په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

سه‌شنبه، آبان ۷

رنګونه د طبیعت ملکیت دې نه دانسان


2008‏، 28‏، اکټوبر‏، سه شنبه

ځينې خلک دتحقیراوتوهین په توګه وایي چې فلانې سړې (تورمسلي ) دې ، همدغسې دنجونواوهلکانودښکلاتول په داسې لنډۍ هم کوي :

هلک چې تورشي ښه ښکاریږي
جلۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅؤینه




دې لنډۍ ته چې ما هرڅومره فکوکړ، هیڅ یې په مطلب پوه نه شؤم چې تورهلک ولې ښه ښکاري اوتوره جلۍ ولې باید په بنګړوجریمه شي ؟ زه خوفکرکؤم چې له فقراوچوپانۍ څخه به بنګړي خرڅؤل ښه وي خوداڅه یواځينې سرچپه فکرنه دې چې زمونږ دټولنوپه دماغونویې یرغل کړې بلکه داسې ډېرکسبونه اوهنرونه شته چې زمونږ زمونږدپوچ غرورله کبله په ټولنه کی ځای نه شي موندلې اونه ورسره په ډاګه خواخوږي کېدای شي ، خوکه سړې ورته منطقي فکروکړي نوله ځانه به وپوښتي چې اخرولې دومره ظلم له کاسبواوهنرمندانوسره کیږي ؟ داخلک خوترټولوزیارکښ اودټولنې خدمتګاردي نوولې ددوی په حق اوهنرسترګې پټيږي ؟ خوحقیقت دادې چې افغاني ټولنه نه یواځې دهنراوکسب نفې کوي بلکه دعلم اوتعلیم نفې هم کوي ، په دغه ټولنه کی دنجونوتعلیم هم ګناه ده اوهغه څوک چې دانساني ژونداوتهذیب دارزښتونوپلوي وکړي ، رټل کیږي اوان دژوند حق ترې اخیستل کيږي . داسې ذهنیتونه خورازیات دي چې باید بدل شي اونورونه روزل شي . په دې باره کی به که خدای کؤل بل وخت لیکنه وکړم خود ناسموفکرونوپه لړکی یوهم درنګونواوښکلاخبرې دي چې داولسي ادب مهمې کړۍ هم دي اوپه نړۍ واله سطحه ان په سیاست کی تری کاراخیستل کیږي . ځینې خلک درنګ اونسل په کرکه جرمونه کوي اوخپلوموخوته پری ځان رسوي ، ځينې نوربیا دمعلوماتو، علم اوپوهې دکمښت له کبله د غلطوتبلیغاتوښکارشي اوخپل ذهن اومنطق نشي کارؤلې . په ټولیزه توګه هغه ملتونه چې دوګړوتعلیمي سطحه یې ټيټه وي ، هلته دټولنیزژوندپه هره برخه اوهره مسئله کی ستونځې ډېرې وي اودستونځودحل اومخنیوي تدابیراووسائيل پکی هم په سختۍ ترسترګوکیږي خودرنګ اونسل کرکې ان په هغوهیوادونوکی هم شته چې له هرپلوه پرمختللي اوډاډمن دي . په دغوهیوادونوکی انسانان دخپل رنګ په جرم غلامان شوي دي اوله هرډؤل انساني حقوقواوخواخوږۍ څخه بې برخې شؤي دي اواوس هم دځينوپه سرونوکی دنژادي تؤپيرذهنیت لمنځه نه دې تللې نوځکه سمه نه ده چې ووایوچې دارنګه ستونځې یواځې په وروسته پاتې هیوادوکی دي ، زه خوفکرکؤم چې په وروسته پاتې هیوادونوکی دزرګونوستونځوڅخه به یوه داوي اودهغوعلتونه هم کله نورې جرړې لري . درنګ اونسل ترټولوشرمېدونکې تاریخ داروپائيانودې چې دافریقادتورپوستوانسانانوپه زورؤنه اوغلامۍ شاهدي کوي . همدغه رازدجنوبي افریقا داپارتايد ظلمونه به څنګه پټ شي ؟ ددې ترڅنګ درواندا اوسودان توکمؤژنه دانساني شیطانت سترمثالونه دي . په افغانستان کی دنژادي کرکې رنځورانواوټوپکوالودپوزودغټوالي اوکوچنیوالي اودژبې په جرم بې ګناه انسانان قتل کړه اودغه کېنې تراوسه په پټو او ښکاره کړنوکی حس کيږي . دې ټولوغېرانساني عملونوته په کتوسره سړي ته دا پوښتنه راپيداکيږي چې ځينې انسانان څومره ټيټ فکرلري ، څومره ناپوه اوبې خبره دي اوڅومره بې انصافه دي چې د موجوداتودخالق له کارونوسره دمخالفت سرتمبګي کوي اویوکوچنې بدلون پکی نشي راوستلای . سپين ، تور، زېړ، سره ، شنه ، نيلي ، نصواري ، خړاوداسې نوررنګونه له طبیعت سره راپیداشوي ، حيوانات ، نباتات اومعدنیات ددې سیارې ملکیت دې ، نوداچې انسان له حیواناتوڅخه په فکراوعلم فرق لري ، دامعنا نه لري چې انسان دهرڅه نه بېل دې بلکه دټولوپيدایښتونویوجزدې چې دیوه قدرت لخوا راپيداشؤې اودټول خپل علم اوفکرله ځواک سره سره دخپل وجودواک نه لري . داهغه منطقي پوښتنې دي چې د کرکجنوڅخه بایدوشي . دموجوداتوخالق انسانانوته دفکراوعلم اختیارورکړې دې خود هغوبدلونونواوفیصلوځواک یې نه دې ورکړې چې یواځې په هغه پورې اړه لري لکه دژؤنداومرګ ، دنسل اورنګ ، دطبیعت دقوانینودتغیراوداسې نور. نن هم دنړۍ په ډېرورسېدلوهیوادونوکی درنګ په بنیاد کرکې اوکینې وجود لري اوبې ګناه انسانان یې ښکارکيږي .




زمانظردادې چې په رنګونوکی هم دخالق پټ رازنغښتې دې اوهررنګ دبل رنګ دپېژندګلوسره مرسته کوي ، دایوداسې نښلاده چې په جدایې یې تکنالوژي هم نه چلیږي لکه دبېلګې په توګه دانترنېټ تکنالوژي د۲۲۵ رنګونوپه غونچه اوځلاچلیږي . نوداچې تخنیک درنګونوبې ارزښتي نه مني ، نوانسان به دتخنیک دخالق په توګه څنګه درنګونوله رول څخه منکرشي ؟ ښکلا اوبدرنګوالې معیاري پدید ې نه دي بلکه محدود تولیدېدونکي ارزښتونه اودقضاوت مختلفې پيمانې دي چې د هرچالخوا ټاکل کېدای شي ځکه نوسړې نشي ويلای چې هغه څه چې زه خوښؤم ، ګنې دهرچا به خؤښيږي یا هغه څه ته چې ماکوم معیارټاکلې ګنې دبل چا دمنښت وړبه هم وي . له بده مرغه ، زمونږ په ادب اوکلتورکې ځينې پوښتنې شته چې باید ځوابونه ورته وموندل شي لکه مونږ تل دسپين مخ مینه وال یواوتورمخ ته په مینه کی ځای نه ورکؤواوهرڅوک چې رټو ، ورته وایو ( مخ دې تورشه یا تورمخیه ) خوبیا که په سپين مخ زړه بایلونوکه تورې زلفې ورسره ملګرې نه وي نودمخ ښکلا نیمګړې ګڼو. دغه رازداسې شعریانثربه هم نه وي چې په هغه کی به تورمخ اوسپينې سترګې ستائيل شوي وي اوکه کوم افغان شاعراولیکوال داکاروکړي نودنیؤکواوغندنې سره به مخ شي . افغان شاعران که تورې سترګې اوتورې زلفې دسپينولېچواوسپين مخ سره ذکرنه کړي ، شعربه یې هغسې کئیفیت ونه لري لکه څنګه چې دتوررنګ زلفواوسپين رنګ مخ په غونچه کی نغښتې وي . دتوروزلفو، توروسترګواوسپين مخ ترکیب اوکارؤنه په پښتواودري ادبیاتوکی یورنګ شوې ده اوددې ترکیب اغېزې ددواړو ژبو دشعراوشاعرۍ په مینه والوکی هم یورنګ دي ، په دري شاعرۍ ، مینه ، سندرواوموسیقي کی به پرته له ( چشم سیاه وزلف سیاه ) اوپه پښتوشاعرۍ ، مینه ، سندرواوموسیقي کی به هم پرته له (تورې سترګو او تورو زلفو ) هیڅ خوند نه وي . داسې شاعران اوسندرغاړي به په نشت حساب کړو چې نصواري یاشنې سترګې وستایي . دغه رازکه اروایي اوافریقایي فولکلورونوته که پام وکړو نوهلته به په شعرونو ، مینه ، سندرو اوموسیقي کی لکه دافغانانوغوندې تورې سترګې اوسپين مخونه په محدودیتونوکی ومومولکه دبېلګې په توګه داروپائیانوزیاته مینه ، تمائيل اوپاملرنه دشنواوابي سترګواوزېړوېښتانوپه لوروي اوکه بیا دافریقا فولکلورته پام وکړو ، هلته به په شعرونو، سندرو، مینه اوموسیقي کی نه دشنواونه دتوروسترګواوسپين مخونویا دښت اوستاینه کیږي بلکه دتګ تورمخ اوسپينوسترګورزړه راښکون به ډېرزیات وي . ددې پرخلاف افغانان سپينسترګي ( چشم سفیدي ) او تورمخي ( سیارویي ) بدګڼي اوپه اورېدویې زړه بدي کیږي . دنړۍ په ټولوژبوکی مستعاریت ، ترکیب ، تشبېهات ، مترادیفیت اومخالفتونه شته چې د ټولنودژوند ، اړیکو، جغرافیاوي موقیتونو ، اقتصاد ، تاریخ ، مذهبونو ، سیاستونواوکلتورونونتیجې یې ګڼلای شو . څومره چې دملتونواوپه تېره بیا دنژادونوترمنځ واټنونه کمیږي ، اړیکې یې پياوړي کیږي اوپه ادبیاتواوکلتوریې نوې اغېزې کیږي . زمونږدسیارې طبیعت له مختلفورنګونو، مختلفوشکلونو، مختلفوجوړختونو، مختلفوموسمونو ، مختلفوتاثیراتو، مختلفوپئیمانو، مختلفوخواصو، مختلفوموجوداتواومختلفووختونوڅخه جوړشوې اودا شیان دانسان له اختیاره بهرسلاحیتونه دي . لکه څنګه چې سپين پوستې انسا نان دخپل رنګ په انتخاب اوجوړېدوکی بې اختیاره اوبې وزلي پيداشؤي دي دغسې تورپوستي اوزېړپوستي د خپل خالق په خوښه پئيداشوي اوهغه خالق ته دواړه یورنګ مخلوق دې . که سړې کائناتوته ځيرشي ، ټول موجودات رنګ اووجود لري ، اودیومیکروب په څېردیوکوچني موجود دژوند اواوسېدوسیستم څخه انکارهم دناپوهۍ معنا لري نوله څرګندوحقیقتونوڅخه انکاربه ولې د لېؤنتوب معنا ونه لري ؟ لکه څنګه چې دسپين مخ دښکلا سره تورې زلفې ملګرې دي ، دغسې هرنګ دبل رنګ دپېژندګلومهم عنصروي اوغه سبب دې چې په رنګونوکی ښه یا بد هم نه وي بلکه هررنګ خپل خپل ځای اوتاثیرلري . دښکلا په ټاکنه کی یوازې توراویایواځې سپين رنګونه مطرح نه دي ځکه دښکلامعیارهم نشته بلکه هرنګ خپل مینه وال اورول لري لکه دبېلګې په توګه دنړۍ دهیوادونواکثره اولسمشران په مینه په توررنګوموټروکی سفرکوي خواکثره اولسمشران په مینه تکې تورې اویا تکې سپينې درېشيانې نه اغوندي اونه تورې تایانې ورسره تړي . داسې په سؤنومثالونه شته چې سړې نشي کؤلای درنګونو( ښه – ناښه ) یا د ډېراولږارزښت رنګونه تری پيداکړي . په خپل رنګ فخرکؤل دهرانسان حق دې خوهغه انسان ته کافروئيل پکاردي چې په زړه کی درنګ اونژاد کرکه لري ځکه چې داکرکه دهغه خالق له فیصلوبغاؤت دې چې په نتیجه کی یې رنګونه اوموجودات پئيداشؤي دي . نونسلي کرکجنوته به دارواښادقدیم د مست سېتارسره دا سندره ورواورؤم چې وایي :
لرې شه بېلتونه غمجن دې کړمه
نورمې دسوي زړګي ما خله ازارونه ، غمجن دې کړمه

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو