګه اوپه څه رامنځته کیږي ؟ که افغان ولس دپردیود تسلط سره حساسیت درلوداویایې لري نود خپلواک ملي حاکمیت د وسیلوسره یې هم درلوده اولري یې . افغانانودمیلیونونوځاني اومالي قربانیوپه نتیجه کی یرغلګرله هیواده ایستلي دي خوبیایې خپل هیوادهم نه دې جوړکړې اوترننه یې دخیرات لاسونه هرچاته غزؤلي دي ، ددوی له خپله لاسه د خلاقیت ، نوي فکراوپرمختګ مخه نیؤل شؤې ده . په عوامي ګړدود ، یوخیرات خوربه څه وي، سیاست اواقتصادبه یې څه وي ؟ افغانان دیومستقل طبیعت اورغند فکرصفت نه لري چې سړې پری وویاړي بلکی یومغشوش، ضد اونقیض ذهنیت لري چې هیڅکله یې ګټؤرې فردي اوټولنیزې نتیجې نه درلودې .

امان الله خان یومېړنې اووطنپال افغان و، دخاینو، جاسوسو، کوډګرو پيرانو، ملایانواوجاهلوپاڅون کوونکوسره پرمخالفت اودښځودحقوقواوتعلیم پرسرورته کافیروئيل ناانصافي اوجهالت دې . افغانان بایدلږترلږه خپلوګاونډیانوته وګوري چې دخپلوناڅرګندوقایدانواومشرانوڅومره درناوې کوي حال داچې دخپل ولس لپاره یې هیڅ هم نه دي کړي خوپه افغانستان کی سړې فکرکوي چې مشرپکی هډونه شته اوداسې ذهنیت چې اکثره افغانان یې لري ، ترقیامته کوم مشرهم نشي پيداکؤلې .
مونږدامان الله خان داصلاحاتوارزؤنه په علمیت اومنطق کړې اوراته څرګنده شؤېده چې تردې رغند ، اړین اوګټؤرکارونه اواصلاحات هم نشته . هغوخلکوچې داماني اصلاحاتومخالفت اودده دشخصیت سپکاوې کړې ، په تاریخ او په ثبوت یاجاسوسان ، سودپرستان ، خاینان اویا مطلق جاهلان وو. مونږعلما" اومنطقا" دامان الله خان په کارونواوپرېکړوکی داسې څه نه وینوچې مخ تری واړوو. هغه نه یواځې دخپل هیوادد سیاسي خپلواکۍ اتل ګڼوبلکې دیوه لؤړفکر، تهذیب اوپرمختګ مخکښ یې هم ګڼوو. خدای به راڅخه ناراضه شي که خپلونیمګړتیا وته ګؤته ونه نیسوو، اعتراف پری ونه کړوواوداصلاح کوښښ یې ونه کړوو.
که څه هم همدااوس افغانستان دپردیودیرغل لاندی دې خوزمونږځوان نسل ته دتاریخي ویاړونولېږد، دهیوادپه تاریخ کی دحیاتي اصلاحاتوپه هکله ځوان نسل خبرؤل اوپه هغوی کی دسالمی روحیې اواحساس ژؤندي ساتلوپه موخه دتاریخي خپلواکۍ دورځې نماځل خؤراګټؤراواړین ګڼوو.

په پای کی دانګریزي کلونیالیزم څخه دافغانستان درښتینی خپلواکۍ داخیستلوپه ویاړپه وطن مئينوخپلوټولوهیوادوالوته مبارکي وایم اوددغه سترویاړدسرښندونکوشهیدانوروح ته دعا کؤم اویادونه یې تازه کؤم . روح دې ښاداویادوونه دې تل تازه وي

هیچ نظری موجود نیست:

خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت
مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو
خطایی در این ابزارک وجود داشت
خطایی در این ابزارک وجود داشت