په ۱۹۱۹ ع کال کی انګرېزانودافغانستان خپلواکي ولې په رسمیت وپېژندله ؟

مونږدامنوچې افغانانوته به ډېره سخته وي چې دمیروئيس نیکه اواحمدشاه بابا دعوې و ګټي خودغازي امان الله خان دمیراث حق لري ځکه چې شرعي ، حقوقي اومستندثبوتونه لري . ننې افغانستان همدې غازي اوافغانانوپه خپلوسرووینو، دازادۍ اوخپلواکۍ په استلال ، مبارزه ،حقوقو، قانون اورسمیاتوګټلې اوساتلې دې مګردنړۍ ډېروستروهیوادونودنوروبیګناه انسانانوپه وژنه اودهغوی په ملکیت په برمته کؤلوځانته هیوادونه جوړکړي دي . که عدل ، انصاف اوقانونیت وي نودحساب لپاره داګزاودامیدان ، دوی دی ووایي چې دوی خپل هیوادونه په کومه توګه ، وسیله ، تاریخ ، حقوقو اومنطق جوړکړي دي ؟

یکشنبه، شهریور ۲۴

تاسوته وایو!


ترهرڅه مخکې بایدوویل شي چې معلمان ، ژورنالیستان ، انجینران اوډاکټران دټوپکوالو، سیاستوالو، تجارانواوملایانوپه نسبت دټولنې عملي اورښتیاني خادمان دي . دوی دې دندو ته په ډولۍ کی نه دي راوړل شوي بلکه دخپل عمریوه اوږده برخه یي په زده کړو ، محنتونو اوازموینو تېره کړې اودبریالیتوب په ځواک يې دښؤونې ، روزنې ، صحافت ، محاسبې ، سروې ، جوړؤنې ، حفظ الصحې اوطبابت وړتیاموند لې ده . معلمان ، ژورنالیستان ، انجینران اوډاکټران ترټولومقدسې دندې په غاړه لري ،یه څلورواړومقد سو کتابونوکی به ددوی پرخلاف څه ونه مومئ نوځکه ددوی پېژندنه اوتحفظ دافغانستان په روانوخيرنواوناولوحالاتوکی دهرچا ، که هغه په دولت کی وي اوکه ددولت مخالف وي ، فرض ده . یومعلم ته دا مطرح نه ده چې دکافرزوی ته درس ورکوي که دمسلمان ، یوژورنالیست ته دا مطرح نه ده چې دکافرسره مرکه کوي که دمسلمان سره ، یوانجینئرته بې تفاوته ده چې دده په لاس جوړشؤو تعمیراتوکی ډاکټرمسلمان دې که دبل مذهب اوهمدغه رازیوډاکټرته دمریض تداوي مهمه وي نه دهغه عقیده اوموقف . دادشرم ، اوافسوس اوفکرمندئ خبره ده چې معلمان ، ژورنالیستان ، انجینران اوډاکټران د ناولوسیاسي او اقتصادي موخو ، سبوتاژونو، جګړو ، شخصي دوښمنیو، سیالیواوغوسو ښکارکیږي اودیوې مرمۍ هومره ارزښت هم نه لري . مونږپوهیږوچې دافغانستان خلک په عامه توګه اوپښتانه په خاصه توګه معلمانو ، ژورنالیستانو ، انجینرانو ډاکټرانواوحتا یوعادي چپړاسي ته هم اړتیالري نوکه سیاستوال اوټوپکوال ورته اړنه وي ، ددوی خوښه ، خودپښتنودبچوپه ژوند دلوبوحق نه ورکؤو .
مونږداسې بې غېرته ، بې مذهبه اوبې پښتواوشوموقتلونوته غلي نشوکښیناستلای اونه یې دچاسره منلای شو، خارجیان ،ګاونډيان ، دولت ، طالبان اودخدره موادومافیا دخپلوهدفونولپاره زمونږ علمي اوکاریزکدرونه په نښه کوي اودملت پرضدتروریزم روان دې ، مونږ انسانان یو، پوهیږوچې دوی زمونږ طبیعي اوانساني شتمنۍ راڅخه اخلي اوپه ملت کی دومره زورنشته چې دا تاوانونه جبران کړي ، څوک چې انساني عاطفه اووجدان ولري ، داسې ظلمونه اوجنایتونه به ونه زغمي هرڅوک چې داکارکوي ، جنایت کوي اوجنایت هیڅکله نه بخښل کیږي ، قاتلان باید پوه شي چې ددې مسلکي خلکووارث دافغانستان ملت دې نوځکه به یوه ورځ جنایتکاران محاکمې ته راکاږي . ددې ترڅنګه په ټولومعلمانو ، ژورنالیستانو ، انجینرانو، ډاکټرانواوپښتنوغږکووم چې دخپل ژوند اوحق لپاره غږپورته کړي ځکه چې دادافغان ملت دژوند اونسل دژوندمسئله ده .
یوځل بیاپه جدي توګه دټوپکوالو، غلو، شوکمارو، قاتلانو، قاچاقبرانو، سړي تخښتؤونکو، رشؤت خورو، یرغلګرو، مونږ په جدي توګه ټول غېرانساني اوله وحشت اوظلمه ډک عملونه غندو ، خپله کرکه ورسره څرګندوواود روحاني په څېردهربې ګناه افغان دقاتل محاکمه اوورته سخته جزاغواړو .

هیچ نظری موجود نیست:

مونږټول افغانان ورورولۍ ، انصاف، عدالت ، امن ، علم ، ترقۍ ، برابرۍ ، قانونیت اودبشردحقونوملاتړته رابولوو